pashto dars
  • HOME پښتوسبق مخ پا ڼه
  • pashto Page
  • PASHTO AUDIO
    • Audio
    • Pashto Audio >
      • Enayatullah Ilmi >
        • QARI SAEED AHMED KANDAHARI
    • Farsi Audio
    • Arabic Audio
    • Urdu Audio >
      • Tafseer Al Quran by Mufti Zar Wali Khan
    • English Audio
  • Books
    • KITABTOON
    • Pashto Books
    • Farsi Books
    • Arabic Books
    • Urdu Books >
      • Urdu Fiqh
      • Urdu Tafsir
      • Urdu Tareekh
      • Urdu Hadiths
      • Seerat Mustafa (Urdu)
      • Urdu Miscellaneous
    • English Books
    • Multi Language Books
  • Video
    • Pashto Videos
    • Farsi Videos >
      • Mujibur Rahman Fadhilatul Shaykh
      • farsi video 1
      • 1-Farsi Sirat Al Nabi.S.A.W.
      • 2-Farsi Sirat Al Nabi.S.A.W
    • Arabic Videos
    • Urdu Videos >
      • Mufti Zarwli Khan
    • English Videos
  • Pashto Forums
  • Online Fatwas دارالافتا
    • DARUL FATAWA
  • Islamic Gallery
  • Ummat and Fiqh
  • 100 F.A.Q.in pashto
  • Contact Us
  • About
  • Live Dars Hammadia Madrasa Kandahar
    • Live Video Dars
  • FAQ
    • Great Imams >
      • Abu Hanifa
      • Imam Malik
      • Imam Shafi
      • Imam Ahmed Bin Hanbal
      • Imam Bukhari
  • 3d Screen Saver
  • Science
  • Reverts
  • Islamic Calendar
  • Asma Un Nabi
  • Stories of Prophets
  • Rights In Islam
  • New Muslim
  • 40ahadithqudsiintro
  • pashto different subject
  • Tell a friend
  • gallery
  • HADITH OF DAY
  • Testimonials
  • Qur'an Pashto Translattion
  • Qura'n in pashto video
  • HAJJ AND UMRAH PACKAGES
  • IJTIHAD AND TAQLID
  • MUSIC PROHIBITED IN ISLAM
  • 2 ABDUL HADI HAMMAD
  • DIFFERENCE PASHTOON ULAMA
  • ENAYATULLAH KANDAHARI MUFASIR
  • Quran recitations
  • religions and they were
  • Splitting of the moon
  • religions and they were
  • ZAZAM WATER IN ISLAM AND SCIENCE
  • DARUL IFTA WA QADA URDU
  • THE TRUE LOVER OF MOHAMMED
  • 100 SUNNA OF MOHAMMED
  • 100 AHADITH OF MOHAMMED / PASHTO
  • Masah over Regular Socks​
  • TAQLID IN LIGHT OF QURAN
  • BEGINNING THE SALAM
  • INDEX OF QURAN"S ETIQUETTE
  • ( 1 ) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • PICTURE PROHIBITION
  • LIFE OF IMAM ABU HANIFA
  • ADVISE OF VILLAGER WOMEN
  • FATIHA BEHIND IMAM
  • EID AL FITR
  • BEARD IN ISLAM
  • (2) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • ( 3) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • ( 4 ) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • QISAS AL ANBIYA
  • innocent of anbiya
  • Adam
  • NOAH
  • religions and they were
  • religions and they were
  • religions and they were
  • HAYAT AS SUHABA PASHTO
  • New Page
  • MANASIK HAJJ AND UMRAH PASHTO
  • TAQLID

 تعصوبي وهابيان  او تعصبي مذهبي


Home
Ummat Fi Al-Fiqh
5 Pillars of Islam
Hajj and Umrah
Watch Haramain Live
3d Screen Saver
Blog
Live Chat
Testimonials
Islamic Websites
Islamic Gallery
Islamic Calendar
Downloads
Articles
Zakat Calculator
Global Salat Times
F.A.Q. Section
Pashto Ulama
About Us
Contact Us
Picture

نه تعصوبي وهابيان منو او نه تعصبي مذهبيان

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد

نه تعصوبي وهابيان منو او نه تعصبي مذهبيانبلکي د قرآن او سنتو اتباع او د اسلامې امت د وحدت غوښتونکي يو ځکه :د وهابيانو ددې رايي سره سخت مخالف يو چې د څلورو اسلامي فقهو او څلورو مذاهبو د امامانو د هلو ځلو څخه انکار کوي کوم چې د احاديثو اسناد يي څيړلي دي او د قرآن او حديث څخه يي د احاديثو د اسنادو په نظر کې نيولو سره مسائل را ايستلي دي هغوی خيرالقرون ته ډير نږدي او د لوړې تقوی خاوندان وو ، هيڅ امام له خپلي رايي څخه څه نه دي ويلي بلکي ټولو د قرآن او سنتو څخه مسائل را ايستلي دي ، جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم د دين ځنې امور د امت د آسانی د پاره په بيلابېلو طريقو تر سره کړی دي چې د امامانو له جملي څخه يو يي يو قول را خيستی او بل يي بل قول ته ترجيح ورکړی ده .

امام مالک رحمه الله په احاديثو کې لوی کتاب موطا مالک ليکلی دی ، امام احمد د مسند احمد په نوم د احاديثو لوی کتاب ليکلی دی او امام شافعي د علم حديث په ناسخ او منسوخ کې وتلی عالم تير شوی دی او امام ابوحنيفه د دريو واړو مشر او استاذ بلل کيږي .

نو ای اهل حديثو 
تاسې ته چې هر څه تيار په لاس درغلل اهل حديث شوئ او هغوی د دومره خدمت او هلو ځلو سره سره د احاديثو خلاف شول .

ای افسوس !!! په دې انصاف آيا دا قضاوت د يوه مسلمان د پاره مناسب دی آيا په اسلامي امت کې دا ډول اختلاف جوړول د اسلامي امت د ټوټې کيدو او کفر د نفوذ د پاره لاره جوړول نه دي ؟

امام ابوحنيفه رحمه الله په ۸۰ هجري کې پيدا شوی دی د هغه په علم او تقوی د امت اتفاق دی هغه خپل مسلک په دوو خبرو کې خلاصه کړی دی :

اذا صح الحديث فهو مذهبي 
( په صحيح حديث باندې عمل کول زما مسلک دی )

په دې اړه الشيخ محمد سعيد بن محمد أمين صفرالمدني الحنفي رحمه الله يو مکمله رساله په نوم د رسالة الهدى في اتباع النبي المقتدى ليکلې ده .

او بل امام ابوحنيفه رحمه الله وايي : کله مو چې زما کوم قول د قرآن او سنتو خلاف و ليد هغه پريږدئ په قرآن او سنتو عمل وکړئ

نو د قرآن او سنتو د اتباع او د هغه د موافقت د پاره همدا خبرې کفايت کوي او په همدې باندې اکتفا کوو .

يعنې وهابيان د اسلامې امت د رښتنيو علماؤ په شان کې ګوستاخي کوي چې دا د يوه مسلمان د پاره مناسب کار نه دی .

که تاسې فکر کړی وي اسلامې لارښود حنفي فقه اقوالو په احاديثو ثابتوي او يوازي د فقهې په اقوالو اکتفا نه کوي ددې څخه مقصد همدا دی چې خلکو واروئ زمونږ مذهب د قرآن او سنتو اتباع ده او بس .

ځنې کسان چې د حنفي فقه په قول نيوکه لري د هغه په اړه يې پوره تحقيق نه وي کړی که نه زه پخپل ناقص علم او پوهي ټولو ته دا و ړانديز کوم چې تاسې ما ته داسې کوم قول را وښيی چې هغه خدای مه کړه د قرآن او سنتو خلاف وي خو دې ته مو پام وي چې د هر مصنف ليکل شوی کتاب او په هغه کې څه غلطۍ د مذهب نمايندګي نه شي کولای بلکي هغه خپله د مصنف مسولئت دی .

بل دا چې د مذهب ردول په ټولنه کې د اختلاف را مينځته کول دي

ځکه عام خلک په دې ډول فروعي اختلافاتو کې پوهه نه لري هغوی ته شک پيدا کيږي چې زمونږ په مذهب ولي داسې نه دي .

مثلاً د کابل په کمپنۍ کې د اهل حديثو (وهابيانو ) يو ځانګړی جومات دی هغوی په زوره آمين وايي ، د پښو تر مينځ يي زياته فاصله وي په تشهد کې کوتې ته حرکت ورکوي .

په زوره آمين او خفيه سره آمين ويل ، د شهادت په وخت کې د کوتې ښورول او نه ښورول ، د پښو په منځ لږ فاصله او ډير فاصله هر يو د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه ثابت شوی دي .

خو نا پوهه وهابيان بيا په دې فکر کې وي چې خفيه آمين ويل يا د پښو تر مينځ د څلورو کوتو په اندازه فاصله د احاديثو خلاف ده (العياذ با الله ) .

او يا نا پوهه مذهبيان بيا په دې فکر کې وي چې د وهابيانو دا اعمال د احاديثو خلاف دي (العياذ با الله ) .

نو دا ځان ځاني به بيا په يوه داسې اکثريت نا لوستي او د ديني احکامو څخه نا خبره ټولنه کې پخپل عبادت کې د شک او ترديد سبب نه شي ؟

ښاغلی وهابي صاحب ! که د بدعت ، شرک او خلافاتو پر وړاندې مبارزه کول غواړې مونږ ستا ملګري یو او که د بدعت او شرک د مقابلي تر عنوان لاندې دې مطلب د مذهب پر وړاندي دريدل وي او کوم بدعتي پير ، بدعتي عالم او بدعتي کس اعمال پر مذهب ور تپې او د څلورو مذاهبو مسلک د سنتو خلاف بولې نو دا بيا په اسلامې امت کې د مسلمانانو تر مينځ اختلافاتو ته لمن وهل دي په دې هدف کې بيا اتباع سنت نشته بلکي د مسلمانانو اتحاد او واحد محراب ته سدمه رسول دي .

همدارنګه هغه تعصوبي مذهبيان چې اهل حديثو ته ګمراهان وايي (العياذ بالله ) حال دا چې دوی د دين مسائل مستقيماً له قرآن او حديث څخه را و باسي ډير د انصاف څخه لرې خبره ده او د مسلمان د شان سره داسې فکر لرل بالکل غلط دي .

حکيم امت اشرف علي تهانوي رحمه الله ليکي : حقيقت ته د رسيدلو دوې لارې دي تحقيق او تقليد يعنې که څوک دا استعداد ولري چې مستقيماً له قرآن او حديث څخه مسائل را وباسي صحي ده او که دا استعداد و نه لري د بل د تقليد له لارې چې د هغه په علم او تقوی د امت اتفاق وي تقليد کول هم صحي دي ( تحفة العلماء ج ۲ ص ۲۸۴ ) .

همدارنګه ځنې تعصوبي کسانو ته چې د قرآن او حديث دليل وړاندې شي نو دوی تر هغه پورې ور باندې باور نه کوي څو د کوم امام يا مذهبي په قول باندې ټاپه شوی نه وي چې دا هم د ګمراهۍ فکر دی ځکه مذهب د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده د قرآن او سنتو په رڼا کې په مسائلو باندې بحث شوی وي مذهب العياذ بالله د قرآن او سنتو نه ځانته بل څه نه دي .

فقه حنفي ابوالمختار ليکي : د تقليد حقيقت بالکل دا نه دی چې د امام قول تر قرآن او سنتو زيات و ګڼي ، د ا ډول عقيده در لودل کفر دی ، بلکي حقيقت دا دی چې مونږ ته دومره علم نشته څومره چې فقهاؤ رحمهم الله درلودی ، هغو حضراتو په ډير ښه ترتيب سره په ښه فهم ، فکر او احتياط سره د مسائلو استخراج کولای شوای . (فقه حنفي ج ۱ ص ۴۲۱ ).

په مذهب باندې داسې عقيده لرل پکار دي چې دا د قرآن او سنتو تحقيق او پوره پوره د هغه اتباع ده که څوک داسې عقيده ولري چې مذهب د قرآن او سنتو په مقابل کې يو دريم قول او دليل دی نو دا بيا بدعت دی مذهب نه دی .

لکه فقه حنفي ابوالمختار چې ليکي : دا ډول فکر کول صحيح نه دی چې ګنې خلک دې  د الله او دهغه درسول  د اطاعت پر ځای ددغه بزرګانو اطاعت کوي ، بلکې صحيح تعبېر دادی  چې دالله (ج) او رسول الله (ص) د حکمونو کومه  تشريح  چې دغو بزرګانو يعني حضرت امام ابو حنيفه (رح)  حضرت امام  شافعي (رح) ، حضرت امام مالک (رح) او حضرت امام احمد بن حنبل (رح) کړې ده ، دا تشريح مستند ګڼل کېږی (فقه حنفي ابوالمختار)

او ددې کسانو دا ډول مفکوره لرل هم د بې علمۍ دليل دی هغوی دی علمي تحيقات وکړي خپل اشتباهات دې رفع کړي او د اسلامې امت له ټوټې کولو دې لاس واخلي .

آخري خبره :د لوستونکو څخه دا هليه کوو چې د امت د ډلو په منيځ کې چې کوم فروعي اختلافي مسائل دی هغه نه دي ډډه وکړي خو که د ده د عقيدې او عمل د شک او ترديد سبب شي بيا د هغه څيړل او په هغه باندې ځان پوه کول ضروري دي .

ځکه ډير مهم مسائل مو مخې ته پراته دي ددې ډول بحثونو او ناندريو د پاره به وخت له کومه کړو ځکه په داسې اساسو او سختو شرايطو کې قرار لرو چې په دين ، عزت او عفت مو اور بل دی او هره ورځ لمبي ترې پورته کيږي .

په دين ، خاوره ، عزت او عفت مو اور بل دی او هره ورځ لمبې ترې پورته کيږي

په دين ، خاوره ، عزت او عفت مو اور بل دی او هره ورځ لمبې ترې پورته کيږي

په دين ، خاوره ، عزت او عفت مو اور بل دی او هره ورځ لمبې ترې پورته کيږي

دغه وړه هڅه مو چې پيل کړی ده هدف مو د امکان تر حده پورې د اسلام قيام او نصرت دی څو پورې مې چې ذهن او ګوتې کار کولای شي تر هغه پورې به د اسلام د يو کلک دفاعي سنګر په توګه د ټولو کفرياتو ، شرکياتو ، بدعاتو او منکراتو پر وړاندې مبارزه کوم او خلک ته به الهي احکام رسوم ، په حق ويلو کې له چا نه نه ويريږم او نه شرميږم ، هدف مې د الله جل جلا له  رضا ده پر الله تعالی مې توکل کړی دی او زه په خپلو وښکو لړلې ليکنې د ده ستر ذات ته پښ کوم ، د حق او حقيقت په بيانولو کې د خلکو خوښۍ او نا خوښۍ ، آفرين او رد هيڅ پروا نه لرم .

که په ما کې څه داسې غلطي وينئ چې کومه کلمه مو خدای مه کړه د قرآن او سنتو خلاف وي ما ور باندې خبر کړئ زه به يي فوراً اصلاح کړم او که د اصلاح کولو صلاحيت مو په ځان کې و نه ليد او يا د دين د نصرت پر ځای مو مسلمانانو او دين ته خدای مه کړه څه ضرر رسولی وي نو زه به ډير ژر د هوا د څپو څخه ووځم او دا ځای به بل چاته پريږدم ځکه زما هدف خو د دين قيام دی .

Qur'an Explorer
MultiLanguage Quran
Qur'an and Science
Yassernal Qur'an
Rights in Islam
Asma Ul Husna
Asma An Nabi S.A.W.
Hadith Explorer
40 Ahadith Qudsi
Salat Explorer
Dua' Explorer
Stories of Qur'an
Stories of Prophets
Stories of Sahaba
Great Imams
Darul Ifta
Sister's Section
Kid's Section
New Muslim Section
www.pashtodars.com
 پښتودرس  پاڼه  په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته ده شرعي اوامرو رسول دې، د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده 
دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً ده شخصي انفاق حلال څخه دي
Copyright ©2006 /2015 Pashtodars.com. All rights reserved.