pashto dars
  • HOME پښتوسبق مخ پا ڼه
  • pashto Page
  • PASHTO AUDIO
    • Audio
    • Pashto Audio >
      • Enayatullah Ilmi >
        • QARI SAEED AHMED KANDAHARI
    • Farsi Audio
    • Arabic Audio
    • Urdu Audio >
      • Tafseer Al Quran by Mufti Zar Wali Khan
    • English Audio
  • Books
    • KITABTOON
    • Pashto Books
    • Farsi Books
    • Arabic Books
    • Urdu Books >
      • Urdu Fiqh
      • Urdu Tafsir
      • Urdu Tareekh
      • Urdu Hadiths
      • Seerat Mustafa (Urdu)
      • Urdu Miscellaneous
    • English Books
    • Multi Language Books
  • Video
    • Pashto Videos
    • Farsi Videos >
      • Mujibur Rahman Fadhilatul Shaykh
      • farsi video 1
      • 1-Farsi Sirat Al Nabi.S.A.W.
      • 2-Farsi Sirat Al Nabi.S.A.W
    • Arabic Videos
    • Urdu Videos >
      • Mufti Zarwli Khan
    • English Videos
  • Pashto Forums
  • Online Fatwas دارالافتا
    • DARUL FATAWA
  • Live Dars Hammadia Madrasa Kandahar
    • Live Video Dars
  • pashto different subject
  • gallery
  • HADITH OF DAY
  • Testimonials
  • Qur'an Pashto Translattion
  • Qura'n in pashto video
  • HAJJ AND UMRAH PACKAGES
  • IJTIHAD AND TAQLID
  • MUSIC PROHIBITED IN ISLAM
  • 2 ABDUL HADI HAMMAD
  • DIFFERENCE PASHTOON ULAMA
  • ENAYATULLAH KANDAHARI MUFASIR
  • Quran recitations
  • ZAZAM WATER IN ISLAM AND SCIENCE
  • QISAS AL ANBIYA
  • HAYAT AS SUHABA PASHTO
  • New Page
  • MANASIK HAJJ AND UMRAH PASHTO
  • TAQLID

Home
Ummat Fi Al-Fiqh
5 Pillars of Islam
Hajj and Umrah
Watch Haramain Live
3d Screen Saver
Blog
Live Chat
Testimonials
Islamic Websites
Islamic Gallery
Islamic Calendar
Downloads
Articles
Zakat Calculator
Global Salat Times
F.A.Q. Section
Pashto Ulama
About Us
Contact Us

آيا اجتهاد او تقليد په قرآن او سنتو ثابت دی 

Picture

بسم الله الرحمن الرحيم

اجتهاد او تقليد :

اجتهاد : په دينې مسئله کې د شرعي نصوصو په رڼا کې کوښښ کولو ته اجتهاد وايي ، او په شرعي مسائلو کې د بل چا په لارښوونه او نظر عمل کول يا د هغه په قول فتوای ورکول تقليد بلل کيږي .

اجتهاد او تلقيد په قرآن او سنتو ثابت دی .

الله جل جلا له فرمايي : فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ 43 (النحل ) .

يعنې کوم خلک چې د دين په احکامو نه پوهيږي هغوی به د دين د پوهانو نه پوښتنه کوي او نا پوهانو باندې دا واجبه ده چې د پوهانو په لارښونه عمل وکړي چې د بل په لارښونه باندې عمل کولو ته تقليد وايي .

دا سلسله د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د وفات وروسته را روانه ده تر نن زمان پورې صحابه کرامو به د هغو صحابه کرامو په قول فتواوې ورکولي چې د فهم ، ادراک او اجتهاد قوه به يې لوړه وه ورسته دا سلسله تابعينو ته هم نقل شوه او وروسته ائمه اربعه مينځته راغلل … نور تفصيل په معارف القرآن او فتاوي بلدالحرام -۹ کې ولولی) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : « إِذَا حَكَمَ الْحَاكِمُ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَصَابَ فَلَهُ أَجْرَانِ، وَإِذَا حَكَمَ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَخْطَأَ فَلَهُ أَجْرٌ (البخاري )

که چيرې مجتهد پخپل اجتهاد کې صحي وي (فتوای يې د قرآن او سنتو موافق وي ) نو ده لره دوه اجرونه دي ، او که خطا شي نو ده لره يو اجر دی .

مګر هر وخت چې مجتهد ته خپله غلطي څرګنده شي بايد له خپلې رايې صرف نظر وکړي او صحي قول ومني .

په دور نبوت کې د اجتهاد مثال:

جناب رسول الله صلی عليه وسلم څوکسه صحابه کرام رضی الله عنهم يو ځای ته په کار پسې واستول اودوی ته يې هدايت وکړ چې د ماځيګر لمونځ به په فلاني ځای کې کوئ نو صحابه کرام هم را روان شول مزل پر مزل تر دې چې هغه ځای ته لانه وه رسېدلي چې جناب رسول الله صلی عليه وسلم ور ښودلی ؤ ، که ګوري چې په دې وخت کې د ماځيګر لمونځ پر قضا کېدو شو ، نو د صحابه کرامو په منځ کې اختلاف پيداشو او په دوو ډلو ووېشل شول ، يوې ډلې  ويل چې جناب رسول الله صلی عليه وسلم خو مونږ ته امر  وکړ چې د ماځيګر لمونځ به هغه فلاني  ځای ته  رسوئ ، اوهلته به يې کوئ، نو که اوس لمونځ  قضاء کېږي هم ، مونږ يې هغه ځای ته رسوو دا ځکه چې  جناب رسول الله صلی عليه وسلم همداسي راته ويلي دي او دا د ده مبارک امر دی .

    بلې  ډلې بيا دا ويل  چې نه دا سمه نه ده چې لمونځ قضا کوو ، د ماځيګر لمونځ بايد همدلته  وکړو بيا روان شو ، ځکه چې د جناب رسول الله صلی عليه وسلم مطلب خو دا ؤ چې د لمر لوېدو څخه مخکې به تاسې هغه ځای ته ورسېږئ اوهلته به د ماځيګر لمونځ  وکړئ ، نو دا چې مونږ په دې ونه توانېدو چې د لمر  لوېدو څخه مخکې هغه ځای ته ورسېږو او هلته دې ماځيګر لمونځ وکړو نو دا چې اوس دلته لمونځ په قضاء کېدو دی بايد همدلته د ماځيګر لمونځ  وکړو .

مطلب دادی چې د دغو دوو ډلو تر منځ پر يوه خبره اتفاق رانه غی ځينو پکښي يو نظر او ځينو بيا پکښي بل نظر  درلود نو هغه ؤ چې ځينې صحابه کرامو د ماځيګر لمونځ وکړ او ځينو قضا کړ او څه وخت چې هغه ځای ته ورسېدل چې جناب رسول اکرم  ورښودلی ؤ، هلته يې د ماځيګر لمونځ وکړ.

    څه موده وروسته دغه قصه د جناب رسول الله صلی عليه وسلم  حضور ته وړاندې شوه ، جناب رسول الله صلی عليه وسلم دواړې ډلې پر حق وبللې او د يوې ډلې رد يې هم ونه کړ ، ځکه چې دواړو ډلو خو د خپل فکر او اجتهاد مطابق د جناب رسول الله صلی عليه وسلم په حکم باند عمل کول مقصد وه ، که څه هم چې د دوی په منځ کې اختلاف موجود ؤ د جواز او عدم جواز  يعني دروا او ناروا اختلاف ؤ ، ځکه چې يوې ډلې دلته لمونځ روا باله او بلې ډلې دلته روا نه باله ، يو ډلې دلته لمونځ وکړ او بلې ډلې د ماځيګر لمونځ قضاء کړ ، هغه مطلوبه ځای ته چې ورسيدل چې جناب رسول الله صلی عليه وسلم ورښودلی ؤ هلته يې د ماځيګر لمونځ اداء کړ .

     د مجتهدينو تر منځ اختلاف هم همدا ډول دی ، او هر امام د خپل اجتهادي صلاحيت سره سم د شريعت احکام عملي کوي ، نو ښکاره خبره ده چې د دغو امامانو ترمنځ هم په ډېرو مسايلو کې اختلاف رامنځته کېږ ي ، د صحابه کرامو دغه اختلاف نه يوازې دا چي جناب  رسول الله صلی عليه وسلم بر داشت کړ ، بلکې دغه ته يې رحمت ووايه ، که تاسې فکر  پر کار واچوئ اوستر ګې خلاصې کړئ نو دغه اختلاف به ډېر ژر رحمت په نظر درشي (فقه حنفي ابوالمختار ص ۳۹۹ )


Qur'an Explorer
MultiLanguage Quran
Qur'an and Science
Yassernal Qur'an
Rights in Islam
Asma Ul Husna
Asma An Nabi S.A.W.
Hadith Explorer
40 Ahadith Qudsi
Salat Explorer
Dua' Explorer
Stories of Qur'an
Stories of Prophets
Stories of Sahaba
Great Imams
Darul Ifta
Sister's Section
Kid's Section
New Muslim Section
www.pashtodars.com
 پښتودرس  پاڼه  په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته ده شرعي اوامرو رسول دې، د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده 
دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً ده شخصي انفاق حلال څخه دي
Copyright ©2006 /2015 Pashtodars.com. All rights reserved.