pashto dars
  • HOME پښتوسبق مخ پا ڼه
  • pashto Page
  • PASHTO AUDIO
    • Audio
    • Pashto Audio >
      • Enayatullah Ilmi >
        • QARI SAEED AHMED KANDAHARI
    • Farsi Audio
    • Arabic Audio
    • Urdu Audio >
      • Tafseer Al Quran by Mufti Zar Wali Khan
    • English Audio
  • Books
    • KITABTOON
    • Pashto Books
    • Farsi Books
    • Arabic Books
    • Urdu Books >
      • Urdu Fiqh
      • Urdu Tafsir
      • Urdu Tareekh
      • Urdu Hadiths
      • Seerat Mustafa (Urdu)
      • Urdu Miscellaneous
    • English Books
    • Multi Language Books
  • Video
    • Pashto Videos
    • Farsi Videos >
      • Mujibur Rahman Fadhilatul Shaykh
      • farsi video 1
      • 1-Farsi Sirat Al Nabi.S.A.W.
      • 2-Farsi Sirat Al Nabi.S.A.W
    • Arabic Videos
    • Urdu Videos >
      • Mufti Zarwli Khan
    • English Videos
  • Pashto Forums
  • Online Fatwas دارالافتا
    • DARUL FATAWA
  • Islamic Gallery
  • Ummat and Fiqh
  • 100 F.A.Q.in pashto
  • Contact Us
  • About
  • Live Dars Hammadia Madrasa Kandahar
    • Live Video Dars
  • FAQ
    • Great Imams >
      • Abu Hanifa
      • Imam Malik
      • Imam Shafi
      • Imam Ahmed Bin Hanbal
      • Imam Bukhari
  • 3d Screen Saver
  • Science
  • Reverts
  • Islamic Calendar
  • Asma Un Nabi
  • Stories of Prophets
  • Rights In Islam
  • New Muslim
  • 40ahadithqudsiintro
  • pashto different subject
  • Tell a friend
  • gallery
  • HADITH OF DAY
  • Testimonials
  • Qur'an Pashto Translattion
  • Qura'n in pashto video
  • HAJJ AND UMRAH PACKAGES
  • IJTIHAD AND TAQLID
  • MUSIC PROHIBITED IN ISLAM
  • 2 ABDUL HADI HAMMAD
  • DIFFERENCE PASHTOON ULAMA
  • ENAYATULLAH KANDAHARI MUFASIR
  • Quran recitations
  • religions and they were
  • Splitting of the moon
  • religions and they were
  • ZAZAM WATER IN ISLAM AND SCIENCE
  • DARUL IFTA WA QADA URDU
  • THE TRUE LOVER OF MOHAMMED
  • 100 SUNNA OF MOHAMMED
  • 100 AHADITH OF MOHAMMED / PASHTO
  • Masah over Regular Socks​
  • TAQLID IN LIGHT OF QURAN
  • BEGINNING THE SALAM
  • INDEX OF QURAN"S ETIQUETTE
  • ( 1 ) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • PICTURE PROHIBITION
  • LIFE OF IMAM ABU HANIFA
  • ADVISE OF VILLAGER WOMEN
  • FATIHA BEHIND IMAM
  • EID AL FITR
  • BEARD IN ISLAM
  • (2) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • ( 3) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • ( 4 ) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • QISAS AL ANBIYA
  • innocent of anbiya
  • Adam
  • NOAH
  • religions and they were
  • religions and they were
  • religions and they were
  • HAYAT AS SUHABA PASHTO
  • New Page
  • MANASIK HAJJ AND UMRAH PASHTO
  • TAQLID

د زنا شرعي حد

Picture

Home
Ummat Fi Al-Fiqh
5 Pillars of Islam
Hajj and Umrah
Watch Haramain Live
3d Screen Saver
Blog
Live Chat
Testimonials
Islamic Websites
Islamic Gallery
Islamic Calendar
Downloads
Articles
Zakat Calculator
Global Salat Times
F.A.Q. Section
Pashto Ulama
About Us
Contact Us

  • زنا فاحش عمل او ستره ګناه ده

Picture

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم

الحمدلله نحمده ونستعينه ،ونستغفره ،من يهده الله فلامضل له ،ومن يضل فلاهادی له ، و‌اشهد الااله الله الا الله وحده لاشريک له ، واشهدان محمد ا عبده ورسوله  صلی الله عليه وسلم .



تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران )

تګ لياره يې د الله جل جلا له  ددې حکم پر بنا ده چې فرمايي :

ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).



Picture

د زنا تعريف :

د الزنا لفظ د الزناء څخه اخيستل شوی دی چې تنګ او قيد ته وايي .

وجاء في المبسوط للسر خسي أن الزنا لغة مأخوذة من الزناء وهو الضيق

د شريعت په اصطلاح کې د شرعي نکاح څخه پرته له بيګانه ښځې سره د مخ په طرف کې جماع او نزديکت ته زنا وايي .

زنا فاحش عمل او ستره ګناه ده :

زنا فاحش عمل دی ، الله تعالی فرمايي : وَلا تَقْرَبُوا الزِّنَا إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلا  (الاسراء ۳۲ ) .

 يعنې : مه نزدې کيږی زنا ته چې دا بې حيايي ده او نا کاره لاره ده .

زنا د قتل څخه وروسته عظيم جرم او د انسان په عفت ، عزت باندې ستر تری او لوی د شرم داغ دی چې سختې خطرناکې پايلې لري .

قوله سبحانه وتعالی : وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ، يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا ( الفرقان 68-69)

ژباړه : او هغه خلك چې نه بولي له الله پرته بل معبود او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .

عَنْ عَبْدِاللَّهِ رضی الله عنه قَالَ: سَأَلْتُ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم : أَيُّ الذَّنْبِ أَعْظَمُ عِنْدَ اللَّهِ؟ قَالَ: «أَنْ تَجْعَلَ لِلَّهِ نِدًّا وَهُوَ خَلَقَكَ». قُلْتُ: إِنَّ ذَلِكَ لَعَظِيمٌ، قُلْتُ: ثمَّ أَيُّ؟ قَالَ: «وَأَنْ تَقْتُلَ وَلَدَكَ تَخَافُ أَنْ يَطْعَمَ مَعَكَ». قُلْتُ: ثمَّ أَيُّ؟ قَالَ: «أَنْ تُزَانِيَ حَلِيلَةَ جَارِكَ». (بخارى:4477)

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وايي : له نبی کريم صلی الله عليه وسلم مې پوښتنه وکړه : د الله تعالی په نزد کومه ګناه لويه ده ؟ ويې فرمايل : له الله تعالی سره شريک پيدا کول حال دا چې ته يې پيدا کړی يئ . ومې ويل دا لويه ګناه ده ددې وروسته کومه ؟ ويې فرمايل : د لوږې او فقر له ويرې د خپلو بچيانو وژل . ومې پوښتل وروسته کومه ؟ ويې فرمايل : د ګاونډې له ښځې سره زنا کول .

نور تفصيل دلته وګورئ

د زنا حد :

هغه چې واده شوي نه وي د هغوی حد سل دورې دی :

لقوله سبحانه وتعالی : ( الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلا تَأْخُذْكُمْ بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ) النور/2 .

يعنې : زنا کاره او زنا کار هر يو سل دُرې ووهئ د الله د دين په اړه دې په تاسې کې پر دوی د زړه سوي احساس نه پاريږي ، که تاسې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لرئ . او هغو ته د سزا ورکولو په وخت کې دې د مؤمنانو يوه ډله موجوده وي .

او هغه چې واده شوي وي حد يې رجم دی :
أما المحصن فحده الرجم بالحجارة حتى الموت ، كما جاء في الحديث الذي رواه مسلم في صحيحه (1690) عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( خُذُوا عَنِّي ، خُذُوا عَنِّي ، قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا ، الْبِكْرُ بِالْبِكْرِ جَلْدُ مِائَةٍ وَنَفْيُ سَنَةٍ ، وَالثَّيِّبُ بِالثَّيِّبِ جَلْدُ مِائَةٍ وَالرَّجْمُ ) .

د عباده بن صامت رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : زما د خوا نه دا مسئله زده کړئ ، زما نه دا مسئله زده کړئ ، الله تعالی د ښځو د پاره لاره مقرره کړي ده ، کونډه د کونډې په مقابل کې بکره د بکرې په مقابل کې ، د ګونډې حد سل دُورې او رجم او د بکرې حد سل دُرې او يو کال تبعيد دی .

د رجم په باره کې نور ډير احاديث راغلی دي لکه : قصه د ماعز چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته له څو طرفونو څخه راغی او په زنا يې اقرار وکړ ، رسول الله د هغه د رجم کولو حکم وکړ (المسلم و ابوداود ) .

او قصه د غامديه چې په زنا يې اقرار وکړ او رسول الله صلی الله عليه وسلم د بچي پيدا کېدو وروسته د هغه د رجم کولو حکم وکړ (المسلم ، ابوداود و احمد )

Picture

فاحشو زنا کارو ته د خطرناکو پايلو خبرداری

زنا د قتل څخه وروسته عظيم جرم او د انسان په عفت ، عزت باندې ستر تری او لوی د شرم داغ دی چې سختې خطرناکې پايلې لري .

قوله سبحانه وتعالی : وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ، يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا ( الفرقان 68-69)

ژباړه : او هغه خلك چې نه بولي له الله پرته بل معبود او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .

په زاني کې د زنا په وخت کې ايمان نه وي
وقال النبي صلى الله عليه وسلم : ( لَا يَزْنِي الزَّانِي حِينَ يَزْنِي وَهُوَ مُؤْمِنٌ ) رواه البخاري (2475) ومسلم (57) .

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : زنا کار د زنا د عمل د ارتکاب په وخت کې مؤمن نه دی .

وقال صلى الله عليه وسلم : ( إِذَا زَنَى الرَّجُلُ خَرَجَ مِنْهُ الْإِيمَانُ كَانَ عَلَيْهِ كَالظُّلَّةِ ، فَإِذَا انْقَطَعَ رَجَعَ إِلَيْهِ الْإِيمَانُ ) رواه أبو داود (4690) والترمذي (2625)

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : کله چې يو کس زنا کوي د هغه څخه ايمان وځي او د وريځې په شان ( د هغه د پاسه دريږي ) کله چې (ددې پليت ) عمل څخه خلاص شي ايمان دوباره ورګرځي .

د زناکار عمر لنډ وي :

تفسير انوار القرآن د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث نقل کړی دی چې فرمايي : «يا معشر الناس!‌ اتقوا الزني‌، فإن‌ فيه‌ ست‌ خصال: ثلاث‌ في‌ الدنيا وثلاث‌ في‌ الآخرة، أما التي‌ في ‌الدنيا، فيذهب ‌البهاء ويورث‌ الفقر وينقص‌ العمر، وأما التي‌ في ‌الآخرة: فسخط الله سبحانه‌ وتعالي‌، وسوء الحساب‌ وعذاب‌ النار:

ای ډلې د خلکو ! د زنا څخه ځان وساتئ ځکه په هغه کې شپږ خصلتونه دي دری په دنيا کې او دری په آخرت کې ، هغه چې په دنيا کې دي دا دي : زنا د انسان اعتبار او جمال له مينځه وړي ، فقر را مينځته کوي او عمر کموي ، او کوم چې په آخرت کې دي هغه دا دي: د الله قهر او عضب ، بد حساب او د دوزخ عذاب دي.

زناکار به د اور په تنور کې پراته وي :

الله (جل جلا له) خپل نبی صلی الله عليه وسلم ته په خوب کې د وحی په وسيله د زناکارو حال ښيي چې : فَانْطَلَقْنَا إِلَى ثَقْبٍ مِثْلِ التَّنُّورِ، أَعْلاهُ ضَيِّقٌ وَأَسْفَلُهُ وَاسِعٌ، يَتَوَقَّدُ تَحْتَهُ نَارًا، فَإِذَا اقْتَرَبَ ارْتَفَعُوا، حَتَّى كَادَ أَنْ يَخْرُجُوا، فَإِذَا خَمَدَتْ رَجَعُوا فِيهَا، وَفِيهَا رِجَالٌ وَنِسَاءٌ عُرَاةٌ … وَالَّذِي رَأَيْتَهُ فِي الثَّقْبِ فَهُمُ الزُّنَاةُ ( البخاري 1386 ) .

ژباړه : د يوه خندق له څنک څخه تير شوو چې د تنور په شان وو ، خوله يې تنګه او داخل يې ډير پراخه وو ، د هغه د لاندې حصه کې اور بل وو ، په دغه خندق کې ځنې لپ لغړ نارينه او ښځې وو ، کله به چې اور لمبه ووهله هغوی به پورته شول داسې چې نږدې وو له خندق نه ووځي او کله به چې اور مړ شو دوی به د لاندې تلل و مې پوښتل دا څوک دي ؟ ( پريشتو ) را ته وويل : کوم کسان دې چې لوڅ په خندق کې وليدل زناکاران وو .

دا چې زنا عظيم جرم او ستر فحاشت دی اسلامي شريعت د زنا ټول اسباب حرام اعلان کړی دی او مسلمان ته يې له دغه اسبابو نه د لريوالی حکم کړی دی .

د زنا اسباب :

د نارينه او ښځو اختلاط ، بې حجابي ، د بې بيګانه سره د اسلامي احکامو خلاف خبرې او حرکات ، د بيګانه ښځو او سړيو تر مينځ ارتباط ، بې شرمه تصويرونه ، بې حيا فلمونه او سريالونه ، د نا محرمو سره ملګرې و غيره ټول د زنا اسباب بلل کيږي چې د زنا د فاحش عمل د پاره لارې هواروي : وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى (اسراء ۳۲ )

ژباړه:  زنا ته مه نږدې کيږئ ، يعنې د زنا د اسبابو څخه ځان وساتئ .

قوله تعالی : (قل للمؤمنين يغضوا من أبصارهم ويحفظوا فروجهم ذلك أزكى لهم إن الله خبير بما يصنعون* وقل للمؤمنات يغضضن من أبصارهن ويحفظن فروجهن…) [النور: 30/31]

ژباړه : او ووايه (ای رسوله !)  مؤمنانو ته چې خپل نظر په خپل واک کې وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي ، دا د هغوی د پاره ډيره پاکه کړنلاره ده ، هغوی چې څه کوي الله پرې خبريږي .

بل حديث شريف کې راځي : فزنا العين النظر (الراوي ابوهريره – البخاري 6243)

د نړيوال کفري حشر د يرغل څخه وروسته فحاشت او منکراتو زور اخيستی دی :

په دفتر کې فحاشت (د نارينه او ښځو تر مينځ اختلاط ) ، په پوهنتون او مکتب کې فحاشت ، په مديا تلويزون او راډيو کې فحاشت ، په بازار او کوچو کې فحاشت ، په بازارونو کې د نيمه بربنډو تصويرونو شتون ، هغه فاحشې ښځې چې ظاهراً پټې او په اصل کې بربنډې وي نيمه بربنډ لباس ، يا داسې تنګ لباس چې د فتنو ځايونه يې ښکاري په بازارونو ، کوڅو ، دفترونو او علمي مراکزو کې د هغو لنغرو ځوانانو د پاره سيمنا او فلم ګرځيدلی چې خپل اساسي هدف ترې نه ورک دی او فقط په دې خيال او فکر کې دي چې ژوند يې څنګه په مزو او چړچو کې تير کړو .

زمونږ مسئليت بيانول دي او داسې مرجع نشته چې په هغه باندې عږ وکړو چې د فحاشت او نورو لسګونو منکراتو مخ ونيسئ ، ځکه اوس مهال هيواد اشغال شوی دی او دغه اشغال د همدې هدف د پاره داسې کسان په قدرت ګمارلي دي چې نه هيواد او نه اسلام ته وفادار دي بلکي فقط د خپلې ګيډې او جيب په ډکولو کې دي .

تاسې ددې شاهدان ياست ، فحاشت پر خپلو سترګو وينئ ، د سود ، رشوت ، د اسلامي شعايرو سپکاوی د مظلومو انسانان قتل په سترګو وينئ ، ايا تاسې يوه ورځ وليدل چې په دې باره کي دې د دغه حکومت کوم وزير ، د علماء شورای ، پارلمان يا کومې بلې مرجع عږ پورته کړی وي چې مونږ مسلمانان يو دغه د اسلام خاوره ده دا اعمال د اسلام خلاف دي مونږ يې له سره نه قبلوو .

د ډالر حکمرانانو ! چپ اوسئ ځکه بيا مو له دندې لرې کړي دالر او لوړ معاشونه به له لاسه ورکړئ .

زه د دغه روان فحاشت او روانو منکراتو په اړه د الله د عذاب څخه ويره لرمه ځکه مې دغه غږ په بار بار پورته کړی دی او يو ځل بيا يې پورته کوو .

عن ابن جرير، عن جرير قال: سمعت رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم يقول: “ما من رجلٍ يكون في قومٍ يعمل فيهم بالمعاصي يقدرون على أن يغيروا عليه فلا يغيروا إلا أصابهم اللّه بعذابٍ من قبل أن يموتوا(ابوداود4339 ).

حضرت جابر وايي چې ما له رسول صلی الله عليه وسلم  نه واوريدل چې فرمائيل يې : چې په يوه قوم يا ټولنه کې داسې څوک وي چې دشريعت خلاف کارکوي (ګناه کوي ) او د دغې ټولنې خلک د توان او قدرت سر بيره د هغه اصلاح نه کوي دا کسان به الله ج له مرګ نه مخکې په عذاب ګرفتار کړﺉ .

مطلب داچې دفساد پروړاندې بې پروايې اختيارول دالله په نزد داسې ګناه ده چې د آخرت د سختی سزا سربيره به په دنيا کې هم سزا ورکوي .

په پای کې د ښارونو ټولو متدينو په اسلام مينو امامانو او خطيبانو څخه دا هيله کوو چې د موجوده منکراتو په اړه خلکو ته په پوره جرأت او وضاحت بيایونه وکړي او په دې لاره کې يوازې له الله جل جلا له  څخه وويريږي .

د افغان ولس مجاهد بچو ته مو دا پيغام دی چې د يوې لحظې د پاره غفلت ونه کړئ نن عصر د افغان ولس سنګر د ټول اسلامي امت سنګ دی ، نن ستا د کلې او ولس څخه دفاع اصلاً د ټول اسلامي امت څخه دفاع ده ځکه پر مونږ باندې ډير ستر نړيوال کفري حشر يرغل کړی دی ، که د الله تعالی په فضل او نصرت دغه نړيوال کفري حشر مات شو ، بيا به هيڅ کله د اسلامي امت په کومه څنډه داسې متکبرانه يرغل ونه کړي لکه څنګه يې چې زمونږ پر کړېدلی او مظلوم ولس ډير متکبرانه يرغل وکړ خو نن د الله په نصرت او د ولس د مجاهدو بچو د قربانيو په وجه د سخت ذلت سره مخ دي  .

د ټولو ملي نظامي فوځيانو مو هيله دا ده چې د کفر د بقا او قيام له مرستې او مدد لاس واخلئ د خپلو هغو وروڼو لاره تعقيب کړي چې د خپل خواږه دين او خپل کړېدلي ولس سره يې خپله وفا وښودله ، ځکه کفر سراسر فسق او فجور دي د کفر يوه ورځ تيرول د اسلام په خاوره کې د کفر او منکراتو د شيوع سبب ګرځي .

پر خپلو کړو توبه ګار شئ ګورئ د الله تعالی نيول ډير سخت دي ، خپل جرمونه په توبه او اوښکو و مينځئ .

ټول مسلمانان څوک چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لرئ د دين د بقا او قيام د پاره ټول د کفر پر وړاندې ودريږئ او د کفر د زوال د پاره د خپل وس موافق هلی ځلی وکړئ ، د الله تعالی نه سخت ووېرېږئ ځکه چې هغه ته مو ورتګ دی .

د يوه سوچه اسلامي نظام په هيله

Picture
Qur'an Explorer
MultiLanguage Quran
Qur'an and Science
Yassernal Qur'an
Rights in Islam
Asma Ul Husna
Asma An Nabi S.A.W.
Hadith Explorer
40 Ahadith Qudsi
Salat Explorer
Dua' Explorer
Stories of Qur'an
Stories of Prophets
Stories of Sahaba
Great Imams
Darul Ifta
Sister's Section
Kid's Section
New Muslim Section
www.pashtodars.com
 پښتودرس  پاڼه  په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته ده شرعي اوامرو رسول دې، د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده 
دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً ده شخصي انفاق حلال څخه دي
Copyright ©2006 /2015 Pashtodars.com. All rights reserved.