دډاکټر ذاکر نایک په ویناوو کې له صحیح عقیدې انحراف
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمإِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَمَن يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ
تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران )ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).
تګ لياره يې د الله جل جلا له ددې حکم پر بنا ده چې فرمايي :الحمدلله نحمده ونستعينه ،ونستغفره ،من يهده الله فلامضل له ،ومن يضل فلاهادی له ، واشهد الااله الله الا الله وحده لاشريک له ، واشهدان محمد ا عبده ورسوله صلی الله عليه وسلم .
|
|
له هند ه په وروستيو كلو كې یوه سړي ځان نړۍ ته دبریښنايې او چاپی میډيا له لارې داسلامي عالم په تو ګه ښکاره کړ ، کرار کرار له ختیځه تر لویدیځ وپیژندل شو ، دنړۍ څو ژبو ته یې کتابونه وژباړل شول ، په مختلفو هېوادوکې یې په زیات شمېر مینوال پیداشو ل ، زمونږ هېواد ته دپیکه دیمکراسي راتلو وروسته هم ځني لیکوالو پښتو اوفارسي ته دنوموړي کتابونو په ژباړلو لاس پورې کړ،حال داچې ددغه ښاغلي په ویناوو اوخبرو داسلامي نړۍ علما ءکلکې نیوکې لري.
ولي هیڅ یوتن ته محض دمطالعي په مټ او په ذهانت اسلامي عالم او محقق نسبت دتأمل وړدی ،څو هغه
دوخت له جیدو علماوو او استادنو زده کړه او استفاده و نکړي، ترهغې پورې د اسلامي علومو شرایط او اصول کماحقه نشې درک کولی، دغه ښاغلی ډاکټر ذاکر نایک نومیږي ، چې
زیاتره عقاید اومعلومات یې جمهور علماوو دمسلک اوعقایدو سره په تضاد اوټکر کې دي، ددې لپاره چې زمونږ دهېواد هغه دوستان چې دعلم او کتاب سره مینه لري ، په دې اړه تیندک ونه خوري دلته دنوموړي ډاکټر صاحب د تیروتنو دآګاهې لپاره داسلامي نړۍ دستري جامعې (دارلعلوم دیوبند) د هغه فتوا متن ژباړه نشرته سپارو، کومه چې هغوئ دنوموړي په اړه صادره کړي څو مسلمانان د کومې مغالطې ښکار ونه ګرځي.
دفتوا لمبر ۱۲۲=۴۴۸دارلعلوم دیوبند
ددارلعلوم دیوبند درنو اومحترمو مفتیانو ! زیدت معالی کم السلام علیکم
ځما پوښتنه داده :چې ډاکټر ذاکر نایک صاحب څنګه سړی دی ؟ ایا دنوموړي عقاید داهل سنت والجماعت سره موافق دي ؟ په حدیث او دعظیم الشان قرآن په تفسیر کې دنوموړي رایه داعتبار وړده کنه ؟ هم دا راز په فقه کې نوموړي مسلک څه دی ؟ هغه دکوم امام مقلد دی ؟ مونږ که دنوموړي خبرو ته غوږ ږدو ایا په هغو عمل کولی شو کنه ؟ مهربانې به مو وي که راته قناعت بښونکي ځواب ولیکئ !
ریاض احمد (اله آباد)
عالیه پرنټرس اترسوئیا( اله آباد ) هند
(دډاکټر ذاکر نایک صاحب په اړه زیاتې پوښتنې راځي ، دغه استفتاء هم ددې لړۍ یوه برخه ده ،چې پکې دډاکټر صاحب دعقیدې ، دهغه دفقهي مسلک ، او دقرآن اوحدیث په اړه دهغه دتشریحاتو په اړه د تفصیلي ځواب غوښتنه شوي ، له دې وجې دډاکتر صاحب دخپلو تقریرونو اولیکنو په رڼا کې دغې استفتاء ته ځواب لیکل کيږي )
بسم الله الرحمن الرحیم
حامداً ومصلیاً مسلماً
الجواب وبا الله التوفیق والعصمة
دډاکټر ذاکر نایک په ویناوو کې له صحیح عقیدې انحراف ، دقرآن کریم په تفسیر کې خپله خوښه کارول، له ساینسي څېړنو څخه مرعوبیت، داسلام ضد غربي افکارو سره هم آهنګې، په فقهي مسایلو کې دسلفو صالحینو ، دامت جمهورو علماوو له لارې نه سرغړونې په څېر ګمراه کوونکې خبرې موندل کېږې، هم دا راز هغه دامت مسلمه دمجتهدینو ایمه وو له اتباع نه د ګرځولو ، دیني مدارسو او دیني علماوو په اړه دعامو خلکو بدګومانه کولو په څېر کوښښو کې مصروف دی، لاندې دنوموړي دځینو ګمراه کوونکو خبرو څومثالونه ولولئ :
۱ـ عقیده :
عقیده یو ډېر نازک څېز دی، پکې لږ لغزش هم کله دایمان لپاره خطر ګرځيدای شي ، په اړه یې د ډاکټر صاحب خبرې په لاندې ډول دي :
الف = وشنو اوبرهما په زریعه دالله بلل جایزدي
ډاکټر صاحب په یوه وینا کې وایي:
الله تعالی دهندوانو دمعبودانو په نومونو بلل جایزدي، لکه" وشنو" درب په معنی او"برهما" دخالق په معنی دی ،ددې شرط سره یوځای چې د"وشنو" باره کې داعقیده ولري چې دهغه لاسونه څلور دي، او له بره مرغۍ ورباندې ناستې دې ( اسلام اور عالمي اخوت ۳۳ مخ از ډاکټر ذاکر نایک )
حال داچې دعربې ژبې پرته په هغو الفاظو سره دالله بلل جایزدي، کوم چې تر الله پورې خاص اومختص دي ، له هغو پرته نور جایزندي ، نو "وشنو "او "برهما" چې دهندوانو شعار دی په هغو دالله جل جلاله بلل څنګ روا کېدای شې ؟
(ب ) دالله جل جلاله کلام کوم دی ؟ ددې معلومولو لپاره له ساینس اوټیکنالوجۍ استفاده ضروري ده.
ډاکتر وایي:
هرانسان په دې پوهيږي چې هغه مقدس کتاب یواځي دالله جل جلاله کلام دی او که تاسي غواړئ معلومه کړئ چې کوم کتاب واقعې دالله کلام دی نوهغه له وروستۍ ازموینې یعنې دنوي ساینس او ټیکنالوجۍ نه تیر کړئ که هغه دنوي ساینس سره برابر و نو پوشه چې هم غه دا دالله تعالی کلام دی.
الجواب علی ثلاثین جوابا علی ان ذاکر الهندی واصحاب فکرة منحرفون ضلالا للشیخ یحی الحجوری
ددې کلام نه دډاکټر صاحب ګمراه کوونکي زړورتیا دکتاب الله په باره کې دهغه دفکري بې لارۍ هم داشان له نوي ساینس څخه دخطر تربریده مرعوب ښکاري ، کوم چې هره ثانیه پس بدلون مومي ، ساینسي څېړنې یې داسماني کتابونو بالخصوص دالهي کلام ( قرآن کریم ) دتول لپاره معیار ګرځولې، حال دا چې لوی دلیل چې قرآن دالله تعالی کلام دی پخپله دعظیم الشان قرآن اعجاز دی، دکوم په زریعه چې الله تعالی ځای په ځای په قران پاک کې چیلنج ورکړی دی.
(ج) هرڅوک دفتوا ورکولو حق لري
ډاکټر صاحب وایي:
دهرکس لپاره فتوه ورکول جایزدي ، ولې دفتوه معنا ده رایه ورکول (یاده حواله )
دلته ډاکټر صاحب دفتوه ورکولو په څېر اهم کار ؛په کوم کې چې ( دعلامه ابن قیم رحمه الله په اند ) مفتی دالهي حکمونو په بیانولو کې دکائناتو درب ترجمان وي ، دهغه په نیابت کې دلاسلیک کولو مسؤلیت ورپه غاړه وي.
لم تصلح مرتبة التبلیغ بالروایة والفتیا الا لمن اتصف بالعلم والصدق واذا کان منصب التوقیع عن الملوک بالمحل الذی لاینکر فضله ولایجهل قدره فکیف بمنصب التوقیع عن رب الارض والسموات فحقیق بمن اقیم فی هذا المنصب ان یعد له عدته ویتاهب له اهبته وان یعلم قدر المقام الذی اقیم فیه
په دین کې داري ورکولو څخه په نرم لفظ تعبیر کول یواځي دځان لپاره نه بلکې دهر چا لپاره جواز ور کول دي ، او هغه دعظیم الشان قرآن دا ایت:
فاسئلو ا اهل الذکر ان کنتم لاتعلمون یعنې که تاسي نه پوهیدئ نو دعلم دخانوندانو پوښتنه وکړئ او نبوي حدیث :
من افتی بغیر علم ِ ٍ کان اِثمُه علی من اَفتَاه ( اخرجه ابو دا ود فی سننه :۳۵۹رقم :۳۶۵۹۳ باب تفسیر عن رسول الله صلی الله علیه وسلم )
یعنې که کوم تن پرته دصحیحو معلوماتو فتوه ورکوي نو د ګناه وبال په فتوه ورکوونکي دی ) بلکل له یادایستلي
۲= دعظیم الشان قرآن په تفسیر کې له ځانه تشریح یعنې معنوي تحریف :
دعظیم الشان قرآن دتفسیر معامله نهایتي نازکه ده ، ولې چې مفسر په ایات کریمه کې دالهي مرادتعین کوي، چې د الله جل جلاله دامعنا مرادده ، له دې وجې دنا اهل سړي لپاره په دې وادي کې قدم ایښودل نهایتي خطرناک دی ، په حدیث کې دي :
من قال فی القرآن برأیه فاصاب فقد اخطأ ( اخرجه الترمذی رقم :۲۷۷۶ )
یعنې چې کوم تن پخپل عقل تفسیر وکړ اګرکه اتفاقا صحیح وي؛ بیا هم هغه خطاء کوونکی ګڼل ګېږي .
په یوبل روایت :
من قال فی القرأن برأیه فلیتبوأُ مقعده من النار ( اخرجه الترمذی ج ۵ص : ۱۹۹:رقم ۲۷۷۶)
له دې وجې دمفسر لپاره ګڼ شرایط دي ، مثلاً :دقرآن په ټولو ایتونو نظر لرل ، دحدیثو زخیري په اړه پراخ معلومات درلودل ، په عربي ژبه ، دهغي په قواعدو ،نحو وصرف ، اشتقاق ، فصاحت اوبلاغت په اړه ښه علم درلودل ،ترکومه ځایه چې دډاکټر صاحب خبره ده نو په هغه کې له یادو صفاتو څخه یوضروري صفت هم نشته ، نه هغه دعربي ژبي له قواعدو څخه کماحقه خبردی او نه دحدیثو په زخیره باندې ژور نظر لري ، اونه دفصاحت اوبلاغت سره اشنادی ، ( لاندې مثالونو څخه داخبرې معلومېږي ) د تفسیر په اړه دګمراهۍ کنده کې دپریوتلو چې څومره اسباب دي مثلاً :درسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه وو کرامو رضوان الله علیهم اجمعین او تابعینو څخه دمنقولو تفسیرونو نه مخ اړول ،دزمانې له افکارو څخه مرعوبیت ، او دعظیم الشان قرآن موضوع ناسمه فهمول اوداسي نور په ډاکټر صاحب کې دننه بدر جه اتم شتون لري ، له دې جې لسګونه ایتونه دخپلي ناپوهۍ په وجه یې ناسم فهمولي ، لاندې دهغو څونمونې ولولئ:
(الف )
ایت کریمه : الرجال قوّا مون علی النسآءِ په تفسیر کې ډاکټر صاحب وایي:
خلک وایي چې "دقوام" لفظ معنی ده یوه درجه لوړ؛ خو په اصل کې "قوام" د"اقامة" څخه وتلی دی دا"قامة"مطلب دی ودریدل؛ نو لهذا دقامة مطلب دادی چې نارینه په مسؤلیت کې یوه درجه زیات دی نه په فضیلت کې ؛ ( خطبات ذاکرنایک ص:۲۹۵فرید بک ډپودلی)
ډاکټر صاحب دغرب دمساوات نظریې په ملاتړ کې دقرآنې ایتونو تفسیر دخپلي خوښې سره کولو ، په فضیلت کې دنارینه دیوه درجه لوړوالي نفي وکړه، حال داچې د امت لویو لویو مفسرینو په فضیلت کې دلوړ والي معنی کړيده، لکه ابن کثیر F د الرجال قوامون علی النساء ایت لاندې لیکلي : ای الرجل قیم علی المرأ ة ای هو رئسها وکبیر ها والحاکم علیها مودبها اذا اعوجت
یعنې دنارینه حیثیت دهغه دمیرمنې په وړاندې دحاکم اوسردار دی ، داړتیا په وخت کې میړه خپلې میرمنې ته مناسب تادیب هم ورکولی شي .
هم دا راز داایت کریمه : ولرجال علیهن درجة ٌ په تفسیر کې ابن کثیر رحمه الله لیکلي :
وللرجال علیهن درجة ای فی الفضیلة فی الخلق والمنزلة وطاعة الامر والانفاق والیقام بالمصالح والفضل فی الدنیا ولأ خرة (۱\۲۶۰)
یعنې میړه په فضیلت ، رتبه ، اطاعت ، اونورو کې یوه درجه پورته دی
هم دا راز ډاکټر صاحب کړی تفسیر ددې نبوي حدیث : لوکنت امر احدا ان یسجد لاحد لامرت النسآء ان یسجدن لازواجهن ( اخرجه ابو داود)
یعنې که دالله جل جلاله پرته بل چاته سجده کول جایز وای ، نوما به میر منو ته حکم ورکړی و چې هغوئ دې خپلو میړونو ته سجدي وکړي ، خلاف دی ، له دې وجې که دواړه په فضیلت کې برابر وای اومیړه ته په میرمن باندې هیڅ برترې نه وای په برخه ، نورسول الله صلی الله علیه وسلم میرمنو ته دخپلو میړونو ته دسجدې پشان دنهایتي تعظیم حکم څنګه ورکړی وای
(ب)ډاکټر صاحب ... ددې پوښتنې " قرآن پاک کې شته چې دمور درحم دننه ماشوم دجنس په باره کې الله جل جلاله علم لري ، خو اوس ساینس دومره ترقي کړیده، چې مونږ په آسانۍ سره دالټراسونوګرافی په زریعه د "جنین" تعین کولی شو ایا دا قرآني ایت د طبي ساینس خلاف ندی" په ځواب کې وایي :
دا صحیح ده چې دقرآن پاک د دغه ایت په مختلفو تشریحاتو او ترجمو کې ویل شوي چې یواځي الله جل جلاله پوهیږي چې دمور په رحم کې دشته ماشوم جنس څه دی ؟ خو که ددې ایت عربي متن ملاحظه کړای شي نو وینو چې د دې انګلیسي لفظ (sex )هیڅ عربي متبادل ندی استعمال شوی په اصل کې قرآن چې څه وایي هغه دادي چې په رحمونو کې څه دي ؟ دهغه علم یواځي الله سبحانه وتعالی ته دی، ډېر و مفسرینو ناسمه فهمولې چې هغوئ دا معنی اخیستي یواځي الله تعالی دمو ر په رحم کې جنس پیژنې ، داسمه نده ، دا ایت دجنین دجنس لورته اشاره نکړي؛ بلکې ددې خبرې لورته اشاره کوي چې دمور په رحم کې د شته ماشوم فطرت به څنګه وي ؟ دخپلي مور اوپلا رلپاره به درحمت باعث وي او که دعذاب ..... الخ ( اسلام پرچالیس اعتراضات ص۱۳۰ازډاکټر ذاکر نایک )
ډاکټر صاحب ته دلته دساینسي څېړنو څخه په مرعوبیت دراپیدا سرسرکې نیو کو څخه دځان ژغورلو لپاره دقرآن پاک بل ایت او دصحابه وو اوتابعینو څخه منقول تفسیر شاته په ګرځولو یومعروف معنوي انکار کړی دی ، په لویو لویو مفسرینو باندې تنقید او د هغوئ یې تغلیط کړی دی
ډاکټر صاحب چې کومه معنی بیان کړي "ما "موصوله په عموم کې راځي اوګڼو مفسرینو دیوه احتمال په تو ګه دلومړۍ معنی په ضمن کې دهغې ذکر هم کړی دی، خو ددویمې معنی انکار کول قطعاً صحیح ندی ، له دې وجې ډاکټر صاحب چې دکومې معنی نفې کړيده دهغې لورته درعد سورة په لاندې ایت کې الله یعلم ماتحمل کل انثی وما تغیض الارحام وما تزداد ( الرعد :۸)
یعنې الله تعالی له هرڅه خبرلري هغه میرمن چې حمل لري اوهغه څه چې په کوم رحم کې کمۍ زیاتی کېږي ، اشاره کوي هم داشان مشهور تابعي او دتفسیر امام قتاده F څخه هم دغه معنی مروي ده هغه فرمایې:
فلا یعلم مافی الارحام اذکر ام انثی .... الخ
یعنې دموور په رحم کې چې نارینه دی که ښځینه ددې قطعي علم دالله پرته چاته نشته
هم دا راز ابن کثیر رحمه الله دخپل تفسیر د۶ټوک په ۳۵۵مخ ، علامه نسفي F په دمدارک په ۳ټوک ۲۲۶مخ او امام شوکاني رحمه الله په فتح القدیر کې په ۵ټوک ۴۹۸مخ دپورته ایت هم دغه معنی بیان کړي ،خو ډاکټر صاحب ددې اکابرو له بیان کړي تفسیر څخه انکار کړی او هغه یې ناسم تفسیر ګرځولی او له خپله ځانه کړې معنی په قطعیت باندې مصردی
صحیح ځواب :
ددې ایت مقصد دالله جل جلاله غیب علم ثابتول دي، غیب علم په حقیقت کې هغه یقینې علم ته وایي :چې دکوم ظاهري سبب پرته مخامخ بي له کومي واسطي وي ، طبي آلاتو په واسطه طبییانوته کیدونکی علم نه یقیني وي اونه بلا واسطه ، بلکې هغه خالص ظني او دآلاتو په واسطه حاصلیږي ، له دې وجې الټرا سنو ګرافي له لارې په ترلاسه کېدونکي ظني علم په وجه په قرآني ایت باندې هیڅ اعتراض وارد ندی
(ج)ډاکټر صاحب ددې ایت :یایها النبیُ اذا جاءک المؤمنت یبایعنک علی ان لایشرکن بالله شیئًا ( ممتحنه: ۱۲) په تفسیر کې وایي :
دلته د "بیعت" لفظ راغلی ، او د بیعت په مفهوم کې زمونږ ننې انتخابات هم راځي ، ولې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دالله جل جلاله استازی او دهېواد مشر هم و؛ او د بیعت څخه مراد هغه دحکومت د مشر په حیث منل و؛ اسلام په هغه زمانه کې میرمنوته درایې ورکولو حق هم تفویض کړی و ( اسلام میی خواتین کی حقوق از ډاکټر نایک )
دلته هم ډاکټر صاحب دایت ناسمې تشریح په کولو میرمنوته په انتخاباتو کې دراې اچولو حق ثابتولو کوښښ کوي د بیعت په غرض رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د میرمنو را تلل داوسني دیمکراتیک طرز انتخاباتو قدیم شکل بولي، حال داچې جمهوریت دحقیقت نه چې کوم خلک خبردي ، هغوئ په ښه تو ګه پوهیږي ، چې دډاکټر صاحب دغه تشریح بالکل دواقعې خلاف ده ، او دعظیم الشان قرآن په تفسیر کې دخپل عقل بې ځایه استعمال دی ، ولې چې اوسني جمهوریت له مخي ټول واک لري ، چې دهېواد دمشر غوره کولو لپاره خپله راې ورکړي ، که په کوم سړي کثرت رایه اتفاق ونکړي هغه دهېواد مشر نشي کیدای ، که درسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت کول په حقیقت کې رایه اخستل و، نوایا هغومیرمنو (صحابیاتو ) دا واک درلود چې دمشر په حیث یې درسول الله صلی الله علیه وسلم له منلو انکار هم کړی وو ؟
نور مطالب اديان او مذاهب
|
|