دکوچني اختر دکولو طریقه
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمإِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَمَن يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ
تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران )ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).
تګ لياره يې د الله جل جلا له ددې حکم پر بنا ده چې فرمايي :الحمدلله نحمده ونستعينه ،ونستغفره ،من يهده الله فلامضل له ،ومن يضل فلاهادی له ، واشهد الااله الله الا الله وحده لاشريک له ، واشهدان محمد ا عبده ورسوله صلی الله عليه وسلم .
|
|
دا هغه پوښتني دي،چي دحمادیه مدرسې ددارالافتاء څخه تیر کال جواب سوي دي:
پوښتنه:
دکوچني اختر دکولو طریقه څنګه وي که په لیکلي دول جواب راکړی زه یې ښه زده کړم ځکه هر کال،چي اختر راسي زما څخه یې طریقه هیره سي.
سائل:
محمد عثمان، زوړ ګنج
جواب:
داختر په ورځ باندي مهم کارداختر لمونځ کول دي ځکه په دې ورځ باندي الله ج خپلو ټولو بندګانو ته بخښه کوي کوم عبادات ،چي يې ورکړي وي دهغو بدله ورکوي نو ښه په وقار باندي عیدګاه ته تلل پکار دي، کله،چي صفونه برابر سوه نو لومړی نیت کول پکار دي دنیت الفاظ که ووايي ښه دئ که نه نو صرف په زړه کي به دا نیت کوي،چي زه په شپږو تکبیرونو باندي دوه رکعته داختر لمونځ کوي.
تر نیت وروسته امام تکبیره وايي ته به هم تکبیر ووايي لاسونه به وتړې سبحانک اللهم به ووايي بیا امام تکبیر وايي ته به هم تکبیر ووايي لاسونه به غوږو ته یوسې بېرته به يې ایله کړې بیا امام بل تکبیر وايي ته به يې هم ووایې لاسونه به غوږو ته یوسې بېرته به یې ایله کړه بیا امام دریم تکبیر وايي ته به یې هم ووايي لاسونه به غوږو ته یوسې بیا لاسونه وتړی امام قرائت وايي تاسو به ورته غوږ ونیسئ، پاته دي نه وي ،چي ددوو تکبیرونو تر منځ دومره قدر وقفه کول پکار وي،چي درې ځلي سبحان الله پکښي ویل کیږي. بیا نو دعام لمنځو په څېر امام رکوع او سجده کوي تاسو به یې هم ورسره وکړئ کله،چي امام دوهم رکعت ته ولاړ سو ددوهم رکعت په شروع کي درې تکبیره نه وايي بلکي په دوهم رکعت کي لومړی قرائت وايي بیا ،چي کله رکوع ته ځي تر رکوع وړاندي درې تکبیره وايي، یعني داچي قرائت خلاص کړي دستي تکبیر ووايي ته به یې هم وايې لاسونه به غوږو ته یوسې ایله به یې کړې دوهم او دریم تکبیر به به پر دغه طریقه باندي ووايي امام،چي څلورم تکبیره ووایه رکوع ته ځي ته به هم رکوع ته ورسره ولاړ سي پاته لمونځ به دنورو لمونځو په څېر وکړې.
کله،چي لمونځ خلاص سو بیا به امام دوې خطبې وايي ددواړو خطبو په منځ کي به کښيني ته به هم کښينې غوږ به ورته نیسې.
و يصل الامام رکعتين فيکبر تکبيرة الافتتاح ثم يستفتح ثم يکبر ثلاثاً ثم يقرء جهرا ثم يکبر تکبيرة الرکوع فاذا قام الی الثانية قرأ ثم کبر ثلاثاً و رکع بالرابعة ... و يرفع يديه فی الزوائد و يسکت بين کل تکبيرتين مقدار ثلاث تسبحيات کذا فی التبين و به افتی مشايخنا و يرسل اليدين بين التکبيرتين و لا يضع هکذا فی فتاوی قاضی خان. فتاوی هنديه: ج ۱، ص ۱۵۰، باب صلاة العيدين
ثم يخطب بعد الصلاة خطبتين و يجلس بينهما جلسة خفيفه. فتاوی هنديه: ج ۱، ص ۱۵۰، باب: صلاة العيدين (درالمختار: ج ۱، ٦۱۷، باب العيدين).
والله اعلم بالصوب
مولوی عبدالهادي حماد
۱۷\۹\۱۴۳۵هـ ق
پوښتنه:
پخوا په قندهار کي یوازي په عیدګاه کي لمونځ کېدئ اوس په زیاتو جامع ګانو کي داختر لمونځ کیږي که څوک لوی عیدګاه ته نسي ولاړ نژدې دکور سره په یوه جامع کي لمونځ وکړي دغه لمونځ یې صحیح کیږي که یا؟
سائل:
احمد، مسعود احمد
جواب:
دښار په مختلفو ځایونو کي داختر لمونځ کول جایز دي یعني دلوی عیدګاه تر څنګ په نورو جامع ګانو کي هم لمونځ کول جایز دي هیڅ ممانعت باندي نسته.
تؤدی بمصر واحد بمواضع کثيرة اتفاقا (درالمختار، باب العيدين: ج ۱، ص ٦۱۸).
والله اعلم بالصوب
مولوی عبدالهادي حماد
۱۷\۹\۱۴۳۵هـ ق
دنورو لمونځونو سره داختر دلمانځه توپیرونه:
داختر لمونځ دنورو لمونځونو سره توپیر په څو شیان کي لري،چي دلاندي شیانو څخه عبارت دي:
۱: داختر لمونځ دجماعت پرته نه ترسره کیږي، ترداسي بریده،چي که یو رکعت دامام سره وکړي بیا یې په یوه وجه لمونځ فاسد سو لا هم قضا نه سي راوړلای، البته که دنور خلک هم ورسره وه بیا یې قضا لازمي ده.
والامام لوصلاها مع الجماعة و فاتت بعض الناس لايقضيها من فاتته حرج الوقت او لم يخرج (هنديه، باب العيدين: ج ۱، ص ۱۵۲).
۲:داختر په لمانځه کي شپږ تکبیرونه سته خو په نورو لمونځو کي نسته.
۳: داختر او جمعې په لمونځونو کي دامام څخه څه سوه وسي سجده دسهو دي نه کوي نور لمونځونه داسي نه دي.
والسهو فی الصلاة العيد والجمعة والمکتوبة والتطوع سواء والمختار عندالمتأخرين عدمه فی الاولين لدفع الفتنة کما فی جمعة البحر و أقره المنصف و به جزم فی الدرر (درالمختار، باب سجود السهو: ج ۱، ص ۵۵٦).
۴: داختر دلمانځه لپاره اذان او اقامت نسته دنورو لمونځونو لپاره سته.
عن جابر بن سمرة قال صليت مع رسول الله صلی الله عليه وسلم العيدين غير مرة ولا مرتين بغير اذان و لا اقامة. (رواه مسلم، مشکوة، باب العيدين: ج ۱، ص ۱۲۵).
که عذر وي داختر لمونځ دي بلي ورځي ته واړوي:
که داختر په ورځ څه عذر مثلا سخت باران وي لمونځ نسي کېدلای دوهمي ورځي ته ديې واړوي البته دکوچني اختر لمونځ تر دوهمي ورځي پوري ځنډولای سي او دلوی اختر لمونځ تر دذوالحجې تر دیارلسم تاریخ پوري ځنډولای سي.
پاته دي نه وي ،چي که دکوچني لمونځ دعذر پرته تر خپل وخت واوړي بیا یې قضا نسته او نه بیا صحیح کیږي او دلوی اختر لمونځ که دعذر پرت وځندېدئ نو تر دیارلسم تاریخ پوري صحیح کیږي خو مکروه دئ.
وتؤخر صلاة عيدالفطر الی الغد اذا منعهم من اقامتها عذر ... و لا تؤخر الی بعد الغد ... و اذا احدث عذر يمنع من الصلاة فی يوم الاضحی صلاها من الغد و بعد الغد و لا يصلها بعد ذلک (هنديه، باب العيدين: ج ۱، ص ۱۵۲).
ثم العذر ههنا لنفی الکراهة حتی لو أخروها الی ثلاثة أيام من غير عذر جازت الصلاة و قد أساؤا و فی الفطر للجواز حتی لو أخروها الی الغد من غير عذر لا يجوز هکذا فی التبين (هنديه، باب العيدين: ج ۱، ص ۱۵۲).
پوښتنه:
داختر په لمانځه کي تکبیرونه وي درې تکبیره په اول رکعت کي دي او درې تکبیرونه په دوهم رکعت کي او دواړه دامام سره ویل کیږي، که امام لمونځ شروع کړي وي تکبیرونه یې ویلي وي یو کس راسي دامام سره په لمانځه کي شریک سي نو اوس په څنګه کوي هغه تکبیرونه به راګرځوي که یا؟ همدا ډول که درست رکعت دچا څخه تېر سوی وي نو څنګه به یې راګرځوي؟
سائل: محمد ګلاپ
جواب:
دلومړۍ پوښتني جواب:
که امام قرائت شروع کړی وي مقتدي راسي نو لومړی دي تکبیرونه ووايي بیا دي دامام قرائت ته غوږ کښیږدي او که امام رکوع ته تللی وو بیا دي وګوري که يې ګومان داوو،چي زه تکبیرونه ویلای سم امام دکوع څخه نه پورته کیږي نو لومړی دي تکبیرونه ووايي بیا دي رکوع ته ولاړ سي او که یې ګومان داوو ،چي امام درکوع څخه پورته کیږي نو سیده دي رکوع ته ولاړ سي البته دتسبیح پر ځای دي تکبیرونه ووايي ، په رکوع کي دتکبیرونو ویلو پر مهال دي لاسونه غوږو ته نه پورته کوي او که یو یا تکبیره ځني پاته امام پورته سو هغه دي پریږدي ور معاف دي.
ددوهمي پوښتني جواب:
که دچا څخه یو رکعت تېر سوی وي دامام سره دي دوهم رکعت وکړي کله،چي امام سلام وګرځاوه دوهم رکعت دي راوګرځوي البته تکبیرونه دي تر قرائت وروسته ووايي یعني داچي که یې دامام سره دغه رکعت کړی وای نو تر قرائت مخکي به یې تکبیرونه ویلای اوس،چي رکعت ځني تېر سوی دئ مقتدی یې بېرته راګرځوي نو لومړی دي قرائت ووايي بیا دي تکبیرونه ووايي.
ولو ادرک المؤتم الامام فی القيام بعد ما کبر کبر فلو لم يکبر حتی رکع الامام قبل ان يکبر الموتم لا يکبر فی القيام و لکن يرکع و يکبر فی الرکوع علی الصحيح (درالمختار: ج ۱، ص ٦۱۷، بهشتي زيور: ج ۱، ص ۳٦۲).
و لو سبق برکعة يقرأ ثم يکبر لئلا يتوالی التکبير (درالمختار، باب العيدين: ج ۱، ص ٦۱٦).
که امام خطاوتی:
که امام خطاوتی تکبیرونه یې هېر سوه په رکوع دي تکبیرونه ووايي بېرته دي ولاړي ته نه راګرځي که را وګرځېدئ هم جایز دئ، لمونځ یې نه فاسدیږي خو سجده دسهو هم پکار نه ده.
والسهو فی الصلاة العيد والجمعة والمکتوبة والتطوع سواء والمختار عندالمتأخرين عدمه فی الاولين لدفع الفتنة کما فی جمعة البحر و أقره المنصف و به جزم فی الدرر (درالمختار، باب سجود السهو: ج ۱، ص ۵۵٦).
کما لو رکع الامام قبل أن يکبر فان الامام يکبر فی الرکوع و لا يعود الی القيام ليکبر فی ظاهر الرواية ... الخ (درالمختار مع ردالمختار: ج ۱، ٦۱۷).
والله اعلم بالصواب
مولوی عبدالهادي حماد
۲۶\۹\۱۴۳۳هـ ق
پوښتنه:
ما داسي اورېدلي دي،چي داختر په ورځ باندي نفل کول مکروه دي ما ته دا سوال پیدا دئ،چي داختر ورځ ښه دبرکت ورځ باید لا ډېر نفلونه کېدلای نو ولي نفل کول مکروه دي؟
سائل:
وکیل احمد.
جواب:
داختر په ورځ باندي نفل کول مکروه نه دي ا لبته داختر تر لمانځه مخکي په کور او عیدګاه دواړو کي مکروه دي او داختر تر لمانځه وروسته په عیدګاه کي نفل کول مکروه دي او په کور کي جایز دي نور ټوله ورځ نفلونه کول جایز داچي داختر لمونځ په دې ورځ کي اهم عبادت دئ نو دنفلو پر ځای ټول پام داختر لمانځه ته کول پکار دي او درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه هم په دغه وخت کي ثابت نه دي سره ددې،چي درسول الله صلی الله علیه وسلم دلمانځه سره زیات محبت وو او پر نفلو کولو باندي زیات حارص وو.
همدا ډول ښځي او معذور کسان،چي داختر لمانځه ته نه ځي هم داختر تر لمانځه مخکي نفل نه کوي.
ولا يتنفل قبلها و کذ بعدها فی مصلاها فانه مکروه عندالعامة و ان تنفل بعدها فی البيت جاز (درالمختار، باب العيدين: ج ۱، ص ٦۱۴).
(ولا يتنفل قبلها مطلقا) سواء کان فی المصلی اتفاقاً او فی البيت فی الأصح و سواء کان ممن يصلی العيد او لا حتی ان المرأة اذا ارادت صلاة الضحی يوم العيد تصليها بعد ما صلی الامام فی الجبانة افاده فی البحر (ردالمختار: ج ۱، ص ٦۱۳).
والله اعلم بالصواب
مولوی عبدالهادي حماد
۲۶\۹\۱۴۳۳هـ ق
نور مطالب اديان او مذاهب
|
|