pashto dars
  • HOME پښتوسبق مخ پا ڼه
  • pashto Page
  • PASHTO AUDIO
    • Audio
    • Pashto Audio >
      • Enayatullah Ilmi >
        • QARI SAEED AHMED KANDAHARI
    • Farsi Audio
    • Arabic Audio
    • Urdu Audio >
      • Tafseer Al Quran by Mufti Zar Wali Khan
    • English Audio
  • Books
    • KITABTOON
    • Pashto Books
    • Farsi Books
    • Arabic Books
    • Urdu Books >
      • Urdu Fiqh
      • Urdu Tafsir
      • Urdu Tareekh
      • Urdu Hadiths
      • Seerat Mustafa (Urdu)
      • Urdu Miscellaneous
    • English Books
    • Multi Language Books
  • Video
    • Pashto Videos
    • Farsi Videos >
      • Mujibur Rahman Fadhilatul Shaykh
      • farsi video 1
      • 1-Farsi Sirat Al Nabi.S.A.W.
      • 2-Farsi Sirat Al Nabi.S.A.W
    • Arabic Videos
    • Urdu Videos >
      • Mufti Zarwli Khan
    • English Videos
  • Pashto Forums
  • Online Fatwas دارالافتا
    • DARUL FATAWA
  • Islamic Gallery
  • Ummat and Fiqh
  • 100 F.A.Q.in pashto
  • Contact Us
  • About
  • Live Dars Hammadia Madrasa Kandahar
    • Live Video Dars
  • FAQ
    • Great Imams >
      • Abu Hanifa
      • Imam Malik
      • Imam Shafi
      • Imam Ahmed Bin Hanbal
      • Imam Bukhari
  • 3d Screen Saver
  • Science
  • Reverts
  • Islamic Calendar
  • Asma Un Nabi
  • Stories of Prophets
  • Rights In Islam
  • New Muslim
  • 40ahadithqudsiintro
  • pashto different subject
  • Tell a friend
  • gallery
  • HADITH OF DAY
  • Testimonials
  • Qur'an Pashto Translattion
  • Qura'n in pashto video
  • HAJJ AND UMRAH PACKAGES
  • IJTIHAD AND TAQLID
  • MUSIC PROHIBITED IN ISLAM
  • 2 ABDUL HADI HAMMAD
  • DIFFERENCE PASHTOON ULAMA
  • ENAYATULLAH KANDAHARI MUFASIR
  • Quran recitations
  • religions and they were
  • Splitting of the moon
  • religions and they were
  • ZAZAM WATER IN ISLAM AND SCIENCE
  • DARUL IFTA WA QADA URDU
  • THE TRUE LOVER OF MOHAMMED
  • 100 SUNNA OF MOHAMMED
  • 100 AHADITH OF MOHAMMED / PASHTO
  • Masah over Regular Socks​
  • TAQLID IN LIGHT OF QURAN
  • BEGINNING THE SALAM
  • INDEX OF QURAN"S ETIQUETTE
  • ( 1 ) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • PICTURE PROHIBITION
  • LIFE OF IMAM ABU HANIFA
  • ADVISE OF VILLAGER WOMEN
  • FATIHA BEHIND IMAM
  • EID AL FITR
  • BEARD IN ISLAM
  • (2) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • ( 3) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • ( 4 ) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • QISAS AL ANBIYA
  • innocent of anbiya
  • Adam
  • NOAH
  • religions and they were
  • religions and they were
  • religions and they were
  • HAYAT AS SUHABA PASHTO
  • New Page
  • MANASIK HAJJ AND UMRAH PASHTO
  • TAQLID

د مرتد حد


Home
Ummat Fi Al-Fiqh
5 Pillars of Islam
Hajj and Umrah
Watch Haramain Live
3d Screen Saver
Blog
Live Chat
Testimonials
Islamic Websites
Islamic Gallery
Islamic Calendar
Downloads
Articles
Zakat Calculator
Global Salat Times
F.A.Q. Section
Pashto Ulama
About Us
Contact Us
Picture

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم

تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران )

ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).

تګ لياره يې د الله جل جلا له  ددې حکم پر بنا ده چې فرمايي :

الحمدلله نحمده ونستعينه ،ونستغفره ،من يهده الله فلامضل له ،ومن يضل فلاهادی له ، و‌اشهد الااله الله الا الله وحده لاشريک له ، واشهدان محمد ا عبده ورسوله  صلی الله عليه وسلم .

د مرتد احکام

تعريف : الردة په لغت کې د يوې شي څخه ګرځېدل بل شي ته چې دغه ګرځيدونکې ته مرتد وايي .

د شريعت په اصطلاح کې د اسلام څخه ګرځېدل کفر ته برابره خبره ده که دا ګرځېدل په نيت سره وي ، عمل سره وي او يا قول او يا هم ټوکو مسخرو سره او يا د عناد له وجې وي مرتد بلل کيږي .

څوک چې مرتد شي د احنافو په نزد د هغه ټول اعمال باطل ګرځي مګر د شافعيه په نزد کچېرې د کفر په حالت کې مړ شي اعمال يې باطل ګرځي ،لقوله سبحانه وتعالی :[ومن يرتدد منكم عن دينه فيمت وهو كافر، فأولئك حبطت أعمالهم في الدنيا والآخرة، وأولئك أصحاب النار هم فيها خالدون] (البقرة:۲۱۷).

ژباړه :او له تاسې څخه چې څوک مرتد شي – له خپل دين څخه وګرځي او د کفر په حالت کې مړ شي نو د هغه اعمال په دنيا او آخرت کې باطل دي او همدا کسان د اور خاوندان دي چې دوی په دغه اور کې تل استوګن وي .

په نيت ، قول ، فعل سره له اسلام څخه وتل داسې چې : مثلاً د الله تعالی د خالقيت ، ربوبيت او وحدانيت څخه انکار کول ، د رسولانو څخه انکار کول ، د رسولانو درواغ ګڼل ، په اجماع باندې ثابت شوي حرام حلال ګڼل لکه : سود ، زنا ، لواطت ، رشوت ، شراب او ظلم ، او حلال حرام ګڼل لکه : نکاح ، شرعي تجارت او نور يا د قرآن ، تفسير او حديث قصداً غورځول او يا بت او مخلوق ته سجده کول په خلص ډول د ارتداد اسباب په لاندې ډول دي :

د ارتداد اسباب :

- دا چې ټول فقهاؤ په دې باندې متفق دي چې د الله تعالی سره د څه شي شريک کول او يا د الله د ثابتو صفاتو څخه څوک منکر شي يا الله تعالی ته څوک د اولاد نسبت وکړي او يا څوک د مخلوق په دوام او بقا عقيده ولري ځکه آیت شريف دی چې [کل شی ءٍ هالک الا وجهه ] مرتد دی .

- دا چې څوک د شريعت هغه احکام چې په تواتر حرام وي حلال وګڼې لکه : زنا ، لواطت ، شراب ، سود ، ظلم ، او نور يا د شريعت حلال څوک حرام وګڼې لکه : نکاح ، اسلامي تجارت او نور مرتد دی .

- داچې څوک د قرآن څخه انکار وکړي يا د قرآن د يو آيت يا يوې کليمې يا حتی يو حرف څخه انکار وکړي مرتد دی .

- دا چې څوک قصداً قرآن په کثيف ځای کې وغورځوي يا تفسير قصداً و غورځوي يا حديث نو دا عمل د نه منلو او انکار معنی لري سړی په دې عمل له اسلام څخه وځي .

(ابن عابدين ۴/۲۲۲ )

- دا چې څوک د رسول الله صلی الله عليه وسلم او نورو پیغمبرانو د رسالت څخه انکار وکړي مرتد دی .

- دا چې څوک په الله سبحانه وتعالی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم او نورو انبياؤ عليهم السلام او اسلامي شريعت باندې انتقاد وکړي ، يا ښکنځل او بد رد ووايي او يا اهانت ، ټوکې او مسخرې ورباندې وکړي دا کس مرتد دی . لقوله سبحانه وتعالی : وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِؤُونَ ، لاَ تَعْتَذِرُواْ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ(۶۴-۶۵ التوبه ) .

( او قسم دی که پوښتنه وکړی له دوی څخه چې تاسې ولې استهزا کوﺉ نو دوی به وايي چه يقيناً مونږ خو لوبې او ټوکې کولې ، ووايه (ای محمده ! دوی ته چه ) آيا پر الله او د الله په آيتونو او د الله په رسولانو باندې مو استهزا او مسخرې کولې ، عذرونه مه کوﺉ تاسې (مونږ ته په دروغو سره ) يقيناً کافران شوې يئ تاسې وروسته له ايمان راوړلو ) .

- دا چې څوک په حضرت عايشه رضی الله عنها پسې بهتان وکړي مرتد دی ځکه د هغې پاکي په قرآن کې بيان شوي همدارنګه د نور امهات المؤمناتو همدا حکم دی .

- دا چې څوک بت ، لمر ، سپوږمۍ او نورو غير الله ته سجده او عبادت وکړي مرتد دی .

- دا چې څوک د پيغمبرۍ ادعا وکړي مرتد دی ځکه د پيغمبرانو سلسله ختمه شوې ده .

- دا چې څوک د اسلامي شريعت پر ځای کفري او وضعي قانون ته ترجيح ورکړي او د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د کفر ملاتړ وکړي .

د کفر دوستي او مرسته هغه وخت د کفر او د ايمان د زوال سبب ګرځي چې کله په زړه کې د هغوی په کفر او کفري قوانينو خوښ او راضي شي .

- دا چې څوک په اسلام باندې استهزا وکړي مرتد دی لقوله سبحانه وتعالی [إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِؤُونَ ] (يقيناً مونږ خو لوبې او ټوکې کولې ، ووايه (ای محمده ! دوی ته چه ) آيا پر الله او د الله په آيتونو او د الله په رسولانو باندې مو استهزا او مسخرې کولې) .

حکم د هغه چا چې مسلمان ته ووايي ای کافره !

په حديث شريف کې راغلي دي  : إذا كفر الرجل أخاه، فقد باء بها أحدهما (رواه مسلم )

ژباړه: هر چا چې خپل مسلمان ورو په کفر باندې متهم کړ يقيناً يو د هغوی به په هغه باندې اخته کيږي او د هغه ګناه د هغوی نه د يو کس په غاړه کيږي.

د جمهورو فقهاؤ قول دا دی چې په پورته حديث شريف د کفر کليمه حقيقي کفر نه دی بلکي د جرم ، ګناه او حرمت د وجې ده .

 (تحفة الفقهاء ۲/۲۳۱ ) .

د لمانځه د تارک حکم :

د فقهاء کرامو په دې باندې اتفاق دی که څوک د انکار د وجې لمونځ ، زکات ، روژه او حج ترک کړي مرتد دی ، مګر که څوک يې د غفلت او سستی له وجې ترک کړي په دې اړه دری اقوال دي .

اول قول : د احنافو په نزد څوک چې د سستی له وجې لمونځ نه کوي کافر کيږي نه بلکي فاسق دی هغه به تر هغه پورې بندي کيږي څو توبه وباسي او لمونځ وکړي ( ابن عابدين ۱/ ۳۵۲ ) .

دوهم قول : د امام احمد او ځنو شافعيه فقهاؤ دی چې هغه به د ارتداد په سزا قتل کيږي .

دريم قول : د امام مالک ، امام شافعي او حنافله د ځنو فقهاؤ دی چې هغه کافر کيږي نه خو سزا يې قتل دی .

برنامج الموسوعة الفقهية (۲۲/۱۸۷

د مرتد د نکاح حکم :

کله چې ښځه يا خاوند کوم يو مرتد شي د هغوی تر مينځ به فوراً نکاح فسخ کيږي .

(موسوعة الفقهية ، فقه الاسلامي و ادله)

ژباړه او خپرونه : آن لاين اسلامي لارښود

Qur'an Explorer
MultiLanguage Quran
Qur'an and Science
Yassernal Qur'an
Rights in Islam
Asma Ul Husna
Asma An Nabi S.A.W.
Hadith Explorer
40 Ahadith Qudsi
Salat Explorer
Dua' Explorer
Stories of Qur'an
Stories of Prophets
Stories of Sahaba
Great Imams
Darul Ifta
Sister's Section
Kid's Section
New Muslim Section
Picture
www.pashtodars.com
 پښتودرس  پاڼه  په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته ده شرعي اوامرو رسول دې، د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده 
دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً ده شخصي انفاق حلال څخه دي
Copyright ©2006 /2015 Pashtodars.com. All rights reserved.