HOME پښتوسبق مخ پا ڼه
pashto Page
PASHTO AUDIO
Audio
Pashto Audio
>
Enayatullah Ilmi
>
QARI SAEED AHMED KANDAHARI
Farsi Audio
Arabic Audio
Urdu Audio
>
Tafseer Al Quran by Mufti Zar Wali Khan
English Audio
Books
KITABTOON
Pashto Books
Farsi Books
Arabic Books
Urdu Books
>
Urdu Fiqh
Urdu Tafsir
Urdu Tareekh
Urdu Hadiths
Seerat Mustafa (Urdu)
Urdu Miscellaneous
English Books
Multi Language Books
Video
Pashto Videos
Farsi Videos
>
Mujibur Rahman Fadhilatul Shaykh
farsi video 1
1-Farsi Sirat Al Nabi.S.A.W.
2-Farsi Sirat Al Nabi.S.A.W
Arabic Videos
Urdu Videos
>
Mufti Zarwli Khan
English Videos
Pashto Forums
Online Fatwas دارالافتا
DARUL FATAWA
Islamic Gallery
Ummat and Fiqh
100 F.A.Q.in pashto
Contact Us
About
Live Dars Hammadia Madrasa Kandahar
Live Video Dars
FAQ
Great Imams
>
Abu Hanifa
Imam Malik
Imam Shafi
Imam Ahmed Bin Hanbal
Imam Bukhari
3d Screen Saver
Science
Reverts
Islamic Calendar
Asma Un Nabi
Stories of Prophets
Rights In Islam
New Muslim
40ahadithqudsiintro
pashto different subject
Tell a friend
gallery
HADITH OF DAY
Testimonials
Qur'an Pashto Translattion
Qura'n in pashto video
HAJJ AND UMRAH PACKAGES
IJTIHAD AND TAQLID
MUSIC PROHIBITED IN ISLAM
2 ABDUL HADI HAMMAD
DIFFERENCE PASHTOON ULAMA
ENAYATULLAH KANDAHARI MUFASIR
Quran recitations
religions and they were
Splitting of the moon
religions and they were
ZAZAM WATER IN ISLAM AND SCIENCE
DARUL IFTA WA QADA URDU
THE TRUE LOVER OF MOHAMMED
100 SUNNA OF MOHAMMED
100 AHADITH OF MOHAMMED / PASHTO
Masah over Regular Socks
TAQLID IN LIGHT OF QURAN
BEGINNING THE SALAM
INDEX OF QURAN"S ETIQUETTE
( 1 ) FOURTY AHADITH FOR KIDS
PICTURE PROHIBITION
LIFE OF IMAM ABU HANIFA
ADVISE OF VILLAGER WOMEN
FATIHA BEHIND IMAM
EID AL FITR
BEARD IN ISLAM
(2) FOURTY AHADITH FOR KIDS
( 3) FOURTY AHADITH FOR KIDS
( 4 ) FOURTY AHADITH FOR KIDS
QISAS AL ANBIYA
innocent of anbiya
Adam
NOAH
religions and they were
religions and they were
religions and they were
HAYAT AS SUHABA PASHTO
New Page
MANASIK HAJJ AND UMRAH PASHTO
TAQLID
هر ډول اسلامی او معلوماتی مطالب په پښتو ژبه
Home
Ummat Fi Al-Fiqh
5 Pillars of Islam
Hajj and Umrah
Watch Haramain Live
3d Screen Saver
Blog
Live Chat
Testimonials
Islamic Websites
Islamic Gallery
Islamic Calendar
Downloads
Articles
Zakat Calculator
Global Salat Times
F.A.Q. Section
Pashto Ulama
About Us
Contact Us
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم
إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَمَن يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ
تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر
(
۱۱۰
ال عمران
)
ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ
(
النحل
۱۲۵
).
تګ لياره يې د الله جل جلا له ددې حکم پر بنا ده چې فرمايي :
الحمدلله نحمده ونستعينه ،ونستغفره ،من يهده الله فلامضل له ،ومن يضل فلاهادی له ، واشهد الااله الله الا الله وحده لاشريک له ، واشهدان محمد ا عبده ورسوله صلی الله عليه وسلم .
دینی پوښتنې او ځوابونه
پوښتنه:- په قرآن کریم کی د ژمی او دوبی یادونه څو ځله شوی ده؟
ځواب:- یو ځل.
پوښتنه:- په کومه سوره کښی؟
ځواب:- د قریش په سورة کی.
پوښتنه:- «عبس وتولی» دکوم صحابی په هکله نازل شوی دی؟
ځواب:- د عبدالله بن ام مکتوم په هکله.
پوښتنه:- هغه شپه چی عبادت پکی د زر میاشتو برابر دی کومه ده؟
ځواب:- هغه دقدر شپه ده.
پوښتنه:- دقرآن دتلاوت په وخت کی زمونږ وظیفه څه ده؟
ځواب:- غوږ نیول او سکوت کول.
پوښتنه:- دکوم ښار لقب ام القری دی؟
ځواب:- د مکی مکرمی.
پوښتنه:- د حضرت محمد «ص» ترټولو لویه معجزه کومه ده؟
ځواب:- قرآن مجید.
پوښتنه:- د قرآن مجید آخرین صورة څه نوم لری؟
ځواب:- سورة « الناس»
پوښتنه:- لمړنی آیة چی نازل شو کوم آیة دی؟
ځواب:- «اقرأ باسم ربک الذی خلق» د «علق» سورة.
پوښتنه:- د نه ویشتمی سیپاری لمړنی سورة کوم دی؟
ځواب:- د «الملک» سورة دی.
پوښتنه:- د نه ویشتمی سیپاری آخری سورة کوم دی؟
ځواب:- د «المرسلات» سورة دی.
پوښتنه:- په قرآن مجید کی ترټولو لوی سورة کوم دی؟
ځواب:- د «بقره» سورة دی.
پوښتنه:- په قرآن مجید کی ترټولو کوچنی سورة کوم دی؟
ځواب:- د «کوثر» سورة دی.
پوښتنه:- کوم سورة د دوو میوو په نومونو پیل شوی دی؟
ځواب:- د «تین» سورة چی د انځر او زیتون په نومونو پیل شوی دی.
پوښتنه:- کوم سورة د دوو پیغمبرانو په نومونو ختم شوی دی؟
ځواب:- د «اعلی» سورة چی د ابراهیم (ع) او موسی (ع) په نومونو ختم شوی دی.
پوښتنه:- «آیة الکرسی» په کوم سورة کښی واقع دی؟
ځواب:- په «بقره» سورة کښی.
پوښتنه:- د قران د دیرشم جزء لمړنی سورة کوم دی؟
ځواب:- د «البناء» سورة دی.
پوښتنه:- قرآن مجید څو سیپاری لری؟
ځواب:- قرآن مجید دیرش سیپاری لری.
پوښتنه:-هغه سورة چی فضیلت یی د ټول قرآن یوه څلرمه دی کوم دی؟
ځواب:- هغه د «الکافرون» سورة دی.
پوښتنه:- هغه سورة چی فضیلت یی دټول قرآن یوه دریمه دی کوم دی؟
ځواب:- هغه د «اخلاص» (قل هوالله احد) سورة دی.
پوښتنه:- دقرآن ترټولو اوږد آیة کوم دی؟
ځواب:- د «الدین» (282) آیة د «بقره» په سورة کی.
پوښتنه:- جنت څو دروازی لری؟
ځواب:- جنت 8 دروازی لری.
پوښتنه:- هغه څلور پوښتنهونه چی دانسان نه دقیامت په ورځ کیږی کوم دی؟
ځواب:- 1- دعمر چه چیری دی تیرکړی دی 2- دعلم چی څومره عمل دی پری کړی دی 3- د مال چه دکوم ځایه دی لاس ته راوړی دی 4- او دجسم او بدن چی په کوم کار دی مصروف کړی دی.
پوښتنه:- په «مسجدالنبی» کښی لمونځ څومره ثواب لری؟
ځواب:- د نورو مسجدونو (1000) برابره ثواب لری.
پوښتنه:- کوم سورة دلوستونکی لپاره شفاعت کوی؟
ځواب:- د «ملک» سورة.
پوښتنه:- د عبدالمطلب وروسته چا د رسول الله (ص) پالنه کوله؟
ځواب:- د هغه کاکا (ابوطالب).
پوښتنه:- لمړنی کلمه چی حضرت جبرئیل(ع) وحضرت محمد(ص)ته ذکر کړل کومه وه؟ ځواب:- «اقرأ» یعنی ولوله.
پوښتنه:- حضرت محمد(ص) څه ځواب ورکړ؟
ځواب:- هغه وویل: زه لوستونکی نه یم.
پوښتنه:- تر ټولو مهمه پیښه چی د «فیل» په کال وشوه کومه وه؟
ځواب:- د حضرت محمد (ص) زیږیدل.
پوښتنه:- د مسلمانانو لمړنی مهاجرت کومی منطقی ته وو؟
ځواب:- حبشی ته.
پوښتنه:- پیغمبر ص له هجرت وروسته څو ځله حج آداء کړ؟
ځواب:- فقط یو ځل.
پوښتنه:- دهغی غاری نوم څه وو چی پیغمبر ص دهجرت مخکی هلته پناه وړی وه؟ ځواب:- د «ثور» غاره.
پوښتنه:-حضرت جبرئیل دیوه کال په اوږدوکی څوځله د پیغمبرص سره دقرآن مرور کوه؟ ځواب:- په هرکال کی یو ځل د روژی مبارکی په میاشتی کی.خو د پیغمبر ص د وفات په
کال یی دوه ځله مرور وکړ.
پوښتنه:- «حجة الوداع» په کوم کال وو؟
ځواب:- د هجرت لسم کال.
پوښتنه:- د «ابوهریره «رض» نوم څه وو؟
ځواب:- عبدالرحمن بن صخر الدوسی.
پوښتنه:- «صدیق» د چا لقب دی؟
ځواب:- د حضرت ابوبکر (رض) لقب دی.
پوښتنه:- «ترجمان القرآن» دکوم صحابی لقب دی؟
ځواب:- د حضرت عبدالله بن عباس (رض).
پوښتنه:- «غسیل ملائکه» د کوم صحابی لقب دی؟
ځواب:- د حضرت حنظله بن ابی عامر (رض).
پوښتنه:- «امین امة» د کوم صحابی لقب دی؟
ځواب:- د حضرت ابوعبیده عامر بن الجراح (رض).
پوښتنه:- «مؤذن رسول الله» د کوم صحابی لقب دی؟
ځواب:- د حضرت بلال بن رباح (رض).
پوښتنه:- «حواری الرسول» دکوم صحابی لقب دی؟
ځواب:- د حضرت زبیر بن العوام (رض)
پوښتنه:- «ذی الجناحین) د کوم صحابی لقب دی؟
ځواب:- د حضرت حعفر بن ابی طالب- جعفر طیار (رض).
پوښتنه:- «ذی النورین» دکوم صحابی لقب دی؟
ځواب:- د حضرت عثمان بن عفان (رض).
پوښتنه:- «سیف الله المسلول» دکوم صحابی لقب دی؟
ځواب:- د حضرت خالد بن ولید (رض).
پوښتنه:- «فاروق» د کوم صحابی لقب دی؟
ځواب:- د حضرت عمر بن الخطاب (رض).
پوښتنه:- ملائکو دکوم صحابی څخه حیا کوله؟
ځواب:- دحضرت عثمان بن عفان (رض) څخه.
پوښتنه:- خندق د کوم صحابی په مشوره جوړ شو؟
ځواب:- د حضرت سلمان فارسی (رض).
پوښتنه:- لمړنی شخص چی مسلمان شو څوک وو؟
ځواب:- حضرت ابوبکر الصدیق (رض).
پوښتنه:- لمړنی ښځه چی مسلمانه شوه څوک وه؟
ځواب:- بی بی خدیجة الکبری (رض عنها)
پوښتنه:- د حضرت محمد (ص) لمړنی ښځه څوک وه؟
ځواب :- بی بی خدیجه بنت خویلد.
پوښتنه:- حضرت حمزه (رض) په کومه غزا کی شهید شو؟
ځواب:- د احد په غزا کی.
پوښتنه:- د بدن زکات څه شئ دی؟
ځواب:- روژه نیول دی.
پوښتنه:- د «فجر» په سورة کی د «لیال عشر» نه څه منظور دی؟
ځواب:- د «ذی الحجی» دمیاشتی (10) لمړنی شپی دی.
پوښتنه:- هغه دری نفسونه چی ذکر یی په قرآن کی راغلی دی کوم دی؟
ځواب:- اماره نفس- لوامه نفس- مطمئنه نفس.
پوښتنه:- په قرآن مجید کښی د «الله» لفظ څو ځله ذکر شوی دی؟
ځواب:- (980) ځله.
پوښتنه:- کوم پیغمبر د خدای (ج) په امر بیله پلاره له مور نه پیداشو؟
ځواب:- حضرت عیسی (ع) بن مریم.
پوښتنه:- کوم پیغمبر د خدای (ج) په امر بیله پلار او مور نه پیدا شو؟
ځواب:- حضرت آدم (ع).
پوښتنه:- نبیان او رسولان څو دی؟
ځواب:- (124000) یو سل او څلرویشت زره زیات او کم نبیان دی، چی په هغوی کی بیا (313) بیا رسولان هم دی.
پوښتنه:- د حضرت محمد (ص) د سورلی نوم څه وو؟
ځواب:- یعفور « عفیر».
پوښتنه:- د حضرت محمد (ص) د آسونو نومونه څه وه؟
ځواب:- السکب، ملاح، المرتجز، اللحیف، الظرب، العزاز و الورد.
پوښتنه:- د حضرت محمد (ص) دهغی سورلی نوم څه وو چی دمعراج په شپه ورباندی سپور شو؟ ځواب:- براق
پوښتنه:- د بدر په غزا کی تر ټولو وړوکی شهید څوک وو؟
ځواب:- «عمیر بن ابی وقاص» چی 16 کلن وو.
پوښتنه:- پر هر مسلمان په یوه شپه او ورځ کی څو لمنځونه فرض دی؟
ځواب:- پنځه لمونځونه.1 سهار 2 ماسپښین 3 ماځیگر 4 ماښام 5 ماخستن.
پوښتنه:- د سهار لمونځ څو رکعته فرض دی؟
ځواب:- دوه رکعته فرض دی.
پوښتنه:- د کعبی شریفی لوړوالی څومره دی؟
ځواب:- (15) متره.
پوښتنه:- بیت الخلا ته د ننوتلو دعاء کومه ده؟
ځواب:- بسم الله، اللهم انی اعوذبک من الخبث والخبائث.
پوښتنه:- د بیت الخلا نه د وتلو دعاء کومه ده؟
ځواب:- غفرانک الحمدلله الذی اذهب عنی الاذی و عافانی.
پوښتنه:- د کومی عمری ثواب د حج برابر دی؟
ځواب:- هغه عمره چی د روژی په میاشتی کی آداء شی.
پوښتنه:- هغه مسجد چی دوی قبلی لری چیری دی؟
ځواب:- مدینه منوره.
پوښتنه:- د دوزخ د دروازه وان نوم څه دی؟
ځواب:- مالک.
پوښتنه:- د جنت د خزانه دار نوم څه دی؟
ځواب:- رضوان دی.
پوښتنه:- هغی دوی کلمی چی په ژبه سپکی او په ترازو درنی دی کومی دی؟
ځواب:- سبحان الله وبحمده، سبحان الله العظیم.
پوښتنه:-د قیامت په ورځ څوک د دوزخ په اور کیزه کوی؟
ځواب:- هغه څوک چی خپل علم پټوی.
پوښتنه:- حضرت نوح (ع) څو کاله خپل قوم د الله ج طرف ته راوباله؟
ځواب:- (950) سال.
پوښتنه:- د فریقا په لویی وچی کی تر ټولو لوی مسجد چیری دی؟
ځواب:- په کوناکری.
پوښتنه:- دیوه شبانه روز دفرض رکعتونو شمیر څو دی؟
ځواب:- (17) رکعته دی.
پوښتنه:- په قرآن کی ترټولو زیات د کوم پیغمبر یادونه شوی ده؟
ځواب:- حضرت موسی (ع)
پوښتنه:- په قرآن کریم کی ترټولو لوی سورة کوم دی؟
ځواب:- د «بقره » سورة دی.
پوښتنه:- پر منافقانو باندی کوم لمنځ سخت وو؟
ځواب:- د سهار او دماخستن لمونځ.
پوښتنه:- د مسلمانانو دلښکر مشر «اسامه بن زید» دمشرتابه په وخت کی څو کلن وو؟ ځواب:- (17) کلن وو.
پوښتنه:- حضرت آدم (ع) په کومه ورځ جنت ته داخل شو؟
ځواب:- د جمعی په روځ.
پوښتنه:- که چیری مونږ ته کوم مشکل پیښ شی کومه دعا ووایو؟
ځواب:- اللهم لا سهل الا ما جعلته سهلاَ و انت اذا شئت جعلت الحزن سهلاً.
پوښتنه:- دمدینی خلکوته د پیغمبر ص په وخت کی څه ویل کیدل؟
ځواب:- انصار
پوښتنه:- «خلفای راشدین» کوم خلک دی؟
ځواب:- حضرات هر یو ابوبکر- عمر- عثمان- او علی رضی الله عنهم.
پوښتنه:- دهغه سړی نوم څه وو چی د خدای (ج) د کور د نړولو قصد یی کړی وو؟ ځواب:- ابرهه حبشی.
پوښتنه:- دهغه دوو قبیلو نومونه څه وه چی د رسول الله ص په وخت کی په مدینی کی ژوند کاوه؟ ځواب:- اوس او خزرج.
پوښتنه:- مسجد الاقصی«بیت المقدس» چیری واقع دی؟
ځواب:- په فلسطین کی.
پوښتنه:- مسجد الحرام چیری واقع دی؟
ځواب:- په مکة المکرمه کی.
پوښتنه:- معوذتین و کومو سورتونو ته ویل کیږی؟
ځواب:- سورة الفلق او سورة الناس.
پوښتنه:- د اوداسه فرضونه څو او کوم دی؟
ځواب:- په اوداسه کی څلور فرضونه دی.1- د مخ پریمنځل 2- د لاسونو پریمنځل تر
څنګلو 3- د سر مسحه 4- د پښو پریمنځل تر بیجلکو پوری.
پوښتنه:- هغه دری مسجدونه چی دیدن یی ثواب لری کوم دی؟
ځواب:- مسجدالحرام ، مسجد النبی و مسجدالاقصی.
پوښتنه:- د مسلمانانو لمړنی قبله کومه ده؟
ځواب:- مسجد الاقصی.
پوښتنه:- حضرت عمر فاروق رض چا په شهادت ورسولو؟
ځواب:- ابو لولوء مجوسی.پوښتنه:- مکه مکرمه په کومه میاشت فتحه شوه؟
ځواب:- د روژی (رمضان) په میاشت کی.
پوښتنه:- د خندق دجنگ بل نوم څه وو؟
ځواب:- د احزاب جنګ.
پوښتنه:- رسول الله ص چی به کله نوی میاشت ولیده کومه دعا به یی کوله؟
ځواب:- «هلال خیر و رشد امنت بالله الذی خلقک».
پوښتنه:- دهغه پیغمبر نوم څه وو چی الله (ج) یی د قربانی کیدو د مخ نوی لپاره د جنت پسه را واستوی؟
ځواب:- حضرت اسماعیل (ع).
پوښتنه:- قیامت په کومه ورځ پیښیږی؟
ځواب:- د جمعی په ورځ.
پوښتنه:-دمهاجرینو لمړنی کوچنی چی په مدینی کی د هجرت وروسته دنیا ته راغی څوک وو؟
ځواب:- عبدالله بن زبیر «رض».
پوښتنه:- په اسلام کی لمړنی قاضی څوک وو؟
ځواب:- حضرت عمر بن الخطاب «رض».
پوښتنه:- د رسول الله (ص) د هغی ښځی نوم څه وو چی ابراهیم ځنی پیدا شوی دی؟
ځواب:- ماریه قبطیه.
پوښتنه:- مسلمانان په کومی میاشتی کی د حج مراسم تر سره کوی؟
ځواب:- د «ذی الحجه» میاشت.
پوښتنه:- لمړنی کس چی په عربی خبری وکړی، څوک وو؟
ځواب:- حضرت اسماعیل (ع).
پوښتنه:- کوم کسان د رسول الله(ص) وارثان دی؟
ځواب:- علماء.
پوښتنه:- د مسلمانانو کومه ډله تر ټولو وړاندی جنت ته داخلیږی؟
ځواب:- د مهاجرینو فقران (غریبان).
پوښتنه:- خلیل الرحمن د چا لقب دی؟
ځواب:- حضرت ابراهیم (ع).
پوښتنه:- هغه کال چی پکی حضرت بی بی خدیجه الکبری او ابوطالب درسول الله ص کاکا دواړه وفات شول په کوم نوم مشهور دی؟
ځواب:- په «عام الحزن».
پوښتنه:- چا په ښکاره د کافرانو مخ ته قرآن تلاوت کړ؟
ځواب:- حضرت عبدالله بن مسعود «رض».
پوښتنه:- آیا یو څوک کولای شی پنځه لمنځونه په یوه اودس وکړی؟
ځواب:- بلی کولای شی.
پوښتنه:- که چیری کوم شخص په هیره سره بی اوداسه لمونځ وکړ آیا لمونځ یی صحیح دی؟ ځواب:- یا صحیح نه دی.
پوښتنه:- د هغه لمونځ حکم څه دی چی د وخت د داخلیدلو وړاندی أداء شی؟
ځواب:- دا لمونځ صحیح نه دی.
پوښتنه:- آیا خوړل او څښل اودس ماتوی؟
ځواب:- یا نه یی ماتوی.
پوښتنه:- آیا په هغه کالو کی چی نجاست وی، لمونځ صحیح دی؟
ځواب:- یا نه دی صحیح.
پوښتنه:- د سهار لمونځ په سفر کی څو رکعته دی؟
ځواب:- دوه «2» رکعته فرض.
پوښتنه:- د ماسپښین لمونځ په سفر کی څو رکعته دی؟
ځواب:- دوه «2» رکعته فرض.
پوښتنه:- هغه اوه «7» اندامونه چی د سجدی په وخت کی پر ځمکه لګیږی کوم دی؟ ځواب:- 1- تندی او پزه 2- دوه لاسونه 3- دوه زنګنونه 4- دوی پښی.
پوښتنه:- کله چی په جماعت کی مقتدی یوازی وی چیری ودریږی؟
ځواب:- د ملا راسته طرف ته.
پوښتنه:- د جنازی د لمانځه حکم څه دی؟
ځواب:- فرض کفایه.
پوښتنه:- هغه لمونځونه چی په سفر کی لنډ اداء کیږی کوم دی؟
ځواب:- ماسپښین ، ماځیګر او ماخستن.
پوښتنه:-دهغه سړی چی په هیره ډوډی وخوری یا اوبه و څیښی د روژی حکم څه دی؟
ځواب:- روژه یی نه فاسدیږی.
پوښتنه:- په جماعت کی ترټولو بهتره صف کوم دی؟
ځواب:- لمړی صف.
پوښتنه:- کور ته د داخلیدلو دعا کومه ده؟
ځواب:- (بسم الله ولجنا و بسم الله خرجنا وعلی ربنا توکلنا).
پوښتنه:- کله چی آذان اوری ، څه وایی؟
ځواب:- لمړی هرهغه څه چی مؤذن ویل او کله چی مؤذن «حی علی الصلاه » او « حی
علی الفلاح» وویل زه وایم (لاحولا ولاقوة الابالله».
پوښتنه:- کله چی کوم غم پیښیږی، څه وایی؟
ځواب:- « انا لله و انا الیه راجعون»
پوښتنه:- کله چی دی روژه ماته کړه کومه دعا کوی؟
ځواب:- دغه دعا«ذهب الظلماء وابتلت العروق وثبت الاجر ان شاء الله»
پوښتنه:- په لمانځه کی درکوع وروسته څه وایی؟
ځواب:- «سمع الله لمن حمده- ربنا لک الحمد»
پوښتنه:- کله چی دخوبه پاڅیدی کومه دعا کوی؟
ځواب:- «الحمد لله الذی احیانا بعد ما اماتنا و الیه النشور».
پوښتنه:- کله چی د مریض پوښتنی ته لاړی کومه دعا کوی؟
ځواب:- «لا باس طهور ان شاء الله»
پوښتنه:- کله چی د مجلس نه ولاړ شوی کومه دعا لولی؟
ځواب:- «سبحانک اللهم و بحمدک اشهد ان لا اله الا انت استغفرک واتوب الیک».
پوښتنه:- کله چی دخپل کوره وزی کومه دعا کوی؟
ځواب:- « بسم الله، توکلت علی الله ولاحول ولاقوة الا بالله»
پوښتنه:- د ډوډی خوړلو وړاندی څه وایی؟
ځواب:- « بسم الله »
پوښتنه:- د ډوډی خوړلو وروسته څه وایی؟
ځواب:- «الحمد لله الذی اطعمنی هذا ورزقنیه من غیر حول منی ولاقوة»
پوښتنه:- تر ټولو قوی انسان کوم شخص دی؟
ځواب:- هغه چی د خښم په وخت کی ځان کنترول کړی.
پوښتنه:- کله چی په غضب شوی څه وایی؟
ځواب:- « اعوذ بالله من الشیطان الرجیم».
پوښتنه:- کله چی ته ومږی (عطسه زدن) نو څه وایی؟
ځواب :- زه وایم« الحمد لله»
پوښتنه:- کله چی یو څوک ومږی (عطسه) ته څه وایی؟
ځواب:- زه وایم «یرحمک الله».
پوښتنه:- کله چی کوم څوک په غم کی ووینی څه وایی؟
ځواب:- «الحمدلله الذی عافانی مماابتلاک به و فضلنی علی کثیر من خلق تفضیلاً»
پوښتنه:- که چیری کوم شخص ستا سره مرسته وکړه ته څه وایی؟
ځواب:- زه وایم «جزاک الله خیراً».
پوښتنه:- د الله (ج) «اسماء الحسنی» څو دی؟
ځواب:- (99) نومونه دی.
پوښتنه:- بسم الله الرحمن الرحیم څو ځله په قرآن کی ذکر شوی ده؟
ځواب:- 114 ځله.
پوښتنه:- د حضرت عیسی (ع) نوم په قرآن کی څو ځله بیان شوی دی؟
ځواب:- 25 ځله.
پوښتنه:- په قرآن مجید کی دجنت څو ځله یادونه شوی ده؟
ځواب:- 66 ځله.
پوښتنه:- په قران مجید کی د دوزخ څو ځله یادونه شوی ده؟
ځواب:- 126 ځله.
پوښتنه:- د قرآن مجید سورتونه څو دی؟
ځواب:- 114 دی.
پوښتنه:- قرآن مجید څو سیپاری لری؟
ځواب:- 30 سیپاری لری.
پوښتنه:- د قرآن مجید دحرفو تعداد څو دی؟
ځواب:- (340740) حرفونه دی.
پوښتنه:- دقرآن مجید آیتونه څو دی؟
ځواب:- 6226 آیة.
پوښتنه:- دقرآن مجید څو سورتونه په مکی کی نازل شوی دی؟
ځواب:- 86 سورتونه.
پوښتنه:- د قرآن مجید څو سورتونه په مدینی کی نازل شوی دی؟ ځواب:- 28
سورتونه.
پوښتنه:- د قرآن مجید د آیتونو سید کوم ایة دی؟
ځواب :- «آیة الکرسی»
پوښتنه:- د قرآن مجید ترټولو مبارک آیة کوم دی؟
ځواب:- «ایة الکرسی».
پوښتنه:- دقرآن مجید تر ټولو اوږد حرف کوم دی؟
ځواب:- «لیستخلفنهم» د نور سورة 55 آیة.
پوښتنه:- هغه حرف چی دقران مجید په میان کی واقع دی کوم دی؟
ځواب:- «ف» په «والیتلطف» کلمی، په کهف سورة کښی.
پوښتنه:- «ام القرآن » دکوم سورة نه عبارت دی؟
ځواب:- د «فاتحه» سوره.
پوښتنه:- د قرآن نیمایی کومه سوره ده؟
ځواب:- د «الزلزله» سورة.
پوښتنه:- په قران کی کوم سورة «سنام القرآن» لقب لری.
ځواب:- د «بقره» سورة.
پوښتنه:- د څو هغو ښارونو نومونه واخلی چی ذکر یی په قران مجید کی راغلی وی.
ځواب:- مصر، بابل، مکه، مدینه، مدین، مأرب، قدس او سیناء.
پوښتنه:- بعضی هغه عددونه ووایاست چی په قرآن کی راغلی وی؟
ځواب:-« 1-3-4-7-11-12-19-100-200-1000-2000-50000 ».
پوښتنه:- هغه کومی درختی دی چی په قرآن کی دهغوی یاد شوی دی؟
ځواب:- سدر، نخل او زیتون.
پوښتنه:- هغه کومی میوی دی چی په قرآن کی یی یادونه شوی ده؟
ځواب:- انار ، انځر او خرما.
پوښتنه:- هغه کومی قبیلی دی چی په قرآن کی یی یادونه شوی ده؟
ځواب:- قریش، عاد او ثمود.
پوښتنه:- هغه کوم حیوانات دی چی په قرآن کی یی یادونه شوی ده؟
ځواب:- اوښ، فیل، غوا، خر، شرمښ، چنګوښه او خنځیر.
پوښتنه:- هغه کوم حشرات دی چی په قرآن کی یی یادونه شوی ده؟
ځواب:- غالبوزه، میږی، غوماشه، جولاګی، مچ، ملخ او شپږه.
پوښتنه:- هغه کوم الوتونکی دی چی په قرآن کی یی یادونه شوی ده؟
ځواب:- ملاچرګک، کارغه او شاهین.
پوښتنه:- هغه کومی دانی دی چی په قرآن کی یی یادونه شوی ده؟
ځواب:- عدس او غنم.
پوښتنه:- هغه کوم فصلونه دی چی په قران کی راغلی دی؟
ځواب:- دوبی او ژمی.
پوښتنه:- په قرآن کی د اونی د کومو ورځو نومونه راغلی دی؟
ځواب:- شنبه او جمعه.
پوښتنه:- په قرآن کی د کومو وقتونو یادونه شوی ده ؟
ځواب:- سهار او مازیګر.
پوښتنه:- هغه کوم فلزات دی چی قرآن کی یی یادونه شوی ده؟
ځواب:- طلا، سپین زر، آهن او فولاد.
پوښتنه:- څو شیان چی په قرآن کی ذکر شوی و نوموی؟
ځواب:- پیمانه، ترازو، څراغ، ښیښه، بوټی، چاقو او دروازه.
پوښتنه:- کوم جهات په قرآن مجید کی ذکر شوی دی؟
ځواب:- شرق او غرب.
پوښتنه:- دهغو رنگونو نه چی په قرآن کی ذکر شوی دی نومونه واخلی؟
ځواب:- سپین، تور او زرغون.
پوښتنه:-رسول الله ص په کوم کال زیږیدلی دی؟
ځواب:- د دوشنبی په ورځ 12 د ربیع الاول دفیل کال (570) میلادی.
پوښتنه:- دکوم صحابی نوم په صراحت سره په قرآن کی ذکر شوی دی؟
ځواب:- د زید بن حارثه.
پوښتنه:- د مدینی منوری دری لقبونه بیان کړی؟
ځواب:- طیبه، مدینة الرسول او المدینة المنوره.
پوښتنه:- لمړنی مسجد چی رسول الله ص جوړ کړ څه نومیږی؟
ځواب:- «مسجد قباء»
پوښتنه:- لمونځ کول په مسجد قباء کښی څومره ثواب لری؟
ځواب:- دیوی عمری په اندازه ثواب لری.
پوښتنه:- حرمین شریفین دکومو ځایونو نومونه دی؟
ځواب:- د مسجدالحرام او مسجد النبی ص.
پوښتنه:- په مسجدالحرام کښی هر لمونځ څومره ثواب لری؟
ځواب:- لکه سل زره لمونځونه.
پوښتنه:- په مسجدالنبی کښی هر لمونځ څومره ثواب لری؟
ځواب:- لکه زر لمونځونه.
پوښتنه:- په مسجد الاقصی کښی هر لمونځ څومره ثواب لری؟
ځواب:- لکه پنځه سوه لمونځونه.
پوښتنه:- د مکی دری نومونه واخلی؟
ځواب:- ام القری، مکه او بلدالامن.
پوښتنه:- «کلیم الله» د چا لقب دی؟
ځواب:- د موسی (ع)
پوښتنه:- حضرت محمد (ص) څو عمری اداء کړی؟
ځواب:- (4) څلور عمری.
پوښتنه:- لمړنی عمل چی په قیامت یی پوښتنه کیږی کوم دی؟
ځواب:- لمونځ دی.
پوښتنه:- د هجری قمری کال لمړنی میاشت څه نومیږی؟
ځواب:- د محرم میاشت.
پوښتنه:- لمړنی امت چی د قیامت په ورځ حساب او کتاب ورسره کیږی کوم امت دی؟ ځواب:- د محمد رسول الله ص امت دی.
پوښتنه:- لمړنی نبی څوک دی؟ ځواب:- حضرت آدم (ع).
پوښتنه:- حضرت ادم (ع) په کومه ورځ پیدا شوی دی؟
ځواب:- د جمعی په ورځ.
پوښتنه:- لمړنی قتل چا کړی دی؟
ځواب:- قابیل چی کله یی هابیل مړ کړ.
پوښتنه:- «ابوالبشر» دچا لقب دی؟
ځواب:- د حضرت آدم (ع).
پوښتنه:- د حضرت ادم (ع) قد څو متره وو؟
ځواب:- 60 متره وو.
پوښتنه:- حضرت بی بی حوا څرنګه پیدا شوه؟
ځواب :- د حضرت آدم (ع) له بغل نه په داسی شکل چی حضرت آدم بیخی پوه نه شو.
پوښتنه:- ولی حوا ورته وایی؟
ځواب:- ځکه چی د ژوندی نه پیدا شوه او ژوندی هم آدم وو.
پوښتنه:- حضرت رسول الله ص د معراج په شپه چیری د خپل پلار آدم (ع) سره ولیدل؟
ځواب:- د دنیا په آسمان کی.
پوښتنه:- په قرآن مجید کی څو ځله د حضرت آدم (ع) یادونه شوی؟
ځواب:- 25 ځله.
پوښتنه:- د حضرت ادم وروسته وکوم نبی ته نبوت ورکول شو؟
ځواب:- حضرت شیث (ع) ته.
پوښتنه:- لمړنی کس چی په قلم یی لیکنه وکړه څوک وو؟
ځواب:- حضرت ادریس (ع).
پوښتنه:- حضرت رسول الله دمعراج په شپه د ادریس (ع) سره په څوم آسمان کی ولیدل؟ ځواب:- په څلرم آسمان کی.
پوښتنه:- په نړی کی لمړنی رسول څوک وو؟
ځواب:- حضرت نوح (ع)وو.
پوښتنه:- د نوح (ع) د قوم نوم څه وو؟
ځواب:- بنو راسب.
پوښتنه:- هغه انبیاء کوم دی چی په نومونو یی د قرآن سورتونه نومول شوی دی؟
ځواب:- حضرت یونس، هود، یوسف، ابراهیم، نوح، او محمد (علیهم السلام اجمعین).
پوښتنه:- شیخ المرسلین د کوم پیغمبر لقب دی؟
ځواب :- د حضرت نوح (ع).
Qur'an Explorer
MultiLanguage Quran
Qur'an and Science
Yassernal Qur'an
Rights in Islam
Asma Ul Husna
Asma An Nabi S.A.W.
Hadith Explorer
40 Ahadith Qudsi
Salat Explorer
Dua' Explorer
Stories of Qur'an
Stories of Prophets
Stories of Sahaba
Great Imams
Darul Ifta
Sister's Section
Kid's Section
New Muslim Section
نور مطالب اديان او مذاهب