حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمإِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَمَن يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ
تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران )ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).
تګ لياره يې د الله جل جلا له ددې حکم پر بنا ده چې فرماييحنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۲ برخه |
|
الحمدلله نحمده ونستعينه ،ونستغفره ،من يهده الله فلامضل له ،ومن يضل فلاهادی له ، واشهد الااله الله الا الله وحده لاشريک له ، واشهدان محمد ا عبده ورسوله صلی الله عليه وسلم
ليکوال:مفتي حمادڅانګه:
ورځنى حديث
نېټه
:May 1, 2015
زما ښکلی مذهب دامام ابوحنیفة رح مذهب دئ
دوهمه برخه
په قرآئت خلف الامام ، رفع اليدين او داسي نورو مسئلو کي په مخالفت څوک ګمراه کېږي؟
حقيقت دادئ ، چي زموږ دغير مقلدينو سره يوازي دقرائت خلف الامام ، رفع اليدين ، امين بالجهر اوداسي نورو مشهورو مسئلو کي اختلاف نسته او نه موږ په دغو مسئلو کي مخالفينو ته ګمراهان وايو ، ځکه که په قرائت خلف الامام سره څوک ګمراه کېدلاى نو دحنفي مذهب پرته نور درې واړه مذهبونه قرائت خلف الامام ته په ډول نه په يو ډول قائل دي يعني داچي څوک په سري ، څوک په جهري ، څوک په دواړو کي قرءة خلف الامام ته قايل دي ـــ هغو ټولو ته به ګمراهان ويل کېداى حال داچي هيڅکله موږ امام مالک ، امام شافعي او امام احمدبن حنبل ته ګمراهان نه وايو ، څوک ، چي دقرآئت خلف الامام قائل ته ګمراه وايي دا په حقيقت تابعينو ته ګمراهان وايي ،(نعوذبالله من ذالک). که څوک وايي،چي زه قرائت خلف الامام ته قائل يم نو په دې مسئله سره دغه کس مجرم نه دئ بلکي جرم يې دادئ ، چي دغه کس دتقليد چوکاټ مات کړ ؛او نورو خلکو ته يې ددې لاره هواره کړل، چي دخپلي خوښي احکام راټول کړي او بيا عمل په وکړي، لکه مخکي ، چي مو يې بيان وکړ، که څوک په رفع اليدين قائل سي نو داکار جرم نه دئ ځکه نيم امت په رفع اليدين قائل دئ بلکي جرم يې دادئ ، چي دغه کس دتقليد چوکاټ مات کړ، ده ته اجازه نه وه ، چي په يوه مسئله کي لاهم دمذهب څخه وتلى واى، ځکه مخکي موږ وويل، چي دمذهب څخه په يوه مسئله کي هم وتل جايز نه دي پرته دمتبحر في المذهب عالم څخه ، چي شرطونه پکښي موجود وي وروسته به دخبره تفصیلي راسي. يعني داچي زموږ دغير مقلدينو سره په پورتنيو مسئلو کي يوازي اختلاف نسته ځکه که موږ په يادو مسئلو کي جنجالونه کولاى نو لومړى به موږ دپاته درو مذهبونو سره زياتي مناظرې او جنجالونه کړي واى ؛او يو پر بل مو دبطلان ټاپې سره وهلاى ؛ خو دغه کار په تاريخ کي زموږ استاذانو او علماوو نه دئ کړى اصلاً زموږ اختلاف دغير مقلدينو سره په تقليد کي دئ يعني داچي موږ اهل السنة والجماعة ادعا کوو، چي تقليد بايد ومنل سي او موږ پردې خبره پوره زور اچوو، دلايل وايو ، چي په غير مقلدينو باندي تقليد ومنو، او عام مسلمانان ديوې لويي کندي څخه را وګرځوو .که تقليد ومنل سي نو دتقليدپه رڼا کي ټولي مسئلې حل دي ، هيڅ دليل ويلو ته اړتيا نسته، هيڅ مناظرې او دلاييل ويلو ته اړتيا نسته، ځکه ټولي مسئلې دمذهب امامانو حل کړي دي، ټول تکاليف يې ګاللي دي، داحاديثو تعرضات يې ايستلي دي ، دقرآن او حديث څخه يې تر هرچا ښه دمسئلو استنباط کړى دئ ، داسي استنباط يې کړى دئ، چي دمعاصر وخت علماء هغسي کار بيخي نسي کولاى ،که په کومه مسئله کي اختلاف پيدا سي نو تر ټولو ښه حَکَم (فيصله کونکى)مذهب دئ ، مذهب ، چي څنګه پرېکړه کړې وي، څه ډول يې دقرآن او حديث څخه استنباط کړى وي هم هغسي به زموږ په منځ کي پرېکړه وي او که تقليد و نه منل سي نو داختلاف لپاره يوازي پورته مشهوري مسئلي نه دي بلکي په زرهاوو داسي مسئلې سته ، چي غير منصوصه دي، يا منصوصه وي خو نصوص پکښي متعارض وي نو په دې ټولو کي به زموږ او دغير مقلدينو ترمنځ اختلاف وي حاصل داچي فقه دسره جوړېدل غواړي کومي مسئلې ، چي علماوو څېړلي دي پر هغو ټولو سره ليکه کش سي او داحکامو داستنباط لپاره به نوې لړۍ پيليږي دا لا څه کوي هر نسل به داکار کوي، دا به نو بيا دبخت خبره سي، چي څوک که ښه ذکاوت والا څه لار به يې پيدا کړې وي او که ذکاوت والا نه وه يا تقوا والا نه وه نو به ددنيا او اخرت تاوانيان به جوړ سوي وي.
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ دریمه برخه:
ليکوال:مفتي حماد څانګه: ورځنى حديث
نېټه
:May 2, 2015
دریمه برخه زما ښکلی مذهب :
دحق لټون:
درنو لوستونکو! د١٣٣٤ هـ ق کال دشعبان پر ٢٦ نېټه،چي کله دجمعې دخطبې اولمانځه څخه فارغه سوم دکندهار ادبي انجمن غړى، ذکي ځوان قاري مطيع الله "ذهين" راڅخه وغوښتل ، چي د (تقليد حقيقت) په نوم يو کتاب دئ او په دې کتاب کي تقليد کول يعني مذهبي جوړېدل جهالت بلل سوي دي او په دې کتاب کي لازمه بلل سوې ده، چي هر انسان دي خپله دقران او حديث څخه دمسئلو استنباط وکړي دکوم چا تقليد دي نه کوي که يې دا کار وکړ، دمشرکانو عمل به يې کړي وي ځکه دا کار مشرکانو کاوه، چي کله به دوى ته وويل سوه، چي حق ته راسئ! دوى به وويل موږ هغه څه کوو کوم څه ، چي زموږ پلارانو او نيکه ګانو کول.
کله، چي مي دا کتاب وليدئ تر مطالعې وروسته پورته خبره هيڅ راته ثابته نه سوه يعني هيڅ داسي دلائل پکښي نه وه ، چي مذهبي جوړېدل دي بد ثابت کړي بلکي يوازي ددوکه کولو او پر هر حقيقت نه لاړي معماوي پکښي رانغښتې وې او نه به ددغه کتاب په لوستلو سره هيڅ عقل لرونکي ته ثابته سي، چي تقليد کول جهالت دئ. البته ددې کتاب په مطالعه سره به عامو او بې علمه خلکو ته تشويش پيدا سي.
ددغه کتاب په اړه مي څو لاندي کرښي وليکلې هيله ده ستاسو دتوجه وړ وګرځي:
١: ايا په مذکوره کتاب کي شومه مقابله سوې ده او که دحق لټون پکښي مطلوب دئ؟
٢: دتقليد حقيقت څشي دئ؟
٣: په مذکوره کتاب کي ، چي دتقليد کوم حقيقت او تعريف بيان سوى دئ داصحيح دئ؟
٤: په کومو مسئلو کي تقليد پکار دئ؟
٥: په مذکوره کتاب کي ، چي په حنفي مذهبه علماؤ پسي کومي خبري تړل سوي دي دا صحيح دي؟
٦:حنفي مذهب څه ته وايي؟
دشومي مقابلي او دحق لټوني توپير:
پورتنۍ خبري به لږ روښانه کړو . درنو لوستونکو! کله، چي څوک کومه خبره تائيدوي او بله ردوي دا په دوو طريقو کېداى سي يو داچي مطلب يې دحق پلټل وي ځکه نو دحق دپيدا کولو په موخه يوه موضوع ردوي مقابل يې تائيدوي داسي کس، چي حق پلټونکي وي هيڅکله د رد او تائيد په وخت کي پر چا تور نه لګوي کومه خبره، چي يې مقابل لوري نه وي کړي دى يې ورباندي نه تړي ، په دې لاره کي دمعماوو او کجباسۍ څخه کار نه اخلي ، که کله ورته خپله خبره غلطه ثابته سي بېرته خپله خبره اخلي او کوم خبره، چي دى ردوي که هغه حقيقت ورته معلومه سي بېرته يې تائيدوي، دا دحق لټون دئ.
دوهم کس هغه دئ، چي دحق لټون يې مقصود نه وي بلکي دخپل مقابل لوري ځپل ، تقبيحول، توهينول او ټيټول يې مقصود داسي کس نو، چي هر هغه وسله دمقابل لوري لپاره کاروي کومه ، چي ده ته پلاس ورځي. نوموړي کس دخپل شوم مطلوب د تر لاسه کولو لپاره پر مقابل لوري تهمت لګوي، کجباسي ورسره کوي او هر هغه څه، چي مقابل يې لمنځه په ځي هغه ټول استعمالوي.
الله دي موږ او تاسو ټول ددغه دوهم ډول مقابلې څخه وساتي ځکه په دې کي دايمان تللو خطره هم وي او مؤمن دشان څخه ډېر ليري کار دئ او تل به هڅه کوو، چي دحق لټون په کومه طريقه راسي بس غاړه ورته کښيږدو هغه که زموږ وينا وي او که زموږ دمقابل لوري وينا وي.
درنو لوستونکو! په دې ليکنه کي زما مطلوب دحق لټون دئ هيڅ کله پر چا افترا نه کوم او نه دځانه خبري ورپسي تړم، يعني داچي زما مقابل لوري کومه خبره نه وي کړي او زه يې حتما ورباندي لازموم.
په مذکوره کتاب ،چي ليکوال يې څه ليکلي دي زما ورباندي حسن ظن دئ غالبا به ده دا ليکنه داسلام دخپراوي لپاره کړې وي او داسلام دښمني به يې مقصود نه وي داچي يا خطاوتلى دئ يا نه دئ؟ دا بيا بېله خبره ده هر قلم،چي ددين لپاره وچليږي پر هغه قلم دي برکت او هم داخبره، چي په مذکوره کتاب کي دحق لټون مقصود دئ او که شومه مقابله دا فيصله به کتونکي وکړي.
په مذکوره کتاب کي هغه کسان،چي په حنفي مذهب دي دهغو مشرکانو سره ايښودل سوي دي کوم ، چي درسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کي پر خپله بت پرستي باندي کلک ولاړ وه او دا ايت په دليل کي پيش سوى دئ:
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللّهُقَالُواْ بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا أَوَلَوْ كَانَآبَاؤُهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ شَيْئاً وَلاَ يَهْتَدُونَ
ژباړه: کله، چي دوى ته (مشرکانو) ته وويل سي (راسئ) دالله دلوري څخه دراغلو احکامو اتباع وکړئ دوى په جواب کي وايي: يا! موږ هغه څه کوو کوم، چي زموږ پلرونو او نيکونو کول.
په مذکوره کتاب کي دمشرکانو پر ځان حنفي مذهب وا لا ايښودل سوي او دپورتني ايت په ترجه کي وايي ، چي دغه حنفيانو ته ، چي کله وويل سي ، چي راسئ قران او حديث ومنئ دوى وايي: يا! موږ ، چي څه پخوانيو کتابونو ليکلي هغه منو ، قرآن او حديث نه منو.

حنفي مذهب ، زما ښکلی مذهب دئ ۴ برخه:
ليکوال:مفتي حماد
څانګه:ورځنى حديث
نېټه :May 3, 2015
زما ښکلی مذهب څلورمه برخه:
دتېر عنوان پاته برخه:
درنو لوستونکو! تاسو په دغه يوه نمونيي دليل کي فکر وکړئ حنفيان کلمه وايي او دا وايي، چي پر تمامو مؤمن به شيانو باندي ايمان لرو او په دې کتاب کي دمشرکانو سره ايښودل سوي دي.
دمشرکانو پلرونو پلرونه او نيکه ګان مشرکان وه دهغو پيروي يې کول او دحنفيانو استادان امام صاحب ، امام ابويوسف امام محمد صاحب دي. الله اکبر ايا دا علماء دبت پرستو دپلرونو سره ايښودل دانصاف کار دئ؟. دمشرکانو پلرونو خپلو اولادونو ته بت پرستي ښودلې ده او يادو استادو ورته توحيد ښودلى، قرآن او حديث يې ورته ښودلى دبت پرستو دپلرونو ښودل او ديادو استادانو ښودل سره برابرول دانصاف کار دئ؟
نيم امت ، چي دحنفي مذهب پيروان دي دا مشرکان بلل، امام صاحب ، امام ابويوسف امام محمد صاحب او داسي نور وتلى علماء ، چي دټول امت يې پر تقوا او علم اتفاق دئ دا مشرکانو دبت پرستو پلرونو سره برابرول. امام صاحب ، امام ابويوسف امام محمد صاحب، چي توحيد يې خلکو ته ښودلى دئ ددوى توحيد په شرک باندي بدول ايا دا دحق لټون او انصاف دئ؟
او دامام صاحب ، امام ابويوسف امام محمد او داسي نورو علماؤ په را پاته ويناوو کي يوه دشرک خبره که وي راته وې ښاياست، بلکي هغوى څومره خبري، چي کړي دي دتوحيد لپاره دي.
بله خبره لا داده، چي په دې ايت که فرضا بدي ثابته سوې وي هغه خو داتباع بدي ثابته سوې ده تاسو خو اتباع جايز بولى خداى مه کړه تاسو ته متوجه نسي(اعاذنا الله) موږ هيڅکله پر تاسو مسلمانانو باندي دومري لوى بهتان نه وايو او نه مو دخبيثو کافرانو سره ايږدو داچي څومره به خطاوتلي ياست دا بيا بېله خبره ده.
پورته دليل وايي او بيا عامو ساده لوحه خلکو ته وايي، چي دغه دليل مي درته ووايه په دې دليل کي کومه بدي ده هغه امي کس نو څنګه بدي ورته وښيي هغه خو عالم نه دئ او نه دغه بدي پر هر پنډله ښودل کيږي او نه ټول عوام خلک په پوهيږي.
دلراوبر ويب پاڼي نوموړى کتاب پورته کړى و دتعليم الاسلام ولسي راډيو ځينو ملکرو ورته ايميل استولى و، چي دا کتاب مناسب نه دئ په دې کتاب کي بيخي پر ټول امت باندي دکفر مهر لګېدلى دئ دلر اوبر ويب پاڼي ملکرو په جواب کي ورته ويلي وه، چي ددې کتاب غلطي څشي ده؟ ټول قرآن او حديث پکښي دي کوم څه، چي يې بد هغه راته په نښه کړئ ، کله، چي زه په دې خبره باندي خبر سوم بيا ما ورته ايميل ولېږي او ورته ومي ليکل، چي تاسو يې په بديو پوهېږئ، چي زه يې درته وليکم بلکي دا تشي معماوي دي او داسي ويناوي، چي بيخي ورپکښي سخت خطرات تر سترګو کېږي. دلر او بر ملکري دي خير يوسي بيا هغه کتاب ايسته کړئ راځم بېرته خپلي خبري ده، چي په دغه يوه دليل کي داسي سختي تېروتني دي پر نورو تېروتنو باندي وروسته راسو.
حنفي مذهب ، زما ښکلی مذهب ۵ برخه
ليکوال:حمادڅانګه:
ورځنى حديث
نېټه
:May 29, 2015
حنفي مذهب ، زما ښکلی مذهب دئ ،۵ برخه:
مذهبي جوړېدل یا تقلید کول څه ته وايي؟
درنو لوستونکو! په ډېر ساده ډول به ووايو، چي که په کور ، کلي يا بازار کي يو عام سړى په لمانځه ، يا اوداسه او يا په نورو شيانو کي ديوې مسئلې اړونده شکمن سي ، دمسئلې دزده کولو لپاره دکلي يا ښارعالم ته راسي او هغه مسئله ځني زده کړي همدغه کار تقليد دئ او همدې کار ته دمذهب اطاعت هم وايي، البته عالم به عالم وي او ددغه عالم خبره به دداسي عالم څخه خلاف نه وي،چي دهغه عالم پر علمیت ټول امت متفق وي، تاسو قضاوت وکړئ دا کار حرام دئ؟
څرګنده خبره ، چي ټوله خلک عالمان نه سي جوړېداى او نه پر ټولو باندي اجتهادي علم فرض عين دئ ، حتماً به په ښار کي څو کسان عالمان وي او نور به عام خلک وي نو که موږ عام خلک پردې خبره مجبور کړو ، چي تاسو حتماً هره مسئله په خپله په قرآن او حديث کي جواب کړئ،تاسوددې اجازه نه لرئ ، چي دهيڅ مسئلې په اړه دمولوي صاحب څخه پوښتنه وکړئ، ايا دا کار به ممکن وي؟
تاسو فکر وکړئ په ښار کي به په عوامو کي دڅو خلکو څو اياتونه او حديثونه زده وي؟ ايا په دوى کي به څو کسان يوه مسئله دقرآن يا حديث څخه ثابته کړي؟ که دمولوى صاحب څخه دمسئلې فتوا اخستل حرام سي نودهر ښار ٩٥% سلنه خلک به کافران سي ځکه يو خو په ښار کي داټکل له مخي ٥% سلنه خلک داسي سته، چي يوازي څو محدودي مسئلې دقرآن او حديث څخه استنباط کړي بله خبره داده مخکي موږ وويل : ديوه امام په مذهب کېدل او دمولوي صاحب څخه فتوا اخستل هيڅ فرق نه لري که په مذهب پسي تلل حرام وي نو دمولوي صاحب څخه فتوا اخستل هم حرام دي تاسو قضاوت وکړئ که دمولوي صاحب څخه دمسئلو په اړه فتوا اخستل حرام سي نو حتمي ده چي دمولوي صاحب فتوا ورکول هم حرام کار سو په داسي حال کي به نو په دې پراخه نړۍ کي څوک وي چي په دې ګناه به نه وي اخته سوى ،يعني داچي يا به دپوښتني کولو په ګناه اخته وي او يا به دپوښتني دجواب په ګناه اخته وي ،په تکراري ډول وايم چي که ته دمولوي صاحب څخه ديوې مسئلې په اړه پوښتنه کوې او يا دمذهب اطاعت کوې ددې دووخبرو ترمنځ هيڅ توپير نسته. البته دمولوی صاحب څخه پوښتنه تقلید دئ په دې اړه لاندي لیکنه تر پایه ووایاست! مخکي دمولوی صاحب څخه پوښتنه تقلید ګڼل او اعتراض ورباندي کول مه کوئ.
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۶ برخه
ليکوال: حمادڅانګه:
ورځنى حديث
نېټه
:May 30, 2015
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۶ برخه:
دتقلید ډولونه:
تقليد دوه ډوله دئ لومړى داچي مقلد دځان دتقليد لپاره يو خاص مجتهد ونه ټاکي بلکي په يوه مسئله کي ديوه امام تابعداري وکړي او په بله مسئله کي دبل امام تابعداري وکړي دغسي تقليد ته مطلق تقليداو يا عام تقليد وايي.
دوهم ډول تقليد هغه تقليد دئ ،چي يو کس يو خاص امام وټاکي په ټولو مسئلو کي دهمدغه امام تابعداري کوي ، دغه تقليد ته شخصي تقليد وايي.
دتقليد ددواړو ډولونو حقيقت دادئ ،چي يو کس په خپل نظر ، فکر او فهم سره دقرآن او حديث څخه دمسائلو استنباط نه سي کولاى او په مجتهدينو کي ديو کس پر بصيرت ، پوهه او فهم باندي اعتماد ولري ، ددغه مجتهد پر تشريحاتو باندي ،چي دقران او حديث لپاره يې کړي دي پر هغه اعتماد ولري ، کوم مسائل ،چي نوموړي مجتهد دقرآن او حديث څخه استنباط کړي وي پر هغه باندي اعتماد ولري بيا عمل په وکړي . داسي تقليد کول نه يوازي ،چي جايز دئ بلکي پر واجب والي باندي يې په قرآن او حديث کي ګڼ شمېر دلايل شتون لري.
مذهبیانو! که دتقليد دغه معنا وي نو تاسو په عمل کي دغه معنا نه ده پلې کړې؟
غير مقلدين داسي نيوکه کوي ، چي دغه معنا خو موږ هم کوو، چي عام خلک دي دعلماؤ څخه پوښتنه کوي عالم دي جواب ورته وايي دقرآن او حديث څخه دي استنباط کوي مذهب دي پريږدي خو تاسي داخبره ورباندي زياتوئ، چي علماء دي دعوامو خبري جواب کړي البته دمذهب په رڼا کي؟ بله خبره لا داده، چي که پوښتنه کول تقليد سي نو دغه عام خلک خو دعلماؤ مقلدين سوه دمذهب مقلدين نه سوه؟
دپورته خبري په جواب کي بايد ووايو: لکه تاسو ، چي واياست: امي کس بايد دعالم څخه پوښتنه وکړي ، عالم به جواب ورته وايي. موږ وايو امي کس ولي پوښتنه کوي؟ ايا نه پوهيږي! تاسو واياست: هو نه پوهيږي. داچي امي کس نه پوهيږي پوښتنه ورباندي لازمه ده نو معلومه سوه، چي هرڅوک، چي پوهه نه لري هغه به پوښتنه کوي، عالم که نه پوهېدئ هم به پوښتنه کوي امي که نه پوهېدئ هم به پوښتنه کوي دامي پوښتنه کول هم تقليد دئ دعالم پوښتنه کول هم تقليد دئ البته دامي او عالم تقليد توپير کوي، چي لاندي به يې شرحه کړو خو تر هغه مخکي دا خبره جوابول غواړم، چي امي کس دعالم څخه پوښتنه کوي داتقليد دئ البته داچي عالم دمجتهد رايه رانقلوي پر خپله رايه باندي اعتماد نه لري نو دامي کس پوښتنه عين دمجتهد څخه پوښتنه ده او عين دمذهب تقليد دئ لکه عالم ، چي دمتجتهد رايه رانقلوي دا په حقيقت کي دقران او حديث عملي کېدل دئ ځکه مجتهد هيڅکله دقران او حديث څخه مخ نه اړوي.
اوس راځو هغه بلي خبري ته امي به هم پوښتنه کوي ، عالم به هم پوښتنه کوي يعني د يو چا نظر به اخلي او د امي پوښتنه او دعالم پوښتنه سره توپير لري تاسي لاندي کرښي په غور او دانصاف په سترګه مطالعه کړئ بيا به درته معلومه سي، چي تقليد کول يوازي دقرآن او حديث صحيح علم زده کول او دقرآن او حديث پرېښودل دي؟
دعوامو خلکوتقليد
شيخ الاسلام محمد تقي عثماني حفظه الله پر دې خبره بيخي کافي بحث کړى دئ هغه په کټ مټ ډول دلته رانقلوم:
شيخ الاسلام صاحب ليکي: ترټولو وړاندي دعوامو دتقليد درجه ده دلته په دې ځاى کي دعوامو خلکو څخه لاندي کسان مراد دي:
الف : هغه خلک ،چي دعربي ژبي اونورو اسلامي علومو اړونده هيڅ معلومات نه لري نور علوم لازم نه دي په هغه کي که معلومات لري او که يې نه لري خو دلته يوازي اسلامي علوم مراد دي.
په اسلامي علومو کي،چي ازاده هر څومره مطالعه ولري هم بې علمه دئ
ب : هغه کسان ،چي په عربي ژبه پوهيږي مګر په تفسير ، فقه ، حديث او نورو اړونده ديني علومو داسي نه پوهيږي ،چي پر استاد باندي يې ويلي وي او په حقيقي ډول په پوه وي.
فارغه عالم،چي د ټولو مذهبونو په دلایلو خبر نه وي هم بې امي دئ
ج : هغه کسان ،چي په رسمي ډول داسلامي علومو څخه فارغه وي مګر په تفسير، حديث او فقه کي پوره مهارت ، بصيرت او بر لاسى نه لري.
پورته درې ډلي خلک ،چي ذکر سوه درې واړه ډلي دعوامو په لړليک کي داخل دي يعني داچي په تقليد کي دعوامو په څېر دي دتقليد په موضوع کي ددوى اودعوامو حکم يو دئ. ددغه خلکو لپاره پرته له دې ،چي محض تقليد وکړي بله چاره نه لري ځکه په دوى کي هيڅ داسي استعداد نه سته ،چي دوى دي مستقيما دقرآن او حديث څخه استنباط وکړي.يا دي دمتعارضو احاديثو تطبيق وکړي او بيا دي دترجيح فيصله وکړي له همدې امله پردغه کسانو باندي لازمه ده ،چي دوى ديوه مجتهد لمن ټينګه ونيسي دهغه څخه ديني احکام زده کړي او بيا عمل په وکړي ځکه دوى خپله اجتهاد نه سي کولاى نوبله چاره نه لري پرته له دې ،چي تقليد وکړي لکه ،چي علامه خطيب بغدادي ليکي:
اما من يسوغ له التقليد فهو العامي الذي لايعرف طرق الاحکام الشرعية فيجوز له ان يقلد عالما ويعمل بقوله ... ولانه ليس من اهل الاجتهاد فکان فرضه التقليد کتقليد الاعمي في القبلة فانه لما لم يکن معه آلة الاجتهاد في القبلة کان عليه تقليد البصير فيها.( )
ژباړه : داچي چاته تقليد جايز دئ ؟ هغه عام سړى دئ هغه سړى ،چي دشرعي احکامو طريقې نه ورته معلوميږي نو داسي کس ته پکارده ،چي ديوه عالم تقليد وکړي او بيا يې په وينا عمل وکړي ... ځکه داسي کس داجتهاد کولوجوګه نه دئ نو پرده باندي تقليدکول فرض دئ لکه ړوند سړى ،چي په قبله کي دليدونکي کس تقليد کوي په داسي حال کي ،چي دړانده سره دقبلې پيدا کولو کومه آله شتون نه لري دداسي ړانده لپاره لازمي ده ،چي دليدونکي کس دقبلې په تعين کي تقليدوکړي.
ددغه مرتبې لرونکي کس ته هيڅ جايزه نه ده ،چي ددلائلو په بحث ځان مشغول کړي يا دا ،چي راجح قول په خپل فکر سره پيدا کړي او بيا په هغه عمل وکړي ځکه داسي کس ددې جوګه نه دئ ،چي دمجتهدينو دلايل سره پرتله کړي او بيا پردې پرېکړه وکړي ،چي دغه قول راجح دئ او دامرجوح دئ ، دغه کس ته فقط دومره پکار ده ،چي دکوم مجتهد شخصي تقليدوکړي او عمل په وکړي ترداسي بريده که داسي کس ته يو حديث په مخه ورغلى ،چي دده دامام دنظر سره مخالف و بيا هم دده لپاره لازمي او فرض ده ،چي دخپل امام تقليد وکړي اودحديث په اړه دي داسي فکر وکړي ،چي زه دحديث په مفهوم پوه سوى نه يم او يا دي داسي فکر وکړي ،چي زما دامام سره حتما داسي قوي دليل سته ،چي تردې حديث قوي دئ .
که څه هم په ښکاره داخبره ډېره عجيبه معلوميږي ،چي مقلد دي دحديث عمل پريږدي دمجتهد قول دي عملي کړي او دحديث دي تاويل کړي مګر د داسي مقلد لپاره ،چي اوس موږ بحث کوو بله چاره نسته ځکه که دغه ډول مقلد په حديث عمل کولو باندي اجازه ورکړل سي اوددې اجازه ورکړل سي ،چي هر کله دي دخپل امام قول دحديث څخه مخالف وليدئ دامام قول پرېږده په حديث عمل کوه نو يو لوى تاوان به رامنځته سي او پايلي به يې ډيري خطرناکه وي ، بالاخره به دغه کس په يولويه ګمراهي کي لوېدلى وي ځکه دقران او حديث څخه دمسائلو استنباط خوار وسيع ، عميق او پراخ فن دئ که ديو کس ټول عمر هم په دغه فن کي مصرف سي بيا هم ورته ګرانه ده ،چي دقران او حديث څخه دي دمسائلو استنباط وکړي ځکه ډېر وخت داسي پيښيږي ،چي ديوه حديث څخه يو مفهوم ثابت سي مګر دقرآن او حديث دنورو دلايلو په رڼا کي بېخي بل مفهوم ثابت سي اوس نو که ،چيري يو عام سړى دحديث په ليدلو سره دحديث په ظاهري معنا باندي عمل وکړي ددې څخه به ډول ، ډول ګمراهياني پيدا سي
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۷ برخه
ليکوال:حمادڅانګه:
ورځنى حديث
نېټه
:June 1, 2015
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۷ برخه:
د مذهب پریښوولو په صورت کي دخطاوتلو ښکار مثال
شيخ الاسلام محمد تقي صاحب په خپله لیکنه کي زياتوي: دلاروښانتيا لپاره ويلاى سم ،چي زما خپله تجربه ده ،چي څوک دقرآن او حديث باندي په عميق ډول پوه نه وي او عميقه مطالعه يې نه لري دحديثو کتابونه مطالعه کړي او بيا عمل ورباندي کوي دداسي کس څخه به ستره اشتباه سوې وي لار ورکى او ګمراه سوى به وي ځکه زما يودوست ،چي تعليم لرونکى او دمطالعې سره يې هم زياته مېنه درلوده په ځانګړي ډول دحديثو مطالعه يې بېخي زياته کول ، دده په ذهن کي داشي کښېناستلى و ،چي که زه کوم حديث پيدا کړم ،چي دحنفي مذهب ځخه مخالف وي نو زه به په حديث عمل کوم او مذهب به پرېږدم ، يوه ورځ يې زما په مخکي يو چاته وويل ،چي دانسان ددبري څخه ،چي کوم باد راووزي ،چي اواز او ږغ ونه لري اودس نه په ماتيږي ده ،چي دا خبره وکړه زه پوه سوم ،چي دا غريب په حديث نه دئ پوه سوى ما ډيري خبري ورته وکړې ده په جواب کي راته وويل ،چي زه څنګه ترحديث تېر سم ما په حديث کي ليدلي دي ،چي دغه ډول باد اودس نه ماتوي ، بيا ما په پوره تفصيل بيان ورته وکړ، ،چي ته په حقيقت نه يې پوه سوى دحديث مفهوم داسي نه دئ لکه تا،چي فهمولى دئ، ده په جواب کي راته وويل ،چي داخو زه دډېره وخته په دې عقيده ،چي دغه باد اودس نه ماتوي ، خداى خبر ،چي داسي ما څومره لمونځونه کړي وي يعني څومره لمونځونه به مي بې اودسه کړي وي.
داچي نوموړى کس په دومره لويه غلطي اخته سوى و، لامل يې داوو ،چي ده خوارکي دترمذي شريف لاندي حديث ليدلى و:
عن ابي هريرة رض ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال : لاوضوء الا من صوت او ريح.
ژباړه : دابي هريرة رض څخه روايت سوى دئ ،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي يوازي دهغه باد څخه اودس سته ،چي ږغ ولري او يابوى ولري.
دپورتني حديث ترڅنګ يې لاندي هم ليدلى دئ:
اذا کان احدکم في المسجد فوجد ريحا بين اليتيه فلايخرج حتى يسمع صوتا او ريحا.( )
ژباړه : کله ،چي ستاسو څخه يو کس دخپلوکوناټو په منځ کي باد محسوس کړي نو تر هغه دي دمسجد څخه نه وزي څو ،چي ددغه باد ږغ يې نه وي اورېدلى او يا يې بد بوى نه وي محسوس کړى.
هغه زما دوست ددغه حديث دظاهرالفاظو څخه دامقصد ترلاسه کړى و ،چي څوک که دباد احساس وکړي نو ترهغه يې اودس مات نه دئ څو ،چي ددغه باد ږغ يې اورېدلى نه وي او يا يې بد بوى محسوس کړى نه وي ، حال داچي دټولو فقهاوو پر دې خبره اتفاق دئ ،چي دغه حديث او ددغه حديث مفهوم دهغه چا لپاره دئ ،چي وسواسي او ډېر ژر يې په اودس ماتېدو کي شک پيداکېږي نو ددغه کس لپاره داحکم دئ ،چي تر هغه پوري يې اودس نه ماتيږي څو ،چي دباد وتلو يې داسي يقين نه وي راغلى لکه ،چي يې ږغ واوري اويايې بوى محسوس کړي يعني داچي څوک ددغه باد ږغ واوري او يا يې بوى محسوس کړي نو يقيني خبره ده ،چي اودس يې ماتيږي ، هغه سړى ،چي وسواسي وي دهغه لپاره هم داحکم دئ ،چي هغه وخت يې اودس ماتيږي ،چي پوره يقين يې راځي.
همدا ډول په يو بل حديث کي راځي ،چي ددغه مطلب ښه څرنګوالى په راځي حديث په دې ډول دئ:
اذا کان احدکم في الصلوة فوجد حرکةفي دبره احدث او لم يحدث فاشکل عليه فلاينصرف حتي يسمع صوتا اويجد ريحا.( )
ژباړه : که ستاسو څخه يوه کس ته په لمانځه کي په کوناټو کي حرکت محسوس سو او داسي شک ورته پيدا سو ،چي دده به اودس مات سوى وي که يا؟ نو تر هغه پوري دي دلمانځه څخه نه ګرځي يعني اودس يې نه دئ مات څو ،چي اواز يې نه وي اورېدلى اويا يې بد بوى نه وي محسوس کړى.
همدا ډول په يو بل روايت کي راځي ،چي عبدالله بن زيد رض فرمايلي : رسول الله صلی الله علیه وسلم پورتنى جواب داسي چا ته ووايه ،چي وسواسي و دوسوسې په ناروغۍ باندي اخته و.
خلک که مذهب پریږدي د تباهۍ لپاره یې مثالونه
شيخ الاسلام محمد تقي صاحب دپورته لیکني په تعقیب لیکي:
داچي احاديث په بېلابيلو طريقو اوالفاظو سره راځي نو ،چي ټولي طريقې او الفاظ سره راجمع سي هغه کس مطلب ځني اخستلاى سي ،چي په حديثو کي مهارت او برلاسى ولري يوازي ،چي څوک په کتاب کي حديث ووايي او يا يې يوازي ترجمه ولولي په دې کار سره دحديث څخه څوک صحيح مفهوم نه سي اخستلاى او نه حقيقي مطلب ځني پورته کولاى سي.
همدا ډول که هر چاته دا اختيار ورکړل سي ،چي که تا داسي حديث وليدئ ،چي ستا مذهب ورسره مخالف و نو خپل مذهب پرېږده په دغه حديث عمل کوه کېداى سي ،چي دغه کس ته دي دترمذي شريف لاندي حديث هم تر نظر تير سي ،چي راغلي دي:
عن ابن عباس قال جمع رسول الله بين الظهر والعصر وبين المغرب والعشاء بالمدينة من غير خوف ولامطر ، قال فقيل لابن عباس ما اراد بذالک؟ قال : اراد ان لاتحرج امته.( )
ژباړه : دابن عباس رض څخه روايت دئ ،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدينه منوره کي دماپښين او مازديګر لمونځه يوځاى وکړه ، دماښام او ماخوستن لمونځه يې يوځاى وکړه ،هيڅ وېره او باران هم نه وو، چا دابن عباس رض څخه پوښتنه وکړه ،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ولي داکار وکړ؟ څه حکمت يې پکښي و؟ ابن عباس رض وفرمايل: درسول الله صلی الله علیه وسلم داکار ددې لپاره و ،چي دده مبارک پر امت باندي څه تکليف رانسي.
دپورتني حديث دښکاره الفاظو څخه داسي معلوميږي ،چي هر څوک کولاى سي ،چي په کور کي وي دعذر ، ويري او سفر پرته د ماپښين لمونځ دمازديګر په وخت کي دمازديګر دلمانځه سره يوځاى وکړي او د ماښام لمونځ دماخوستن په وخت کي دماخوستن دلمانځه سره يوځاى وکړي .
کله ،چي څوک پورتنى حديث تر نظر تير کړي او بيا خپل مذهب وګوري ،چي ددې حديث سره مخالف وي نو دى وايي ،چي زه خپل مذهب نه منم زه په دې حديث عمل کوم حال داچي څلور واړه مذهبونه او اهل حديث په يوه خوله پردې باور دي ،چي دعذر پرته جمع بين الصلاتين يعني ددوو لمونځونو په يوه وخت کي جمع کول ناجايز دي.
څرګنده خبره ده ،چي دقرآن اوحديث په رڼا کي نه يوازي داحنافو بلکي دڅلور واړه مذهبونو او اهل حديثو له آنده پورته حديث پر جمع صوري باندي محمول دئ.( )
حقيقت دادئ ،چي دپورتنى حديث مطلب دادئ ،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دماپښين لمونځ په آخر وخت کي ادا کړ، اودمازديګر لمونځ يې په او ل وخت کي ادا کړ، ددې مطلب داوو ،چي خپل امت ته داتعليم ورکړي ،چي په لومړى وخت کي هم يومسلمان لمونځ ادا کولاى سي او په اخر کي يې هم ادا کولاى سي څو دمسلمانانو څخه تکليف پورته سي ،همدا ډول رسول الله صلی الله علیه وسلم دماښام اوماخوستن په لمونځونو کي پورته کړنه ترسره کړه، په ښکاره داسي معلوميږي ،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه لمونځونه پر يوه ځاى باندي ادا کړه مګر په حقيقت کي يې په دوو وختونو کي ادا کړه همدې کار ته جمع صوري ويل کېږي.
پورته ،چي دوه حديثونه ذکرسوه يوازي دنمونې لپاره وه که نه نو داسي ډېر احاديث سته ،چي څوک په قرآن او حديث کي پوره مهارت نه لري او دا حديث وګوري نو خامخا به تېروتنه وکړي په غلطۍ به اخته سي ، همدا لامل دئ ،چي علماء وايي : کوم کس ،چي په ديني علومو کي پوره برلاسى نه لري هغه ته پکارده ،چي دحديث مطالعه دماهر استاد دلارښووني پرته ونه کړي
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۸ برخه
ليکوال:حماد
څانګه: ورځنى حديث
نېټه
:June 1, 2015
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۸ برخه
که ظاهرا خپل مذهب دحدیث خلاف ولیدل سي په دې معنا نه دئ، چي مذهب نو حدیث دلیل نه لري:
شیخ الاسلام صاحب زیاتوي: تر پورتنيو خبرو وروسته داخبره هم درسره ياد لرئ ،چي ديوه مجتهد امام تقليد هغه وخت کېداى سي ،چي دقرآن او حديثو په دلايلو کي تعارض محسوس سي ، همدا وجه ده ،چي کله په يوه مسئله کي دامام ابوحنيفة او امام شافعي ترمنځ اختلاف وي معلومه خبره ده ،چي ددغه دوو امامانو دواړو سره دلايل سته.
دتقليد کولو موخه داده ،چي که څوک دراجح او مرجوح دلايلو توپير نه سي کولاى هغه ته پکارده ،چي مذهبونو څخه دي ديوه مذهب تقليد وکړي .
داچي په يوه اختلافي مسئله کي دامام ابوحنيفة او امام شافعي دواړو سره دلايل سته يعني هر يو دځان لپاره آيت يا حديث دليل لري نو ته ،چي په ديني علومو کي پوره معلومات نه لري ناڅاپه پر هغه حديث برابر سوې ،چي امام شافعي دليل په ويلى دئ تاته نو پکار نه ده ،چي ته دامام ابوحنيفة مذهب پرېږدې ځکه تاته مخکي هم دا معلومه ،چي امام شافعي خامخا يو دليل لري داچي امام ابوحنيفة دغه دليل پرې ايښى دئ خامخا بل دليل لري هغه داسي دليل دئ ،چي د امام شافعي تر دليل قوي او ټينګ دئ ته نو داسي مه کوه ،چي ددواړو امامانو دلايل دي نه وي مطالعه کړي خپل مذهب پرېږدې بلکي دلته ،چي موږ د کومي درجې دمقلد بحث کوو هغه داسي مقلد دئ ،چي د دلايلو د توپير او تميز وړتيا نه لري يعني دا نه سي معلومولاى ،چي د دواړو امامانو دلايل سره پرتله کړي او بيا دي يو دليل قوي او راجح وبولي او بل دليل دي ضعيف او مرجوح وبولي ځکه مخکي موږ وويل ،چي ددغه درجې مقلد د توپير او تميز وړتيا نه لري نو ځکه ده لره پکار ده ،چي يوازي دخپل امام تقليد وکړي او کله که يې داسي دليل وليدئ ،چي دده دمذهب خلاف و ورته پکار ده ،چي ووايي : دا داسي دليل دئ ،چي زه يې پوره په مفهوم نه يم پوه سوى اويا يې په محمل باندي زما عقل نه دئ رسېدلى.
د مذهب په حقیقت دپوهاوي لپاره یو مثال
ددې مثال داسي دئ لکه ،چي څوک ځان ديو هيوادپه قانون پوهول غواړي نو داسي نه کوي ،چي پر خپل سر باندي کتابونه مطالعه کړي بلکي دخپل سري کتابونو پرځاى يو قانون پوه ته ورځي دهغه څخه زده کړه کوي،که دغه کس د يوه داسي قانون پوه څخه زده کړه کړې وي ،چي دهغه پوهه منل سوې وي ، پوښتونکي کس ته هم داثابته وي ،چي دغه کس زما سره دوکه نه کوي بلکي په صحيح ډول قانون راته ښيي اوس نو که دغه قانون پوه ده ته دقانون دکوم ټکي وضاحت اوڅرنګوالى کړى وي نو دى پوره اعتماد باندي کوي ، که نوموړي کس ته ،چيري يو ځاى کوم کتاب په لاس ورسي او په هغه کتاب کي داسي يوه جمله وويني ،چي دقانون پوه دوينا سره په ټکر کي وي نو ده ته پکار نه ده چى دى دا ووايي ،چي قانون پوه پر غلطه باندي دئ ددې کتاب خبره صحيح ده بلکي ورته پکارد ه ،چي داسي فکر وکړي ،چي دقانون پوه خبره درسته ده اوزه په هغه عمل کوم داچي په دې کتاب کي دقانون دخبري خلاف وينا سوې ده نو اصلا زه ددې کتاب په جمله نه يم پوه سوى اوصحيح مطلب مي نه دئ ځني اخستى ځکه دقانون دکتابونو څخه هرڅوک صحيح مطلب نه سي پورته کولاى بلکي ددې کار لپاره پوره مهارت او تجربې ته اړتيا سته.
پورتنى مثال پر قرآن او حديث باندي صادقيږي يعني داچي څوک دقرآن او حديث څخه د شرعي احکامواستنباط کوي کلکه دې ته اړتيا لري ،چي په ديني علومو کي پراخ مهارت اوبرلاسى ولري همدا لامل دئ ،چي زموږ علماوو فرمايلي دي : عاموخلکو ته هيڅ اجازه نسته ،چي مستقيما دقرآن او حديث څخه دمسائلو استنباط وکړي بلکى دوى ته پکار ده ،چي فقيهو علماوو ته رجوع وکړي.
مفتي که عام سړي ته غلطه فتوا ورکړې عام سړی ګناهکار نه دئ
که فرضا يو عام سړي ته يوه مفتي غلطه فيصله ورکړې وي نو ددې مسئلې دغلطتيا ګناه پر عام سړي نسته بلکي ګناه يې پرمفتي ده او که عام سړى پر خپل سر باندي د حديثونو مطالعه وکړي او د خپل سوال جواب مستتقيما د قرآن او يا حديث څخه واخلي او دى په خپله دغه جواب کي تېروتلى وي نو ګناه يې پر ده باندي ده ځکه د قرآن او حديث څخه مستقيما دمسائلو استنباط دده کار نه وو بلکي دده کار داوو ،چي ديوه مفتي څخه دخپلي پوښتني جواب وغواړي.
د پورتنى خبري دلاروښانتيا په موخه ويلاى سو ،چي زموږ دجمهورو علماووله آنده په ښکر لګولو سره روژه نه ماتيږي ، يو ناخبره کس دمفتي څخه دښکر لګولو په اړه پوښتنه وکړي ،چي روژه په ماتيږي اوکه يا؟ مفتي صاحب په غلطۍ سره ورته وويل ،چي هو روژه ماته ده ، سړي فکر وکړ، ،چي روژه دي ماته سوه ولاړى خوراک اوڅيښاک يې وکړ، دغه کس ،چي روژه يې ماته نه وه په قصدي توګه يې خوراک او څيښاک وکړ، په اړه يې هدايه ووايي ،چي پر دغه کس باندي يوازي قضا سته او کفاره باندي نه سته وجهه يې داسي بيانوي:
لان الفتوا دليل شرعي في حقه.
ژباړه : ځکه ددغه عام سړي په اړه فتوا شرعي دليل دئ.
او که کوم کس دابوداود،ترمذي اونورو کتابونوهغه حديث مطالعه کړي ،چي رسول الله په روژه کي تېرېدئ پر ښکرلګونکي يې سترګي وموښتي نو وې فرمايل:
افطر الحاجم والمحجوم.( )
ژباړه : دښکرلګونکي او ورلګونګي دواړو روژه ماته سوه.
که دپورتني حديث څخه څوک دا مطلب واخلي ،چي په ښکر لګولو سره هغسي روژه ماتيږي نو نور شيان هم وخوري ، امام ابي يوسف فرمايي ،چي پر دغه کس باندي قضااوکفاره دواړه لازم دي ځکه پردغه کس باندي دمفتي څخه پوښتنه کول لازم وه اوده پوښتنه ونه کړه. امام ابويوسف فرمايي:
لان علي العامي الاقتداء بالفقهاء لعدم الاهتداء في حقه الي معرفة الاحاديث.( )
ژباړه : ځکه پر عامي باندي لازمه ده ،چي دفقهاوو تقليد وکړي ځکه دى داحاديثو څخه دصحيح نتيجې ايستلو جوګه نه دئ.
خلاصه داچي د تقليد دغه لومړۍ درجه د عوامولپاره ټاکل سوې ده دوى ته پکار ده ،چي په هره مسئله کي د خپل امام تقليد وکړي ، په هر حالت کي دي دخپل امام په قول عمل کوي ، که يې داسي حديث پيدا کړ، چي دده د امام دوينا خلاف و نو داسي فکر دي وکړي ،چي زه ددې حديث په صحيح مطلب او مفهوم نه يم پوه سوى ،زما مذهب ،چي کوم حديث ددې مسئلې اړونده لري هغه حتما تر دغه حديث قوي دئ ،دعام سړي لپاره ددې پرته بله هيڅ چاره نسته او که داسي ونه سي نو په دين کي به ډېر سخت او شديداختلافات پيدا سي او دا دين به پر ډېرو برخو ووېشل سي.
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۹ برخه
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۹ برخه:
دجيد او متبحر عالم تقليد (دتقليد دوهمه درجه):
دتقليد دوهمه درجه دجيد اومتبحر عالم ده.
شيخ الاسلام محمد تقي صاحب فرمايي:
دمتبحر عالم څخه زموږ هغه څوک مراد دئ ،چي د اجتهاد مرتبې ته که څه هم نه وي رسېدلى مګر په اسلامي علومو کي يې پوره مهارت او پوهه دتکړه استادانو څخه ترلاسه کړې وي. دتاليف ، تصنيف اوتدريس په کارونو کي مشغول وي ، تفسير ، حديث ، فقه او د دوى اړونده اصول يې په ياد وي ، دهر ډول مسئلې په څېړنه کي دپخوانيو مخورو علماوو د نظرياتو او ويناوو څخه ښه استفاده کولاى سي ، همدا ډول د دوى دتصنيف دکړنلاري او استدلال څخه معلومات ولري.
شاه ولي الله دداسي عالم تقليد د (متبحر في المذهب) په نوم ياد کړى دئ او په اړه يې ويلي دي:
فصل في المتبحر في المذهب وهو الحافظ لکتب مذهبه من شرطه ان يکون صحيح الفهم عارفا بالعربية واساليب الکلام ومراتب الترجيح متفطنا لمعاني کلامهم لايخفي عليه غالبا تقييد مايکون مطلقا في الظاهر والمراد منه المقيد واطلاق ما يکون مقيدا في الظاهر والمراد منه المطلق.( )
ژباړه : متبحر في المذهب هغه کس دئ ،چي دخپل مذهب کتابونه يې ياد وي ، شرط يې دادئ ،چي صحيح الفهمه وي، په عربي ژبه او دکلام په طريقو به پوهيږي ، دخپل مذهب د اقوالو د ترجيح په مراتبو به پوهيږي ، د فقهاوو په ويناوو به ښه پوهيږي ، کوم کلام ،چي په ښکاره مطلق وي او په حقيقت هغه کي هغه کلام مقيد وي ده ته به يې معلومات کېږي پټ به باندي نه وي او يا داسي وي ،چي په ښکاره مقيد وي خو په معنا کي مطلق وي ددې معلومات به هم ورته وي.
داسي کس که څه هم داجتهاد مرتبې ته دنه رسېدلو له امله مقلد بلل کېږي مګر دخپل مذهب مفتي جوړېداى سي.
په ټولو مذهبونو باندي پوه عالم په یوه مسئله کي دمذهب څخه وتلای سي؟
دپورتني کس تقليد د عوامو خلکو دتقليد څخه په لاندي شيانو کي بېل دئ:
١ : دغه ډول عالم دعوامو په څېر يوازي په مذهب پوه نه وي بلکي دمذهب دپوهي ترڅنګ دمذهب په دلايلو هم لږ ترلږه پوه وي.
٢: پورتنى عالم ديوه مفتي په حيث دخپل مذهب په ټولو بېلابېلو اقوالو خبر وي او ددې جوګه وي ،چي دخپل عرف او زمانې دمسائلو دحل لپاره دخپل مذهب يو قول اختيارولاى سي او يا د يوه مذهب تشريح کولاى سي، همدا ډول دهغه مسائلو حل د مذهب د اصولو په رڼا کي کولاى سي ،چي په پخوانيو کتابونو کي نه وې په اوس زمانه کي پيدا سوي وي.( )
٣: داسي عالم کولاى سي ،چي کله ، کله دخپل مذهب دامام پرځاى دبل مجتهد پر قول فتوا ورکړي ،چي شرايط يې د اصول الفقه او اصول الفتاوى په کتابونو کي موجود دي.( )
که ددوهمي درجې مقلد ،چي عالم دئ داسي حديث يې پيدا کړ، چي دده دمذهب څخه خلاف و او ددې حديث په مقابل کي کوم بل قوي دليل هم نه و ، په دې اړه شاه ولي الله ليکي :
اذا وجد المتبحر في المذهب حديثا صحيحا يخالف مذهبه فهل له ان ياخذ بالحديث ويترک مذهبه في تلک المسئلة؟ في هذه المسئلة بحث طويل واطال فيها صاحب خزانة الروايات نقلا عن دستور السالکين فلنوردکلامه بعينه.
ژباړه : که يو متبحر عالم داسي حديث پيداکړ، ،چي دده دمذهب څخه مخالف و ، په دغه وخت کي نودغه عالم کولاى سي ،چي خپل مذهب پريږدي که يا؟په دې مسئله کي خورا اوږد بحث دئ او صاحب خزانة په پوره تفصيل سره ددستور السالکين څخه رانقل کړى دئ ،موږ يې دلته په کټ مټ ډول رانقلوو.
تر پورتنۍ خبري وروسته شاه ولي الله په تفصيلي ډول سره بحث کړى دئ او فرمايلي يې دي :
ځيني علماء په دې آنددي ،چي متبحر عالم ته پکار ده ،چي دخپل مذهب تقليد وکړي ځکه دى لا داجتهادمرتبې ته نه دئ رسېدلى ، بله وجهه داده ،چي کېداى سي دده امام داسي يو دليل ليدلى وي ،چي ده نه وي ليدلى.
په یوه حکم کي دمذهب څخه دمخالفت لپاره شرطونه
دزياتو علماوو نظر دادئ ،چي داسي متبحر عالم کي دخپل امام دحکم ټول اړخونه څېړلي وي ، ټول دلايل يې تر نظر تېر کړى وي نو ده لره پکار ده ،چي دقوي حديث په مقابل کي خپل مذهب پريږدي خو داخبره لازمي ده ،چي شرطونه به يې موجود وي شرطونه يې په لاندي ډول دي:
١: لومړى شرط يې دادئ ،چي خپله به يې دمتبحر عالم او دعلم ټول اړين شرطونه پوره کړي وي.
٢ : دوهم شرط دادئ : کوم حديث ،چي ده ليدلى دئ دهغه اړوند به ده پوره باور تر لاسه کړى وي يعني داچي دټولو محدثينو له آنده به هغه حديث صحيح وي ، ځکه ډېر وخت داسي وي ،چي ديوه حديث په سند کي اختلاف وي ځيني يې صحيح بولي او ځيني يې ضعيف بولي کوم مجتهدين ،چي يې صحيح بولي هغه عمل په کوي اوکوم مجتهدين ،چې ضعيف بولي هغه عمل نه په کوي که داسي حديث وي نو حتماً دده امام دخپل نظر مطابق پر نوموړي حديث باندي دضعف پرېکړه کړې ده او عمل يې نه دئ باندي کړى په داسي حديث سره متبحر عالم خپل مذهب نه سي پرېښوولاى ځکه دى دومره علم نه لري لکه مجتهد ،چي يې لري.
٣ : دريم شرط دادئ ،چي ددغه حديث په خلاف به بل کوم آيت يا حديث موجود نه وي.
٤: څلورم شرط دادئ ،چي دغه حديث به داسي څرګند وي ،چي په معنا کي به يې هيڅ ناڅرګندتيا موجوده نه وي ، بلکي ښه ښکاره معنا به يې وي ځکه ډېر وخت داسي وي ،چي يو حديث دڅو معناوو احتمال لري او مجتهد په خپل بصيرت سره ددغه معناوو څخه يوه معنا ټاکلې وي ، په داسي حالت کي څوک نه سي ويلاى ،چي دا حديث دمذهب څخه مخالف دئ بلکي په داسي حالت کي مقلد عالم نه سي کولاى ،چي ددغه حديث بل مطلب واخلي ،چي دده دمذهب دامام څخه مخالف وي ځکه د تقليد موخه داده ،چي که يو آيت ياحديث دڅو معناوو لرونکى و ، نو ددې پرځاى ،چي ته په خپل فکر اونظر سره ددغو معناوو څخه يوه ټاکې ديوه مجتهد نظر په دغه ځاى کي ومنه او عملي يې کړه.
که دغه څلور واړه شرطونه موجود نه وه نوموږ داسي پرېکړه نه سو کولاى ،چي مذهب د حديث څخه مخالف دئ اونه عالم ته ددې اجازه سته ،چي دمذهب تقليد پريږدي او په حديث عمل وکړي.( )
٥: داخبره هم لازمي ده ،چي پنځم شرط هم پکښي موجود وي ، پنځم شرط دادئ ،چي دغه حديث به دڅلور امامانو دنظر څخه مخالف نه وي ځکه که مخالف وي نو زيات تاوانونه او فسادونه لري.
په دې اړه دشيخ الاسلام علامه نووي اونورو ډېرو مخورو علماوو څرګندوني کړي دي ، شيخ الاسلام علامه نووي ليکي:
قال الشيخ ابوعمرو فمن وجد من الشافعية حديثا يخالف مذهبه نظر ان کملت الات الاجتهاد فيه مطلقا ، اوفي ذالک الباب او المسئلة کان له الاستقلال بالعمل به ، وان لم يکمل وشق عليه مخالفة الحديث بعد ان بحث فلم يجد لمخالفته عنه جواب شافيا فله العمل به ان کان عمل به امام مستقل غير الشافعي ، ويکون هذا عذرا له في ترک مذهب امامه هنا ، وهذا الذي قاله حسن متعين.( )
ژباړه : شيخ ابوعمر(ابن الصلاح ) فرمايي: که يو شافعي مذهب کس داسي حديث پيداکړ،چي دده دمذهب څخه مخالف و ، دغه کس که داجتهاد مرتبې ته رسېدلى و، يا په دغه باب او يا په دغه مسئله کي داجتهاد مرتبې ته رسېدلى و نو په دغه حديث باندي عمل کولاى سي او که نه و رسېدلى ، پوره هلي ځلي يې وکړې دمخالفت لپاره يې کوم شافي جواب پيدا نه کړ، او دحديث مخالفت ورته ګران معلومېدئ کولاى سي ،چي په دغه حديث عمل وکړي خو په دې شرط سره ،چي په دغه حديث باندي دامام شافعي پرته بل مستقل امام هم عمل کړى وى نو دداسي چا لپاره به عذر سي ،چي په دغه مسئله کي خپل مذهب پريږدي.علامه نووي فرمايي: دشيخ ابوعمرو ابن الصلاح دغه خبره ډېره غوره ده بايد عمل په وسي.
حضرت شاه ولي الله هم دغه خبره غوره ګڼلې ده او فرمايلي يې دي:
والمختار ههنا هو قول ثالث ، هو ما اختاره ابن الصلاح وتبعه النووي وصححه الخ.( )
ژباړه : دريم قول غوره اوبهتردئ ، نوموړى قول ابن الصلاح غوره کړى دئ ، امام نووي يې پيروي کړې ده او صحيح يې بللى دئ.
شاه ولي الله تر پورتنۍ وينا وروسته دعلامه نووي بيان رانقل کړى دئ او ليکلي يې دي:
داصول فقه دعلماوو تر منځ په دې خبره کي اختلاف سته ،چي يو کس په ټولو احکامو کي مجتهد نه وي مګر په يوه مسئله او يا يو باب کي داجتهاد مرتبه ورته حاصله سي. ځيني علماء په دې آند دي ،چي داسي نه سي کېداى بلکي يو کس ته ،چي داجتهاد مرتبه رسيږي هغه وخت رسيږي ،چي په ټولو احکامو کي مجتهدانه نظر ولري ، ځيني علماء بيا په دې آند دي ،چي يو اجتهاد تجزيه قبلولاى سي او وايي ،چي په يوه باب او يا يوه مسئله کي هم چا ته داجتهاد مرتبه رسېدلاى سي لکه ،چي علامه تاج الدين او علامه محلي ليکي :
(والصحيح جواز تجزئ الاجتهاد) بان تحصل لبعض الناس قوة الاجتهاد في بعض الابواب کالفرائض بان يعلم ادلته باستقراء منه او من مجتهد کامل وينظر فيها.
ژباړه: صحيح خبره داده ،چي اجتهاد تجزيه قبلولاى سي ، په داسي ډول ،چي ځينو خلکو ته دي داجتهاد قوت په ځينو بابونو کي حاصل سي لکه په فرائضو کي ،چي داجتهاد قوت حاصلېداى سي البته ،چي ده ته په لټون او استقراء سره ټول دلايل معلوم وي او يا د يوه مجتهد په مرسته يې پر دلايلو باندي احاطه کړې وي.
علامه بناني دجمع الجوامع په شرحه کي ليکي:
ان الاجتهاد المذهبي قد يتجزء فربما يحصل لمن هو دون المجتهد الفتيا في بعض المسائل.( )
ژباړه: يقيني خبره ده ،چي اجتهاد تجزيه کېداى سي دهمدې خبري په نظر کي نيولو سره دغه مرتبه هغه چاته هم حاصلېداى سي ،چي دمجتهد الفتيا تر مرتبې يې مرتبه ټيټه وي.
همدا ډول داصول فخر اسلام بزدوي په شرحه کي علامه عبدالعزيز بخاري ليکي :
وليس الاجتهاد عند العامة منصبا لايتجزء بل يجوز ان يفوز العالم بمنصب الاجتهاد في بعض الاحکام. ( )
ژباړه: اجتهاد داسي منصب نه دئ ،چي تجزيه نه سي قبلولاى بلکي کېداى سي ،چي په ځينو مسئلو کي داجتهاد منصب يو عالم ته ورپه برخه سي او په بعضو مسئلو کي دي بيا داجتهاد مقام ورنه کړل سي.
امام غزالي
ليکي
وليس الاجتهاد عندي منصبا لايتجزء بل يجوز ان يقال للعالم بمنصب الاجتهاد في بعض الاحکام دون البعض. ( )
ژباړه: زما په آند اجتهاد داسي منصب نه دئ ،چي تجزيه نه سي قبلولاى بلکي کېداى سي ،چي په ځينو مسئلو کي داجتهاد منصب يو عالم ته ورپه برخه سي او په بعضو مسئلو کي دي بيا داجتهاد مقام ورنه کړل سي.
علامه تفتازاني ليکي :
ثم هذه الشرائط انما هي في حق المجتهد المطلق الذي يفتي في جميع الاحکام ، وامام المجتهد في حکم دون حکم فعليه معرفة مايتعلق بذالک الحکم. ( )
ژباړه : دغه شرائط دهغه چا لپاره دي ،چي مجتهد وي او په ټولو احکامو کي فتوا ورکوي اوهغه مجتهد ،چي په يو حکم کي مجتهد وي په بل کي بيا مجتهد نه وي دهغه لپاره فقط په هغه خبرو علم پکار دئ ،چي په اړونده مسائلو پوري تعلق لري.
دپورتنى خبري اړونده مولانا اميرعلي وايي:
قوله وامام المجتهد في حکم . الخ فلابد له من الاطلاع علي اصول مقلده لان استنباطه علي حسبها فالحکم الجديد اجتهاد في حکم والدليل الجديد للحکم المروي تخريج.( )
ژباړه : هغه کس ،چي په ځينو مسائلو کي مجتهد وي هغه لره پکارده ،چي دهغه چا داستنباط په اصول علم لري ،چي دى يې مقلد دئ ځکه نوموړى کس دخپل امام تر تقليد لاندي استنباط کوي ، که ددغه اصولو مطابق کوم حکم صادر سي دې ته اجتهاد في الحکم وايي او که حکم دامام څخه رانقل سوى وي دليل يې وروسته ورته ويل سوى وي دې ته تخريج وايي.
علامه ابن الهمام هم داخبره غوره ګڼلې ده ،چي اجتهاد تجزيه کېداى سي ،ده په څرګندو الفاظو ويلي دي ،چي کوم څوک ،چي مطلق مجتهد نه وي پرهغه باندي يوازي په مسائلو کي تقليد واجب دئ ،چي دى په هغه مسائلو کي داجتهاد مرتبې ته نه وي رسېدلى.
پورتنى عبارت امير بادشاه بخاري دشرحي سره مل ليکلى دئ( )
علامه زين الدين ابن نجيم هم په کټ مټ ډول پورتنۍ خبره کړې ده.( )
پاته دي نه وي ،چي علامه ابن امير الحاج د علامه زلمکاني څخه پرېکنده فيصله رانقل کړې ده او ليکي:
داجتهاد کلي شرايط لکه قوي استنباط ، دکلام اسلوب ، ددلايلو رد او قبول او داسي نور بنسټيز اصول تجزيه کېداى نه سي بلکي دجزوي اجتهاد لپاره يې وجود هم لازمي دئ او دا کېداى سي ،چي په مسئله کي د دلايلو پر پرېکړه دي تجزيه قبوله کړي اوداهم ممکن دئ ،چي په ځينو مسائلوکي دي ټول شرايط راسي او په ځينومسائلوکي رانه سي.( )
په هر صورت د اصولو دعلماوو د پورتينو څرګندونو په رڼا کي معلوميږي ،چي يومتبحر عالم ته که ديوې مسئلې ټول اړخونه معلوم وي، دټولو اړخونو دلايل يې ورته معلوم وي ، که څه هم په ټولو شرعي احکامو کي د اجتهادمرتبې ته نه وي رسېدلى خو په دغه يوه مسئله کي داجتهاد مرتبې ته رسېدلى وي ، پردغه عالم لازمه ده ،چي دخپل امام دپرېکړي خلاف پرېکړه وکړي او دا ووايي ،چي زما داما م پرېکړه دفلاني مشهور حديث خلاف ده بالاخره دخپل امام قول ترک کړي او په حديث عمل وکړي.
فقيه العصر حضرت مولانا رشيد احمدګنګوهي داسي ليکي:
غرض دادئ ،چي که ددې امر ثبوت وسي ،چي دامام قول دقرآن يا حديث څخه خلاف دئ نو دامام قول پرېښودل په آيت يا حديث باندي عمل کول خو لازمي کار دئ مګر پوښتنه داده ،چي داڅېړنه به څنګه عوام خلک وکړي (يعني داچي عوام خلک دا کار نه سي کولاى دادمتبحر في المذهب عالم کار دئ [ ])
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۱۰ برخه
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ لسمه برخه:
د عالم لپاره په یوه مسئله کي دپرېښوولو اړونده د اشرف علي تهانوي لیکنه
دپورتنۍ مسئلې ښه تحقيق
مولانااشرف علي تهانوي کړى دئ موږ په دې ځاى کي دده مبارک اړونده عبارت ټکي په ټکي رانقلوو که څه هم عبارت اوږد سي پروا يې نه کوو ځکه دده عبارت دموضوع اصلي مغزدئ ،حضرت مولانا اشرف علي تهانوي فرمايي:
که کوم عالم ،چي ذکي الفهم، وسيع النظر او دقيق نظر لرونکى وي او ورته څرګنده سوه او يا عام سړي ته ديوه تقوا لرونکي عالم دڅېړني څخه دزړه له صدقه څرګنده سوه ،چي دوهم لوري راجح دئ په دې ځاى کي دي وکتل سي ،چي مرجوح لورى هم کوم شرعي دليل لري او که يا؟ که يې دليل درلودئ په دې صورت کي که ددې وېره وه ،چي په خلکو کي به فتنه ، شر اوفساد منځته راسي نو د ژغورلو په موخه دي بيا هم په مرجوح قول باندي عمل وکړي او دليل يې لاندي حديث دئ:
حضرت عايشة فرمايي ،چي رسول الله ص وفرمايل: تاته نه ده معلومه ،چي ستا قوم قريشو مکه مکرمه پر هغه بنياد نه ده جوړه کړې کوم ،چي ابراهيم جوړه کړې وه؟ عايشة وايي : ما ورته وويل: اې دالله رسوله! تاسو يې بېرته پر هغه طريقه جوړه کړئ کومه ،چي دابراهيم طريقه وه؟ رسول الله ص په جواب کي ورته وفرمايل: که دقريشو زمانه کفر ته نژدې نه واى نوما به خامخا همداسي کړى واى خو زما سره دا وېره ده ،چي که زه دغه کار وکړم خلک به دستي فکرمن سي او وبه وايي ،چي وګورئ! کعبه شريفه يې ونړول نو زه داسي نه سم کولاى.
تاسو په پورته حديث کي فکر وکړئ معلومه خبره ده ،چي دکعبې جوړېدل پر ابراهيمي طريقه باندي راجح جانب دئ او نه جوړېدل يې مرجوح جانب دئ رسول الله ص دفتنې دويري څخه مرجوح جانب غوره کړ، او په همدې مرجوح جانب يې عمل وکړ او راحج جانب يې پرېښودئ.
همدا د حضرت عبدالله بن مسعود څخه روايت سوى دئ ،چي ده مبارک يو وخت په سفر کي څلور رکعته لمونځ ادا کړ، چاپوښتنه ځني وکړه ،چي تاسو خو پر حضر ت عثمان باندي له دې امله نيوکه کول ،چي هغه به په سفر کي څلور رکعته لمونځ اداکاوه او اوس تا خپله په سفر کي څلور رکعته لمونځ ادا کړ، دا ولي؟ ده مبارک په جواب کي وويل ،چي دا کار مي ځکه وکړ، ،چي د شر څخه وېرېدلم نو په دې وجهه ،چي شر اوفتنه رامنځته نه سي ځکه مي څلور رکعته لمونځ ادا کړ.
په پورته روايت کي که وکتل سي معلومه خبره ده ،چي د عبدالله بن مسعود په آند په سفر کي څلور رکعته لمونځ کول مرجوح قول دئ او دوه رکعته لمونځ کول راجح قول دئ ده مبارک له دې امله ،چي فتنه رامنځته نه سي اوشر پېښ نه سي په مرجوح قول يې عمل وکړ او راجح قول يې پرېښودئ.
په هرصورت د پورته روايتونو څخه معلوميږي ،چي که د شر او د فتنې د پېښېدو وېره وه نو په مرجوح قول باندي عمل کول هم جايز دئ بلکي غوره او اولي کار دئ.
که ،چيري داسي وو ،چي په مرجوح قول باندي دعمل کېدو لپاره هيڅ لاره نه وه يعني داچي واجب پاتېدئ د واجب پاتېدو ګناه رامنځته کېدل ،د مرجوح قول لپاره دقياس پرته بل دليل نه وو او د راجح قول لپاره صحيح حديث د دليل په توګه موجود و په داسي حالت کي دشک پرته په صحيح حديث باندي عمل کېږي او تقليد په دغه وخت کي بېخي جايز نه دئ ځکه اصل دين قرآن او حديث دئ ، د تقليداصلي مقصد هم دادئ ،چي په قرآن او حديث باندي په صحيح ډول ، سلامتۍ او اسانۍ سره عمل راسي ،په داسي حالت کي ،چي دراجح قول لپاره قوي ، صريح او صحيح حديث موجود وي ، دمرجوح قول لپاره هيڅ دليل موجود نه وي بيا هم په مرجوح قول باندي عمل کول او تقليد په وجه ټينګ پر درېدل دهغه تقليد بلل کېږي ،چي په قرآن حديث او اودعلماوو په ويناووکي يې بدي بيان سوې ده ، پاته دي نه وي ،چي يوه خبره لازمي ده هغه داچي په داسي مسئله کي ،چي تقليد پرېښودل سي د خپل امام په وړاندي ګستاخي ، بې ادبي او يا په زړه کي بدګماني ،چي زماامام د حديث څخه مخالفت کړى دئ جايز کار نه دئ ځکه کېداى سي ،چي دا حديث ده ته رسېدلى نه وي ، يا په ضعيف سند سره ورته رسېدلى وي او يا ده په کومه شرعي قرينه ماول کړى وي له همدې امله دى معذور بلل کېږي ، بې ادبي ورسره کول او يا بدي خبري ورته کول جايز کار نه دئ ، داخبره هم بايد ياده سي ،چي د امام په علمي کمال کي نقص پيدا کول هم بې ادبي ده ځکه داسي پېښ سوي دي ،چي لوړو او مخورو اصحابانو ته تر يو وخته پوري احاديث نه وه رسېدلي ، د دوى د دغه حديثونو نه رسېدل د دوى علمي کمال کوم تاوان نه دئ رسولى او نه چا ددوى پر علمي کمال باندي دنقص خبره کړې ده سره ددې ،چي د دوى علمي کمال منل سوى وو.
همدا ډول هغه مقلد ته بد رد ويل جايز نه دي ،چي د خپل امام پر خبره کلک ولاړ وي ، کلک مقلد وي او دده ګومان داوي ،چي دده دامام خبره د حديث څخه مخالفه نه ده او دده سره هم دومره علم نه وي ،چي دحديث او د خپل امام دقول تر منځ دي توپير وکړي ، په پوره تفصيل دي يې پوه سي ، دغه مقلد د حديث صحت ته هم قايل وي مګر دده پر خپل امام باندي نېک ګومان وي ،چي زما امام دشريعت حکم دقرآن او حديث سره برابر کړى دئ زه د خپل امام د قول پوره اطاعت کوم، داسي مقلد ته بد رد ويل جايز نه دئ ځکه دى هم په شرعي دليل باندي متمسک دئ او دايې هوډ دئ ،چي د شريعت اتباع وکړي.
همدا ډول هغه چا ته هم بدرد ويل جايز نه دي ،چي د يوه قوي حديث په وجه يې دخپل امام تقليد په يوه خاصه مسئله کي پرې ايښى وي ځکه داسي اختلاف داسلافو علماوو څخه را روان دئ د دغه اختلاف اړونده علماوو ويلي دي :
خپل مذهب ظـناً صواب ګڼل او محتمل خطاګڼل، بل مذهب ظـناًخطا ګڼل اومحتمل صواب ګڼل .
يعني داچي په غالب ګومان باندي خپل مذهب حق ګڼل اوپه لږ شک او احتمال سره خطا ګڼل ، بل مذهب په غالب ګومان سره خطا ګڼل او په لږ شک اواحتمال سره حق ګڼل.
د پورته خبري څخه هغه نيوکه هم دفعه سوه ،چي ټول مذهبونه حق دي نو بيا ولي پر يوه مذهب باندي عمل وکړل سي؟
لنډه داچي کله داخبره ثابته سوه ،چي بل هم دصواب احتمال لري نو دچا تضليل ، تفسيق کول او يا د بدعتي او وهابي لقب ورکول جايز نه دي ، همدا ډول دهغو سره حسد او عناد جايز نه دئ ، دهغو غيبت کول ، طعن او لعن پر ويل هم جايز نه دي.
دايوه خبره لازمي ده هغه داچي که څوک په عقايدو کي مخالفت وکړي او يا په اجتماعي اسلامي شيانو کي مخالفت وکړي او يا سلف صالحينو ته بد رد ووايي داسي کس داهل السنت والجماعت له ډلي څخه وتلى دئ ځکه اهل السنت والجماعت هغه کسان دي،چي په عقايدو کي اصحابانو پر طريقه روان وي ددوى مبارکانو دعقايدو څخه هيڅ مخالفت نه کوي له همدې امله داسي څوک داهل سنت والجماعت څخه وتلى دئ او دبدعتيانو په ډله کي داخل دئ همدا ډول هغه څوک هم ډېر بد دئ ،چي په تقليد کي زياتى کوي ، دقران او حديث په مقابل کي تقليد غوره کوي قرآن او حديث پرېږدي ، ددغه دواړه ډلو څخه په کلکه بايد ځانونه وساتل سي او ددوى سره دمناظرې ، خبرو او استدلال څخه هم بايد ځانونه وساتل سي.( )
حقيقت دادئ ،چي مولانا تهانوي دالله په مرسته داسي داعتدال لاره څېړلې اوبيان کړې ده ،چي که دزړه له کومي عمل په وکړل سي دمسلمانانو ډېري خپل منځۍ شخړي او جنجالونه به له منځه ولاړ سي.
دپورته شرطونو په شتون کي متبحر في مذهب عالم کولاى سي ،چي په يوه مسئله کي ،چي قوي صريح او صحيح حديث دليل ولري دخپل امام څخه مخالفت وکړي ، سره ددې ،چي دغه عالم په دغه مسئله کي دخپل امام څخه مخالف سو خو بيا هم په ټوليزه توګه ورته مقلد عالم ويل کېږي، لکه ،چي ډېرو حنفي علماوو په ډېرو مسئلو کي دامام ابوحنيفة قول پرې ايښى دنورو علماوو پر قول يې فتوا کړې ده دمثال په ډول امام ابوحنيفة فرمايي: دانګورو پرته که دنورو شيانو دشرابو څخه دومره قدر وڅيښل سي ،چي محض قوت په حاصل سي جايز دئ ، دامام ابوحنيفة ددغه قول څخه فقهاء کرام مخالف دي دخپل امام قول يې پرې ايښى دئ دنورو مذهبونو په رڼاکي يې دټولو شرابو پر حرمت باندي پرېکړه کړې ده او کوم شراب ،چي په کمه اندازه امام ابوحنيفة جايز کړي دي دوى حرام بللي دي ، همدا ډول دامام ابوحنيفة پر مذهب باندي زراعت (بزګري) جايز کار نه دئ ، مګر دده مبارک ددې قول څخه احناف علماء اوښتي دي او پرېکړه يې کړې ده ،چي په بزګري کي دحاصل متناسب (ټاکلې برخه) اخيستل روا کار دئ.
دادوه مثالونه ،چي ذکر سوه دا داسي مسئلې دي ،چي دټولو متاخرينو علماوو پر اتفاق دئ که نه نو په انفرادي ډول داسي ډېري مسئلې سته ،چي فقهاوو ديوه صحيح حديث په وجه خپل مذهب پرې ايښى وي او په حديث يې عمل کړى وي خو داخبره ډېره لازمي ده ،چي داډېر نازک کار دئ هر چا ته دا پکار نه ده ،چي ځان ته دي متبحر عالم ووايي او ځان دي ددې منصب څښتن او اهل وګڼي ځکه دا کار هرڅوک نه سي کولاى هيچا ته جايزه نه ده ،چي دپورته شرايطو دپروا او رعايت پرته په شرعي احکامو کي لاس وهنه او تصرف وکړي.

حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۱۱ برخه
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۱۱ برخه:
مجتهد في المذهب ( دتقلید دريمه درجه)
دتقليد دريمي درجې ته مجتهد في المذهب تقليد ويل کېږي مجتهد في المذهب هغه چا ته ويل کېږي ،چي داستدلال او استنباط په بنسټيزو مسائلو کي ديوه مجتهد په مطلق ډول سره مقلد وي مګر دهغو اصولو او قواعدو لاندي په کښته جزي مسائلو کي ددې اهليت او وړتيا لري ،چي په مستقيم ډول سره دقرآن ،حديث او داصحابانو داثارو څخه دمسائلو استنباط وکړي ، له همدې امله داسي عالم دخپل امام سره په ډېرو فروعي مسائلو کي اختلاف لري خو په ټوليزه توګه داصولو په لحاظ داسي چا ته مقلد ويل کېداى سي لکه په بحنفي فقه کي امام ابويوسف او امام محمد ، په شافعي فقه کي امام مزني او امام ابوثور ، په مالکي فقه کي امام سخنون او امام ابوالقاسم ، په حنبلي فقه کي ابراهيم الحربي او امام ابوبکر الاثرم.
ابن العابدين دپورتنيو علماوو دپېژندګلوۍ په اړه داسي ليکي:
الثانية طبقة المجتهدين في المذهب کابي يوسف ومحمد وسائر اصحاب ابي حنيفة القادرين علي استخراج الاحکام عن الادلة المذکورة على حسب القواعد التي قررها استاذهم ، فانهم وان خالفواه في بعض احکام الفروع ولکنهم يقلدونه في قواعد الاصول.( )
ژباړه : دوهمه طبقه مجتهدين في المذهب دي لکه ابويوسف ، امام امحمد او دامام ابوحنيفة نور اصحاب ،چي داحکامو پر استنباط باندي ديادو دلايلو په رڼا کي توانايي لري دهغو اصولو پر بنسټ ،چي استاذانو ورته ټاکلي دي ، دغه علماء که څه هم په فروعي مسائلو کي دخپلو امامانو څخه مخالف دي مګر دوى په اصولو کي دخپلو امامانو تقليد کوي او مقلدين ورته ويل کېږي.
همدا لامل دئ ،چي مجتهد في المذهب ته داصولو په لحاظ مقلد ويل کېږي او دفروعو په لحاظ مجتهد ورته ويل کېږي. همدا وجه ده ،چي دامام ابويوسف او امام محمد سره ددې ،چي حنفيان دي بيا هم دامام ابوحنيفة سره په ډېرو فروعي مسائلو کي اختلاف لري.
دمجتهد مطلق تقليد( دتقلید څلورمه درجه)
دا دتقليد وروستۍ اواخره درجه ده ، مجتهد مطلق هغه کس ته ويل کېږي ،چي په ده کي داجتهاد ټول شرطونه موجود وي ، نوموړى عالم دخپل علم او فهم په مټ کولاى سي ،چي داستدلال اصول دقرآن اوحديث څخه وضع کړي ، تر دغه اصولو لاندي کولاى سي ،چي شرعي احکام دقرآن او حديث څخه استنباط کړي لکه امام ابوحنيفة ، امام شافعي ، امام مالک ،امام احمد بن حنبل او داسي نور وتلى علماء ، دغه علماء که څه هم په فروعي او اصولي مسائلو کي مجتهدين بلل کېږي مګر بيا هم دوى ته يو ډول مقلدين ويل کېږي ځکه کومه مسئله ، چي په څرګند ډول په قرآن او حديث کي واضح سوې نه وي نو د غه علماء ددې پرځاى ،چي دخپلي رايي او قياس څخه کار واخلي او فيصله وکړي هڅه کوي ،چي دمبارکو اصحبانو څخه داسي قول يا فعل پيدا کړي ،چي داړونده مسئلې حل پکښي وي ، که دوى ته ديادي مسئلې دحل لپاره داصحابانو مبارکانو قول يا فعل په لاس ورغلى نو دوى دخپلي رايي او قياس پرځاى ددغه اصحابانو دقول يا فعل په رڼا کي فيصله کوي او ددې لپاره زيات شمېر مثالونه هم سته ،چي ځيني يې په لاندي ډول دي:
١: لومړى مثال هغه مکتوب دئ ،چي حضرت عمر دقاضي شريح په نوم ليکلى او استولى و، امام شعبي دغه بيان په لاندي ډول کوي:
عَنِ الشَّعْبِىِّ عَنْ شُرَيْحٍ : أَنَّ عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ كَتَبَ إِلَيْهِ : إِنْ جَاءَكَ شَىْءٌ فِى كِتَابِ اللَّهِ فَاقْضِ بِهِ وَلاَ تَلْتَفِتْكَ عَنْهُ الرِّجَالُ ، فَإِنْ جَاءَكَ مَا لَيْسَ فِى كِتَابِ اللَّهِ فَانْظُرْ سُنَّةً عَنْ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَاقْضِ بِهَا ، فَإِنْ جَاءَكَ مَا لَيْسَ فِى كِتَابِ اللَّهِ وَلَمْ يَكُنْ فِيهِ سُنَّةٌ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَانْظُرْ مَا اجْتَمَعَ عَلَيْهِ النَّاسُ فَخُذْ بِهِ ، فَإِنْ جَاءَكَ مَا لَيْسَ فِى كِتَابِ اللَّهِ وَلَمْ يَكُنْ فِى سُنَّةِ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- وَلَمْ يَتَكَلَّمْ فِيهِ أَحَدٌ قَبْلَكَ فَاخْتَرْ أَىَّ الأَمْرَيْنِ شِئْتَ : إِنْ شِئْتَ أَنْ تَجْتَهِدَ رَأْيَكَ ثُمَّ تَقَدَّمَ فَتَقَدَّمْ ، وَإِنْ شِئْتَ أَنْ تَأَخَّرَ فَتَأَخَّرْ ، وَلاَ أَرَى التَّأَخُّرَ إِلاَّ خَيْراً لَكَ.( )
ژباړه : حضرت شريح فرمايي: ماته عمر يو ليک راولېږئ په ليک کي يې راته ليکلي وه : که ،چيري تاته کومه مسئله راسي نو که يې حل په قرآن کي و نو دقرآن په رڼا کي يې پرېکړه وکړه خو دخلکو شخصي رايي تا دقرآن دفيصلې څخه ونه باسي او که په قرآن کي دغه مسئله حل نه وه نو بيا درسول الله سنتو ته رجوع وکړه او دسنت رسول الله په رڼا کي پرېکړه وکړه ، که داسي مسئله درته راغله ،چي په قرآن او حديث کي يې حل نه و نو بيا يې پر داسي ډول باندي حل کړه ،چي مخکني خلک پر متفق سوي وي او عمل په وکړه، که داسي مسئله درته راغله ،چي په قرآن او حديث کي نه وه او نه درتا وړاندي کوم چا په دې اړه پرېکړه کړې وه نو بيا يوه ددې دوو خبرو څخه ياد وساته ياداچي دغه مسئلې دخپلي رايي مطابق حل کړه او يا ځان ځني وساته او زه ستا لپاره دا وروستۍ خبره خوښوم.
تاسو وګورئ سره ددې ،چي حضرت شريح مطلق مجتهد و مګر بيا هم حضرت عمر هغه وخت دخپل نظر اجازه ورکړه ،چي داسلافو څخه داړونده مسئلې په اړه څه شي نه وي نقل سوى.
په پورته ډول دعبدالله بن مسعود څخه هم روايت مخکي دمطلق تقليد په مثالونو کي تېر سوى دئ.
٢: همدا ډول په سنن دارمي کي عبيدالله بن ابي يزيد فرمايي:
عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِى يَزِيدَ قَالَ : كَانَ ابْنُ عَبَّاسٍ إِذَا سُئِلَ عَنِ الأَمْرِ فَكَانَ فِى الْقُرْآنِ أَخْبَرَ بِهِ ، وَإِنْ لَمْ يَكُنْ فِى الْقُرْآنِ وَكَانَ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- أَخْبَرَ بِهِ ، فَإِنْ لَمْ يَكُنْ فَعَنْ أَبِى بَكْرٍ وَعُمَرَ ، فَإِنْ لَمْ يَكُنْ قَالَ فِيهِ بِرَأْيِهِ. ( )
ژباړه : دعبدالله بن عباس څخه ،چي به کله ديوې مسئلې پوښتنه وسوه نو که به دهغې مسئلې حل په قرآنکريم کي و نو ده به لومړى دقرآنکريم په رڼا کي دهغې مسئلې حل کاوه که به په قرآن کي نه و نو بيا به يې درسول الله دسنتو مطابق هغه مسئله حل کول ، که به په سنتو کي دنبي هم نه وه نو بيا يې کتل که به دابوبکر يا عمر څخه کوم قول يا فعل ثابت و دهغه په رڼا کي به يې حل کول ، که به ددوى مبارکانو څخه څه شي ثابت نه و نو بيا به يې په خپله رايه اجتهاد کاوه.
حضرت عبدالله بن عباس مطلق مجتهد و مګر ده لومړيتوب دابوبکر او عمر قولونو ته ورکاوه او ددوى تقليد به يې کاوه ،که به دهغو څخه څه شى ثابت نه و بيا يې خپلي رايي او نظر ته رجوع کول.
٣ : همدا ډول په سنن دارمي کي روايت دي:
.... عَنِ الشَّعْبِىِّ قَالَ : جَاءَهُ رَجُلٌ يَسْأَلُهُ عَنْ شَىْءٍ ، فَقَالَ : كَانَ ابْنُ مَسْعُودٍ يَقُولُ فِيهِ كَذَا وَكَذَا. قَالَ : أَخْبِرْنِى أَنْتَ بِرَأْيِكَ. فَقَالَ : أَلاَ تَعْجَبُونَ مِنْ هَذَا؟ أَخْبَرْتُهُ عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ وَيَسْأَلُنِى عَنْ رَأْيِى ، وَدِينِى عِنْدِى آثَرُ مِنْ ذَلِكَ ، وَاللَّهِ لأَنْ أَتَغَنَّى أُغْنِيَّةً أَحَبُّ إِلَىَّ مِنْ أَنْ أُخْبِرَكَ بِرَأْيِى ( )
ژباړه : حضرت شعبي ته يو کس راغلى ديوې مسئلې په اړه يې پوښتنه ځني وکړه ،چي شعبي جواب ورکړ او ورته وې ويل ،چي دابن مسعود نظر په دې اړه داسي دئ ، هغه سړي ورته وويل : په دې اړه ستا څه نظر دئ؟ ده په جواب کي ورته وويل: تاسو ولي ودې کس ته تعجب نه کوئ ؟زه ورته دابن مسعود نظر وايم دى راته وايي په دې مسئله کي ستا څه نظر دئ؟ په الله قسم کوم ،چي که ته ماته سندري ووايي ماته ددغه سندري اورېدل تردې ښه دي ،چي زه خپل نظر ددغه مسئلې په اړه ووايم.
شعبي هم مطلق مجتهد و دامام ابوحنيفة استاد و مګر ده لومړيتوب دابن مسعود قول ته ورکاوه ، دهغه تقليد ته يې تر خپل نظر زيات اهميت ورکاوه.
٤ : امام بخاري په کتاب الاعتصام بالکتاب والسنة کي ددې آيت په تفسير کي ،چي الله فرمايي:( واجعلنا للمتقين اماما ) دمجاهد قول تعليقا رانقل کړى دئ ،چي وايي:
ائمة نقتدي بمن قبلنا ويقتدي بنا من بعدنا.
ژباړه : اې الله! موږ داسي امامان جوړ کړې ،چي موږ په هغه چا پسي اقتدا وکړو ،چي تر موږ مخکي تېر سوي دي او په موږ پسي هغه کسان اقتدا وکړي ،چي تر موږ وروسته راځي.
حافظ ابن حجر فرمايي:
دمجاهد پورتنى قول ابن جرير ، فاريابي او نورو علماوو په صحيح سند سره روايت کړى دئ.
ورپسي ابن حجر دپورتنى آيت دتفسير اړونده نور آثار هم رانقل کړي دي او بيا يې دابن ابي حاتم په حواله دسدي دا قول هم رانقل کړى دئ ،چي فرمايي:
ليس المراد ان نؤم الناس وانما ارادوا اجعلنا ائمة لهم في الحلال والحرام يقتدون بنا فيه.
ژباړه : ددې مراد دا نه دئ ،چي موږ دخلکو امامت وکړو بلکي مراد يې دادئ ،چي اې الله! موږ په حلال او حرام کي امامان جوړ کړي ،چي دوى په موږ پسي اقتداوکړي.
ابن ابي حاتم دجعفر بن محمد داقول هم رانقل کړى دئ ،چي فرمايي:
معناه اجعلني رضا فاذا قلت صدقواني وقبلوا مني.( )
ژباړه : (دپورتنى آيت ) معنا داده ،چي ماته په خلکو کي مقبوليت راکړي ، کله ،چي زه خبره وکړم خلک يې تصديق کړي او زما څخه يې قبوله کړي.
په هر صورت دپورتنى آيت دتفسير اړونده خو دنورو علماوو داقوالو ذکر استطردادا وسو مګر اصلي مطلب داو ،چي حضرت مجاهد خوښه وګڼل ،چي دى په پخوانيو خلکو پسي اقتداء او تقليد وکړي، دوروسته خلکو لپاره يې هم دا خوښه کړه ،چي هغوى دي په مخکنيو امامانو پسي اقتدا وکړي سره ددې ،چي امام مجاهد مجتهد مطلق دئ او دعامو علماوو او عامو خلکو لپاره دتقليد يو مثال دئ.
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ دولسمه برخه
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ دولسمه برخه:
عام سړی به څنګه دمجتهد او غیر مجتهد عالم فرق کوي؟
موږ ويلي وه ،چي څوک خپله مستقيمًا دقرآن او حديث څخه دمسائلواستنباط نه سي کولاى نو هغه به دبل عالم ،چي دغه کار کولاى سي تقليد به يې کوي او دده پر فهم ، بصيرت او استنباط به اعتماد کوي.
پردې خبره باندي ځينو خلکو دانيوکه کړې ده ،چي څوک ديو چا تقليد کوي يعني يو عام او ناپوه سړى ،چي کله ديو چا تقليد کوي نو دى به څنګه معلوموي ،چي دغه کس يقينًا عالم او مجتهد دئ او ددې وړتيا لري ،چي دقرآن او حديث څخه مستقيمًا دمسئلو استنباط وکړي؟( )
دپوتني سوال په جواب کي يوازي موږ دامام غزالي لاندي عبارت رانقلوو او لاندنى عبارت دجواب لپاره کافي بولو:
فان قيل... العامي يحکم بالوهم ويغتر بالظواهر وربما يقدم المفضول علي الفاضل فان جاز ان يحکم بغير بصيرة فلينظر في نفس المسئلة وليحکم بما يظنه ، فلمعرفة مراتب الفضل ادلة غامضة ليس درکها من شان العوام؟ وهذا سوال واقع ولکنا نقول : من مرض له طفل وهو ليس بطبيب فسقاه دواء برايه کان متعديا مقصراضامنا ولو راجع طبيبا لم يکن مقصرا ، فان کان في البلد طبيبان فاختلفا في الدواء فخالف الافضل عد مقصرا ويعلم فضل الطبيبين بالتواتر الاخبار وباذعان المفضول له وبتقديمه بامارات تقيده غلبة الظن فکذالک في حق العلماء يعلم الافضل بالتسامع وبالقرآئن عن نفس العلم ، والعامي اهل له فلاينبغي ان يخالف الظن بالتشهي ، فهذا هوالاصح عندنا ولاليق بالمعني الکلي في ضبط الخلق وبلجام التقوي و التکليف. ( )
ژباړه : که دانيوکه وسي ،چي عام خلک په اوهامو فيصلې کوي او په ظاهري شيانو باندي دوکه کېږي ، کله داسي هم وي ،چي مفضول تر فاضل غوره ګڼي اوس نو که دبصيرت پرته دپرېکړي اجازه ورکړل سي نو په اصل مسئله کي هم په خپل ظن اوګومان سره فيصله کوي ځکه داصل مسئلې په درک کي ډېرو پېچلو او ګرانو دلايلو ته اړتياسته او دا کار عوام خلک نه سي کولاى؟
دښه پوهاوي لپاره یو څرګند مثال:
علامه تقي صاحب دپورته سوال په جواب کي یو ښه مثال په لاندي ډول ویلی دئ: ديو سړي زوى ناجوړه سي ،خپله طبيب نه وي او په خپله رايه او نظر باندي زوى ته دوا ورکړي په دغه وخت کي نوموړى کس ته ظالم اوتېرى کونکى ويل کېږي ک،چيري يې زوى ته بدي پايلي ورسېدې دى يې مسؤل دئ خو که دغه سړى خپل ناروغه زوى طبيب ته بوزي بيا پرده باندي هيڅ الزام اونيوکه نسته ، همدا ډول ک،چيري په ښار کي دوه طبيبان وي ، يوطبيب تکړه وي ، بل کمزورى وي او په خپل منځ کي په نظر کي اختلاف ولري په دغه کي که نوموړي سړي دتکړه طبيب پرځاى خپل ناروغه زوى کمزوري طبيب ته وروستى بيا تر نيوکي او الزام لاندي دئ، داچي عام سړي ته به تکړه طبيب څنګه معلوميږي ښکاره خبره ده ،چي دتکړه طبيب تکړه والى په مشهرو او متواتر خبره سره معلوميږي اويا داچي يو طبيب دهغه بل طبيب نظر او خبره ومني دستي معلوميږي ،چي هغه طبيب تکړه دئ ،چي خبره يې ومنل سوه ، دطبيب دمعلومېدو لپاره دغه دوې علامې دي ،دې ته ورته نوري هم ډېري علامې لري ،چي يو عام سړى دتکړه طبيب مهارت او پوهه ځانته په معلوموي.
دعلماوو اړونده هم دغسي پرېکړه ده يعني داچي ديوه عالم مهارت او تکړه والى دده دمشهورو او متواترو نښو څخه څرګنديږي ، عام سړي ته لازمه نه ده ،چي دعالم دعلم دي پوره تحقيق وکړي اونه هم کولاى سي، همدا لامل دئ ،چي که عام سړي ته يو عالم په خپل ګومان او نظر ښه ورغلى نو ده ته دنفسي خواهشاتو پر بنياد باندي دهغه عالم څخه مخالفت پکار نه دئ همدا طريقه زموږ په آند صحيح ده او دالله دمخلوق دقابو کولو لپاره او ددوى په شرعي احکامو کي دپابندۍ لپاره زموږ په آند دغه ډېره غوره طريقه اومناسب طرز العمل دئ.
ثابتي پايلي:
١: ثابته خبره سوه، چي هر سړى دقرآن او حديث څخه دمسائلو استنباط نه سي کولاى.
٢: هغه کسان، دعلومو څخه فارغه وي البته په فقه کي دومره برلاسى نه لري، چي دټولو مذهبونو دلايل ورته معلوم وي دا هم په امي کي داخل دئ ځکه داسي به حتما پېښه سي، چي ده حنفي مذهب حکم ليدلى وي او دليل يې نه وي ليدلى يا يې دشافعي مذهب حکم نه وي ليدلى او دليل يې ليدلى وي دغه کس که دحنفي مذهب حکم او دشافعي مذهب دليل سره پرتله کړي حتما به داخبره کوي، چي دحنفي مذهب حکم دنصوصو څخه مخالف دئ داچي پوره معلومات ورته نه وي هغه کس امي دئ خلاصه داچي هغه عام علماء، چي په ټولنه کي په دغه سويه دي دا هم اميان دي او تقليد ورباندي لازم دئ.
٣: که هر امي په خپله دقران او حديث څخه دمسائلو څخه استنباط وکړي په لويو خطراتو کي به ولويږي.
٤: علماء هم درجې لري او دهر يوه تقليد او طريقه يې بېله ده.
٥: تقليد قرآن او حديث پرېښودل نه دي بلکي دقرآن او حديث صحيحه زده کړه.
٦: بې علمه يا لږ علم لرونکى کس که خپله دقران او حديث څخه دمسئلې استنباط وکړي او خطا سي نو ګناهکار به وي او که د مجتهد څخه پوښتنه وکړي او مجتهد خطاوتلى وي پر دغه امي کس باندي ګناه نسته.
٧: هر عالم دقرآن او حديث څخه دمسئلو استنباط نه سي کولاى ځکه نو هر دکلي او کوڅې ملا مجتهد نسي جوړېداى او نه به مستقيما دقرآن او حديث څخه دمسـئلو استنباط کوي.
نور مطالب اديان او مذاهب
|
|