pashto dars
  • HOME پښتوسبق مخ پا ڼه
  • pashto Page
  • PASHTO AUDIO
    • Audio
    • Pashto Audio >
      • Enayatullah Ilmi >
        • QARI SAEED AHMED KANDAHARI
    • Farsi Audio
    • Arabic Audio
    • Urdu Audio >
      • Tafseer Al Quran by Mufti Zar Wali Khan
    • English Audio
  • Books
    • KITABTOON
    • Pashto Books
    • Farsi Books
    • Arabic Books
    • Urdu Books >
      • Urdu Fiqh
      • Urdu Tafsir
      • Urdu Tareekh
      • Urdu Hadiths
      • Seerat Mustafa (Urdu)
      • Urdu Miscellaneous
    • English Books
    • Multi Language Books
  • Video
    • Pashto Videos
    • Farsi Videos >
      • Mujibur Rahman Fadhilatul Shaykh
      • farsi video 1
      • 1-Farsi Sirat Al Nabi.S.A.W.
      • 2-Farsi Sirat Al Nabi.S.A.W
    • Arabic Videos
    • Urdu Videos >
      • Mufti Zarwli Khan
    • English Videos
  • Pashto Forums
  • Online Fatwas دارالافتا
    • DARUL FATAWA
  • Islamic Gallery
  • Ummat and Fiqh
  • 100 F.A.Q.in pashto
  • Contact Us
  • About
  • Live Dars Hammadia Madrasa Kandahar
    • Live Video Dars
  • FAQ
    • Great Imams >
      • Abu Hanifa
      • Imam Malik
      • Imam Shafi
      • Imam Ahmed Bin Hanbal
      • Imam Bukhari
  • 3d Screen Saver
  • Science
  • Reverts
  • Islamic Calendar
  • Asma Un Nabi
  • Stories of Prophets
  • Rights In Islam
  • New Muslim
  • 40ahadithqudsiintro
  • pashto different subject
  • Tell a friend
  • gallery
  • HADITH OF DAY
  • Testimonials
  • Qur'an Pashto Translattion
  • Qura'n in pashto video
  • HAJJ AND UMRAH PACKAGES
  • IJTIHAD AND TAQLID
  • MUSIC PROHIBITED IN ISLAM
  • 2 ABDUL HADI HAMMAD
  • DIFFERENCE PASHTOON ULAMA
  • ENAYATULLAH KANDAHARI MUFASIR
  • Quran recitations
  • religions and they were
  • Splitting of the moon
  • religions and they were
  • ZAZAM WATER IN ISLAM AND SCIENCE
  • DARUL IFTA WA QADA URDU
  • THE TRUE LOVER OF MOHAMMED
  • 100 SUNNA OF MOHAMMED
  • 100 AHADITH OF MOHAMMED / PASHTO
  • Masah over Regular Socks​
  • TAQLID IN LIGHT OF QURAN
  • BEGINNING THE SALAM
  • INDEX OF QURAN"S ETIQUETTE
  • ( 1 ) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • PICTURE PROHIBITION
  • LIFE OF IMAM ABU HANIFA
  • ADVISE OF VILLAGER WOMEN
  • FATIHA BEHIND IMAM
  • EID AL FITR
  • BEARD IN ISLAM
  • (2) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • ( 3) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • ( 4 ) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • QISAS AL ANBIYA
  • innocent of anbiya
  • Adam
  • NOAH
  • religions and they were
  • religions and they were
  • religions and they were
  • HAYAT AS SUHABA PASHTO
  • New Page
  • MANASIK HAJJ AND UMRAH PASHTO
  • TAQLID

د سخا او بخلی انجام


Home
Ummat Fi Al-Fiqh
5 Pillars of Islam
Hajj and Umrah
Watch Haramain Live
3d Screen Saver
Blog
Live Chat
Testimonials
Islamic Websites
Islamic Gallery
Islamic Calendar
Downloads
Articles
Zakat Calculator
Global Salat Times
F.A.Q. Section
Pashto Ulama
About Us
Contact Us
Picture

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم

إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَمَن يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ

تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران )

ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).

تګ لياره يې د الله جل جلا له  ددې حکم پر بنا ده چې فرمايي :

الحمدلله نحمده ونستعينه ،ونستغفره ،من يهده الله فلامضل له ،ومن يضل فلاهادی له ، و‌اشهد الااله الله الا الله وحده لاشريک له ، واشهدان محمد ا عبده ورسوله  صلی الله عليه وسلم .

Qur'an Explorer
MultiLanguage Quran
Qur'an and Science
Yassernal Qur'an
Rights in Islam
Asma Ul Husna
Asma An Nabi S.A.W.
Hadith Explorer
40 Ahadith Qudsi
Salat Explorer
Dua' Explorer
Stories of Qur'an
Stories of Prophets
Stories of Sahaba
Great Imams
Darul Ifta
Sister's Section
Kid's Section
New Muslim Section

خپله لیکنه د حضرت ابن عمر رضي الله عنه پر زرینې وینا پیلوم، هغه مبارک وايي: يو وخت داسې وو چې موږ به ديناراودرهمونه له يومسلمان ورور څخه غوره نه ګڼل؛ خو اوس داسې وخت دى چې خلك ديناراودرهم له خپل مسلمان ورور څخه غوره بولي.

خرڅ کوونکي او بخیل ته د ملائکو دعا

مَامِنْ یَوْمٍ یُصْبِحُ الْعِبَادُ فِیْهِ اِلاَّ مَلَکَانِ یَنْزِلاَنِ فَیَقُوْلُ اَحَدُهُمَا اَللّهُمَّ اَعْطِ مُنْفِقًا خَلَقًا وَیَقُوْلُ الاَخَرُ اَللّهُمَّ اَعْطِ مُمْسِکًا تَلَفًا (صحیح البخاري). ژباړه: هرسهار دوه ملائکې نازلیږي ، یوه وایي ای الله خرڅوونکي ته د هغه عوض ورکړه او دویمه وایي ای الله بخل کونکي ته بربادي ورکړه.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: اوه (۷) قسمه خلکو ته (په ورځ د قیامت) الله تعالی پخپل سیوري کې ځای ورکوي، په داسې حال کې چې د ده د سیوري پرته به بل سیوری نه وي، امام انصاف کوونکی، هغه ځوان چې د الله تعالی په عبادت کې ځواني تیروي، هغه سړی چې زړه یې په مسجد پورې تړلی وي، هغه دوه کسان چې د الله لپاره محبت کوي، که یو ځای وي او که جلا پر دغه محبت باندې قائم وي، هغه سړی چې هغه ته صاحب د حسب او نسب او ښایسته ښځه (دګناه) بلنه ورکړي او دی د الله د خوفه څخه ځان رامنع کړي، یو هغه سړی چې (د خلکو څخه ) په پټه صدقه او خیرات کوي حتی چې ګس لاس یې نه وي خبر چې ښی لاس څه شی خیرات کړی دی او یو هغه سړی چې په خلوت یا یوازې توب کې الله تعالی یاد کړي او وژاړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: لَوْ كَانَ لِي مِثْلُ أُحُدٍ ذَهَبًا لَسَرَّنِي أَنْ لَا تَمُرَّ عَلَيَّ ثَلَاثُ لَيَالٍ وَعِنْدِي مِنْهُ شَيْءٌ إِلَّا شَيْئًا أَرْصُدُهُ لِدَيْنٍ. رواه البخاري.

ژباړه: که زما سره د احد د غره په اندازه سره زر وي نو دا به مي خوښه نه وي چې پر دې (زرو) درې شپې تیري شي او زما سره ددې (زرو څخه) یو شی پاته وي (بلکې ټول به مې صدقه کړي وای) مګر صرف دومره چې په هغه سره قرض ادا کړم.

حضرت ابن عباس رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم   دنيكۍ  په كارونوكې تر هر چا ډیر سخي ؤ او چې په رمضان كې به يې جبرائیل عليه السلام  سره دقرآن کريم دورکاوه بياخو به له هغې هوا نه هم چې هر چاته ګټه رسوي، ډیر سخي ؤ.

وَقَالَ عَمَّارٌ ثَلَاثٌ مَنْ جَمَعَهُنَّ فَقَدْ جَمَعَ الْإِيمَانَ الْإِنْصَافُ مِنْ نَفْسِكَ وَبَذْلُ السَّلَامِ لِلْعَالَمِ وَالْإِنْفَاقُ مِنَ الْإِقْتَارِ.[صحیح البخاری].

ژباړه: عمار ویلي: درې شیان دي چې څوک یې راټول کړي ، نولکه چې خپل إیمان یې را ټول کړ: لومړی دخپل ځانه څخه انصاف  ، دوهم دهر چا لپاره د سلام اچول ، او درېیم دمسکنت سره صدقه ورکول.

جابربن عبدالله رضي الله عنه  وايي: داسې هيڅ وخت نه دي شوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم   نه چاڅه غوښتي وي اوهغه صلی الله عليه وسلم  (نه) ورته ويلي وي.

خو د سخا ضد عمل هغه شح او بخل دی،لاندې د قرآن کریم یو څو آیتونه لیکو :

وَلا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُوا بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (١٨٠).

ژباړه:  اوګمان دي نه کوي له سره هغه کسان چې بخيلي کوي دوى په هغه شي چې ورکړى دى دوى ته الله له فضله خپله چې دا بخل خير دى (غوره دى) دوى ته، بلکې؛ دا (بخل ډير بد) شردى دوى ته ، ژر به په غاړه کې ور ته اميل کړل شي هغه چې بخيلي کړې ده  دوى په هغه شي کې په ورځې دقيامت؛ او خاص الله لره دى ميراث د اسمانونواو د ځمکې (د دغو دواړو د اهل له فناڅخه به وروسته هرڅه همغه حقيقي وارث اومالک ته پاتې کيږي؛) اوالله پر هغو (کارونوهم) چې کوئ (يې ) تاسې ښه خبردار دى (نو د ټولو جزا به درکړي).

داسې خلک هم ول چې خپل ځان ته به یې شتمن ویل خو الله تعالی ته به یې د فقیر لفظ کارولو، قرآن داسې فرمایي:

لَقَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ فَقِيرٌ وَنَحْنُ أَغْنِيَاءُ سَنَكْتُبُ مَا قَالُوا وَقَتْلَهُمُ الأنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَنَقُولُ ذُوقُوا عَذَابَ الْحَرِيقِ (١٨١).

ژباړه:  خامخاپه تحقيق اوريدلې ده خبره د هغوکسانوچې ويلي يې وو بېشکه الله فقيردى اوموږ غنيان يو (چې له موږه پور غواړي) ژر به موږ ليکلي وساتو هغه خبرې چې دوى ويلې دي او (ليکلي به وساتو) وژل (د نيکونو) ددوى انبياؤ لره،په ناحقه سره (په خپل اعتقاد سره هم) او وبه وايوموږ (دوى ته چې: وڅکئ عذاب  د اور سوځيدونکى!.

ذَلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِظَلامٍ لِلْعَبِيدِ (١٨٢)ژباړه:  دا(عذاب )په سبب دهغه دى چې پخواليږلي دي لاسونوستاسې او بېشکه چې الله نه دى ظلم کوونکى په بندګانو.

د بخل او شومتیا په اړه قرآن کریم داسې توصیه کوي:

وَلا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَحْسُورًا (٢٩).

اومه ګرځوه ( مه نيسه ! ) لاس خپل ( لكه ) تړلى شوى ترغاړې ستا پورې ( يعنې بخل او شومتيا مه كوه ) اومه يې غځوه ! په بيخي غځولوسره ( يعنې اسراف هم مه كوه ) نو كښينې ته ملامت كړى شوى ( په امساك كې ) بې ماله پښيمانه شوى ( په اسراف كې ).

رزق الله تعالی ورکوي انسان باید بخیلي ونکړي لکه چې فرمایي: إِنَّ رَبَّكَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا (٣٠) ژباړه:  بيشكه رب ستا پراخوي روزي لپاره د هغه چاچې اراده  وكړي ( د پراخي يې اوتنګوي ( يې په هغه چاچې اراده وكړي دتنګۍ يې ) بيشكه چې دغه ( الله ) دى په 
( مصالحو د) بندګانوخپلو ښه خبر ښه ليدونكى ( په پټواوښكاره و عالم).

دارنګه د بخیلي او شومتیا په وجه خپل اولاد باندې روزي کمول یا نه ورکول هم سم کار ندی، قرآن کریم د دغه کار منع فرمایي: وَلا تَقْتُلُوا أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُمْ إِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْئًا كَبِيرًا (٣١)

ژباړه:   اومه وژنئ تاسې اولادخپل د ويرې د فقره ( چې كه ډير شي نو روزي به راباندې تنګه كړي ) ځكه چې همدامونږ روزي وركوودوي ته او تاسې ته هم ، بيشكه چې قتل ددوى ده خطا ( ګناه ) لويه ( چې دنسل اونوعې قطع ده ).

په حدیث کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمایلي : په اخره زمانه کې به وختونه سره نږدې شي ، عمل به کم شي او دخلکو په زړونو کې به شح ولویږي . يتقارب الزمان ، وينقص العمل ، ويُلقى الشح , ( متفق عليه ) علامه ابن حجر د دې حدیث په شرحه کې وایي : ( ويُلقى الشح) یعني په مختلفو ډولونو سره به د خلکو په زړونو کې شح (بخیلي) ولویږي ، عالم به په علم بخل کوي درس او فتوي ورکول به پریږدي ، صنعت کار او کاریګر به خلکو ته زده کړه نه ورکوي ، شتمن به په مال باندې بخل کوي تردې چې فقیران او مسکینان به هلاک شي . (فتح الباري : 13/17.)

اوس وخت کې موږ دا ټول شیان پخپلو سترګو وینو، شتمن د فقیرانو په غم کې ندي، له کونډو، یتیمانو، بې وزلو او نورو اړینو خلکو سره څوک مرسته نکوي او که څوک کومه مرسته هم کوي هغه یوازې د ریا او ځان ښکاره کولو لپاره کوي چې خلک ورته ملک صاحب خان صاحب نواب صاب وکیل صاحب او نور لقبونه ور وبښي. یا داسې چې د منصب یا دندې تر لاسه کولو پخاطر ځینې خلک دا کار کوي خو مقصد یې د الله تعالی رضا نه وي، دارنګه ځینې خلک بیا دیو پلان شوې پروژې پخاطر چې له بهر څخه رقم یا فنډ ترلاسه کړي دا کار کوي . ځینې بیا د موسستاتو لمن ته غورځي او ځینې بیا داسې دي چې د کفري نړۍ مرستې پر اړینو خلکو ویشي خو متاسفانه بیا د هغوی له فقیري څخه ناوړه ګټه پورته کوي څوک ورته د نصرانیت خواته بلنه ورکوي او څوک ورته د بې دیني خواته بلنه ورکوي. زما له ټولو شتمنو خلکو څخه دا غوښتنه ده چې خپله ټوله پاملرنه دغې خواته را واړوي او هر وخت د خوار او فقیر په غم کې لګیا شي او خپلې پیسې او مال پر دوی ولګوي، دا به له یوې خوا ستاسو مال پاک کړي او هم به د خیر او برکت سبب هم شي.

استاد انجینر نورالله خان احمدزی

نور مطالب اديان او مذاهب

Flag Counter
Flag Counter
www.pashtodars.com
 پښتودرس  پاڼه  په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته ده شرعي اوامرو رسول دې، د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده 
دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً ده شخصي انفاق حلال څخه دي
Copyright ©2006 /2015 Pashtodars.com. All rights reserved.