د روژې ملغلري
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمإِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَمَن يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ
تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران )ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).
تګ لياره يې د الله جل جلا له ددې حکم پر بنا ده چې فرمايي :الحمدلله نحمده ونستعينه ،ونستغفره ،من يهده الله فلامضل له ،ومن يضل فلاهادی له ، واشهد الااله الله الا الله وحده لاشريک له ، واشهدان محمد ا عبده ورسوله صلی الله عليه وسلم .
|
|
د روژې ملغلري لمړي برخه
نعمانیه اسلامیه مدرسه څانګه
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم
حامداً ومصلیاًومصلیماً
له حمداوصلوة وروسته دادیوڅواحادیثوترجمه ده چي درمضان المبارک دفضائلوپه باره کي راغلې دي دنبي کريم صلی الله علیه وسلم رحمة اللعلمین ذات دمسلمانانو لپاره په هر باب کي چي کوم فضائل اوترغیباب فرمائلې دهغه اصلي شکریه اوقدرداني خودا وه چي موږ پرهغې باندي مړه سوی واي مګر زموږ کوتاهې اوبې رغتي دومره ورځ په ورځ زیاتیدونکي دي چي پرهغي خوعمل پریږده دهغي طرف ته التفات اوتوجه هم پاته نه سول تردی چی دخلکو علم پرهغي هم ډیر کم سوئ دئ .ددی لیکلو مقصد دادی چي که چیری دمساجدو امامان او دتراویحوحافظان اوهغه دلیک ولوست والا حضرات چي په یو درجه کي د دین رغبت لري درمضان په لمړیو کي دا لیکنه په مساجدو او جامعو کي واوروي د الله تعالی درحمت څخه څه لیري ده چي د خپل محبوب د کلام په برکت موږ خلګو ته د غه مبارکي میاشتي څه قدر او دهغې د برکاتو طرف ته توجه حاصله ، دنیکو اعمالو د زیادت او دبدو اعمالو د کمیدو ذریعه سي د نبي صلی الله علیه وسلم ارشاد دي که چیري ستا په وجه یو کس ته هم الله تعالی هدایت وفرمایي نو ستا لپاره دسرو اوښانو (چي په هغه وخت کي ډیر اهم مال شمیرل کیدئ ) افضل او بهتره دي .
د رمضان المبارک میاشت دمسلمانانو لپاره د حق تعالی ډیر لوي انعام دي مګر هلته چي د دغه انعام قدر هم وکړل سي که نه نو زموږ لپاره د روژې تیریدل دمحرومیو ترمیاشت ماسیوا نور هیڅ هم ندي په یوه مبارک حدیث کي راغلي دي که چیري خلګو ته معلومه سي چي روژه ځه شي ده نو زما امت به دا تمنا وکړي چي ټول کال روژه ونیسي ټوله پوهیږي چي ټول کال روژه نیول کار غواړي مګر د رمضان المبارک دثواب په مقابله کي دنبي (صلی الله علیه وسلم ) ارشاد دي چي خلګ به د دي غوښتنه وکړي .
په حدیث شریف کي راغلي دي چي د رمضان المبارک روژې او په یوه میاشت کي دري روژې نیول د زړه خیري او وسوسي ختموي آخر څه خبره خو سته چي صحابه کرامو د رمضان المبارک په میاشت کي د جهاد په سفر کي سره د نبي صلی الله علیه وسلم د بار ،بار روژې ماتولو د اجازته د روژې اهتمام یعني پا بندي کړي ده تر دي چي د روژې ماتولو په هکله نبی صلی الله علیه وسلم حکماً منع وفرمایله .
دمسلم شریف په یوه روایت کي راغلي دي چي صحابه کرامو (رضی الله عنهم اجمعین ) دیوې غزا په سفر کي پر یوه منزل باندي کښته سول ګرمي ډیره سخته وه د غربت په وجه دومره کالي هم دټولو سره نه وه چي د ګرمي له توښ څخه ساتنه وکړي ډیر خلګ د خپل لاس په واسطه دلمر دشعاوؤ څخه پټیدل په دغه حالت کي هم ډیر روژه نیونکي وه چي له دي نه دولاړیدو ځواک پکښي نه وؤ او چپه سول صحابه کرامو(رضی الله عنهم اجمعین) یو جماعت ګواکي ټول کال روژه داران وه .
د نبي صلی الله علیه وسلم په سلګونو روایاتو کي مختلف فضائل نقل سوي دي چي هغې احاطه زماپه شان ناکاره له امکانه وتلي مګرما دا فکر هم دي چي که دا په څه تفصیل سره ولیکم نو لوستوکي به ستومانه سي ځکه نن وخت چي په دیني امورو کي کومه بي التفاتي کیږي هغه د بیان محتاجه نده په علم او عمل دواړو کي څومره بي پرواهي چي د دین په باره کي زیاتیږي هر څوک یې په خپل حالت کي د فکر کولو څخه معلومولای سي د دي لپاره فقط په یو څو احادیثو بسوالۍ کوم اوپه دریو اطرافو ( د روژې فضیلت ، د لیلة القدر فضیلت او د اعتکاف په فضیلت )کښي یي خلاصه کوم . نور په دوهمه برخه کي . . .
لیکوال : نجیب احمد حقاني، د نعمانیې اسلامیې مدرسې استاد
د روژې ملغلرې دوهمه برخه
دروژې په هکله
حضرت سلمان رضی الله عنه فرمایي چي نبي صلی الله علیه وسلم د شعبان پر آخري تاریخ موږ ته نصیحت وفرمایه چي پر تاسي یوه میاشت را روانه ده چي ډیره لویه او مبارکه میاشت ده دا سي میاشت چي په هغه کي یوه شپه تر زرو میاشتو زیاته او بهتره ده داسي میاشت چي الله تعالی د هغې روژې فرض او تراویح تطوع یانفل ګرځولي پدغه میاشت کي که څوک په کومه نېکۍ سره دالله تعالی قرب او نږدیکت حاصل کړي داسي دي لکه په غیر رمضان کي چي فرض اداء کړي او څوک چي پدغه میاشت کي کوم فرض اداء کړي داسي دي لکه په غیر رمضان کي چي (۷۰) فرضونه اداء کړي ،دا دصبر میاشت ده او د صبر بدله جنت ده دا له خلکو سره د غمخوارۍ میاشت ده پدې میاشت کي دمؤمن رزق ریاتیږي څوک چي د یوه روژه دار روژه ماتۍ وکړي د هغه د ګناهونو د معاف کیدو او د اوره د خلاصیدو سبب کیږي او د روژه دار د روژې په اندازه د ده ثواب کیږي مګر دهغه روژه دار له ثواب څخه هیڅ هم نه کمیږي صحابه ؤ عرض وکړ : ای رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ څخه څوک دومره توان نلري چي د روژه دار رژه ماتي وکړي نو ده صلی الله علیه وسلم وفر مایل چي ( په ماړه نس مړول مقصد ندي) دا ثواب الله پاک چا ته په یوه خرما ور خوړلو یا یو غوړپ اوبه ورڅښلو یا یو غوړپ شلومبو ورڅښلو هم ورکوي دا داسي میاشت ده چي اوله حصه یي دالله جل شأ نه رحمت ، دوهمه حصه یي مغفرت او آخري حصه یي د اورڅخه خلاصون دئ څوک چی د خپل غلام څخه تکلیف کم کړي حق تعالی جل جلاله د هغه مغفرت فرمایي او له اور څخه یي ازادوي او څلور شیان پکښې زیات کوئ له هغه څخه دوه شیان د الله جل شأنه د رضاء لپاره او دوه شیان داسي دي چي له هغې څخه ستاسي خلاصۍ نسته لمړي دوه شیان چي تاسي خپل رب پري راضي کړئ هغه د کلمې طیبې او استغفار زیاتوالۍ دئ او نور دوه شیان دادي چي د جنت طلب کوئ او له دوزخ څخه پناه غواړئ څوک چي روژه دار ته اوبه وروڅښي حق تعالی جل جلاله به (په قیامت کي) زما له حوض څخه ده ته داسي اوبه ور څښي چي له هغه وروسته به په جنت کي تر داخلیدو پوري بیا تږي نه سي ( رواه ابن خزیمة في صیحیه ) .
د لیلة القدر په هکله
د نبي پاک صلی الله علی وسلم ار شاد مبارک دئ چی څوک د لیلة القدر په شپه په ایمان او د ثواب په نیت ( دعبادت لپاره) ولاړ وي دهغه مخکني ټول ګناهونه ور بخښل کیږي .( کذا فی الترغیب عن البخاري ومسلم )
له دریدو څخه مطلب داچي لمونځ وکړي پدي حکم کي دا هم دي چي په بل عبادت ، تلاوت ، ذکر او نوروکي مشغول وي او له ثواب څخه مطلب داچي دریا او بلي د بد نیتي له وجه نه وي بلکه په اخلاص خالص دالله تعالی د رضاء او ثواب د حصول په نیت ولاړ وي خطابي رحمة الله علیه فرمایي : د دي ټکو مطلب دادئ چي د یقین په درلودلوسره د زړه په بشاشت ولاړ وي .
داعتکاف په هکله
نبي صلی الله علیه وسلم ارشاد مبارک دئ: معتکف له ګناهونو څخه پاک وي او د ده لپاره دومره نیکي لیکل کيږي څومره چي د هغه (نیکیو ) کوونکي ته لیکل کیږي . (مشکوة عن ابن ماجه)
یعني د اعتکاف په وجه ډیري نیکۍ لکه د جنازې لمونځ ، د مریض پوښتنه او داسي نور ورڅخه پاته کیږي مګر الله تعالی یي د خپل رحمت او فیاضي له مخي محتکف ته ورکوي په حقیقت کي دالله تعالی رحمت فقط بهانې ګوري په لږ توجه اوغوښتلو سره یو څوک د لويي برخي څښتن کیداي سي .
لیکوال : نجیب احمد حقاني، د نعمانیې اسلامیې مدرسې استاد
د روژې ځیني ضروري مسائل
د روژې ځیني ضروري مسائل
۱: سترګي تورول یا د ضرروت په خاطر دوا وراچول، روژې ته تاوان نه رسوي. (فتاوی تاتارخانیه:ج۲ص۳۶۶)
۲: که څوک به هېره خوراک وکړي بیا په دې ګمان، چي روژه یې فاسده سوې ده، نور خوراک هم وکړي، نو د روژې قضا سته خو کفاره نه لري.
(عالمګیري:ج۱ص۲۰۶رشیدیه)
۳: د ویني کښل یا یو مریض ته ورکول، روژې ته څه تاوان نه رسوي البته دومره وینه کښل مکروه دي، چي بدن په کمزوری سي. (عالمګیري: ص۹۳ج۲ سعید کراچي)
۴: د روژې لپاره پېشملی سنت دئ، نبي کریم علیه السلام پېشلمی زموږ او د یهودو او نصاراوو تر منځ فرق ښودلئ دئ. (مسلم:ج۱ص۳۵۰قدیمي)
۵: له صبح صادق وروسته د پیشلمي د وخت د پاته کیدو په ګمان جماع او خوراک کول روژه فاسدوي صرف قضاء لازمه ده او کفاره یي نسته . (الجوهرة النیرة ص۱۷۴ج۱ )
۶ : په مقعد (شرمګاه یافرج) کي د پیچکاري تراندازي زیات وړاندي د دوا داخلولو روژه فاسدوي قضایي ضروري ده کفاره نه لري .( الدرالمختارمع الردالمحتار : ص۴۰۲ج۲ ، ایچ ایم سعید کراچي )
۷ : د روژه مات دعاء ( اللهم انی لک صمت وعلی رزقک افطرت فغفرلی ماقدمت وما اجرت . ( فتاوی عالمګری : ص۲۰۰ج۱، مکتبه رشیدیه )
۸ : د مریض (یا طاقت لپاره چي دروژي اثر خمتول پکښي قصد نه وي) د پیچکاري لګول روژه نه فاسدوي . ( شامی : ص۳۹۵ج۲ ، ایچ ایم سعید )
۹ : په کوم نابالغ هلک کي چي د روژي د نیولو توان وي د روژي حکم ورته په کار دي د طاقت نه درلودلو په صورت کي روژه نیول ورته لازم ندي . (الدرالمختار : ص۴۰۹ج۲ ، ایچ ایم سعید )
۱۰ : د نابالغ هلک څخه د روژي ماتیدو په صورت کي د روژې قضاء نسته البته د فاسد سوي لمانځه قضاء پرلازمه ده چي را ګرځوي به یي . (الدرالمختار : ص۴۰۹ج۲ ، ایچ ایم سعید )
۱۱ : په روژه کي پر هلکانو درسونه کمول د روژې ، دلمانځه او تلاوت طرف ته متوجه کول پکار دي . (فتاوی دالعلوم دیوبند : ص۴۹۱ج۱ ، مکتبه دارالاشاعت )
۱۲ : د مرګونې بی هوښه کونکي لوږه او تندي له وجي د روژې ماتولو کي اختیار دي صرف قضاء یي لارمه ده کفاره نه لري . (فتاوی عالمګري : ص۲۰۷ج۱ ، مکتبه رشیدیه )
۱۳ : په هیره سره په روژه کي خوراک اوڅښاک کول روژه نه فاسدوي . (فتاوی عالمګري : ص۲۰۵ج۱ ، مکتبه رشیدیه )
۱۴ : د بولو دبندیدو په صورت کي مثانې ته پیپ په اخلولوسره روژه نه فاسدوي . (شامی : ص۲۹۹ج۲ ، ایچ ایم سعید )
۱۵ : په روژه کي د لندو کالو اغوستل جائز دي په روژې ته څه تا وان نه روي . فتاوی تاتارخانیه : ص۳۱۸ج۲ ، طبع ادارة القران )
۱۶ : د تنباکوؤ په استعمال سره روژه فاسدییږي قضاء یي لازمه ده کفاره نه لري . (شامی : ص۴۱۶ج۲ ، عالمګري : ص۱۹۹ج۱ ، مکتبه ررشیدیه )
۱۷ : په روژه کي پر ټوله بدن دتیولو استعمال جائز دي پر روژې کوم اثر نه کوي . (شامی : ص۳۹۵ج۲ ، ایچ ایم سعید )
۱۸ : ټوت پیست ( دغاښو کریم) استعمال مکوره دي البته د ټوت پیست خوند حلق ته ورسیږي روژه فاسدوي بناء په روژه کي د هغه له استعمال څخه ډډه کول پکار دي . (شامی : ص۲۱۶ج۲ ، ایچ ایم سعید )
۱۹ : بېله ضرورته د یو شي خوند کتل هم روژه مکروه کوي او فاسدوي یي نه . (تاتارخانیه : ۳۸۰ج۲ ، فتاوی شامی ص۴۱۶ج۲ ، ایچ ایم سعید )
۲۰ : د روژې په دوران کي نفس خلاصوونکي دواګاني (وینتولین) یا سپرې ګاني (انهلر) استعمالول کوم چي د خولې لپاره دي هم روژه فاسدوي . (الدرالمختار : ص۳۹۵ج۲ ، سعید کمپنی )
۲۱ : کومه دوا چي دپزي له طرفه دماغ ته رسول کیږي د داسي دوا په پزه کي اچول روژه فاسدي . ( شامی : ص۳۹۵ج۲ ، ایچ ایم سعید )
۲۲ : هغه دوا چي د نس یا دماغ په زخم کي د استعمال سره یا دبدن په نورو برخو کي دماغ یا نس ته ولاړي نسي روژه نه فاسدي . ( شامی : ص۳۹۵ج۲ ، البحرالرائق ص۲۷۹ج۲ ، سعید کمپنی )
۲۳ : بېله ضرورته روژه ماتول قضاء او کفاره دواړه لازمیږي . ( عالمګري : ص۲۰۵ج۲ ، مکتبه رشیدیه )
۲۴ : دمریضي یا بل عاجل ضرورت له مخي چي پایله یي مرګ وي د روژې ماتول جائز دي . ( البحرالرائق : ۲۱۸ج۱ ، مکتبه رشیدیه )
۲۵ : تر پیښلمي وروسته د خولې پریولل پکار دي د امکان په صورت کي مسواک وهل او غاښونه پاکول هم پکار دي ترڅو غاښونه پاک او صفا سي . ( احسن الفتاوی : ص۴۵۳ج۴ ، ایچ ایم سعید )
۲۶ : که سړی په دې ګمان روژه ماته کړي، چي لمر لوېدلئ دئ، حال دا چي لمر نه وي لوېدلئ، نو قضا لازمه ده خو کفاره نه لري. (عالمګیري: ج۱ص۲۱رشیدیه)
د تهجد د لمانځه لپاره تر ۱۰۰ زياتي پاروونکي طريقې
د تهجد د لمانځه لپاره تر ۱۰۰ زياتي پاروونکي طريقې
۱. په تهجد کي دالله تعالی سره اخلاص.
۲. دا فکر کول، چي ستا رب تا تهجد ته وربولي.
۳. نبي کریم علیه السلام تا د تهجد لمانځه ته وربولي.
۴. پر تهجد باندي د سلف صالحینو د ډېر خوند اخیستلو معلومات کول.
۵. پر راسته طرفبیدېدل.
۶. په دې خبره ځان پوهول، چي تهجد د زړه څخه غفلت لیري کوي.
۷. په دې پوهېدل، چي الله تعالی ستا د شپې لمونځ ویني او اوري.
۸. په تهجد کي د نبي کریم علیه السلام د سخت او ډېر کوښښ په اړه معلومات حاصلول.
۹. د مجتهدینو صفت د تهجد په لمانځه کي لټول.
۱۰. د الله تعالی څخه دعاء غوښتل، چي تا ته د تهجد لمونځ اسانه کړي.
۱۱. په اوداسه بیدېدل.
۱۲. په دې پوهېدل، چي الله تعالی د تهجد لمونځ کوونکي ته خاندي (چي له ډیري رضاء او رحمت څخه عبارت ده.)
۱۳. په دې پوهېدل، چي نبي کریم علیه السلام هیڅکله تهجد نه دئ پرې ایښئ که څه هم مریض به وو.
۱۴. په تهجدکي د صحابوو د زیات کوښښ په اړه معلومات کول.
۱۵. د ماخوستن تر لمانځه وروسته ژر (وختي) بیدېدل.
۱۶. په دې خبرېدل، چي د تهجد لمونځ حور الحسان ته د رسېدو لار ده.
۱۷. د تهجد د لمانځه په نیت خوب کول.
۱۸. په دې پوهېدل، چي الله تعالی د تهجد د لمانځه په وجه پر ملائکو فخر کوي.
۱۹. په دې پوهېدل، چي نبي کریم علیه السلام تهجد نه پرېیښوئ حتی د جهاد په میدان کي هم.
۲۰. د ګناه او معصیت څخه ځان ساتل.
۲۱. تر خوب مخکي د شرعي اذکارو پابندي کول.
۲۲. په هغه لویه پیمانه ثواب ځان خبرول، چي الله تعالی د تهجد د لمونځ کوونکو لپاره تیار کړئ دئ.
۲۳. نبي کریم علیه السلام به د تهجد لمونځ نه پرېښودئ که څه هم په سفر کي به وو.
۲۴. د مخکنیو ښځو د تهجد د لمانځه لپاره د سخت کوښښ په اړه ځان خبرول.
۲۵. د هغه چا د غربت په لیری والي ځان خبرول، چي د تهجد لمونځ کوي. یعني د تهجد لمونځ غربت ختموي.
۲۶. په دې خبرېدل، چي تهجد د زړه د خوشحالۍ او سینې د خلاصېدو سبب دئ.
۲۷. د ډېر خوراک او څښاک څخه ځان ساتل.
۲۸. په دې پوهېدل، چي نبي کریم علیه السلام به خپلي مېرمني په تهجد امر کولې.
۲۹. پر تهجد باندي د آمرانو او خلیفه ګانو د زیات حرص څخه ځان خبرول.
۳۰. په دې پوهېدل، چي شیطان تا د تهجد د لمانځه څخه راګرځوي.
۳۱. پوه سه، تهجد په جهاد کي پر دښمن باندي د غلبې وسیله ده.
۳۲. د خوب پر وخت په ډيرو شیانو کي ځان نه پېچل.
۳۳. په دې پوهېدل، چي څنګه نبي کریم علیه السلام خپلي لوڼي په تهجد امر کولې.
۳۴. په دې ځان خبرول، چي تهجد کوونکو خپل رب ته څنګه مناجات کاوه.
۳۵. په دې خبرېدل، چي تهجد له اور څخه د نجات سبب دئ.
۳۶. ډېر خوب نه کول.
۳۷. د تهجد په اړه د سلفو صالحینو وصیتونه اورېدل.
۳۸. د خپل نفس سره حساب کول او (خپل نفس) د تهجد پر نه کولو ترټل.
۳۹. په دې ځان خبرول، چي نبي کریم علیه السلام موږ په تهجد کي مسابقې ته رابولي.
۴۰. په دې پوهېدل، چي تهجد جنت ته د داخلېدو سبب دئ.
۴۱. د نفس مجاهده او (خپل نفس) پر تهجد مجبوره کول.
۴۲. د خوب څخه د راپورته کېدو پر وخت د شرعي اذکارو پابندي کول.
۴۳. په دې پوهېدل، چي تهجد د قیامت په ورځ د ولاړي د کمېدو (یعني لږ درېدو) سبب ګرځي.
۴۴. په دې ځان خبرول، چي نبي کریم علیه السلام به د خپلو اصحابو تلاښ کول او د تهجد لپاره به یې را کښېنول.
۴۵. په دې خبرېدل، چي سلفو صالحینو د تهجد پر قضا کېدو باندي ډېر زیات افسوس کاوه او ژړل به یې.
۴۶. په دې پوهېدل، چي تهجد د ګناهونو د رژېدلو سبب دئ.
۴۷. د حلال خوراک حرص لرل.
۴۸. یو له بله د تهجد په لمانځه سره وصیت کول.
۴۹. په دې پوهېدل، چي څرنګه سلفو صالحینو په خپل منځ کي په تهجد سره وصیت سره کاوه.
۵۰. په دې پوهېدل، چي تهجد د مؤمن حقیقي عزت دئ.
۵۱. په تهجد کي د علماؤ د زیات کوښښ په اړه معلومات حاصلول.
۵۲. د همت په لوړولو کي د نفس تربیه کول او د لوړو خلګو سره تعلق ساتل.( یعني نېکان خلګ لکه شیخ، عالِم، پیر اونور)
۵۳. په دې پوهېدل، چي تهجد الله تعالی ته د رسېدو سبب دئ.
۵۴. د جنت او د هغه د نعمتونو استحضار کول. (یعني داسي لکه دی چي یې ویني.)
۵۵. تهجد ته د راکښېنستلو پر وخت پر مخ اوبه پاشل.
۵۶. په دې پوهېدل، چي تهجد د ښې خاتمې سبب دئ.
۵۷. په دې پوهېدل، چي څرنګه سلفو صالحینو تهجد د بیبیانو او اولادونو تر مجلس غوره باله.
۵۸. په تهجد کي د کوتاهۍ په وجه نفس ملامتول.
۵۹. د اور، د هغه د عذاب او د هغه د تکلیفونو استحضار.
۶۰. په دې پوهېدل، چي تهجد د دعاء د قبلېدو سبب دئ.
۶۱. تهجد ته د راکښېنستو پر وخت مسواک وهل.
۶۲. په دې پوهېدل، چي پر تهجد پابندي د ګناه د پرېښودو سبب ده.
۶۳. په دې پوهېدل، چي څنګه د سلفو صالحینو بیبیانو خپل خاوندان تهجد ته راکښېنول.
۶۴. خپل نفس ته د تهجد پر پرېښودلو سزا ورکول.
۶۵. په دې پوهېدل، چي تهجد د استقامت پر لار د ثابت پاته کېدو سبب دئ.
۶۶. په دنیا کي (یعني د دنیا په اړه) د زهد څخه کار اخیستل.
۶۷. کله کله تهجد په جماعت سره آداء کول. (لا علی سبیل الاعلان)
۶۸. په دې پوهېدل، چي تهجد د الله تعالی د محبت تر لاسه کولو سبب دئ.
۶۹. د ډیري خندا او بېځایه خبرو څخه ځان ساتل.
۷۰. سلفو صالحینو ژوند نه خوښاوه مګر (په تهجد کي) د اوږدې ولاړي لپاره.
۷۱. د آخرت سره تعلق ساتل.
۷۲. په دې پوهېدل، چي تهجد د مخ د روښانه کېدلو او ښائست سبب کیږي.
۷۳. د اُمیدونو لنډول او د مرګ ډېر ډېر یادول.
۷۴. په دې پوهېدل، چي تهجد د تکلیفونو او لویو مشکلاتو سره په مخامخ کېدو کي کومک کوونکئ دئ.
۷۵. د تهجد لپاره د خپلي کوروالا او نورو کورنیانو راکښېنول.
۷۶. په دې پوهېدل، چي د شپې ولاړه د قیامت په ورځ د کوونکي لپاره شفاعت کوي.
۷۷. سلفو صالحینو په داسي حال کي د تهجد پر قضاء کېدلو افسوس کاوه، چي بې هوښۍ په حالت کي به وه.
۷۸. د عباداتو په مسابقه کي د نفس تربیه کول.
۷۹. په دې پوهېدل، چي تهجد کوونکئ په خلګو کي تر نورو زیات رسوخ (اثر) لري.
۸۰. د مرګ او د هغه د سخت حالت بیابیایادول.
۸۱. په دې پوهېدل، چي تهجد د الله تعالی د رحمت د ترلاسه کولو سبب دئ.
۸۲. هغه څوک مکلفول، څوک چي تا تهجد ته راکښېنوي.
۸۳. سلفو صالحینو به د شپې په رارسېدو خوشحالي کول او د شپې په ختمېدو به یې غم کاوه.
۸۴. پر تهجد پابندي او په تهجد کي اوږدوالی کول.
۸۵. د قیامت او د هغه تکلیفونو استحضار کول.
۸۶. تهجد په دوو لنډو رکعتونو سره شروع کول. سلفو صالحینو به د تهجد لپاره وخت په خپل منځ کي سره تقسیموئ.
۸۷. د سهار او شپې د دقیقو اهمیت پېژندل.
۸۸. په دې پوهېدل، چي تهجد د بدن څخه د ناروغیو د ورکېدلو سبب دئ.
۸۹. د تهجد او د هغه د رکعتونو کرار کرار اوږدول.
۹۰. سلفو صالحینو به تهجد کاوه که به څه هم مریضان وه.
۹۱. په دې پوهېدل، چي ملائکه هغه چا ته غوږ نیسي، څوک چي تهجد کوي.
۹۲. په دې پوهېدل، چي تهجد نفس پر اخلاص تربیه کول دي.
۹۳. سلفو صالحینو به بیبیاني او مندي پر تهجد تربیه کولې.
۹۴. په دې پوهېدل، چي تهجد په پخوانیو امتونو کي هم وو.
۹۵. د هغه څه استعمالول، چي د سړي څخه په لمانځه کي نیمه خوب لیري کوي.
۹۶. په دې پوهېدل، چي سلفو صالحینو څنګه اولادونه پر تهجد امر کول.
۹۷. ځان په دې خبرول، چي حیوانان د الله تعالی ذکر کوي او ته بیده یې.
۹۸. په دې پوهېدل، چي تهجد د نفس پاکوونکئ دئ له مرضونو او آفتونو څخه.
۹۹. په دې پوهېدل، چي سلفو صالحینو به څنګه خپل مېلمانه پر تهجد تربیه کول.
۱۰۰. ولاړي او ناستي ته د لمانځه شکل ورکول.
۱۰۱. په دې پوهېدل، چي تهجد د لوړو خلګو سره د تعلق لپاره تربیه ده.
۱۰۲. په دې پوهېدل، چي څنګه سلفو صالحینو خپل شاګردان پر تهجد روزل.
۱۰۳. په دې پوهېدل، چي تهجد د توفیق، فتوحاتو (کامیابیو) او فهم سبب دئ.
۱۰۴. که تهجد د عذر په وجه پاته سي نو د ورځي د هغه لمانځه قضاء راوړل.
۱۰۵. سلفو صالحینو د تهجد پابندي کول که به څه هم په سفر کي وه.
۱۰۶. په ورځ کي د غرمې پر خوب حرص کول.
۱۰۷. په دې پوهېدل، چي د شپې لمونځ د ورځي تر لمانځه غوره دئ.
نور مطالب اديان او مذاهب
|
|