تجارت ، کار او کسب
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمإِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَمَن يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ
تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران )ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).
تګ لياره يې د الله جل جلا له ددې حکم پر بنا ده چې فرمايي :الحمدلله نحمده ونستعينه ،ونستغفره ،من يهده الله فلامضل له ،ومن يضل فلاهادی له ، واشهد الااله الله الا الله وحده لاشريک له ، واشهدان محمد ا عبده ورسوله صلی الله عليه وسلم .
په اسلام کی کار، کسب او تجارت
|
|
د ګناه اونافرمانی سره سره د دنيا نعمتونه او په عيش کې ژوند استدراج دی
نن سبا د ډيرو کسان په ذهن کې دا پوښتنه ګرځی چې ولی يو کس نافرمانه وي لمونځ نه کوي د مال او دولت زکات نه ورکوي اونور په ډيرو ګناهونو لړلی وي او نور خلک د لويې ،فخرله وجی بې ځايه آزاروي .
سره له نافرمانی بياهم الله تعالی د رزق لوی وسعت ورکړی وي اودا کس هم داسې ګمان کوي چې زه نو ډير ښه سړی يم الله تعالی له ماڅخه راضی دی ځکه يې دومره نعمتونه راکړي دی نه داسې نده داپوښتنه به په لاندې حديث شريف کې حل شي .
عن عقبة بن عامر عن النبی صلی الله عليه وسلم قال اذا رأيت الله عزوجل يعطی العبد علی معاصية ما يُحِب فانما استدراج ثم تلا رسول الله صلی الله عليه وسلم فلما نسوا مَاذُکِّرُوا به فتحناعليهم ابواب کل شیءٍ حتی اذا فرحوا بما اوتوا اخذنهم بغتة فاِذاهم مُبلسُون (رواه احمد) .
د عقبه بن عامر نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائيلی دی چې هرکله تاسې ووينئ چه الله تعالی يوه بنده ته د ګناه او نافرمانی سره سره د دنيا نعمتونه مال ،دولت ،راحت او عزت ورکوي کوم چې هغه بنده يې غوښتونکی او طلبګار دی .
نوپوه شی چې هغه دده په حق کې استدراج دی بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم دا آيت تلاوت کړ فَلَمَّا نَسُوْا مَاذُکِّرُوا بِه الايه
يعنی هرکله چه هغه خبرې هيرې کړي دکومو چې ورته نصيحت شوی وو نومونږ په هغوی باندې د دنيا د ټولو نعمتونو دروازی خلاصوو تردې چه هغوی ددی نعمتونو په ورکړه باندې ښه مست شو او فخر يې وکړ نومونږ يو دم هغوی پخپل عذاب کې سخت ونيول پس هغوی په حيرانی او وارخطايی کې نا هيلي شول .
د ښه مقصد لپاره د دنيا حاصلولو فضيلت
عن ابی هريرة قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم من طلب الدنيا حلالاً اِستيعفافاً عن المسئلة وسعياعلی اهله وتعظفاً علی جاره لقی الله يوم القيامة وَ وجهه مثل القمر ليلة البدر ومن طلب الدنيا حلالاً مکاثراً مفاخراً مرائياً لقی الله تعالی وهو عليه غضبان (رواه البيهقی فی شعب ايمان ) .
د ابی هريرة نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائيلی دی : چې کوم سړی دنيا په حلاله طريقه ددی مقصد لپاره حاصلوي چه د نورو له سوال
د ګناه اونافرمانی سره سره د دنيا نعمتونه او په عيش کې ژوند استدراج دی
نن سبا د ډيرو کسان په ذهن کې دا پوښتنه ګرځی چې ولی يو کس نافرمانه وي لمونځ نه کوي د مال او دولت زکات نه ورکوي اونور په ډيرو ګناهونو لړلی وي او نور خلک د لويې ،فخرله وجی بې ځايه آزاروي .
سره له نافرمانی بياهم الله تعالی د رزق لوی وسعت ورکړی وي اودا کس هم داسې ګمان کوي چې زه نو ډير ښه سړی يم الله تعالی له ماڅخه راضی دی ځکه يې دومره نعمتونه راکړي دی نه داسې نده داپوښتنه به په لاندې حديث شريف کې حل شي .
عن عقبة بن عامر عن النبی صلی الله عليه وسلم قال اذا رأيت الله عزوجل يعطی العبد علی معاصية ما يُحِب فانما استدراج ثم تلا رسول الله صلی الله عليه وسلم فلما نسوا مَاذُکِّرُوا به فتحناعليهم ابواب کل شیءٍ حتی اذا فرحوا بما اوتوا اخذنهم بغتة فاِذاهم مُبلسُون (رواه احمد) .
د عقبه بن عامر نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائيلی دی چې هرکله تاسې ووينئ چه الله تعالی يوه بنده ته د ګناه او نافرمانی سره سره د دنيا نعمتونه مال ،دولت ،راحت او عزت ورکوي کوم چې هغه بنده يې غوښتونکی او طلبګار دی .
نوپوه شی چې هغه دده په حق کې استدراج دی بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم دا آيت تلاوت کړ فَلَمَّا نَسُوْا مَاذُکِّرُوا بِه الايه
يعنی هرکله چه هغه خبرې هيرې کړي دکومو چې ورته نصيحت شوی وو نومونږ په هغوی باندې د دنيا د ټولو نعمتونو دروازی خلاصوو تردې چه هغوی ددی نعمتونو په ورکړه باندې ښه مست شو او فخر يې وکړ نومونږ يو دم هغوی پخپل عذاب کې سخت ونيول پس هغوی په حيرانی او وارخطايی کې نا هيلي شول .
د ښه مقصد لپاره د دنيا حاصلولو فضيلت
عن ابی هريرة قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم من طلب الدنيا حلالاً اِستيعفافاً عن المسئلة وسعياعلی اهله وتعظفاً علی جاره لقی الله يوم القيامة وَ وجهه مثل القمر ليلة البدر ومن طلب الدنيا حلالاً مکاثراً مفاخراً مرائياً لقی الله تعالی وهو عليه غضبان (رواه البيهقی فی شعب ايمان ) .
د ابی هريرة نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائيلی دی : چې کوم سړی دنيا په حلاله طريقه ددی مقصد لپاره حاصلوي چه د نورو له سوال
د مزدورانو حقوق او فرائض
دمزدورانو لپاره چه اسلامې شريعت کوم اخلاق ،هدايات او قانونی اصول تعين کړي که عملی شي نو د مزدوران به آرام مطمين شی د دوی حق به نه ضايع کيږي اوپه دوی به ظلم نه کيږي.
اسلامی هدايات :
نبی اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي :
اَعطُوالاَ جِيرَقَبلَ اَن يَّجُفَّ (ابن ماجه ) د مزدور مزدوری دهغه دخولی وچيدونه مخکې ورکړه .
که چا مزدورې ورنه کړه يايې کمه ورکړه يا يی ټال پکی وکړ نو دهغه په باره کښی فرمايې چه د قيامت په ورځ چه به زه د کومو دريوکسانو پرخلاف مدعی يم په هغه کې به يو :
رَجُلُُ ُ اِستَاجَرَ اَجِيراً فَاستَوفی مِنهُ وَلَه يُعطِه اَجرَه (بخاری ) کوم سړی چه مزدور ونيسي دهغه نه پوره کارواخلی مګرمزدوري پوره نه ورکوي .
همدارنګه فرمايی :
هُم اِخوَانُکُم جَعَلَهُم اللهُ تَحْتَ اَيدِيکُم فَمَنْ جَعَلَ اَخَاه ُ تَحتَ يَدِه فَليُطْعِمْه مَمَّا يَاکُلُ وَليَلبَسهُ مِمَّا يَلبَسُ وَلاَ يُکَلِفَه مِنَ العَمَلِ مَايَغلِبُه فَاِن کَلَّفَه مَا يَغلِبهُ فَليُغنِهِ عَلَيه (بخاری مسلم )
دوی ستاسو وروڼه دی چه خدای ج ستاسو ماتحت کړی دی نو چه دچا ورور دهغه ماتحت شي نو هغه لره پکاردی چه څه خوری هغه هغه لره هم ورکړي چه څه اغوندې هغه لره يې هم واغندی او دهغه نه داسې کار نه اخلی چه هغه باکل مغلوب اوبې وسه شی که دهغه نه سخت يا ذيات کار اخيستل وي نو په هغه کې ورسره مدد کوی .
اوفرمايی :
وَاَکرِمُوهُم کَکَرَامَةِ اَولاَدِکُم وَاَطعِمُوهُم مِمَّا تَاْکُلُون َ (مشکوة) د دوی حفاظت داسې کوی لکه د خپلو اولادونو اوڅه چه تاسی خوری هغوی له هم هغه ورکوی .
هغوی (ص) ددی مظلومی طبقی دومره خيال وو چه د وفات په مرض کې کوم آخری نصيحتونه چه وفرمايل په هغی کې يودا ؤ :
اَلصَّلوةُ وَمَامَلَکَت اَيمَانُکُم د لمانځه اوخپلوماتحتوډيرخيال ساتی .
يواصحابی پوښتنه وکړه چه که يو ملازم يا مزدور غلطی وکړی نوڅو ځله دهغه معافی کول پکار دي هغوی (ص) ددی څه ځواب ورنه کړو دوهم ځل يې بيا همدا پوښتنه وکړه هغوی (ص) بيا هم چوپ پاتی شو په دريم ځل يې پوښتنه وکړه نو رسول الله (ص) وفرمايل كُلّ َ يَومٍ سَبعِين َ مَرَّة ً (( كه اويا ځله غلطی وکړی نو معاف کوه يی (ابوداؤد).
دکار فرما يا دکار دمالک حقوق او مسئوليتونه :
1- د شوی معاهدی پربنا به له کارګرو په ماهوار يا روزانه اجرت کار اخستيل کيږي .
2- د اجير دمجبوری نه په ګټه پورته کولو سره ذيات کار اخستل په کم مزد ندي پکار که څوک داسې وکړی نو اخلاقاً او ديانتاً به مجرم وي .
3- که صاحب کار دامحسوس کړه چه مزدور وران کاری تر سره کوي يا کار ته زړه نه لګوي نوهغه ته دا حق شته چه له کاره يې لری کړی ، خومخکې بايد دؤ خبرو ته پام وکړي لومړی دا چه څه جسمی عذر (کومه ناروغی)ونه لری دوهم دا چه دده د دلچسپی نه لرلو علت کم مزدي نه وي که چيری دا کمی له رواجی يا اجر
مثل نه کم وی نو بايد ورذيات شي او که دا دوه علتونه موجود نه وي نو بيا ذيات کار هم ورڅخه اخيستی شي او تاوان هم ورڅخه اخيستی شي .
4- اجرت به په ټاکلی موده ورکوي خو که اتفاقاً کومه ورځ يا مياشت ټال پکې راشی نو باک نلری ليکن که عادتاً دغسی کوی نوپه قانونی اواخلاقی دواړو مجرم دی .
5- د مزدور څخه دهغه د توان څخه پورته کار نه اخستل کيږي ولو که د مزدور رضا هم وي .
6- مالک دکار مزدورانو ته تنبيه ورکولی شي مګر کنځل ،بد رد يا وهل ټکول نشي کولی که يې وکړی نو مسئول حكمرانان سزا ورکولی شِ او جرمانه هم ّ ور باندې لګولی شي .
دمزدور مسئوليتونه يا ذمه داری :
۱- دشوی معاهدی يا قرارداد مطابق به په قانونی او اخلاقی ډول کار سر ته رسوي .
۲- مزدور په شان د يوه امين وي بايد دخپل ورسپارل شوي کار او د کار لپاره سامان دواړو حفاظت په پوره ايمانداری وکړي که کوم څيز اتفاقاً خراب شي نو دهغه تاوان په مزدور نه شته خو که قصداً خراب شي د هغه تاوان به ورکوی .
۳- که کارګر يا مزدور د مالک د هدايت خلاف کار وکړی او خراب شی پداسی حالت کی به تاوان ورکوي .
۴- دڅومره ورځو يا څومره کار لپاره چه کوم معاهده يا قرارداد شوی وي اجير ته دا حق نشته چه مخکې دهغه له ختميدو بغير له کوم غذر کار پريږدی .
(مذهب امام ابو حنيفه رح )
داسلامی تجارت اصول
۱- خپل منځی رضامندی :
داسلامې تجارت يو اساسي شرط خپل منځی رضامندي ده په تجارتی معامله کې دپلورنکي اوپيرودونکي يا بايع اومشتری رضا شرط ده.
۲- تجارتي جنس (مبيعه) او قيمت (ثمن) به حلال وي
تجارتی جنس به شرعاً حرام نه وي لکه شرات،خنځير،مرداره ،بتان،دسازاوسرودسامان،چرس،هيروئين اونور.
۳- دنرخونوآزادی
د اسلامې تجارت دريم اصل دنرخونوآزاد پريښودل دی ،دحکومت له پلوه دنرخ ټاکل دکوم شرعی غذر نه پرته حرام دي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې :لاَتُسَعِرُوْ فَاِن َّاللهَ هُوَاالمُسَعِرْ ((نرخونه مه ټاکی ځکه چه پخپله الله تعالی دنرخونو ټاکونکی دی )) .
۴- دمارکيټ يا بازار آزادی
په اسلامې تجارتي قانون کې څلورم اصل د بازارآزادی ده .
حال داچه په کپيټالستی نظام کې دمارکيټ انحصار صرف دڅوبډايو اوسودخورو په لاس کې وي اوهمدارنګه دکمونيزم په اقتصادی نظام کې دغه حق صرف د حکومت په لاس کې وي اوافراد دغلامۍ اوبردګۍ ژوند پکې کوي چه مارکيت اواجناس دحکومت په لاس کې وي اودخپلی خوښی په نرخ يې پرعاموخلکوپلوري.
۵- داحتکار حرمت
په اسلامې اقتصادي نظام کې داحتکار ظاليمانه عمل حرام دی .
احتکار دې ته وايې چه ارتزاقي مواد دنرخ داچتولولپاره څوک زخيره کړي ،داهغه ظاليمانه عمل دی چه يوکس يې دخپل يوه جيب ډکولو په موخه ټول عالم ته غم اوفريشاني جوړوي اوپه ټولنه کې قحطي اوقيمتیي رامنځه ته کوي .
۶- دسود حرمت :
په اسلامې اقتصادی نظام کې دسود عمل حرام دی .
سودهم دڅوبډايو له کټی نه بغير په ټولنه کې د خير،يوله بله کومک اوخواخوږی ټولی دروازی بندوي ، دغريبو اوتنګ لاسو لپاره دتباهی يوستر دام دی.
دغه د سود دام اوس اولسونه لاڅه چه حکومتونه يې هم دغلامی پرځنځير تړلی دی .
زمونږ په ټولنه کې هم اوس دا ناولی بازار دچټک رشد په درشل کې دی چه په ډيره سپين سترګی سره خلک دتلويزيون له لاری سودخوری او قيماربازۍ ته وربولي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دنرخ ټاکلوضررونه :
۱- له بازار څخه دموادو کميدل :
لومړی زيان يې دادی چه کچيری حکومت داسې نرخونه وټاکي چه دسوداګرو لګښتونه پکې نه پوره کيږي نودضرورت وړ اجناس له بازار څخه ورک کيږي اوداحتکار لپاره لاره هواريږي .
ځکه چه تاجران خويې په تاوان نشی خرڅولای ،چه په نتجه کې دموادونرخونه دنرخ نامی څخه څوچنده نورهم اوچتيږي .
اوبلاخره مواد دخرڅولولپاره تور بازار ته وړاندی کوي اوهلته يې په خپله خوښه خرڅوي .
۲- زيان اړول شرعًا حرام دي
دنرخ په ټاکلو سره به ځنې تاجران داسې وي چه که د نرخ نامی مطابق يې خپل تجارتی اموال خرڅوي نوزيان به پکې کوي ،نوپه اسلام کې زيان اړول حرام دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی : لاَضَرَرَ وَلاَ ضِرَارَ (مسند احمد) (( بل ته زيان رسول روا نه دی اوپه خپله هم زيان قبلول روا نه دی )).
۳- غل بازاری
دنرخ په ټاکلوسره غل بازاری ،بډی اورشوت ته لاره پرانستل کيږي ځکه هغه مامورين چه دنرخ په کنترول ګومارل شوی وي ځنې د دوی له سوداګرو سره سازش کوي چه په نتجه کې رشوت ورکونکی تاجران په خپله خوښه اجناس پلوری او هغه تاجران چه رشوت نه ورکوي په حکومتی نرخ خپل اجناس پلوری چه په نتجه کې ټولنيزه بی عدالتی منځ ته راځي .
۴- دقرآنکريم سره مخالفت
څلورم زيان يې دادی چه دنرخ ټاکل له قرآن کريم سره ښکاره مخالفت دی
أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلاَّ أَن تَكُونَ تِجَارَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ
(النساء ۲۹) .
(ای مؤمنانو! په خپلو منځو کې ديو اوبل مالونه په ناروا ټوګه مه خوری او راکړه ورکړه (تجارت ) به د دواړو خواوو په خوښه وي ).
دقرآنکريم دحکم سره سم داسلام ᘪجارتی نظام آساسی اصل خپل منځی رضامندی ده .
نه پلورنکی په زور پرچا باندی مال خرڅولای شی اونه هم څوک په زور له چا څخه مال اخيستلای شی .
مګر دحکومتی نرخ په ټاکلو سره تاجر اوصارف دواړه له يوه مسلط کړی اوکنترول شوی جبر سره سمه معامله کوی چه نه بايع اونه مشتری پری خوښ اوراضی ویي .
اسلامې تجارت د پور يا قرض معامله
دقرض معامله
کوم مال چې په قرض سره خرڅيږی دې طريقې ته په اسلامی شريعت کې بيع نسيه وايي دابيع د اخيستونکی سره دآسنتيا په نظر کې نيولو سره جايز ګرځول شوی ده .
دقرض معاملې په اړه ضروري احکام
۱- دقرض په معامله کې د تجار يا خرڅونکی رضامندي شرط ده بغير دهغه له رضامندی نه قرض لګول جايز نه دي .(اسلامې فقه )
۲- دقرض موده بايد وټاکل شي چې يوه مياشت يا دوې مياشتي وروسته به پيسې درکوم ،ددی وجې نه چه وروسته پدی کې اختلاف پيدا کيږي .(اسلامې فقه ،شرح التنوير ج ۴ ص ۳۴)
۳- په قرض باندې د سودا خرڅولو نه پس تجار ته دا حق نشته چې سودا واپس واخلي . (اسلامې فقه )
۴- دقرض دمودې ذياتولو حق د تجار دی . (اسلامې فقه )
۵- کله چې ټاکل شوی وخت پوره شي اخيستونکی به ژر تر ژره خپل قرض ادا کوي يا به له تجار څخه مهلت غواړي .(شرح البدايه ج ۳ ص ۳۷ ،اسلامې فقه ) .
۶- که تجار ياسوداګر دقيمت د اداکولو لپاره قسط مقرر کړ نو بيا په يوځل دقرض غوښتلو حق نلري .
۷- اخيستونکی به په خپل ټاکل شوي وخت تجار ته قرض سپاري اوهغه ته به پريشاني نه جوړوي .
رسول الله ص فرمايي : مَطْلُ الْغَنِیِّ ظُلْمُ ُ دقدرت خاوند له ټال کول ظلم دي .
همدارنګه رسول الله ص فرمايي : په ټولو کې ښه سړي هغه ته چې د چا دبقايا (قرض ) په ښه طريقه اداکوي . (اسلامې فقه )
۸- که موده پوره شي تجار د غوښتلو حق لري .
اِنَّ لِصَاحِبِ الْحَقِّ مَقَالاً حقدار ته د ويلو حق شته .
که بايع پوه شي چې مشتري مجبور دی نو بيا به د آسانۍ خيال کوي .
حديث شريف َمن سَرَّه اَن يُنَجِّيه اللهُ ِمن كُرَبَ يَومِ القِيَامَةِ فَليُنَفِّس عَن مُعسِر ٍ اَويَضَعَ عَنهُ (مسلم)
کوم سړی چه غواړی دقيامت په ورځ الله پاک دی له سختو نه وساتی نو هغه ته پکار دی چه ،هغه تنګ لاسه قرضدار ته مهلت ورکړی يا یی قرض بالکل معاف کړی.
په قرض سره په ګران قيمت خرڅول :
پاتې شوه داخبره چې که تجار يوشی په نغدو په يوقيمت خرڅوي مګر د قرض په معامله کې يې په ګران قيمت خرڅوي مثلاً يوشی په نغدو په ۱۰۰۰ افغانۍ او په قرض سره په ۱۰۵۰ افغانۍ خرڅوي دابيع دطرفينو په رضامندۍ ،دقرض موده ټاکل او انصاف په نظر کې نيولو سره (داسې نه چې د اړ کس د بدې ورځې نه ناوړه استفاده وکړي ) رواه ده ځکه چې په قرض سره څه موده تيريږي چه د څه وخت لپاره د تجار سرمايه له تجارتي دوران څخه غورځوي .
(هدايه ج ۳ ص ۳۱،اسلامې فقه ،زيورجنتي ،فتاوی المحمود ).
و الدليل عليه ما نقله الاستاذ القاضي محمد تقي العثماني حفظه الله في رسالته «البيع بالتفسيط نقلاً عن المبسوط للسرخسي في الفقه الحنفي:
«أما الائمة الاربعة و جمهور الفقهاء و المحدثين فقد اجازوا البيع المؤجل بأكثرمن سعر النقد بشرط أن يبتٌ العاقدان بأنه بيع مؤجل بأجل معلوم و بثمن متفق عليه عند العقد فأما اذا قال البائع: أبيعك نقداً بكذا و نسيئة بكذا و افترقا علي ذلك دون أن يتفقا علي تحديد واحد من السعرين فان مثل هذا البيع لايجوز و لكن اذا عيٌن العاقدان احد الشقين في م
اسلامې تجارت د پور يا قرض معامله
نور مطالب اديان او مذاهب
|
|