راشئ قران طرف ته
د قرآن کريم دوه نومونه ذاتي او ۵۵ صفاتي دي، د ذاتي نومونو څخه يې یو قرآن دی چې معنی يې لوستل دي، او بل يې کتاب دی چې معنی يې ليکل شوې دی چې ياد نومونه دواړه په قرآن کريم کې ذکر شوي دي.
(لو أنزلنا هذا القرآن) او (ذالک الکتاب لاريب فيه) قرآن کریم په نړۍ کې تر ټولو زيات لوستونکی کتاب دی، او د ليکنې له اړخه تر ټولو محفوظ هم دی، د ۱۴ سوه کالو په تېرېدو سره په دې کتاب کې د زور (فتحې) او زير (کسرې) زياتوالی يا کم والی هم نه دی راغلی، مونږ ويلای شو چې له يوې خوا نه دا قرآن د لکونو حافظانو په سينو کې ساتل شوی دی او له بلې خوا د میلیونونو کتابونو غېږه هم د قرآن کریم له الفاظو ډکه ده، او الله تعالی هم په خپل کلام کې دې ټکي ته اشاره کړې ده او فرمايي: انا نحن نزلنا الذکر و انا له لحافظون. (مونږه دا ذکر (قرآن) نازل كړی دى او مونږ په خپله ددې ساتنه کوو) په مسلمانانو د قرآن حقوق په بنسټيز ډول قرآن کریم پر مسلمانانو پنځه حقه لري چې په لاندې توګه یې يادونه کوو: 1. منل (ايمان راوړل) آمن الرسول بما انزل اليه من ربه والمومنون (الآیه) 2. لوستل (تلاوت کول) يتلونه حق تلاوته (الآیه) 3. پوهېدل (تذکر او تدبر کول) افلا يتدبرون القرآن ام علی قلوب اقفالها (الآیه) 4. عمل کول (بالفعل يې احکام نافذول) ما آمن بالقرآن من استحل محارمه (الحدیث) 5. خپرول (نورو ته رسول او تبليغ کول) بلغ ما انزل اليک (الآیه) ولې اوسني مسلمانان له قرآن سره څه کوي؟ په اوسنۍ زمانه کې مسلمانان د قرآن د پنځه حقونو د اداء کولو پر ځای د قرآن سره داسې چلند کوي چې بلکل د قرآن د پنځه حقونو پر خلاف دي چې په لاندې ډول ترې د قرآن د حقوقو په څْر په پنځو شمارو کې يادونه کوو: 1. د لور د واده پر وخت ورته يو جلد مصحف (قرآن کریم) د برکت په خاطر ډالۍ کول، تر څو د مْړه کور ته يې له ځان سره يوسي. 2. د لور د ودېدو پر مهال قرآن ورته په سر نيول. 3. فال نيول. 4. د حمل پر وخت د ښځې سر ته قرآن کریم کېښودل. 5. د وفات پر وخت مړي ته د ثواب د بښلو په خاطر ختمونه کول. دا کتاب د دې پر ځای چې د هدايت سبب وګرځوو، مونږ ورڅخه د مرګ د نسخې په ډول استفاده کوو. علامه اقبال رحمه الله دې حقيقت ته په خپل يو شعر کې داسې اشاره کړې ده: به آياتش تراکاری جز اين نيست که از ياسين او آسان بميری ژباړه: ستا د قرآن سره بغير له دې چې د ياسين سورت ولولئ او مرګ درته اسان شي بل هېڅ تړاو نه شته. په صحيح معنا د قرآن پېژندونکي کومو کسانو چې قرآن کریم په صحیح او تمامه معنا پېژندلی دی، د هغوی يادونه په لاندې ډول کوو: • جبرئيل عليه السلام او قرآن. • رسول الله صلی الله عليه وسلم او قرآن. • عمر فاروق رضی الله عنه او قرآن. • عايشه او فاطمه رضی الله عنهما او قرآن. • امام احمد بن حنبل رحمه الله او قرآن. • امام ابوحنيفه رحمه الله او قرآن. • شيخ الهند مولانا محمود الحسن رحمه الله او قرآن. • علامه اقبال رحمه الله او قرآن • مولانا رحمه الله او قرآن • عبد الرحمان بابا رحمه الله او د آخرت فکر حضرت جبرئيل عليه السلام او قرآن جبرئيل عليه السلام د الله جل جلاله جليل القدر مَلک دی، هغه هم د قرآن کریم له نزول سره د ډاډ او سکون ساه واخيسته، يو وار يې رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په خبرو کې وويل: ستا د راتلو نه مخکې زه د خپل انجام په هکله سخت وېرېدلم، ځکه ما د شيطان انجام ليدلی ؤ، خو کله چې تاسې په بعثت مبعوث شوئ، او دا آيت نازل شو چې: (إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ ذِى قُوَّةٍ عِندَ ذِى الْعَرْشِ مَكِينٍ مُّطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ) (تکوير ۱۹،۲۰،۲۱) ژباړه: دا په اصل كې د يوه ستر استازي ويناده، چې د ډېر قوت لرونكي، دعرش د څښتن پر وړاندې لوړه مرتبه والادی، دهغه حكم منل كېږي هلته هغه د ډاډ وړ دی. د دې آيت تر نازلیدو وروسته ماته ډاډ حاصل شو، ځکه الله تعالی ماته امانت دار خطاب کړی ؤ. رسول الله صلی الله عليه وسلم او قرآن د رسول الله صلی الله عليه وسلم تعلق د قرآن سره د عائشې رضی الله عنها له دې قول نه په ښه ډول معلومېږي، چې فرمايي: (کان خلقه القرآن) د هغه اخلاق د قرآن کريم د تعليماتو يو څرګند تصوير ؤ. يوځل رسول الله صلی الله عليه وسلم ابی بن کعب را وغوښت او ورته يې وويل: ماته قرآن واوروه، ابي بن کعب رضي الله عنه ترېنه په حيرانتيا وپوښتل: زه قرآن ولولم؟ په داسې حال کې چې قرآن کریم پر تاسې نازل شوی دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: الله تعالی فرمايلي دي چې ابي به قرآن لولي، ابي وويل: آيا الله تعالی تاسې ته زما نوم واخيست؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هو الله تعالی راته ستاسې نوم واخيست، له دې سره ابي بن کعب د قرآن په لوستلو پيل وکړ، کله چې دې آ يت ته راورسېده: (فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِن كُلِّ أمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَـؤُلاء شَهِيداً).(النساء ۴۱) نو څرنګه (حال) به وي په هغه وخت کې چې راولو مونږ له هر يوه (پخواني) امت څخه يو شاهد ( ددوی له انبياو څخه ) او راولو مونږ تا (ای محمده) پر دغه (امت باندې) شاهد (احوال ويونکی) کړې یې. د رسول الله صلی الله عليه وسلم په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې او بې اختياره يې وويل: (حسبك حسبك)، بس کړه بس، ابی چې کله د رسول الله صلی الله عليه وسلم مخ مبارک ته وکتل نو ګوري چې د رسول الله صلی الله عيله وسلم له سترګو بې اختياره اوښکې روانې دي. د قرآن د عظمت په هکله د رسول الله صلی الله عليه وسلم يو څو احاديث د نمونې په ډول دلته رانقلوو: خيرکم من تعلم القرآن وعلمه (تاسو کې غوره هغه څوک دی چې قرآن ياد کړي او بيا يې نورو ته وښايي). ما امن بالقرآن من استحل محارمه (چا چې د قرآن حرام کړي شيان حلال وبلل هغه په قرآن ايمان نه دی راوړی) من شغله القرآن عن ذکری ومسالتی اعطيته افضل ما اعطی للسائلين ( څوک چې قرآن داسې مشغول کړي چې زما د ذکر او سوال وخت هم ورته پيدانشي، نو هغه ته به زه د سائلين نه زيا ت عطا کومه. يا اهل القرآن لا تتوسدوا القرآن ( د قرآن نه تکيه مه جوړوئ) واتلوه حق تلاوته انا الليل او النهار ( او داسې يې تلاوت کړئ لکه څنګه چې يې حق دی، شپه او ورځ) وافشو ( دا خپور کړئ ) وتغنوه ( او دا په خوش اوازی سره ولولئ) وتدبرو ( او په دې کې تدبر وکړئ ) لا يشبع منه العلماء (علماء پرې نه مړېږي) ولا يخلق عن کثرة الرد ( او په بيا لوستلو سره ددې په خوند کې کمي نه راځي) لاتنقضی عجائبه ( او ددې عجايب نه ختمېدونکي دي ) و هو حبل الله المتين ( او دا د الله تعالی کلکه او مظبوطه رسۍ ده. عمر فاروق رضي الله تعالی عنه او قرآن يو وار عمر رضی الله تعالی عنه د څښلو لپاره د اوبو غوښتنه وکړه، خو د اوبو پر ځای ورته شربت راوړل شو، عمر رضی الله عنه چې کله د شربت په څښلو پيل وکړ نو په سترګو کې يې اوښکې راغلې، شربت راوړونکي ترې د ژړا د علت پوښتنه وکړه، حضرت عمر رضی الله تعالی عنه ورته په ځواب کې وويل: ماته د قرآن دا آيت راياد شو چې الله تعالی فرمايي: أَذْهَبْتُمْ طَيِّبَاتِكُمْ فِي حَيَاتِكُمُ الدُّنْيَا وَاسْتَمْتَعْتُم بِهَا فَالْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ فِي الأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنتُمْ تَفْسُقُونَ ( احقاف) ژباړه: هغوی ته به وويل شي، تا د خپلې برخې پاک شيان په خپل دنياوي ژوند کې ختم کړي دي، نو نن به درته د ذلت عذاب درکړل شي، ځکه تا په ځمکه کې په ناحقه تکبر کاوه او حکم عدولي دې کوله. عائشه رضي الله عنها او قرآن يو وار ام المومنين حضرت عائشې رضي الله عنها دا آيت ولوست، په زړه يې ورته اثر وکړ، ټوله شپه يې همدا آيت تکراروه او ژړل يي: وَبَدَا لَهُم مِّنَ اللَّهِ مَا لَمْ يَكُونُوا يَحْتَسِبُونَ. (الزمر ۴۷) ( او هغه سره به د الله تعالی له لورې داسې معامله وشي، چې د هغه په ګمان کې به هم نه وي) نوموړې د خپل راتلونکي په اړه فکر کاوه او لړزيده. فاطمه رضی الله عنها او قرآن روايت دی چې د ژمي په اوږدو شپو کې فاطمې رضی الله عنه د ماخستن لمونځ د اداء کولو وروسته د دوه نور رکعتونو نيت وتاړه، په لمانځه کې د قرآن کريم تلاوت دومره خوند ورکړ چې همداسې يې آيتونو پسې آتونه لوستل کله يې چې سلام وګرځاوه ګوري چې سحر شوی دی، په ژړا يې پيل وکړ او عرض يې وکړ: ای الله ستا شپې دومره لنډې شوې چې ما د دوه رکعتونو نيت وتاړه او ستا شپه خلاصه شوه. امام احمد بن حنبل رحمه الله او قرآن امام احمد بن حنبل رحمه الله د وخت خليفه په دې پوښتنې چې قرآن مخلوق دی او که نه؟ دومره درې وواهه که چېرې دومره درې فيل هم وهل شوی وی نو خوړين شوی به وی، ليکن امام احمد بن حنبل د قرآن سره د تعلق له امله دا هر څه په آرامۍ سره وزغمل. امام ابوحنيفه رحمه الله او قرآن امام ابوحنيفه ته امام اعظم هم ويل کيږي، نوموړی په حقيقت کې تابعي دی، ځکه د نوموړي ملاقات د رسول الله صلی الله عليه وسلم د جليل القدر صحابي حضرت انس رضی الله عنه سره شوی ؤ، امام اعظم رحمه الله يوازې د روژې په مبارکه مياشت کې ۶۳ ځلې د قرآن ختم کاوه. شيخ الهند مولانا محمود الحسن رحمه الله او قرآن د شيخ الهند محمود الحسن معمول ؤ، چې د ماخستن لمانځه نه نيولې تر سهاره پورې به يې په تراويح لمونځ کې قرآن کريم تلاوت کاوه. علامه اقبال رحمه الله او قرآن علامه اقبال هغه شخصيت دی چې د قرآن اصلي او شامل مفهوم يې پېژندلی او پخپله بې پناه او خوږه شاعرۍ کې يې د قرآن مفاهيم ځای په ځای کړي دي، په نويو تعليم يافته اشخاصو کې علامه اقبال هغه شخص دی چې د قرآن نه بې حده متاثره او د قرآن عملي کوونکی ؤ، چې د قرآن تعليم يې په خپلو اعمالو او شاعرۍ کې خلکو ته رسولی دی. د علامه اقبال رحمه الله يو فارسي شعر په دې هکله ډېر مشهور دی چې فرمايي: گر تو مې خواهي مسلمان زيستن نيست ممکن جز بقرآن زيستن يعنې که ته غواړې چې د يو واقعي مسلمان په توګه ژوند تېر کړې نو دا بغير د قرآن نه امکان نلري. مولانا رحمه الله او قرآن د قرآن سره دمولانا رحمه الله تعلق د نوموړي د لاندې خبرو نه چې د قرآن په هکله يې کړي دي په ښه شکل څرګنديږي: ما د نوې فلسفې، ساينس، اقتصاد، سياست او نورو علومو په هکله کافي مطالعه درلوده او په دې هکله مې د نړۍ د مشهورو علماوو کتابونه مطالعه کړي وو، ليکن کله مې چې سترګې پرانستې او قرآن مجيد مې مطالعه کړ، داسې راته محسوس شوه لکه: دعلم سمندر چې په ګوته راغلی وي او زړه مې غواړي دا ټول سمندر په يوه ورځ کې وچ کړم او ويې څښم، کله چې قرآن کې نور هم مخکې تلم پورته ټول علوم راته هېڅ ښکاره شول، کانټ، هيګل، نټشي، مارکس او د نړۍ لوی لوی مفکرين راته ماشومان ښکارېدل، په بېچاره ګانو مې زړه درد کاوه ځکه هغه مسايل چې له کلونو راهيسې يې دحل کولو لپاره دوی هڅې کولې او په دې هکله يې لوی لوی کتابونه هم ليکلي وو او بيا هم د يوې واقعې حل لارې ته نه رسېدل، هغه قرآن په دوه دوه فقرو کې حل کړي وو، که چېرته ما له دې کتاب سره يارانه نه وې پيل کړې نو کيدای شي ټول عمر مې په عبثياتو کې تېر شوی وی. بس زه خو په دې عقيده يم چې زما اصلي محسن همدا کتاب دی، دې کتاب زما ژوند کې انقلاب راووست، زه يې له حيوانيت نه انسانيت ته او له تيارو نه يې رڼايې ته راکش کړم، دې کتاب ما ته داسې چراغ په لاس کې راکړ چې د هرې مبهمې او نامعلومې موضوع حقيقت مې پرې روښانه کاوو. زما لپاره قرآن شاه کليد (Master Key) ده، چې د ژوندانه د هرې مسئلې قفل پرې په اسانۍ سره خلاصولی شم، او هغه چا چې دا کتاب رالېږلی دی او داسې يو لوی احسان يې پر ما او په ټول انسانيت کړی دی د هغه د شکر اداء کولو نه زما ژبه عاجزه ده. عبد الرحمان بابا رحمه الله او د آخرت فکر دا چې د پښتو ستر شاعر او دیندوست عبدالرحمن بابا دنياوي او اخروي ژوند ته په کومه سترګه کتل د هغه د شعرونو نه په ښه شکل څرګنديږي، نو زه هم دلته د رحمان بابا د يو څو شعرونو مفهوم رانقلوم، البته يادونې ته اړ يم چې ووايم د رحمان بابا د فکر منبع هم قرآني تعليمات وو: • ستا اړتيا له يوې ډوډۍ او يوې زړې کمپلې څخه پوره کيږي، داسې نشي چې د غوښې او وريجې د نشتون له امله د ژوندانه کار ته شا کړې. • د لباس هدف د عورت پټول دي نه دا چې د تاج او جواهراتو استعمال. • کله چې ته ددې دنيا د تيارو نه ډاريږې، نو بيا د قبر د تيارو په هکله تاسره څه علاج دی. • د دنياوي کارونو لپاره دې ټول عمر ملا کږه کړې ده، خو کله چې د دوه رکعته لمونځ وخت راشي نو کږه ملا دې بيا ماته وي. • مار چې کله د سوري خوا ته نژدې شي نو خپل ځان برابر او مستقيم کړي، خو ته هره ورځ د قبر خوا کې تيرېږې او بيا هم صحيح لارې ته نه راګرځې. • که زما نه اورې نو خپله سترګې خلاصه کړه برباد به شې که ځان د قرآني تعليماتو تابع نه کړ، ته حيوان يې که بني ادم |
|
اي زما ګران قرآنه ستا نه بښنه غوړم
الله تبارك و تعالي فرمايلي دي(( وقال الرسول يارب إنَّ قومي اتخذوا هذا القرآن مهجورا)) ترجمه: او رسول واي اي پروردګاره زما قوم دا قرآن (د ځانونو نه) ليري كړی دی.
وايې چې كله خالد ابن وليد (رضی الله عنه) څه وخت جهاد كې مصروف وو نو بيا چې كله راستون شو نو قرآن كريم يې په غيږ كي ونيولی وو او مچي يې كړ او سخت يې وژړل او ويل يي (( شغلنا عنك الجهاد)) جهاد ستانه مصروفه كړي يو!!!
اي خالد ابن وليده! زمونږ او ستا په منځ كي فرق ډير زيات دی ته د قرآن نه جهاد بوخت كړی وي او تاته د تلاوت فرصت نه وو خو مونږ د قرآن نه په ساعتونو د تلويزيون كتلو بوخت كړي يو. مونږ د انترنت په صفحه په چټ كولو خپل ساعتونه وخت ضايع كوو او بيهوده بحثونو او مجلسونو ته اوږده وختونه وركوو مونږ د تليفون په وړيا ساعتونو كي د خپل عمر تر ټولو قيمته شيبي خاوري كوو او ددي وختونو نيم هم د قرآن تلاوت ته نه وركوو! افسوس!
حضرت عثمان ذي النورين (رضی الله عنه) فرمايې: (( لوطهرت قلوبنا ماشبعنا من كلام ربنا)) كه مو زړونه پاك واي د الله د كلام نه به ماړه شوي نه واي.
اما مونږ! اي حضرت عثمانه! چي كله غواړو د قرآن تلاوت وكړو نو خوب غلبه راباندي وكړي او سرونه مو زانګي او په همدغه وخت كي د رسول الله (صلی الله عليه وسلم
) هغه قول چي وايې (( إن لجسدك عليك حق)) ستا د بدن په تا باندي حق شته- نو ځانونو ته بهانه ګورو او قرآن بند كړو او سرونه خوب ته كيږدو!! دا مو هير شي چې (( إن لقرآن علينا حقوق)) قرآن لره په مونږ حقونه دي داحقونه بايد پوره كړو او هيڅكله بايد د قرآن حق ضايع نه كړو.
اي زما قرآنه ستا نه بخښنه غواړم. مونږ ته هير كړی يې او د خپلو مشكلاتو دحل پسي وتلي يو او دا مو هم هير كړي چي الله ج وايې (( و من اعرض عن ذكري فإن له معيشةً ضنكا)) او چاچې زما له ياده مخ واړاوه دهغه ژوند به په تنګۍ کې وي.
اي زما قرآنه ستا نه بښنه غواړم. چي دا مو هير كړي چي د حل لاره د الله (جل جلاله) سره د وصل او تړون لار ده.
اي زما ګران قرآنه ستا نه بښنه غواړم. ما ستا په حق كي جفا كړيده ما ستا د خلاصولو نه ډير زيات د انټرنټ صفحي خلاصي كړي او دهغه نه زيات مي د تلويزيون چينلونه خلاص كړي. او ستا خلاصول تنها د سهار د لمانځه وروسته په يوه ګړي كي خلاصه شوي دي. زما ګران قرآنه اميد لرم چي په ماباندي د قيامت په لويه ورځ شهادت ورنكړي. ځكه د انټرنټ د صفحو د خلاصولو څخه مي د نيكۍ او خير نيت و خو وروسته د ښه او بد ميزان رانه خراب شو.
اي زما ګران قرآنه ستا نه بښنه غواړم. چي ما د ورځپاڼو په بي فايدې مطلوبونو وخت تير كړی او ستا له تلاوت نه ليرې پاتې شوی يم.
اي زما ګران قرآنه ستا نه بښنه غواړم. ما ستا حفظ كړي سورتونه هير كړي او نور نوي سورتونه مي نه دي حفظ كړي !! آيا ددي خطا نه بخښنه راته كوي؟!!
اي زما قرآنه !! ما ستا يوه جيبي وړه نسخه لاس ته راوړي وه او تل به مي د ځان سره ساتله ترڅو د خپل بيكاري په شيبو كي ستا تلاوت وكړم !! په هغه شيبو كي چي په انتظارځايونو كي به د كوم كار لپاره ناست وم!! حال داچې په بيهوده كارونو خپل اصلي او قيمتي وختونه لګول!
اي زما قرآنه! ماته بښنه وكړه له دي وروسته مي شعار دادی چې (( اي زما ګران قرآنه ته مي دوست يي ته مي په ژوندانه كي اول يې ستا تلاوت به كوم او ستا سره مينه لرم.))
ماشوم د قران په سیوري کې: ۲۵ عملي لارې
لاندینۍ لارښوونې باید له خپل ماشوم سره په منظمه توګه پلې کړو ترڅو د قران په سیوري کې را لوی شي.
1. میندې دې د حمل په موده کې قرآن ته غوږ شي
پدې کار سره جنین له نفسي او روحي پلوه اغیزمن کیږي، کله چې د ماشوم مور تلاوت کوي یا ورته غوږ نیسي نو د هغې د راحت سبب کیږي چې دغه احساس په جنین هم تاثیر کوي. له همدې امله کښښ وکړﺉ د حمل په موده کې په ورځنۍ توګه تلاوت وکړۍ که څه هم چې لږ وي.
2. کله چې ماشوم د تي رودلو په موده کې وي هم د قران تلاوت کوی او یا یې اورﺉ.
په ورځ کې لس یا پنځلس دقیقې تلاوت کول د ماشوم ذهن له قران سره روږدی کوي او په راتلونکې کې له ماشوم سره د قران په حفظولو کې مرسته کوي.
3. د ماشوم په حضور کې تلاوت کوﺉ
4. ماشوم ته مو یو ځانگړی قران هدیه کړﺉ
ماشوم ته د لوبو د اسبابو په څیر قران هم هدیه کړﺉ او دا قران د هغه په نامه کړﺉ.
5. د قرآن د ختم په ورځ یو محفل جوړ کړﺉ
کله چې ماشوم قران کریم ختم کړ نو تاسې پدې ورځ یو محفل جوړ کړﺉ او خپل ماشوم ته پکې یوه ډالی هم ورکړﺉ. پدې کار سره له قران سره د ماشوم شوق او علاقه ډیریږي او هر کله پدی فکر کې وي چې کله به بیا قران ختموي.
6. ماشوم ته مو د قرآن کیسې واورﺉ
د ماشومانو دا خاصیت دی چې کیسی ډیرې خوښوي، نو تاسې مو ماشوم ته د قران کیسې ډیری اوروﺉ او د کیسو په منځ کې ورته هماغه مربوط آیت هم تلاوت کوﺉ ترڅو د ماشوم اړیکې له قرآن سره ډیرې شي.
7. ماشوم ته قراني مسابقې جوړې کړﺉ
که ممکنه وي مور دې خپل ماشومان په خپلو منځو کې په قراني مسابقو سره بوخت کړي او یا دې ترینه داسې پوښتنې وکړي چې د ماشوم له سویې سره برابرې وي. مثلا: د قریش په سورت کې سفر په کوم نامه یاد شوی؟ ځواب یې رحله دی او یا د قریش په سورت کې د کال د کومو فصلونو یادونه شوې؟ چې ځواب یې الشتا؛ والصیف دي….
8. محیطي عناصر له قرآن سره وتړﺉ
لکه د مځکی، اسمان، ستورو، سپوږمۍ او داسې نورو ارتباط له قران سره وښیئ.
9. قراني مسابقې جوړې کړﺉ
له ماشوم څخه پوښتنه وکړﺉ چې فلانۍ کلمه په کوم ځای کې ده نو هغه مجبوریږي له قراني قاموس څخه استفاده وکړي چې پدی وخت کې له ډیرو آیتونو سره آشنا کیږي او د دی پوښتنو طریقه باید د ماشوم له سویې سره برابره وي.
10. قرآن مو له ماشوم سره ملگري کړﺉ
په هر ځای کې باید له ماشوم سره قران وي: مثلا د عم سپاره باید ورسره وي. دا مو د ماشوم روح آرام ساتي او د ډار او ویرې پر وخت مطمئن وي، البته ماشوم مو لومړی باید د قران په آدابو پوهولی وي.
11. ماشوم مو په ځانگړیو وسایلو له قران سره نږدې وساتئ
مثلا د قران د تلاوت سی ډیانې او کیسټې ورته واخلئ یا هغه قراني تلویزیوني چینلونه ډیر ونیسئ چې تلاوتونه په ښه غږ ږدي چې دا ډیر مهم دي ځکه ماشوم مو هم غواړي د هغو په څیر شي او د دی لارې ډیر هڅیږي.
12. ماشوم ته مو تعلیمي سی ډیانې واخلئ
که ممکنه وي ماشوم مو په داسې سی ډیانو عادت کړﺉ چې ماشومانو ته پکې د قراني یا د تجوید یا داسې نورې علمي شیانو ښوونه کیږي چې لدې لاری مو د ماشوم تلاوت سمیږي.
13. ماشوم مو په سیالو کې ګډون ته وهڅوﺉ
په جومات، مکتب او یا کور کې په مسابقاتو کې برخه اخیستو ته خپل ماشوم وهڅوﺉ ځکه ماشوم هر وخت غواړي جایزه وگټي او دا هم د قران سره د علاقې او د حفظ ښه لاره ده.
14. کله چې مو ماشوم تلاوت کوي غږ یې ثبت کړﺉ
د ماشوم غږ ثبتول ماشوم د قران حفظ ته ډیر خوښوي په ځانگړې توگه کله چې بیرته خپل غږ واوري نو احساس کوي چې دی هم کولای شي قران یاد کړي.
15. د مکتب په پروگرامونو کې پرې تلاوت وکړﺉ
د مکتب له مدیر او یا له استاذ سره اړیکه ونیسئ او ورته ووایئ چې کله ماشوم تلاوت کوي غلطیانې یې اصلاح کړي چې پدې سره ماشوم د قران حفظ ته ډیر هڅیږي په ځانگړې ډول کله چې د استاذانو لخوا وهڅیږي.
16. له ماشوم څخه مو قراني کیسې واورﺉ
کله مو چې ماشوم قراني کیسی کوي تاسو ورته چپ کښینئ او داسې وښیئ لکه چې هیڅ مو دا کیسې نه وي اوریدلې او کله چې مو ماشوم غلطیږي تاسو یې غلطي ورښیئ.
17. کله نا کله ماشوم د امامت لپاره مخکې کوﺉ
18. په کورنۍ حلقه کې مو ماشوم در سره گډ کړﺉ
په کورنۍ کې مو د تلاوت یوه حلقه جوړه کړۍ او که ممکنه وي هره ورځ دا حلقه د 5 دقیقو لپاره تر سره کوﺉ.
19. ماشوم مو د جومات حلقې ته لیږﺉ
دا د ماشوم لپاره ډیره ښه ده او د تجوید په ښه کولو کې یې ورسره مرسته کوی.
20. که مو ماشوم د قران په هکله در څخه وپوښتل ښه ځواب ورکړﺉ
که مو ماشوم د قران په هکله در څخه کومه پوښتنه وکړه تاسو ښه په دقت او په ښې طریقې ځواب ورکړﺉ.
21. ماشوم ته مو قراني قاموسونه واخلئ
ماشوم ته مو د هغه له سویې سره برابر د ماشومانو قاموسونه واخلئ ترڅو د مانا په پوهیدو کې خپله مشکل حل کړي.
22. ماشوم ته مو د قران د تفسیر آسانتیاوې برابرې کړﺉ.
د دی لپاره چې ماشوم مو په تفسیر څه نا څه وپوهیږي، د تفسیر سي ډیانې، کیسټې او کتابونه ورته واخلئ. خو هغه تفاسیر مه اخلئ چې د علماوو اختلاف پکې بیان شوی وي.
23. ماشوم مو له اهل علمو سره په ارتباط کې وساتئ.
ماشوم مو تل علماو ته ورولئ، له هغو سره یې ناسته پاسته ډیره کړﺉ، ځکه دا مو ماشوم ته دا جرئت ورکوي چې له علماوو سره د یوې موضوع په اړه بحث وکړي.
24. د ماشوم تعلیمي نصاب له قران سره وتړﺉ.
کوم کتابونه چې مو ماشومان په مکتب کې وایي، تاسې له قران سره هغو مسایلو ته ارتباط ورکوﺉ.
25. ورځنیو احادیثو ته له قران سره ربط ورکوﺉ
مثلا ځینې احادیث د اسراف په اړه راغلي دي نو دا له قراني ایاتو سره تړﺉ.
لدې لارښوونو څخه پډې توګه گټه واخلئ؟
لومړی دا پاڼه چاپ کړﺉ
بیا دا لارښوونې په څو برخو وویشئ، آسانه او د تطبیق وړ ترې بیلې کړﺉ او پرې عمل وکړﺉ
او هر کار مو د ماشوم له سویې سره برابر سرته ورسوﺉ.
د قرآن کريم اداب
مسلمانان اوس دې مرحلې ته رسېدلې دي، چې يا خو يې قرآن کريم په تاخچو کې زوړ کړ او يا خو ورسره دومره بې ادبي کوي، لکه يو عادي د ټوکو او يا مسخرو کتاب، قران کريم د ددې امت لپاره د الله تعالی يواځينی او وروستی کتاب دی، چې صرف همدا د مسلمانانو د هدايت او سمې رهبرۍ وسيله کېدی شي او بس، د همدې لپاره قرآن کريم خپل اداب لري، چې مونږ او تاسو يې پر مراعت کولو مکلف شوي يو.
دقران کریم او قدسي حدیث تر منځ توپیر
علماء کرامو د قران عظیم الشان د تعریف په اړه داسی لیکلی دی :چی د قران کلمه په لغت کی د قرأ او د قراءت د کلیمی نه اخستل شویده ،چی د لوستلو او د راغونډولو په معنا سره ده .او د تعریف په اړه داسی لیکی: قرآن کريم هغه الهی سپیڅلی کتاب چی په محمد(صلی الله علیه وسلم ) باندی نازل شوی او په تلاوت سره یی انسان ته اجر حاصلیږی.
اما د قدسی حدیث په تعریف کی لیکی: چی د قدسی حدیث نسبت قدس ته کیږی چی تقدیس د
پاکوالی په معنا سره راځی او په اصطلاح کې هر هغه وینا چی رسول الله الامین یی په خپلو الفاضو او کلمو سره د لوی څښتن تعالی نه را نقلوی د قدسی حدیث په نامه سره یادیږی.
او اوس یی په لنډه توګه سره څو فرقونه ذکر کوو.
۱: قران کریم د نبی کریم (صلی الله علیه وسلم ) ستره معجزه ده او یو معجز کتاب دی ،خو قدسی حدیث داسی نه دی.
۲: د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره ،بلکی په هر حرف سره یی ثواب شتون لری، خو قدسی حدیث نه تلاوت کیږی او نه یی هم په تلاوت کی کوم ثواب شته .
۳: د قران حمید هرآیات په متواتره توګه د صحت سره را نقل شویدی ، او د قرأن هیڅ آیات ته څوک ضعیف او موضوعی نشی ویلای ،مګر قدسی حدیثو کی ضعیف هم شته او حتی موضوعی هم پکی شته.
۴: قران کریم د ادب او تعظیم لپاره باید بی اودسۍ سره وانخستل شی، حال داچی قدسي حدیث له اوداسه پرته هم لمس کیدلی شي.
لومړی کس چې د قیامت په ورځ به الله تعالی ته ګوري
يوه ورځ عبدالله ابن ام مکتوم رضی الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی، په داسې حال کې چې ډېر خفه معلومېده، رسول الله صلی الله عليه وسلم ترې وپوښتل چې ولې خفه يي هغه ورته وويل، چې د قرآن کريم په يو آیت سخت خفه يم، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل، چې آيا د قرآنکريم داسې آیت هم شته چې تا خفه کوي؟ دا کوم آیت دی؟ هغه ورته وويل: دا ايت چې {وَمَن كَانَ فِي هَذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الآخِرَةِ أَعْمَى وَأَضَلُّ سَبِيلاً”72″}(الإسراء) (څوک چې په دې دنيا کې ړوند وي، هغه به په آخرت کې هم ړوند وي او د ګمراهۍ په لار روان دی، ما خو په دې دنيا کې په ړوندوالي صبر وکړ، خو په هغې دنيا کې به څنګه صبر وکړم؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل، چې د الله تعالی امر ته به انتظار وکړو!
يو څه وخت وروسته يې بيا ابن ام مکتوم رضی الله عنه را وغوښت او ورته يي وويل چې دا آیت نازل شوی دی چې: {فَإِنَّهَا لا تَعْمَى الأَبْصَارُ وَلَكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ “46”} (الحج (د دوی سترګې به ړندې نه وي، بلکې د دوی زړونه به ړانده وي، هغه چې په سينو کې يې دي).
بيا ورته رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: ای ابن ام مکتومه! الله تاته سلام وايي، هغه په ګونډو شو او په ژړا شو او ویي ویل: په ریښتیا سره الله تاته زما نوم واخیست؟ ځواب يي ورکړ هو! ته به لومړی هغه کس يې چې د قیامت په ورځ به الله تعالی ته ګورې!
دقرانکريم حافظان اولوستونکي
دقرانکريم حافظان اولوستونکي د الله تعالى اهل دي
عن أنس رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ( إن لله تعالى أهلين من الناس . قالوا يا رسول الله من هم ؟ قال هم أهل القران أهل الله وخاصته ) رواه البخاري
له حضرت انس رضي الله عنه څخه روايت دى وائې: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: بيشکه په خلکو کې دالله تعالى اهل شته دي. صحابه کرامو عرض وکړ چې اى دالله رسوله! داکوم خلک دي ؟رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: چې د قرآنکريم اهل د الله تعالى اهل دي.
قرآنکريم به د قيامت په ورځ دخپلو لوستونکوپه هکله سپارښتنه کوي
عن أبي أمامة الباهلي رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: ( اقرؤوا القرآن فإنه يأتي يوم القيامة شفيعاً لأصحابه ( رواه مسلم)
له ابوامامة رضي الله عنه څخه روايت دى هغه وائې : ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي چې فرمايل به ئې: تاسې قرآنکريم لولي دا ځکه چې قرآنکريم به د قيامت په ورځ راشي او د خپلو لوستونکو شفاعت به کوي.
دقرانکريم حافظ به د قيامت په ورځ د قرآنکريم د اياتونو په اندازه په درجو باندې پورته کيږي
عن عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ( يقال لصاحب القران اقرأ وارتق ورتل كما كنت ترتل في الدنيا فإن منزلتك عند آخر آية تقرؤها (رواه البخاري)
له عبدالله بن عمرورضي الله عنهما څخه روايت هغه وائې: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : د قيامت په ورځ به د قرآنکريم قاري ته ويل کيږي: چې قرآنکريم لوله اوپورته په درجوباندې خيژه اوپه ترتيل سره قرآنکريم تلاوت کوه لکه څرنګه دې چې په دنياکې په ترتيل سره تلاوت کاوه يقيني ده چې ستا منزله اومقام د وروستني آيات له تلاوت کولوسره ده.
د قرآنکريم تلاوت ته پريښتې، سکينه اوالهي رحمت راښکته کيږي
عن أبى هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( ما اجتمع قوم في بيت من بيوت الله يتلون كتاب الله ويتدارسونه فيما بينهم إلا نزلت عليهم السكينة وغشيتهم الرحمة وحفتهم الملائكة وذكرهم الله فيمن عنده (رواه مسلم)
حضرت ابوهريرة رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: نه به سره را جمع کيږي يوقوم او ياکوم ټولى په يوه کورکې له کورونو د الله تعالى چې دوى دالله تعالى دکتاب تلاوت کوي او يا ئې په خپل منځ کې مدارسه کوي مګر دا چې پر دوى الهي سکينه اوارام رانازل شي، الهي رحمت به ئې پټ کړي، پريښتې به ترې ګيره واچوي اوالله تعالى به د دوى په هغه جماعت کې يادونه وکړي چې له ده سره دى (دپريښتوپه جماعت)
الله تعالى د قرآنکريم د يوه حرف په مقابل کې څوچنده اجراوثواب ورکوي
عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم (من قرأ حرفاً من كتاب الله فله به حسنة ، والحسنة بعشر أمثالها لا أقول (الم) حرف ولكن : ألف حرف ولام حرف ، وميم حرف )
له حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دى هغه وائې: چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: څوک چې دکتاب الله يوحرف تلاوت کړي نو د ده لپاره د هغه په مقابل کې يوه نيکې ده اويوه نيکې لس چنده ده زه داسې نه وايم چې الم ټول يوحرف دى لکن الف يو حرف دى لام بل حرف دى او ميم بل حرف دى.
د قرآنکريم د حافظ اکرام په حقيقت کې دالله اکرام اوتجليل دى
عن أبى موسى الأشعري رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم إن من إجلال الله إكرام ذي الشيبة المسلم وحامل القرآن غير الغالي فيه والجافي عنه وإكرام ذي السلطان المقسط (رواه البخاري)
له ابوموسى الاشعري رضي الله عنه څخه روايت هغه ويلي دي: چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: بيشکه د الله تعالى له اکرام اوتعظيم څخه دا خبره هم ده چې د يوه مسلمان سپين ږيري او د قرانکريم دحافظ عزت وکړل شي، البته هغه قاري اوحافظ چى په قرانکريم کې زياتى کوونکى اوله هغه څخه مخ اړونکى نه وي اوبل دعادل بادشاه اکرام هم دالله تعالى اعزاز اوتجليل دى .
په حديث کې د جافي کلمه راغلې ده او هغه چاته ويل کيږي چې د قرانکريم له تلاوت څخه څنګ کوي ، په درسته توګه يې نه زده کوي، په معنايې ځان نه پوهوي اوعمل پرې نه کوي .
د قرانکريم قاري ته به الله تعالى دعزت اواکرام تاج ورپه سرکړي
عن أبى هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( يجيء صاحب القرآن يوم القيامة ، فيقول يا رب حله ، فيلبس تاج الكرامة . ثم يقول : يا رب زده فيلبس حلة الكرامة ، ثم يقول : يا رب ارض عنه ، فيقال اقرأ وارق ويزاد بكل آية حسنة )
ابوهريرة له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: د قيامت په ورځ به د قرانکريم حافظ راشي اووائې به چې اى ربه! ماته جامه راکړه نو الله تعالى به دکرامت تاج ورپرسرکړي بيا به ووائې: چې اى الله! نورهم پکې زياتوالى راوله بيا به الله تعالى دکرامت جامه ورپه سرکړي بيا به وائې چې اى الله! له ماڅخه راضي شه نو ورته وبه ويل شي: چې لوله اوخيژه او د هر يوه ايت په مقابل کې به ورته يوه نيکې ورکول کيږي .
قرانکريم خپل خاوند پورته کوي
قال عمر رضي الله عنه : أما إن نبيكم صلى الله عليه وسلم قد قال : إن الله يرفع بهذا الكتاب أقواماً ويضع به آخرين ) (رواه مسلم)
حضرت عمر فاروق رضي الله عنه فرمايي: چې ستاسې نبې کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: چې بيشکه الله تعالى د دى کتاب په واسطه ډيرقومونه پورته کوي اوځنې نوربيا ښکته کوي.
پيغمبر او قرآن (د داعي تأثر)