pashto dars
  • HOME پښتوسبق مخ پا ڼه
  • pashto Page
  • PASHTO AUDIO
    • Audio
    • Pashto Audio >
      • Enayatullah Ilmi >
        • QARI SAEED AHMED KANDAHARI
    • Farsi Audio
    • Arabic Audio
    • Urdu Audio >
      • Tafseer Al Quran by Mufti Zar Wali Khan
    • English Audio
  • Books
    • KITABTOON
    • Pashto Books
    • Farsi Books
    • Arabic Books
    • Urdu Books >
      • Urdu Fiqh
      • Urdu Tafsir
      • Urdu Tareekh
      • Urdu Hadiths
      • Seerat Mustafa (Urdu)
      • Urdu Miscellaneous
    • English Books
    • Multi Language Books
  • Video
    • Pashto Videos
    • Farsi Videos >
      • Mujibur Rahman Fadhilatul Shaykh
      • farsi video 1
      • 1-Farsi Sirat Al Nabi.S.A.W.
      • 2-Farsi Sirat Al Nabi.S.A.W
    • Arabic Videos
    • Urdu Videos >
      • Mufti Zarwli Khan
    • English Videos
  • Pashto Forums
  • Online Fatwas دارالافتا
    • DARUL FATAWA
  • Islamic Gallery
  • Ummat and Fiqh
  • 100 F.A.Q.in pashto
  • Contact Us
  • About
  • Live Dars Hammadia Madrasa Kandahar
    • Live Video Dars
  • FAQ
    • Great Imams >
      • Abu Hanifa
      • Imam Malik
      • Imam Shafi
      • Imam Ahmed Bin Hanbal
      • Imam Bukhari
  • 3d Screen Saver
  • Science
  • Reverts
  • Islamic Calendar
  • Asma Un Nabi
  • Stories of Prophets
  • Rights In Islam
  • New Muslim
  • 40ahadithqudsiintro
  • pashto different subject
  • Tell a friend
  • gallery
  • HADITH OF DAY
  • Testimonials
  • Qur'an Pashto Translattion
  • Qura'n in pashto video
  • HAJJ AND UMRAH PACKAGES
  • IJTIHAD AND TAQLID
  • MUSIC PROHIBITED IN ISLAM
  • 2 ABDUL HADI HAMMAD
  • DIFFERENCE PASHTOON ULAMA
  • ENAYATULLAH KANDAHARI MUFASIR
  • Quran recitations
  • religions and they were
  • Splitting of the moon
  • religions and they were
  • ZAZAM WATER IN ISLAM AND SCIENCE
  • DARUL IFTA WA QADA URDU
  • THE TRUE LOVER OF MOHAMMED
  • 100 SUNNA OF MOHAMMED
  • 100 AHADITH OF MOHAMMED / PASHTO
  • Masah over Regular Socks​
  • TAQLID IN LIGHT OF QURAN
  • BEGINNING THE SALAM
  • INDEX OF QURAN"S ETIQUETTE
  • ( 1 ) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • PICTURE PROHIBITION
  • LIFE OF IMAM ABU HANIFA
  • ADVISE OF VILLAGER WOMEN
  • FATIHA BEHIND IMAM
  • EID AL FITR
  • BEARD IN ISLAM
  • (2) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • ( 3) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • ( 4 ) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • QISAS AL ANBIYA
  • innocent of anbiya
  • Adam
  • NOAH
  • religions and they were
  • religions and they were
  • religions and they were
  • HAYAT AS SUHABA PASHTO
  • New Page
  • MANASIK HAJJ AND UMRAH PASHTO
  • TAQLID

د حنفي فقه لمونځ د قرآن او سنتو په رڼا کې مکمل بيان شوی دی او د هر رکن ، حکم او عمل شرعي نص ذکر شوی دی .

 آن لاين اسلامې لارښود – د اسلامې څيړنو او تحقيقاتو معتبر سايټ


Home
Ummat Fi Al-Fiqh
5 Pillars of Islam
Hajj and Umrah
Watch Haramain Live
3d Screen Saver
Blog
Live Chat
Testimonials
Islamic Websites
Islamic Gallery
Islamic Calendar
Downloads
Articles
Zakat Calculator
Global Salat Times
F.A.Q. Section
Pashto Ulama
About Us
Contact Us
Picture

[فَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا](النساء ۱۰۳).

الحمدلله نحمده ونستعينه ،ونستغفره ،من يهده الله فلامضل له ،ومن يضل فلاهادی له ، و‌اشهد الااله الله الا الله وحده لاشريک له ، واشهدان محمد ا عبده ورسوله  صلی الله عليه وسلم .

د احنافو لمونځ د قرآن او سنتو په رڼا کېد طهارت او لمانځه د احکامو معتبره او نادره مجموعه

اوس عصر کې ځينې داسې کسان پيدا شوي دي چې د خير القرون (۸۰ هجري ) د زماني تابعينو ، ائمه کرامو پسې هم خبرې کوي او د اسلامي امت د اهل سنت او جماعت (څلور فقهي مذاهب) چې د خير القرون څخه تر نن پورې څوارلس پېړۍ په همدې باندې د امت اجماع ده نيوکه کوي حال دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : 
«إِنَّ اللَّهَ لَا يَجْمَعُ أُمَّتِي أَوْ قَالَ أُمَّةَ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى ضَلَالَةٍ وَيَدُ اللَّهِ مَعَ الْجَمَاعَةِ (ترمذي(رقم2167). باسناد صحيح.

يعنې : يقيناً چې الله تعالی زما امت – امت محمد صلی الله عليه وسلم په ګمراهۍ سره نشي جمع کيدلای او د الله مرسته او مدد له جماعت سره دی .

هغوی مذهب ، تقليد او بل فقهي او په دين پوه کس په رايه باندې عمل کول نه مني حال دا چې الله سبحانه وتعالی فرمايي : لله جل جلا له فرمايي :
 فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ 43 (النحل ) .

يعنې کوم خلک چې د دين په احکامو نه پوهيږي هغوی به د دين د پوهانو نه پوښتنه کوي او نا پوهانو باندې دا واجبه ده چې د پوهانو په لارښونه عمل وکړي چې د بل په لارښونه باندې عمل کولو ته تقليد وايي .

نو د دغه روانې لړۍ له خپرولو څخه هدف دا دی :

۱- د حنفي فقه لمونځ د قرآن او سنتو په رڼا کې مکمل بيان شوی دی او د هر رکن ، حکم او عمل شرعي نص ذکر شوی دی .

۲- دا د طهارت (نجاست پيژندلو ، اودس ، غسل او تيمم ) او د لمانځه د احکامو معتبره او نادره مجموعه ده چې تر دې مهال په پښتو ژبه کې په دې شان مطالب ندي خپاره شوي نو هر مسلمان نارينه او ښځې ته پکار دي چې دغه پرله پسې لړۍ تعقيب کړي او د خپل طهارت او لمانځه کولو په پوره والي کې کوښښ وکړي .

۳- مسلمانان بايد دې ته ښه متوجه شي چې په دين کې لمونځ داسې دی لکه د انسان په بدن کې سر که سر نه وي انسان ژوند نشي کولای همداسې که لمونځ خراب شو د انسان د دنيا او آخرت ژوند برباد دی او هغه کاميابۍ نشي موندلای او کچېرې د چا لمونځ سم شو د هغه نور اعمال به هم سميږي ، د قيامت په ورځ لومړي حساب د لمانځه دی که د چا لمونځ سم شو نور حساب به يې د لمانځه له مخې حسابيږي .


بیرنه  لوړ  ولاړ سی
د لمانځه اهميت

اصلاً په اسلام کې چې څومره عبادتونه فرض کړ شوی دي هر يو پر خپل ځای کې خاص اهميت لري مګر په اسلامي شريعت کې لمانځه ته خاص اهميت حاصل شوی دی دا د اسلام يو داسې رکن دی چې په هر مسلمان نارينه او ښځه ، روغ او ناروغ ، غريب او مالدار ، مقيم او مسافر فرض دی دا د اسلام داسې رکن دی چې که څوک يې په ولاړه نشي ادا کولای هغه به يې په ناسته ادا کوي که په ناسته نشي ادا کولای هغه به يې په څملاستو ادا کوي عرض دا چې لمونځ په هيڅ حالت کې نه معاف کيږي د لمانځه د اهميت په باره کې زيات شمير قراني او نبي نصوص راغلي دي چې ځنې په لاندې ډول دي :

 الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَأَقِمِ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ] (العنکبوت ۴۵).

ژباړه: او لمونځ ودروه يقيناً لمونځ د بې حيایی او ناروا کارونو مخه نيسي او د الله ياد د هر څه نه ډير لوی دی او الله ته ستاسې کړنې ډيرې ښې معلومې دي .

[وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ، أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ، الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ] (المؤمنين ۹-۱۱) .

 ژباړه: اوهغه ( کسان هم کامياب شول ) چه دوی هميشه د لمونځونو خپلو ساتنه کوي (چه تل يې سم ادا کوي سره له ټولو حقوقو ) هم دغه (مؤمنان ) هم دوی دی وارثان هغه (وارثان ) چه په ميراث به اخلي فردوس دوی به پدغه جنت الفردوس کې تل پاتې کيدونکي دي.

[إنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ] (البقره ۲۷۷).

ژباړه: يقيناْ هغه کسان چه ايمان يې راوړی دی او کوي دوی ښه عملونه او قايموي لمونځ (په ښه شان ) او ورکوي دوی زکات شته دوی لره اجر په نزد د رب د دوی او نشته هيڅ ډول وېره پر دوی باندې او نه به دوی ( هيڅکله ) غمجن کيږي.

[وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلاَتِهِمْ يُحَافِظُونَ ، أُوْلَئِكَ فِي جَنَّاتٍّ مُكْرَمُونَ] (المعارج ۳۵ )

ژباړه: هغه کسان چه دوی د خپل لمانځه ساتنه کوي دغه کسان به په عزت سره د جنت په باغونو کې اوسيږی .

نبوي (صلی الله عليه وسلم ) ارشادات :

«عَنْ ابی قتاده بن رِبْعی رضی الله عنه قَال قَال رسول الله صلی الله عليه وسلم قَالَ اللهُ تعالی اِنِّی افْتَرَضْتُ عَلی اُمُّتِکَ خَمْسَ صَلَواَتٍ وَعَهِدْتُّ عِنْدِی عَهْدًا اَنَّه مَنْ خَافَظَ عَلَيْهِنَّ لِوَقْتِهِنَّ اَدْخَلْتُهُ الْجَنَّةَ فِیْ عَهْدِی وَمَنْ لَّم يُحَافِظْ فَلاَ عَهْدَ لَه عِنْدِی» (ابوداود،ابن ماجه،بيهقی).

ژباړه: ابی قتاده بن ربعی رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: چې الله سبحانه وتعالی فرمايي چې: ما ستا په امت پنځه وخته لمونځونه فرض کړي دي او ددې مې خپل ځان سره وعده کړې ده چه څوک دا پنځه لمونځونه په خپل وخت کښې ادا کولو پابندي وکړي هغه به پخپله ذمه وارۍ جنت ته داخلومه اوڅوک چه ددې لمونځونو اهتمام نه کوي نو په ما باندې د هغوی هيڅ ذمه داري نشته .

 «وعن أَبي زهير عُمارة بن رُؤَيْبَةَ قَالَ: سَمِعْتُ رسولَ اللهلَنْ يَلِجَ النَّارَ أحَدٌ صَلَّى قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا » يعني : الفَجْرَ والعَصْرَ ( رواه المسلم ).

ژباړه: له ابی زهير عماره بن رويبة رضی الله عنهنه روايت چه ما د رسول صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چه هغه سړی به هيڅ کله دوزخ ته داخل نشي چا چې د نمرختلو او پرېوتلو نه مخکی لمونځونه يعنی د سهار او مازيګر لمونځونه ادا کړي .

 رسول الله د ژوندو په ورستی وخت دا سې ټينګار کولو :

«الصَّلَاةَ الصَّلَاةَ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ»( ابي داود,ابن ماجه, ومسند أحمد).

ژباړه: د لمانځه ادا کول،د لمانځه په ادا کولو او له مزدورانو سره د ښې رويې کولو خيال ساتئ.

او فرمايي :

«مَنْ حافَظَ عَلَيْهَا، كَانَتْ لَهُ نُوراً وبُرْهَاناً وَنَجَاةً يَوْمَ القيامَةِ، وَمَنْ لَمْ يُحَافِظْ عَلَيْهَا، لَمْ يَكُنْ لَهُ بُرْهَانٌ وَلا نُورٌ وَلَا نَجَاةٌ، وَكَانَ يَوْمَ القِيَامَةِ مَعَ قارُونَ، وَهامَانَ، وَفِرْعَوْنَ، وَأُبَيِّ بْنِ خَلَفٍ» (مسند امام أحمد وابن حبان)

 ژباړه: څوک چه په لمانځه (سره له حقوق) هميشه پابند وي هغه لمونځ به د قيامت په ورځ دده لپاره دليل ،وسيله او رڼايې وګرځي، او څوک چه د لمانځه پابندي ونه کړي دده لپاره به په قيامت کې نه دليل  وي ،نه وسيله،نه نجات او نه به  نور وي ،او د قيامت په ورځ به له قارون،فرعون،هامان او ابی بن خلف سره يو ځای حشر کيږي.

او فرمايي :«بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكُ الصَّلاَةِ» ( صحيح المسلم)

ژباړه: فرق په مابين د مؤمن او كافر او مشرك کې د لمانځه ترك کول دي.

د ابی هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:«إنَّ أوَّلَ مَا يُحَاسَبُ بِهِ العَبْدُ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ عَمَلِهِ صَلاَتُهُ ، فَإنْ صَلَحَتْ ، فَقَدْ أفْلَحَ وأَنْجَحَ وَإنْ فَسَدَتْ ، فَقَدْ خَابَ وَخَسِرَ ، فَإنْ انْتَقَضَ مِنْ فَرِيضَتِهِ شَيْءٌ قَالَ الرَّبُ ج انْظُرُوا هَلْ لِعَبدي من تطوّعٍ ، فَيُكَمَّلُ مِنْهَا مَا انْتَقَصَ مِنَ الفَرِيضَةِ ؟ ثُمَّ تَكُونُ سَائِرُ أعْمَالِهِ عَلَى هَذَا »(رواه الترمذي).

ژباړه: د قيامت په ورځ به د بنده په اعمالو کې (د ټولو نه مخکې ) د هغه د لمانځه حساب وي که چېرې د هغه د لمانځه حساب صحيح ووتلو نو کامياب شو او نجات يې وموند او که چېرې خراب راووت نو نامراد او تاواني شو که د فرضو څخه کم را ووتل نو الله تعالی به وفرمايي وګورئ که دده په عمل نامه کې نفل وي نو د هغه په وسيله دا کمی پوره کړئ ددې ورسته د پاتې اعمالو حساب کتاب هم له دې انذازه کيږي .

له ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت چې ما رسول الله صلی الله عليه وسلم نه پوښتنه وکړه چه کوم عمل غوره دی نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

«الصَّلاَةُ عَلَى وَقْتِهَا ،قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : بِرُّ الوَالِدَيْنِ، قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : الجِهَادُ في سَبِيلِ اللهِ»(متفقٌ عَلَيهِ)

 يعنې : په خپل وخت لمونځ کول ،ماوويل ددی نه ورسته ؟ نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل د مور او پلار سره ښه سلوک !ماپوښتنه وکړه ددې نه ورسته کوم؟ هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل د الله (جلا جلاله) په لار کی جهاد (بخاری اومسلم).


بیرنه  لوړ  ولاړ سی
د لمانځه فرضيت

لمونځ چې په عربي کې ورته الصلاة وايي الصلاة په لغت کې دعا ته وايي او په اصطلاح کې لمونځ د خاصو افعالو او ارکانو لکه : قيام ، رکوع ، سجدې او قعدې څخه عبارت دی چې په تکبير تحريمه سره پيل او په سلام ګرځولو سره پای ته رسيږي .

لمونځ ته ځکه دعا ويل شوی دی چې ددې په وسيله د الله سبحانه وتعالی د جلال ، ربوبيت او عظمت او خپلې بنده ګۍ ، عاجزۍ او بې چارګۍ اظهار کيږي .

په لمانځه سره بنده د نېغې لارې ، هدايت او له ګمراهۍ څخه د نجات دعا کوي .

د لمانځه فرضيت :

لمونځ د هجرت څخه مخکې د معراج په شپه باندې فرض شوی دی لمونځ په قرآن ، سنتو او اجماع په هر مکلف باندې فرض عين دی ، لقوله سبحانه وتعالی :

[فَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا](النساء ۱۰۳).

ژباړه:او دروئ لمونځ يقيناً لمونځ پر مؤمنانو په ټاکلو وختونو کې فرض کړای شوی دی .

[فَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَاعْتَصِمُوا بِاللَّهِ هُوَ مَوْلاَكُمْ فَنِعْمَ الْمَوْلَى وَنِعْمَ النَّصِيرُ ] (الحج ۷۸) .

ژباړه:ادا کوئ تاسې لمونځ او ورکوئ تاسې زکات او ښه ټينګ ونيسئ دين د الله دغه (الله ) ستاسې مالک دی ، پس ښه مالک دی (الله) او ښه مدد کوونکی دی (الله ) .

[وَأَنْ أَقِيمُواْ الصَّلاةَ وَاتَّقُوهُ وَهُوَ الَّذِيَ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ] (الانعام ۷۲).

ژباړه : او مونږ ته امر شوی دی چې لمونځونه ودروئ له الله نه وډار شئ او يوازې د هغه په لور به تاسې را ټول کړای شئ .

 او په سنتو کې داسې ارشادات راغلي دي :

وعن ابن عمر رضي الله عنهما : « أنَّ رَسُول الله صلي الله عليه وسلم ، قَالَ : أُمِرْتُ أنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أنْ لاَ إلهَ إلاَّ الله ، وَأنَّ مُحَمَّداً رَسُول الله ، وَيُقيمُوا الصَّلاةَ ، وَيُؤتُوا الزَّكَاةَ ، فَإِذَا فَعَلُوا ذلِكَ عَصَمُوا مِنِّي دِمَاءهُمْ وَأمْوَالَهُمْ …»(مُتَّفَقٌ عَلَيهِ ).

ژباړه:له ابن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي :ما ته حکم شوی چې ترهغه پورې له خلکو سره جنګ كوم تر څو چه هغوي گواهي ونه کړي چه بغير له الله (جل جلاله) بل معبود نشته او محمد صلی الله عليه وسلم د الله (جل جلاله) رسول دی ،او لمونځ قائم نکړي او زکات ورنکړي ،چه کله هغوی داسې اعمال شروع کړي نو د هغوی وينه ،د هغوی مال محفوظ او په امن شول.

 لمونځ په هر مکلف (بالغ او عاقل ) فرض عين دی دا چې لمونځ زيات اهميت لري جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی چې تاسې مو اولادونو ته په اوه کلنۍ کې په لمانځه کولو حکم وکړئ او په لس کلنۍ د لمانځه په ترک کولو بدني تأديب ورکړئ څو دوی په لمانځه کولو عادت شي او د بلوغ سره سم د لمانځه پوره اهتمام ومړي .

«مُرُوا أَوْلاَدَكُم بالصَّلاَةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْع سِنِينَ وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ، وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ

في المَضَاجِعِ» (البخاری)

ژباړه: کله مو چې اولادونه اوه کلنۍ ته ورسيدل هغوی ته په لمانځه کولو امر وکړئ اوکله چې لس کلنۍ ته ورسيږي لمونځ ونه کړي هغوی ووهي او په همدې سن کې د دوی بستری ور جلا کړئ.

په شپه او ورځ کې پنځه لمونځونه فرض کړ شوي دي په دليل د دغه حديث شريف :«خمس صلوات في اليوم و الليلة»(متفق عليه ) .

يعنې : په شپه او ورځ کې پنځه لمونځونه دي .

« أن الله تعالى فرض عليهم خمس صلوات في كل يوم وليلة» (متفق عليه).

ژباړه : يقيناً الله تعالی پر تاسې په هره شپه او ورځ کې پنځه لمونځونه فرض کړي دي .

د امام ابوحنيفه په نزد د پنځه وخته فرض لمانځه څخه علاوه دری رکعته وتر واجب دي په دليل د دغه حديث شريف :
«إن الله قد زادكم صلاة، وهي الوتر» (رواه الطبراني) او فرمايي:«الوتر واجب على كل مسلم» (رواه أبو داود والنسائي وابن ماجه وأحمد وابن حبان) .


بیرنه  لوړ  ولاړ سی
د لمانځه د ترک کولو حکم

د لمانځه قصداً ترک کول :

لمونځ په دين کې داسې دی لکه د انسان په بدن کې سر نو پوه شئ چې لمونځ څومره اهميت لري ؟

خدای (جل جلاله ) مه کړه که څوک د لمانځه په غفلت اخته شول نو خپل ځان يې د تباهۍ لويې کندې ته برابر کړی دی هغه دې ژر تر ژره توبه وباسي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ ۴۲ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّي] (المدثر۴۳).

تاسې څه شي دوزخ ته بوتلئ ، هغوی به ووايي مونږ له لمونځ کونکو څخه نه ؤ.

د لمانځه د ترک کولو حکم :

د جمهورو فقهاؤ قول دا دی که څوک قصداً لمونځ ترک کوي او له وجوب څخه يې منکر وي هغه کافر او مرتد دی ، دری ورځې وخت به ورکړل شي که توبه يې وايستله ښه او که نه قتل دې شي ، د هغه سره نکاح ختمه ده ، د هغه د لاس ذبيحه خوړل جايز نه دي (د ذبيحې بغير نور خواړه باک نه لري ) په هغه باندې د جنازې لمونځ نه ادا کيږي ، د مسلمانانو په هرېره کې نه دفن کيږي ، ميراث يې درست نه دی ، د هغه مال به د بيت المال په خزانه کې جمع کيږي .

په دليل د دغه حديث شريف : ” العهد الذي بيننا وبينهم الصلاة فمن تركها فقد كفر ” أخرجه الإمام أحمد وأهل السنن بإسناد صحيح ، وقوله صلى الله عليه وسلم  : ” بين الرجل وبين الكفر والشرك ترك الصلاة ” أخرجه الإمام مسلم .

مګر که د لمانځه په وجوب باندې ايمان ولري مګر د سستی او ټمبلۍ له وجې لمونځ ترک کوي هغه مسلمان دی ، نکاح يې صحي ده ، ذبيحه او خوراک يې صحي دي خو د کبيره ګناه او ستر جرم مرتکب شوی دی .

د لمانځه د ترک کولو سزا د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد دا ده چې تر هغه وخت دې بندي کړ شي څو لمونځ وکړي او ځنې احناف وايي داسې دې ووهل شي څو له بدن څخه يې ويني جايري شي .

د امام شافعي رحمه الله او امام مالک رحمه الله په نزد د تارک صلاة جزا د هغه قتل دی .

او د امام احمد په نزد د تارک صلاة جزا دا ده چې هغه به د کفر او ارتداد په وجه وژل کيږي .

جاء في الموسوعة الفقهية :

 اتّفق الفقهاء على تحريم تأخير الصّلاة حتّى يخرج وقتها بلا عذر شرعيّ .

أمّا من ترك الصّلاة كسلاً وهو موقن بوجوبها ، وكان تركه لها بلا عذر ولا تأوّل ولا جهل ، فقال الحنفيّة : يحبس حتّى يصلّي . قال الحصكفيّ : لأنّه يحبس لحقّ العبد ، فحقّ ( الحقّ ) أحقّ . وقيل : يضرب حتّى يسيل منه الدّم .

وذهب المالكيّة والشّافعيّة ، وهو إحدى الرّوايتين عن أحمد : إلى أنّه إذا أخّر الصّلاة عن وقتها دعي إلى فعلها ، فإن تضيّق وقت الّتي تليها ، وأبى الصّلاة ، يقتل حدّاً . والرّواية الثّانية عن أحمد أنّه يقتل لكفره . قال في الإنصاف : وهو المذهب ، وعليه جمهور الأصحاب . أمّا تأخير الصّلاة إلى آخر وقتها فهو خلاف الأولى لقوله صلى الله عليه وسلم : « أوّل الوقت رضوان اللّه ، ووسطه رحمة اللّه ، وآخره عفو اللّه » ويكره التّأخير إلى أحد أوقات الكراهة . وينظر التّفصيل في مصطلح ( أوقات الصّلاة ) .


بیرنه  لوړ  ولاړ سی
د سهار د لمانځه د ترک کولو وعيدونه

دا مقاله د هغو وروڼو او خوندو د پاره نصيحت دی چې د شپي تر ډيره وخته پورې ناست وي او بيا سهار په داسې وخت کې له خوب څخه پاڅيږي چې لمر ختلی او لمونځ قضا وي دغه عادت په ډيرو کسانو کې شته ، بايد له الله تعالی څخه ووېريږي خپل ځان ته متوجه او د وختي پاڅيدلو او لمونځ کولو لارې برابري کړي .

دا چې مطلب اوږ نشي دلته يوازې د سهار د لمانځه د ترک کولو وعيدونه بيانوو :

د سهاد د لمانځه د پريښودلو وعيدونه :
اول وعيد د شيطان استهزاء :
عن عبد الله بن مسعود رضى الله عنه قال : ذكر عند رسول الله صلى الله عليه وسلم رجل نام ليلة ، حتى أصبح ، قال صلى الله عليه وسلم : 

(( ذاك رجل بال الشيطان في أذنية ، أو قال : في أذنه ))

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وايي :
 د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حضور کې د
 هغه چا په باب يادونه وشوه چې د شپې تر لمر ختلو پورې بيده وي 
(څو لمونځ ور باندې قضا شي ) ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : 
د داسې کس په عوږ کې شيطان بولې يا متيازې کوي .

امام القرطبي رحمه الله وايي : په عوږ کې د شيطان بولې کنايه ده چې شيطان د خوب کونکي د عوږ پرده کرځي تر څو د الله ذکر وا نه وري .

دوهمه جزا ټمبلي او د زړه خباثت :
عن أبي هريرة رضى الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : (( يعقد الشيطان على قافيو أحدكم إذا هو نام ثلاث عقد يضرب كل عقدة عليك ليل طويل فارقد ، فإن استيقظ فذكر الله انحلت عقدة فإن تؤضأ انحلت عقدة فإن صلى انحلت عقدة فأصبح نشيطاً طيب النفس وإلا أصبح خبيث النفس كسلان » (بخاري:1142)

ابوهريرة وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايلي : 
د شپې چې کله تاسې بيده کيږئ ،شيطان ستاسو غاړو ته دری غوټې اچوي او وايي : شپه اوږده ده خوب کوه . که چا د ( هغه خبرې ته غوږ و نه نيولو ) له خوب څخه پاڅيدو د الله ياد يې وکړ ، د شيطان له غوټو څخه به يوه غوټه خلاصه شي ، او که اودس وکړي دوهمه غوټه به پرانيستل شي او که لمونځ وکړي دريم غوټه به خلاصه شي . په دې حالت کې به په هغه سبا کيدل په خوشحالۍ او تازګۍ (پيل) شي، او که داسې و نه کړي د خوب څخه به ټمبل او پريشانه پورته کيږي .

دريمه جزا او عاقبت په منافقينو کې داخليدل :
عن أبي هريرة رضى الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : (( ليس صلاة أثقل على المنافقين من صلاة الفجر والعشاء …

پر منافقانو باندې بل لمونځ دومره سخت او درومند نه وي لکه د سهار او ماسختن لمونځ.

څلورمه جزا  د الله تعالی د امان او حفاظت څخه محرومېدل :
عن جندب بن عبد الله رضى الله عنه قال : 
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم (( من صلى صلاة الصبح فهو في ذمة الله
 … 
(رواه المسلم)

له جندب بن عبدالله رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : چا چې د سهار لمونځ وکړ هغه د الله په امان کې دی .

امام نووي رحمه الله په شرحه د دغه حديث کې وايي : د امان څخه ضمانت او امن مراد دی. يعنې څوک چې د سهار لمونځ ادا کړي هغه د الله تعالی په امان او ساتنه کې وي او څوک چې د سهار لمونځ نه ادا کوي هغه د الله تعالی له ضمانت او امان څخه محروم دی .

پنځمه جزا  په هغه باندې ملائېکې شهادت نه وايي :
عن أبي هريرة رضى الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : (( يتعاقبون فيكم ملائكة بالليل ، وملائكة بالنهار ويجتمعون في صلاة الفجر وصلاة العصر ثم يعرج الذين باتوا فيكم فيسألهم ربهم – وهو أعلم – كيف تركتم عبادي فيقولون : تركناهم وهم يصلون وأتيناهم وهم يصلون )).بخاری ۵۵۵ )

ابوهريرة وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :
 ستاسې سره د شپې ملائکی او د ورځې ملائکې په نوبت اوسي ، د سهار او ماذديګر د لمانځه په وخت کې سره يو ځای کيږي . وروسته هغه ملائکې ستا سره د شپه تيره کړی وي پورته کيږي . الله جل جلا له  چې سره له دې چې بندګانو په حال ښه پوهيږي له هغوی څخه پوښتنه کوي : کله چې راتللی زما بنده ګانو په څه حال کې وليدل ؟

ملائېکي وايي: ای زمونږ ربه ! کله چې هغوی ته ورغلو او کله چې له هغوی څخه راتلو هغوی په لمانځه او عبادت مشغول وو .

شپږمه جزا په قيامت کې به هغوی ته  نور او رڼا نه وي :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: ((بشّر المشائين في الظلم إلى المساجد بالنور التامّ يوم القيامة)) (ابؤداود ، ابن ماجه ).

هغو کسانو ته چه په تياره کې جوماتونو ته ځي زيری ورکړي په کامل نور سره په ورځ د قيامت (دغه جومات ته ټګ به په ورځ د قيامت هغوی ته نور وګرځي).

او همدارنګه د نېمې شپې د نفلي عبادت د ثواب څخه محروميدل :

له عثمان بن عفان (رض) نه روايت دی چې رسول الله (ص) فرمايل: ((من صلّى العشاء في جماعة فكأنّما قام نصف الليل، ومن صلّى الصبح في جماعة فكأنّما صلّى الليل كلّه)) (مسلم 656 )

څوک چه د نماسختن لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه تر نمې شپی يې چه لمونځونه کړي وي اوڅوک چې د سهار لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه ټوله شپه يې چې په لمونځ کولو سبا کړي وي ( د بيګا او سبا لمونځ په جمع ادا کولو ثواب د ټولې شپي له عبادت سره مساوي دی )

اومه جزا د الله تعالی د ديدار څخه محرومېدل :
عن جرير بن عبد الله البجلي رضى الله عنه قال : كنا عند النبي صلى الله عليه وسلم فنظر إلى القمر ليلة البدر فقال : (( إنكم سترون ربكم كما ترون هذا القمر لا تضامون رؤيته فإن استطعتم ألا تغلبوا على صلاة قبل طلوع الشمس ، وقبل غروبها فافعلوا )) .البخاری ۵۵۴ )

جرير بن عبدالله رضی الله عنه وايي : يوه شپه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په خدمت کې وم هغوی سپوژمۍ ته وکتل و يې وفرمايل : لکه څنګه چې دا مياشت وينی همداسې به خپل پروردګار ووينئ . او په دې باره کې به ستاسې د پاره څه مانع او مزاحمت نه وي . ( که غواړئ چې د الله ديدار مو په نصيب شي ) د سهار او ماذديګر د لمانځه په ادا کولو کې کوښښ کوئ او ضرور دا کار وکړئ او بيا یې دا آيت شريف تلاوت کړ :

آتمه جزا وعيد د ويل په عذاب باندې :
قال الله تعالى : {فويل للمصلين [4] الذين هم عن صلاتهم ساهون } الماعون 4،5
ژباړه : د ويل عذاب دی لمونځ کوونکو لره ، هغه لمونځ کوونکي چې له خپل لمونځ څخه غافله دي .

ابن کثير نقلوي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم د سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه په ځواب کې چې له هغوی څخه يې و پوښتل چې د (هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ) کوم کسان دي ؟ و يې فرمايل : هغه کسان چې لمونځ له خپل وخت نه تأخير او ځنډوي .

ابن عباس رضی الله عنه په بيان د سبب د نزول د دغه آيت کې وايي : دا آيت شريف د منافقانو په باره کې نازل شوی دی چې کله به مؤمنانو موجود وو دوی به لمونځ کولو يا هغه لمونځونه به يې ادا کول چې دوی به خلکو ليدل او هغه لمونځونه چې په شپه کې ادا کيږي دوی به ترک کول .

نهمه جزا د لمانځه د ترک و عيد :

قال الله تعالى :{ فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا } مريم 59
ژباړه : نو تر دوی وروسته داسې خلک راغلل چې لمونځ يې پريښود او د شهوتونو پيروي يې وکړه ، نو دوی به (ژر) د د خپلې لار ورکۍ (جزا) وويني .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :

«مَنْ حافَظَ عَلَيْهَا، كَانَتْ لَهُ نُوراً وبُرْهَاناً وَنَجَاةً يَوْمَ القيامَةِ، وَمَنْ لَمْ يُحَافِظْ عَلَيْهَا، لَمْ يَكُنْ لَهُ بُرْهَانٌ وَلا نُورٌ وَلَا نَجَاةٌ، وَكَانَ يَوْمَ القِيَامَةِ مَعَ قارُونَ، وَهامَانَ، وَفِرْعَوْنَ، وَأُبَيِّ بْنِ خَلَفٍ» 

 ((څوک چه په لمانځه (سره له حقوق) دايمی پابندوي هغه لمونځ به دقيامت په ورځ دده لپاره دليل ،وسيله اورڼايې وګرځي، اوڅوک چه دلمانځه پابندی ونه کړي دده لپاره به په قيامت کې نه دليل  وي ،نه وسيله،نه نجات اونه به  نور وي  ،اودقيامت په ورځ به له قارون،فرعون،هامان اوابی بن خلف سره يو ځای حشر کيږي)). رواه أحمد (2/196) ،والدارمي (2721) .وابن حبان (1467)

قرآنکريم د رښتينو مؤمنانو صفات بيانوي چې :
{الذين هم على صلاتهم دائمون} المعارج 23

هغه کسان چې دوی پر خپل لمانځه ټينګ وي (پنځه وخته لمونځ پر خپل وخت ادا کوي ) .
{والذين هم على صلاتهم يحافظون} المعارج 34
او هغه کسان چې د خپل لمانځه ساتونکي دي (پنځه وخته لمونځ ادا کوي ) .
وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلاَتِهِمْ يُحَافِظُونَ ۳۴ أُوْلَئِكَ فِي جَنَّاتٍُّكْرَمُونَ (المعارج ۳۵ )

هغه کسان چه دوی دخپل لمانځه ساتنه کوي دغه کسان  به په عزت سره دجنت په باغونو کې اوسيږی

 وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ۹ أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ۱۰ الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (المؤمنين ۹-۱۱) .

 اوهغه ( کسان هم کامياب شول ) چه دوی هميشه دلمونځونو خپلو ساتنه کوي (چه تل يې سم اداکوی سره له ټولو حقوقو ) هم دغه (مؤمنان ) هم دوی دی وارثان هغه (وارثان ) چه په ميراث به اخلی فردوس دوی پدغه جنت الفردوس کې تل پاتې کيدونکي  دي.

الله جل جلا له  دې د عمل توفيق راکړي (آمين)

و الله سبحانه وتعالی اعلم


بیرنه  لوړ  ولاړ سی
د لمانځه وختونه

د لمانځه وختونه په قرآني آيتونو کې داسې بيان شوي دي :

[أَقِمِ الصَّلاَةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا] (الاسراء ۷۷).

ژباړه :لمونځ قائم کړه د لمر له زوال نه د شپې تر تيارې (د ماسپښين ، مازديګر ، ماښام او ماسختن لمونځ ادا کړه ) او د سهار قرآن هم ( سهار لمونځ کوه) ځکه چې د سهار قرآن ته د شپې او ورځې دواړه ملائکې حاضريږي.

[وَأَقِمِ الصَّلاَةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِّنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّـيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ](هود ۱۱۴).

ژباړه: او لمونځ کوه د ورځې په دواړو اړخونو او د شپې په اوږدو کې يقيناً چې نيکي بدي له مينځه وړي.

د [طَرَفَيِ النَّهَارِ] نه مطلب د ورځې اول اړخ نه سهار او د ورځې د دوهم اړخ نه ماسپښين او مازديګر مراد دي .

د [وَزُلَفًا مِّنَ اللَّيْلِ] نه مطلب د ماښام او ماسختن لمونځونه دي .

ځنې مفسرين د [وَزُلَفًا مِّنَ اللَّيْلِ] نه مطلب د سهار ، ماښام او ماسختن لمونځونه بولې او د د [طَرَفَيِ النَّهَارِ] نه مطلب د ماسپښين ، مازديګر لمونځونه بولې (تفسير القرطبي سوره هود )

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :« نَزَلَ جِبْرِيلُ فَأَمَّنِي فَصَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ يَحْسُبُ بِأَصَابِعِهِ خَمْسَ صَلَوَاتٍ» (بخاري)

ژباړه: جبرل نازل شو او ما د هغه په امامت له هغه سره لمونځ وکړ،بيا مې ورسره لمونځ وکړ، بيا مې ورسره لمونځ وکړ، بيا مې ورسره لمونځ وکړ، بيا مې ورسره لمونځ وکړ،په ګوتو سره يی پنځه لمونځونه حساب کړل.

کله چه رسول الله صَلي الله عليه و آله و سلم معاذ بن جبل رضی الله عنه يمن ته لېږلو هغه ته يې داسې وفرمايل:«ادْعُهم إِلَى: شهادةِ أنْ لا إله إلاّ اللّهُ وأني رسولُ اللّهِ، فإن هُمْ أطاعوا لذلك فأَعْلِمْهُم أنّ اللّهَ افترَضَ عليهم خَمسَ صَلواتٍ في كلّ يومٍ وليلة، فإن هم أطاعوا لذلك، فأَعْلِمْهُم أنّ اللّهَ افترضَ عليهم صدقةً في أموالِهمْ، تُؤخَذُ من أغنيائهم وتُرَدُّ على فُقَرائهم» (البخاري ۱۳۷۷ ) .

ژباړه: هغوی دعوت کړه په شهادت د شهادةِ أنْ لا إله إلاّ اللّهُ وأني رسولُ اللّهِ پس که هغوی دا دعوت قبول کړ،نو بيا يې پوه کړه چې الله تعالی فرض کړي پرتاسې په هره شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه بيا يې چه لدې حکم څخه پيروي وکړه نو خبر يې کړه چه الله تعالی پرتاسې صدقه (زکات ) فرض کړی ،چه د مالدارو د هغوی نه به اخستل کيږي پر فقرآء او تنګلاسو د هغوی به ويشل کيږي.

مګرشيعيه چه د پنځو وختو لمونځونه په دريو وختو کې کوي صريح مخالف له قرآن او احاديث د رسول الله صلی الله عليه وسلم  سره کوي .

په دې اړه محمد عبدا لطيف انصاری مدني په خپل کتاب (يا غافلاً عن الصلاة) کې داسې ليکي:

حضرت علی (رضی الله عنه) د خپل خلافت په دوران کې د اسلامی خلافت ټولو واليانو ته داسې مکتوب وليږه او په هغه مکتوب کې د پنځه وخته لمانځه واضح حکم شوی دی .

دغه حکم له کتاب نهج البلاغه چه معتبرترين کتاب پس له قرآن کريم په نزد د شيعيه ګانو دی نقل کوم:

«أَمَّا بَعْدُ فَصَلُّوا بِالنَّاسِ اَلظُّهْرَ حَتَّى تَفِي‏ءَ اَلشَّمْسُ مِنْ مَرْبِضِ اَلْعَنْزِ وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْعَصْرَ وَ اَلشَّمْسُ بَيْضَاءُ حَيَّةٌ فِي عُضْوٍ مِنَ اَلنَّهَارِ حِينَ يُسَارُ فِيهَا فَرْسَخَانِ وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْمَغْرِبَ حِينَ يُفْطِرُ اَلصَّائِمُ وَ يَدْفَعُ اَلْحَاجُّ إِلَى مِنًى وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْعِشَاءَ حِينَ يَتَوَارَى اَلشَّفَقُ إِلَى ثُلُثِ اَللَّيْلِ وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْغَدَاةَ وَ اَلرَّجُلُ يَعْرِفُ وَجْهَ صَاحِبِهِ » (ليک ۵۲ نهج البلاغه).

اما بعد! د ظهرلمونځ له خلکو سره تر هغه ادا کړئ چه د لمر سيوری په اندازه د ځای د وزی د چملاستي شی،او د عصر لمونځ له هغوی سره هغه وخت ادا کړئ چه لمر سپين وي او دومره پاتې وي چه دوه فرسنګه لاره طی شي،او د مغرب لمونځ هغه وخت ادا کړئ چه روژه دار روژه ماتوي او حاجی منا ته روانيږي ،او د ماسختن لمونځ له هغوی سره ادا کړئ د شفق له ورکيدو څخه  تر دريمې حصې د شپی پوری يې ادا کوئ ،او د سهار لمونځ هغه وخت له هغوی سره ادا کوئ چه هرڅوک يو او بل وپيژني .

دا ؤ د پنځه وخته لمونځونو د اوقاتو په اړه د حضرت علي رضی الله عنه فرمان .

خو بيا هم هغه کسان چه د حضرت علی (رضی الله عنه)   د محبت دعواوې کوي ولې پنځه وخته لمونځونه په دريو وختونو کې ادا کوی؟ ،دغه عمل له قرآن ،سنتو او د حضرت علی رضی الله عنه له حکم سره ښکاره مخالفت نه دی ؟

د لمانځه د اداکولو وختونه :

۱- د سهار د لمانځه وخت : د صبح صادق څخه شروع تر لمر ختلو پورې .

صبح صادق : رښتنې سبا ته وايي چې د صبح کاذب (درواغجن سبا) څخه وروسته پيل کيږي رښتنی سبا يا د سپېدو چاودل عبارت له هغه سپينوالي څخه دي چې د آسمان په څنډو کې خپرېږي .

په دليل د دغه حديث شريف :ووقت صلاة الصبح من طلوع الفجر، ما لم تطلع الشمس (المسلم ) .

يعنې : د سهار د لمانځه وخت د سبا ختلو (رښتنې سبا) څخه تر لمر ختلو پورې دی .

۲- د ماسپښين د لمانځه وخت :دلمر له زوال څخه شروع آخر وخت يې کله چه دهر شي سيوری د اصلی سيوري سربيره دوچنده شي .

د لمر زوال : کله چې لمر د استوا (برابرۍ ) نه د لمر لوېدو په طرف ميلان وکړي .

د صاحبينو په نزد آخر وخت کله چې د هر شي سيوری د هغه په مثل شي او د امام ابوحنيفه په نزد کله چې د هر شي سيوری د هغه دوچندی ته ورسيږي د امام ابوحنيفه دليل دا حديث شريف دی :

«أبردوا بالظهر، فإن شدة الحر من فيح جهنم» (البخاري)

يعنې : د ماسپښين لمونځ لږ وروسته ادا کړئ تر څو هوا لږ سړه شي ځکه ډيره ګرمه هوا د دوزخ نفس دی.

او د هغوی په ديار کې به چې کله سيوری د شي برابر شو نو د ګرمۍ شدت به وو .

مګر د لمانځه د شروع وخت په اتفاق د فقهاؤ د زوال څخه پيل کيږي ، لقوله سبحانه وتعالی: [أقم الصلاة لدلوك الشمس](الإسراء).

ژباړه :قائموئ لمونځ ورسته له زواله د لمر.

۳- د مازديګر د لمانځه وخت : د ماسپښين د لمانځه د وخت په ختميدو سره د مازديګر وخت پيل کيږی تر لمر لوېدو پورې .

په دليل د دغه حديث شريف :«إِذَا أَدْرَكَ أَحَدُكُمْ سَجْدَةً مِنْ صَلاةِ الْعَصْرِ قَبْلَ أَنْ تَغْرُبَ الشَّمْسُ، فَلْيُتِمَّ صَلاتَهُ، وَإِذَا أَدْرَكَ سَجْدَةً مِنْ صَلاةِ الصُّبْحِ قَبْلَ أَنْ تَطْلُعَ الشَّمْسُ، فَلْيُتِمَّ صَلاتَهُ».(بخارى:556)

ژباړه : هر چا چې يو رکعت د مازديګر له لمانځه څخه د لمر لوېدو مخکې وموند هغه خپل لمونځ کامل کړ او هر چا چې يو رکعت د سهار له لمانځه څخه د لمر ختلو مخکې وموند پاتې لمونځ دې ادا او پوره کړي .

مګر په اتفاق د فقهاؤ کله چې لمر زيړ شي د مازديګر لمونځ کول مکروه دي په دليل د دغه حديث شريف :“تلك صلاة المنافق، تلك صلاة المنافق، تلك صلاة المنافق، يرقب الشمس حتى إذا كانت بين قرني شيطان قام فنقر أربعاً لايذكر فيها إلا قليلا” (رواه المسلم).

يعنې : دا د منافق لمونځ دی ، دا د منافق لمونځ دی ، دا د منافق لمونځ دی چه سړی ناست وي د لمر انتظار کوي تر څو ښه زيړ شي او د شيطان د دوه ښکرو په مينځ کې راشي – نو پاڅي څلور تونګې ووهي او په دې کې الله ډير کم ياد کړي .

۴- د ماښام د لمانځه وخت : د لمر لويدو نه ورسته شروع کيږي او د شفق د سوروالی له منځه تللو پورې .

په دليل د دغه حديث شريف : «وقت المغرب ما لم يغب الشفق» (المسلم) .

شفق د امام يوسف ، امام محمد ، امام شافعی او امام احمد په نزد سوروالی دی په دليل د قول د ابن عمر «الشفق: الحمرة» (دارالقطني و ابن خزيمة)
د امام ابوحنيفه په نزد هغه سپينوالی دی چې افق کې خپرېږي او وروسته د سوروالی څخه پاتې کيږي او بيا تياره څرګنديږي.

په دليل د دغه حديث شريف : «وآخر وقت المغرب إذا اسود الأفق» (الترمذي)

يعنې : د ماښام آخر وخت هغه دی چې په افق باندې تياره خپره شي.

د دوو شفق تر مينځ دری درجې فرق دی او هره درجه څلور دقيقې کيږي يعنې د دوو شفق تر مينځ ۱۲ دقيقې فرق دی .
وعند أبي حنيفة: هو البياض الذي يستمر في الأفق ويبقى عادة بعد الحمرة، ثم يظهر السواد، وبين الشفقين تفاوت يقدر بثلاث درجات، والدرجة أربع دقائق(فقه الاسلامي وادله ) .

۵- د ماسختن د لمانځه وخت : د سوروالي د ورکيدو نه پس تر صبح صادق پوری د ماسخوتن د لمانځه وخت دی .

چې رابطه العالم الاسلامي د حساب له مخې زمونږ په هيواد کې د ماښام د لمانځه د اول وخت څخه تقريباً يو نيم ساعت (۱:۳۰) وروسته د ماسختن د لمانځه وخت داخليږي .


بیرنه  لوړ  ولاړ سی
افضل او مستحب وخت کوم دی ؟

د احنافو په نزد د سهار د لمانځه افضل وخت دا دی تر څو څه روښنايي خپره شي (يو بل معلوم شي ) په دليل د دغه حديث شريف : «أسفروا بالفجر، فإنه أعظم للأجر» (الترمذي باسناد حسن).

او بل په روښنايی کې کثرت د جماعت وي ځکه چې د سهار په جماعت کې لوی فضيلت دی : «من صلى الفجر في جماعة، ثم قعد يذكر الله تعالى حتى تطلع الشمس، ثم صلى ركعتين، كانت كأجر حجة تامة، وعمرة تامة» .

(فقه الاسلامي وادله ، فتح القدير والعناية:156/1) .

د ماسپښين لمونځ تأخير په اوړې او ګرمو سيمو کې مسحب دی په دليل د دغه حديث شريف :«أبردوا بالظهر، فإن شدة الحر من فيح جهنم»

يعنې : د ماسپښين لمونځ لږ وروسته ادا کړئ تر څو هوا لږ سړه شي ځکه ډيره ګرمه هوا د دوزخ نفس دی.

مګر په ژمي او سړه هوا کې د ماسپښين په لمانځه کې بيړه کول مستحب دي : په دليل د دغه حديث :

«كان النبي صلّى الله عليه وسلم إذا اشتدا لبرد بكَّر بالصلاة ، وإذا اشتد الحر أبرد بالصلاة»(البخاري) .

يعنې : رسول الله عادت مبارت دا ؤ چې کله يخه هوا کې به يې په لمونځ ادا کولو کې بيړه کوله خو په ګرمه هوا لمونځ څه ځنډولو .

او د مازديګر د لمانځه تأخير مستحب دی د پاره ددې چې د نفلو د ادا کولو د پاره د وخت پراخي وي ځکه د مازديګر د لمانځه وروسته نفل کول منع دي مګر دومره تأخير نه چې لمر تغير او زيړ شي .

جاء في فقه الاسلامي وادله :
ويستحب تأخير العصر مطلقاً، توسعة لأداء النوافل، ما لم تتغير الشمس بذهاب ضوئها، فلا يتحير فيها البصر، سواء في الشتاء أم الصيف، لما فيه من التمكن من تكثير النوافل، لكراهتها بعد العصر.

د ماښام په لمانځه کې مطلق بيړه او عجله کول مستحب دي ځکه تأخير مکروه دی

په دليل د دغه حديث : «لا يزال الناس بخير ما عجلوا الفطر» (بخاری ۱۸۵۶)

يعنې :څو پورې چې زما امت په روژه ماتي کې بيړه کوي نو هغوی به په ښه حال کې وي .

«عن أَبي هُريرةَ قَالَ:- قَالَ رَسُولُ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: “قَالَ الله عزَّ وجلَّ: أَحبُّ عِبادِي إِليَّ أَعجَلُهُم فِطراً» (الترمذي ۶۹۶ ) .

ژباړه: له ابی هريرة (رضی الله عنه) نه روايت دی چې رسول الله صلّى الله عليْه وسلم فرمايلي : د الله تعالی ارشاد دی چې پخپلو بنده ګانو کې ما ته هغه بنده خوښ دی چې په روژه ماتي کې بيړه کوي . يعنې چې کله ماښام شي نو بيا وخت نه تيروي .

د ماسخوتن د لمانځه غوره وخت د شپې نيمه يا دريمه حصه ده په دليل د دغه حديث شريف :

«لولا أن أشق على أمتي لأمرتُهم أن يؤخروا العشاء إلى ثلث الليل أو نصفه» (رواه أحمد وابن ماجه والترمذي وصححه) .

يعنې : که زما په امت باندې دا نه سخت کيدای ما به هغوی ته امر کړی وای چې د ماسختن لمونځ يې د شبې دريمې يا نيمې حصې ته آخر کړی وای.


بیرنه  لوړ  ولاړ سی
مکروهه وختونونه :

مکروه وختونه هغه وختونه دي چې په هغه وختونو کې لمونځ او د مړي خښول منع شوي دي دا وختونه دری دي لکه : د سهار د لمانځه وروسته تر لمر ختلو پورې ،د لمر برابري يا غرمه او د مازديګر د لمانځه وروسته تر لمر لوېدو پورې .

د مسلم شريف په حديث کې راغلي دي : «لا صلاة بعد الصبح حتى تطلع الشمس، ولا صلاة بعد العصر حتى تغيب الشمس»

ژباړه : لمونځ نشته پس د سهار د لمانځه څخه تر لمر ختلو پورې او لمونځ نشته د مازديګر د لمانځه څخه تر لمر لوېدو پورې .

او همدارنګه د غرمې په باره د منع دا حديث شريف راغلی دی : وحين يقوم قائم الظهيرة(المسلم ) .

همدارنګه په دوو نورو وختونو کې هم لمونځ کول او د مړي خښول مکروه دي لکه : د لمر ختل څو پورې چې د يوې نېزې په اندازه لوړ شي او د لمر زېړېدل کله چې ډوبيږي .

په دليل د دغه حديث شريف : «ثلاث ساعات كان رسول الله صلّى الله عليه وسلم ينهانا أن نصلِّي فيهن، وأن نقبُر فيهن موتانا: حين تطلعُ الشمس بازغة حتى ترتفع، وحين يقوم قائم الظهيرة حتى تزول الشمس ، وحين تتضيَّف الشمس لغروب» .

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ په دريو وختونو کې د لمانځه کولو او خپلو مړو خښولو څخه منع کړي یو ، کله چې لمر راخيږي څو پورې پورته شوی نه وي ، کله چې لمر برابر شي (غرمه) او کله چې لمر زيړ او ضعيف شي د ډوبېدو لپاره .

په دغه وختونو کې د منع دليل دا دی چې د لمر را ختلو او لمر ډوبېدو په وخت کفار عبادت کوي او د لمر د برابرۍ يا غرمې پر مهال د دوزخ دروازې پرانيستل کيږي (فقه الاسلامي وادله ) .

په مکروهه وختونو کې هر قسم لمونځ فرض، واجب ، قضايي او نفل ، د جنازې لمونځ او د تلاوت سجده مکروه تحريمي دي (فقه الاسلامي وادله ،فتح القدير مع العناية:۱۶۱-۱۶۶/۱ ، مراقي الفلاح: ص۳۱، الدر المختار:۱/۳۴۳-۳۴۹) .


بیرنه  لوړ  ولاړ سی
د لمانځه د وجوب شرطونه 

۱- اسلام : په کافر باندې لمونځ واجب نه دی .

۲- بلوغ : لمونځ په نابالغ فرض نه دی مګر جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم کړی چې کله ماشومان (نارينه يا ښځينه ) اوه کلنۍ ته ورسيږي هغوی ته په لمانځه کولو حکم وکړئ او چې کله لس کلنی ته ورسيد د لمانځ په ترک يې ووهي تر څو په لمانځه کولو عادت شي په دليل د دغه حديث شريف :«مروا أولادكم بالصلاة وهم أبناء سبع سنين، واضربوهم عليها وهم أبناء عشر سنين، وفرقوا بينهم في المضاجع»(احمد و ابوداود ) .

مګر وهل به سخت نه وي په لاس سره به وي په لرګي به نه وي تر دريو وارو به زيات نه وي (فقه الاسلامي وادله ).

۳- عقل : په ليوني باندې لمونځ واجب نه دی .

همدارنګه په حائضه او نفاسه ښځه باندې لمونځ واجب نه دی .

د لمانځه د صحت شرطونه
د لمانځه د صحت شرطونه يا د لمانځه فرضونه چې ځنې د لمانځه څخه بهر دي چې د لمانځه شرطونه بلل کيږي او ځنې د لمانځه په دننه کې دي چې د لمانځه ارکان يا داخلي فرضونه بلل کيږي .

اول – د لمانځه شرطونه يا خارجي فرضونه :

اول شرط ، د لمانځه وخت :

د لمانځه وخت پيژندل د لمانځه د صحت شرط دی ،د وخت نه مخکې يا ورسته لمونځ کول نه صحي کيږي، لمونځ به په همغه ټاکل شويو وختونو ادا کيږي کوم چې مخکې بيان شول په دليل د دغه آيت شريف :[إن الصلاة كانت على المؤمنين كتاباً موقوتاً](النساء:۱۰۳/۴).

ژباړه :يقيناً چه لمونځ دی پرمؤمنانو فرض کړي شوی په معلومو وختونو کې.

دوهم شرط ،د بدن پاکوالی :

د لمونځ کونکي بدن به د حقيقي (نجاست ) او حکمي نا پاکۍ نه پاک وي که اودس نلري اودس به کوي او که غسل نلري غسل به کوي .

په دليل د دغه آیت کريمه :[يا أيها الذين آمنوا إذا قمتم إلى الصلاة فاغسلوا وجوهكم وأيديكم إلى المرافق ]... [وإن كنتم جنباً فاطهروا](المائدة:۶/۵)

ژباړه : اي مؤمنانو ! کله چې پاڅيږئ تاسې لمانځه ته نو ووينځئ تاسې مخونه خپل ، او لاسونو خپل تر څنګلو پورې ….. او که تاسې جنب ياست نو ځان پاک کړئ (غسل وکړئ ) .

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «لايقبل الله صلاة بغير طهور» (رواه جماعة الا البخاري).

يعنې : الله تعالی بغير له طهارت (دا چې بدن يې په نجاست ککړ وي اودس ونلري يا جنب وي ) لمونځ نه قبلوي .

دريم شرط ،د جامو پاکوالی :

جامی به پاکې وي که نجاست غليظه يا خفيفه وي هغه به پريمنځي ، په دليل د دغه آيت شريف :[وثيابك فطهر](المدثر:۴/۷۴).

يعنې : او جامې خپلې دې پاکې وساته ( له نجاست څخه لکه بدن دې چې پاک ساتې ) .

څلورم شرط ، د لمانځه د ځای پاکوالی:

په کوم ځای کې چې لمونځ ادا کيږي لکه : ځمکه ، فرش او جاينماز هغه به له نجاست څخه پاک وي.

‏لقوله سبحانه وتعالی :[‏أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ‏] (البقره ۱۲۵ ).

‏ ژباړه: دا چې پاک کړئ کور زما ( ځای د عبادت ) لپاره د طواف کوونکو او عاکفينو او رکوع او سجده کوونکو .

او بل په دليل د هغه حديث شريف چې عرابي په جومات کې ميتيازې کړې وې جناب رسول الله عليه وسلم په هغه باندې د ابو اچولو حکم کړی وو «دعوه وأهريقوا على بولِه دَلوًا مِن ماءٍ أو سَجْلًا مِن ماءٍ»(صحيح ابن حبان ۱۴۰۰ ) .

پنځم شرط، سترعورت :

په لمانځه کې د بدن پټول يا د بدن د هغو ځايونو پټول چې هغه ته نظر کول حرام دي ستر عورت وايي په لمانځه کې د عورت پټول شرط دی په دليل دغه قول د الله تعالی :[خذوا زينتكم عند كل مسجد](الأعراف۳۱) .

يعنې : واخلئ تاسې زينت ( واغوندې پاکې جامې ) په وخت د هر لمانځه کې .

ابن عباس رضی الله عنه وايي د زينت څخه مراد د لمانځه جامې دي

ابن عابدين وايی :که څه هم څوک نه وي او شپه وي بيا هم په لوڅ شان سره لمونځ کول نه صحي کيږي( رد المحتار:۳۷۵/۱).

د ښځې عورت پرته له مخ ، لاسونو او پښو نور ټول بدن عورت دی .

لقوله سبحانه وتعالی :[ولا يبدين زينتهن إلا ما ظهر منها)(النور:۳۱).

ژباړه :او خپل ښايست دې پرته له هغه چې ښکاره دی نه په ډاګه کوي .

هغه څه چې ظاهر دي او ښکارې د هغې څخه مخ ، لاسونه او قدمونه مراد دی .

همدارنګه رسول صلّى الله عليه وسلم فرمايي: «لا يقبل الله صلاة حائض إلا بخمار» (رواه حاکم ، وصححه ابن خزيمة).

ژباړه : الله تعالی د حائضې ښځې (بالغې ښځې ) لمونځ پرته له خمار څخه نه قبلوي .

خمار هغه لوی چادر ته وايي چې بغير له مخ او لاسونو ټول بدن پټ کړي.
جامې به دومره نازکې او نری نه وي چې د پوست رنګ ورڅخه معلوم شي يا ويښتان ورڅخه ښکاره شي په داسې جامه کې لمونځ کول نه صحي کيږي چې د پوست رنګ او ويښتان ورڅخه څرګند شي ځکه چې داسې جامې د ستر او پردې حکم نلري .

د نارينه عورت د نامه لاندې تر ګونډو يا زنګونو پورې چې خپله ګونډې هم په عورت کې شامل دي (الدر المختار:۳۷۵-۳۹۷/۱-، تبيين الحقائق للزيلعي:۹۷-۹۵/۱).

په دليل د دغه حديث شريف : فلا ينظر إلى ما دون السرة وفوق الركبة، فإن تحت السرة إلى الركبة من العورة»(الدارقطني ، احمد و ابوداود) .

ژباړه : پس نظر دې نه کوي د نامه نه لاندې تر ګونډو پورې ، ځکه د نامه نه لاندې تر ګونډو پورې عورت دی .

شپږم شرط،مخامخ قبلی درېدل :

په لمانځه کې قبلې ته مخامخ درېدل د لمانځه د صحت شرط دی ، لقوله سبحانه وتعالی :[ فولّ وجهك شطر المسجد الحرام، وحيثما كنتم فولوا وجوهكم شطره](البقرة:۱۵۰).

ژباړه:نو وګرځوه مخ خپل په لورې د مجسد الحرام (کعبې شريفې) او په هر ځای کې چې اوسيږئ وګرځوئ مخونه خپل لورې (د کعبې ته ) .

اوم شرط ،د لمانځه نيت کول :

د لمانځه لپاره نيت کول فرض او د لمانځه د صحت شرط بلل کيږي .

نيت په لغت کې قصد او ارادې کولو ته وايي او په اصطلاح کې د عبادت لپاره د زړه عزم او ارادې ته د الله تعالی د تقرب او رضا لپاره نيت ويل کيږي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ](البينة:۸۹/۵).

ژباړه :دوي ته امر نه دی شوی مګر ددې چې د یو الله (جل جلاله) عبادت وکړي، مخلصین وي الله (جل جلاله) ته د دين له رويه .

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : إنما الأعمال بالنيات وإنما لكل امرئ ما نوى (متفق عليه ) .

ژباړه :د ټولو عملونو قبلېدل په نيت پورې اړه لري ، انسان ته د ده د نيت موافق ثواب او بدله ورکول کيږي.

د لمانځه نيت عبارت دی د لمانځه د پاره اداره کول يوازې د الله تعالی د رضا لپاره ، او اراده د زړه عمل يعنې د نيت او ادارې ځای زړه دی او په ژبه تکرار يې شرط نه دی مګر په ژبه تکرارول ښه او مستحب کار دی ځکه د زړه سره کومک دی .

فنية الصلاة: هي إرادة الصلاة لله تعالى، والإرادة عمل القلب، فمحل النية: هو القلب: بأن يعلم بقلبه أي صلاة يصلي، ولا يشترط الذكر باللسان، وإنما يستحب إعانة للقلب الجمع بين نية القلب وتلفظ اللسان (البدائع/۱۲۷/۱ ومابعدها، الدر المختار:۴۰۶/۱).

آن لاين اسلامي لارښود


بیرنه  لوړ  ولاړ سی
د لمانځه ارکان (داخلي فرضونه)

اول رکن ، تکبير تحريمه :

د نيت تړلو په وخت کښې الله اکبر ويل فرض دي، لقوله سبحانه وتعالی :[وربَّك فكبر](المدثر:۳)،

ژباړه : او ربک خپل پس په لويی سره يادوه .

او په دليل د قول د رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايي : «مفتاح الصلاة الطهور، وتحريمها التكبير»(رواه أبو داود والترمذي بإسناد صحيح).

يعنې : د لمانځه کلۍ اودس دی او تحريم يې تکبير دی ( په تکبير تحريمه سره سړی په لمانځه کې داخليږي، خبرې کول ، عمل کثير او نور په سړي باندې حرام ګرځي ).

او فرمايي:«لا يقبل الله صلاة امرئ حتى يضع الوضوء مواضعه، ثم يستقبل القبلة، فيقول: الله أكبر»(رواه أصحاب السنن الأربعة والطبراني).

ژباړه : الله تعالی د چا لمونځ نه قبلوي مګر دا چې اودس وکړي ، بيا قبلې ته مخامخ شي او بیا ووايي : الله أکبر .

دوهم رکن ، قيام :

يعنې د الحمدلله او سورت لوستلو لپاره درېدل ، لقوله سبحانه وتعالی :[وقوموا لله قانتين](البقرة:۲۳۸).

ژباړه:او ودرېږئ تاسې الله ته ودرېدونکي (په ادب ) .

او د عمران بن حصين په حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «صل قائماً»(رواه حاکم). (په ولاړه لمونځ وکړه ) .

مګر دا چې ناروغ وي يا معيوب وي چې درېدلای نشي په هغه باندې درېدل فرض نه دي بلکي درېدل په هعه چا باندې فرض دي چې د درېدلو توان لري .

په دليل د دغه حديث :«صَلِّ قَائِمًا فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِدًا فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ» (البخاري )

ژباړه: په ولاړه لمونځ کوه ، کچيرې نه توانيدې په ناسته سره لمونځ کوه او که (په ناسته نه توانيدې ) نو په څنګ لمونځ کوه .

همدارنګه په درېدلو کې استقلال شرط دی کچېرې په همسا ، ديوال وغيره تکيه کړي وي که شی ترې لري شی لويږي دا قيام صحي نه دی مګر دا چې عذر ولري .

قال الحنفية: يشترط للقادر الاستقلال في الفرض، فمن اتكأ على عصاه، أو على حائط ونحوه، بحيث يسقط لو زال، لم تصح صلاته، فإن كان لعذر صحت (فقه الاسلامي وادله ) .

دريم رکن قرآئت لوستل :

د الحمدلله اوآمين نه ورسته يو ستر آيت لکه آيت الکرسي يا دری لنډ آيته لوستل په ټولو لمونځونو کې فرض دي، لقوله سبحانه وتعالی :[ فَاقْرَؤُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ ] (المزمل:۲۰/۷۳).

ژباړه :پس ولولئ (په لمانځه کې ) هومره چې آسان وي له قرآن نه .

و لقوله صلّى الله عليه وسلم : «لا صلاة إلا بقراءة» (المسلم ).

يعنې : او دا قول د رسول الله صلی الله عليه وسلم چې : هغه لمونځ نه دی په کوم کې چې قرائت ونه ويل شي.

د فرض قرائت مقدار دري لنډ آيتونه وي يا يو اوږد آيت چې د دريو لڼدو آيتونو په مثل وي (الدر المختار و رد المحتار:۴۱۵/۱، البدائع:۱۱۰/۱).

په قرائت کې شرط دا دی چې په هغه کې به داسې لحن (غلطي ) نه وي چې معنی تغير شي لکه : د (ض) د تورې پر ځای (ظ) يا (د) توری ويل يا د تورې حرکات بدلول لکه : (أنعتَ) د زور پر ځای پيښ ويل لکه : (أنعتُ).

څلورم رکن رکوع :

رکوع په لغت کې انحناء او ټېټېدو ته وايي په شريعت کې د سر او شاه داسې ټيټېدل چې سر له شا سره يو شان او برابر وي رکوع وايي ، لقوله سبحانه وتعالی :[يا أيها الذين آمنوا اركعوا](الحج:۷۷/۲۲)، او په دليل د دغه حديث :« ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا» (متفق عليه ) .

ژباړه : وروسته رکوع ته لاړ شه تر هغه چې بدن دې آرام او بې حرکته شي .

عائشه رضی الله عنها روايت کوي : «كان رسول الله صلّى الله عليه وسلم إذا ركع لم يرفع رأسه ولم يصوبه، ولكن بين ذلك» (متفق عليه).

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله رکوع کوله سر به يې ( له شا سره ) برابر ؤ نه پورته ؤ او نه ټيټ .

او همدارنګه په حديث کې راغلي «أنه كان إذا ركع، لو كان قدح ماء على ظهره ما تحرك» وذلك لاستواء ظهره.

يعنې : جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم به چې کله رکوع کوله ، کچيرې د هغه په شا باندې د اوبو لوښی وای حرکت به يې نه کولو ( په رکوع کې شا برابر د تختې په شان نيوله ) .

په رکوع کې په قدر د تسبيح ويلو ځنډ او اطمنان واجب دی په حديث شريف راغلي :

«أسوأ الناس سرقة الذي يسرق من صلاته، قيل: وكيف يسرق من صلاته؟ قال: لا يتم ركوعها ولا سجودها ولاخشوعها» (رواه أحمد والحاكم).

ژباړه : بدترين د خلکو هغه غل دی چې له لمانځه څخه غلا کوي ، چا وويل : څنګه له لمانځه څخه غلا ؟ داسې چې نه پوره کوي رکوع ، نه سجده او نه هم په هغه کې خشوع وي .

پنځم رکن ، سجده :

دوه ځله سجده کول په لمانځه کې فرض دي ، سجده په لغت کې خضوع او عاجزۍ ته وايي او په شريعت کې د تندې ، پوزې او نورو ايښول په ځمکه باندې سجده بلل کيږي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

[يا أيها الذين آمنوا اركعوا واسجدوا] [الحج:22/77]

ژباړه : ای مؤمنانو ! رکوع کوئ تاسې او سجده کوئ تاسې .

او په دليل د دغه حديث شريف : «ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا»(متفق عليه) .

ژباړه: بيا سجده ادا کړه داسې چې بدن دې آرام او بې خځښته شي بيا دې سر له سجدې پورته کړه تر څو د کيناستلو په حال کې آرام او بې حرکته شي.

سجده په اوو اندامونو تر سره کيږي په سجده کې د پوزې نه لګول يا د دواړو پښو په پورته کولو سره سجده نه ادا کيږي .

که دواړه پښی په ټوله سجده کې پورته کړ شي نو سجده نه ادا کيږي کله چه سجده ادا نشو نو لمونځ فاسد شو (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۱۸۴ ) .

داځکه چې سجده بايد په اوو اندامو ادا شي ، جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :

«أمرت أن أسجد على سبعة أعظم، على الجبهة – وأشار بيده على أنفه – واليدين، والركبتين، وأطراف القدمين، ولا نكفت الثياب والشعر» (بخاري او مسلم).

( ژباړه: ما ته حکم راکړ شوی دی (د الله د طرف نه ماته حکم شوی دی ) چه زه په اوو اندامونو باندې سجده وکړم يعنی سجده داسې وکړم چه دا اوه اندامونه پر ځمکه ايښودل شوی وي تندی ، د دواړه لاسونه ،دواړه ګونډې ،او د دواړو پښو کنارې او دا هم حکم دی چه مونږ به خپلې جامې او ويښتان نه راغونډوو .

شپږم رکن ، آخره قعده :

په آخره قعده کې په څومره وخت کې چه تشهد لوستی شي دومره ساعت کيناستل فرض دي په دليل د دغه حديث :« ثم اسجدْ فاعتدِلْ ساجدًا ، ثم اجلِسْ فاطمئنَّ جالسًا ، ثم قُمْ ، فإذا فعلتَ ذلك فقد تمتْ صلاتُك ، وإن انتقَصتَ منه شيئًا انتقصْتَ من صلاتِك » (الدارقطني ، الترمذي و ابوداود) .

ژباړه : بيا سجده وکړه په اطمنان او سکون سره سجده ، بيا کينه په اطمنان او سکون کيناستلو سره ، بيا پورته شه ، پس کله دې چې دا کارونه وکړل لمونځ دې پوره شو او که کوم شی درڅخه پاتې شول نو لمونځ دې مات شو.

او د ځنو فقهاؤ په نزد د لمانځه وتل په سلام ګرځولو سره د لمانځه رکن دی .

که له شرطونو او ارکانو يو هم قصداً يا په هيره سره پاتې شي لمونځ نه صحی کيږي.

آن لاين اسلامي لارښود


بیرنه  لوړ  ولاړ سی
د لمانځه واجبات

واجبات په لمانځه کې هغه اعمال دي چې که قصداً ترک شي لمونځ نه صحي کيږي خو که سهواً او په هېره سره ترک شي سجده سهوه واجبيږي .

۱- د فاتحه (الحمدلله ) لوستل په دليل د دغه حديث شريف :« لا صلاة لمن لم يقرأ بفاتحة الكتاب» (البخاري).

ژباړه : د هيچا لمونځ پرته له فاتحې ويلو نه صحي کيږي .

۲- د سورت فاتحه سره د دريو لنډو آيتونو پيوسته کول په دليل د دغه حديث شريف:«أمرنا أن نقرأ بفاتحة الكتاب، وما تيسر» (رواه أبو داود وابن حبان وأحمد) .

ژباړه : مونږ ته امر شوی دی په ويلو د فاتحې او هغه چې درته آسان وي (څو آيتونه لوستل) .

په پورته حديث شريف کې امر په وجوب دلالت کوي .

دری لنډ آیتونه لکه :{ثم نظر، ثم عبس وبسر، ثم أدبر واستكبر}

۳- د فرضو په اولو دوو رکعتو کې او د وترو،سنتو او نفلو په ټولو رکعتونو کې تر فاتحې ورسته څه سورت يا دری ايتونه لوستل واجب دي، په دليل د دغه حديث شريف :

«لا صلاةَ إلَّا بفاتحةِ الكتابِ وآيتَيْنِ معها» (الطبراني ۲/۳۷۱

يعنې : پرته له فاتحې او د هغه سره دوه ايتونو لوستلو لمونځ نه صحي کيږي .

:«لا تجزئ صلاة إلا بفاتحة الكتاب، وسورة في فريضة أو غيرها» رواه ابن عدي في الكامل -نصب الراية: ۳۶۳/۱).

يعنې : لمونځ جايز او صحي نه دی مګر دا چې په هغه کې فاتحه او سورت په فرضي او نورو لمونځونو کې ولوستل شي .

۴- سورت فاتحه د بل سورة نه مخکې لوستل واجب دي .

۵- ټول ارکان په ترتيب او پرله پسې ادا کول واجب دي :  يعنی که د يوه رکن نه پس د دوهم رکن په ادا کولو کښی په بی فکری يا هيری سره دومره وخت تير شي څومره وخت چه د رکوع يا سجدې کولو کښی تير شي نو سجده سهوه لازميږي .

او همدارنګه په قيام ،قرائت ،رکوع او سجده کې ترتيب ساتل واجب دي که د رکوع نه مخکې سجده وکړي او د سجدې نه مخکی قعده وشي نوسجده سهوه لازميږي مګر که قصداً داسې وکړي لمونځ فاسديږي.

ځکه رسول صلی الله عليه وسلم د لمانځه په ترتيب ادا کولو حکم کړی دی :

«ثُمّ اسْتَقْبِلِ الْقِبْلَةَ فَكَبِّرْ، ثُمَّ اقْرَأْ مَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنَ الْقُرْآنِ، ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْدِلَ قَائِمًا، ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا»(متفق عليه ) .

ژباړه: وروسته دې مخ پر قبله کړه او تکبير ووايه ،وروسه د قرآن څخه هغه ووايه چې درته آسانه وي ،وروسته رکوع ته لاړ شه تر هغه چې بدن دې آرام او بې حرکته شي ، بيا له رکوع پورته شه په سم او آرام ډول دريدلو سره ، بيا سجده ادا کړه داسې چې بدن دې آرام او بې خځښته شي بيا دې سر له سجدې پورته کړه تر څو د کيناستلو په حال کې آرام او بې حرکته شي.

۶- په سجده کې د پوزې يو ځای کول له تندې سره همدارنګه په سجده او رکوع کی دومره ځنډ تيرول په څومره وخت کې چه سړی سبحان ربی الغظيم اوسبحان ربی الاعلی ووايي – کوم خلک چه ډير ژر ژر رکوع اوسجده کوي د هغوی لمونځ نه کيږي ، ددې دليل مخکې د لمانځه په ارکانو کې بیان شو.

۷- قومه کول – يعنی د رکوع  نه پس په ښه شان درېدل ، قومه او جلسه د کمال ابن الهمام او متأخرينو احنافو په نزد واجب مګر د امام يوسف په نزد فرض ده .

وَرُوِيَ وُجُوبُهَا،وَهُوَالْمُوَافِقُ لِلأَدِلَّةِ وَعَلَيْهِا لْكَمَالُ ابْنُ الْهُمَامِ وَمَنْ بَعْدَهُ مِنَا لْمُتَأَخِّرِينَ . وَقَالَ أَبُو يُوسُفَ بِفَرْضِيَّةِ الْكُلِّ (برنامج الموسوعة الفقهية جزء ۲۷ ص ۷۹ ) .

په دليل د دغه حديث : رسول الله صَلَّى اللَّهِ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ يو سړی وليد چې په نا سم ډول او بدون له اطمنان او سکون يې لمونځ کولو (په لمانځه کې حرکت کول او په بيړه د ارکانو ادا کول ، قومه او جلسه صحي نه ادا کول) امر يې ورته وکړ چې لمونځ دې له سره ادا کړه «إرْجِعْ فَصَلِّ فَإنّكَ لَمْ تُصَلِّ»

يعنې: لمونځ له سره وګرځوه ځکه چې تا لمونځ ونه کړ (متفق عليه ) .

۸- جلسه کول – يعنی د دوو سجدو په مابين کې په ښه شان کيناستل چه د بدن ټول اندامونه کرار شي او د پوره ناستي ګمان پری وشي .

په دليل د دغه حديث شريف : ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا (متفق عليه ) .

يعنې : بيا سجده ادا کړه داسې چې بدن دې آرام او بې خځښته شي بيا دې سر له سجدې پورته کړه تر څو د کيناستلو په حال کې آرام او بې حرکته شي .

او د امام يوسف په نزد قومه ادا کول فرض دي کوم چې دليل يې مخکې ذکر شو .

ځنی کسان د چرګ په شان ټونګې وهي چه لمونځ يې نه صحي کيږي ځکه جلسه واجبه ده د واجبو په قصدي ترک سره لمونځ فاسديږي .

۹ – لومړی قعده واجب ده ، په دليل د مواظبت د رسول الله صلی الله عليه وسلم (رواه الجماعة عن عبد الله بن بُحَيْنَة (نيل الأوطار: ۲۷۳/۲).

۱۰- په دواړو رکعتونو کی تشهد لوستل په دليل د دغه حديث شريف :«إذا قعدتم في كل ركعتين، فقولوا: التحيات لله …» (رواه أحمد والنسائي عن ابن مسعود).

ژباړه : کله چې تاسې کينئ په هرو رکعتونو کې بيا ووايئ : التحيات لله …

۱۱- تعديل ارکان : ټول ارکان په اطمنان کراره تسلې او آرامۍ سره ادا کول لکه قومه ،جلسه ،رکوع او سجده داسې چې د بدن مفصلونه او اندامونه ښه مطمئن او ځای پر ځای شي ، په دليل د دغه حديث شريف : ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْدِلَ قَائِمًا، ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا (متفق عليه ).

ژباړه: وروسته رکوع ته لاړ شه تر هغه چې بدن دې آرام او بې حرکته شي ، بيا له رکوع پورته شه په سم او آرام ډول دريدلو سره ، بيا سجده ادا کړه داسې چې بدن دې آرام او بې خځښته شي بيا دې سر له سجدې پورته کړه تر څو د کيناستلو په حال کې آرام او بې حرکته شي .

مګر د امام يوسف رحمه الله په نزد تعديل ارکان او اطمنان فرض او د لمانځه رکن دی::وَذَهَبَ أَبُو يُوسُفَ إِلَى أَنَّهُ فَرْضٌ ” لِقَوْل النَّبِيّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:«إرْجِعْ فَصَلِّ فَإنّكَ لَمْ تُصَلِّ»

(برنامج الموسوعة الفقهية جزء ۲۷ ص ۷۸) .

د امام يوسف رحمه الله دليل دا دی چې يو کس لمونځ په اطمنان او سکون نه ادا کولو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته وويل : لمونځ له سره وګرځوه ځکه چې تا لمونځ ونه کړ.

۱۲- په کومو کې چه ورو ورو قرآن لوستل کيږی لکه ماسپښين او مازديګر په هغه کې ورو ورو لوستل او په کومو کې چې په زوره زوره قرآن لوستل کيږي لکه سهار،ماښام او ماسختن په هغه کې په زوره قرآن لوستل واجب دي په دليل د فعل د رسول الله صلی الله عليه وسلم چې په اجماع سره ثابت دی .

۱۳- د السلام په ويلو سره لمونځ ختمول :

په دليل د دغه حديث شريف : «تَحْرِيمُهَا التَّكْبِير،وَتَحْلِيلُهَا التَّسْلِيمُ » (ابوداود ، ترمذي و سلسلة صحيحة )

يعنې : (د لمانځه ) تحريم تکبير دی او تحليل ( د لمانځه نه وتل ) سلام ګرځول دي .

مګر د السلام عليکم ورحمة الله وبرکاة ويل سنت دي .

۱۴- د وترو په لمانځه کې دعا قنوت لوستل او اخترونو په لمانځه تکبيرات لوستل واجب دي.

قنوت الوتر، وتكبيرات العيدين (وهي ثلاث في كل ركعة)، وتكبيرة القنوت عند أبي حنيفة وعند الصاحبين: هي سنة كالوتر نفسه، وتجب تكبيرة الركوع في الركعة الثانية من صلاة العيد تبعاً لتكبيرات الزوائد فيها، لاتصالها بها، بخلاف تكبيرة الركوع في الركعة الأولى (فقه الاسلامي وادله ) .

۱۵- د جماعت په لمانځه کې د امام متابعت واجب دی .

په دليل د دغه حديث : «إنما جعل الامام لیؤتم به، فإذا کبر فکبروا، وإذا رکع فارکعوا، وإذا قال سمع الله لمن حمده فقولوا: اللهم ربنا لک الحمد» (المسلم ) .

ژباړه : امام ددې لپاره دی چې پيروي او متابعت يې وشي ، پس کله چې امام تکبير ووايي تاسې هم تکبير ووايئ او کله چې رکوع کوي تاسې هم رکوع وکړئ او کله چې سمع الله لمن حمده وايي تاسې اللهم ربنا لک الحمد يا ربنا ولک الحمد ووايئ .

آن لاين اسلامي لارښود


بیرنه  لوړ  ولاړ سی

د لمانځه سنتونه او آداب

۱- د تکبير تحريمه پر مهال د لاسونو پورته کول : د تکبير تحريمه په وخت کې د لاسونو پورته کول تر عوږونو پورې په دليل د دغه حديث شريف :وائل بن حجر وايي: «أنه رأى النبي صلّى الله عليه وسلم رفع يديه حين دخل في الصلاة، وكبّر، وصفَّهما حيال أذنيه» (المسلم ۴۰۱) .

يعنې : هغه ليدلی نبی صلی الله عليه وسلم چې پورته کول به يې لاسونو خپل کله به چې لمانځه ته ننوتلو او تکبير به يې ويلو ، او (لاسونه به يې ) د عوږونو سره برابرول .

عن البراء بن عازبٍ رضي الله عنه‏ «‏إنّ رسول اللّه صلى الله عليه وسلم كان إذا افتتح الصّلاة رفع يديه إلى قريبٍ من أذنيه ثمّ لا يعود‏»‏

ژباړه : د براء بن عازب نه روايت چې هغه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمانځه په شروع کې لاسونه پورته کول نږدې غوږونو ته او بيا به يې دا عمل نه کولو .

لومړی به لاسونو پورته کوي بيا به الله اکبر وايي .

د لاسونو پورته کولو په وخت کې لاسونه د قبلې طرف ته کول او د ګوتو پراخه نيول سنت دي .

۲- د امام سره يو ځای الله اکبر ويل :

په دليل د دغه حديث :«لا تبادروا الامام اذا کبر فکبروا» (المسلم ) .

يعنې : د امام څخه وړاندې والی مه کوئ کله چې هغه تکبير وايي تاسې هم تکبیر وواياست .
۳- ښي لاس په ګين لاس تر نامه لاندې نيول په دليل د دغه حديث شريف
 :

« من السنة وضع اليمين على الشمال تحت السرة » (رواه أحمد وأبو داود).

ژباړه : ښی لاس په ګين لاس تر نامه لاندې نيول له سنتو څخه دي.

او د ښځو د پاره ښي لاس په ګيڼ اېښودل او په سينه باندې نيول .

۴- استفتاح دعا (د پيل دعا) يا ثناء ويل :

ثنا ((سبحانك اللهم وبحمدك ، وتبارك اسمك، وتعالى جَدُّك، ولا إله غيرك) ويل سنت دي په دليل د دغه حديث شريف :

عايشه رضی الله عنه روايت کوي: « كان النبي صلّى الله عليه وسلم إذا استفتح الصلاة، قال: سبحانك اللهم وبحمد ك، وتبارك اسمك وتعالى جَدُّك، ولا إله غيرك» (رواه أبو داود، وللدارقطني) .

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله لمونځ پيل کولو داسې به يې ويل : سبحانك اللهم وبحمد ك، وتبارك اسمك وتعالى جَدُّك، ولا إله غيرك.

۵- په لومړي رکعت کې اغوذ بالله ويل: په دليل د دغه روايت چې احمد او ترمذي له ابی سعيد الخدري څخه روايت کړی چې هغه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې لمونځ پيل کړ (ثنا به يې ولوستله ) وروسته به يې اغوذ بالله ويل .

عن أبي سعيد الخدري عن النبي صلّى الله عليه وسلم أنه كان إذا قام إلى الصلاة استفتح، ثم يقول: « أعوذ بالله ….» .

۶- دهر رکعت په شروع کې بسم الله ويل سنت دي.

۷- د آمين ويل :

د الحمدلله ويلو وروسته آمين ويل په دليل د دغه حديث شريف چې ابی هريرة رضی الله عنه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : « إذا أمَّن الإمام فأمنوا، فإنه من وافق تأمينه تأمين الملائكة، غفر له ماتقدم من ذنبه »رواه الجماعة إلا أن الترمذي.

ژباړه : کله چې امام آمين وايي تاسې هم آمین ووايئ پس که د چا آمين د ملائکو د آمین سره موافق شو هغه ته به د مخکې ګناهونو بښنه وشی .

د احنافو په نزد آمين په پټه ويل سنت دي په دليل د دغه حديث شريف :

« أربع يخفيهن الإمام: التعوذ والتسمية والتأمين والتحميد » (فتح القدير:۲۰۴/۱، والقول رواه ابن أبي شيبة عن إبراهيم النخعي).

يعنې : امام به څلور شيان پټ (وايي) : اغوذبالله ، بسم الله ، آمين او تسبيح يا تحميد .

۸- د پښتو په مينځ کې فاصله :

په قيام کې به پښې د څلورو ګوتو په اندازه پراخه نيول کيږي .

قالا لحنفية: يسن تفريج القدمين في القيام قدر أربع أصابع؛لأنه أقربإ لى الخشوع ( فقه الاسلامي وادله) .

۹- د تکبير ويل :

د سجدې او رکوع ته د تللو او بيرته پورته کېدو په وخت کې د الله أکبر ويل سنت دي په دليل د دغه حديث شريف :

ابن مسعود رضی الله عنه وايي: «رأيت النبي صلّى الله عليه وسلم يكبّر في كل رفع وخفض، وقيام وقعود» (رواه أحمد والنسائي والترمذي وصححه).

يعنې : ما جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ليدلی چې د هر پورته کيدو ، ټېټېدو او قيام او قعدې په وخت کې به يې الله أکبر ويل .

۱۰- د رکوع په حالت کې سر د شا سره برابرول او په دواړو لاسونو سره د دواړو زنګنونو نيول سنت دي .

عائشه رضی الله عنها روايت کوي : «كان رسول الله صلّى الله عليه وسلم إذا ركع لم يرفع رأسه ولم يصوبه، ولكن بين ذلك» (متفق عليه).

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله رکوع کوله سر به يې ( له شا سره ) برابر ؤ نه پورته ؤ او نه ټيټ .

۱۱- په رکوع کې دری ځله سبحان ربي الغظيم ويل .

۱۲- قومه يعنی د رکوع  نه پورته کيدو په وخت کې د امام د پاره سمع الله لمن حمده او د مقتدی لپاره ربنا لک الحمد او د تنها ګزار لپاره د دواړو ويل.

په دليل د دغه حديث شريف :أبي هريرة رضی الله عنه وايي: «كان رسول الله صلّى الله عليه وسلم إذا قام إلى الصلاة يكبِّر حين يقوم، ثم يكبر حين يركع، ثم يقول: سمع الله لمن حمده، حين يرفع صُلْبه من الركعة، ثم يقول وهو قائم: ربنا ولك الحمد…» (متفق عليه) .

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله لمانځه ته پاڅېدو د درېدو پر مهال به يې الله اکبر ويل ، بيا به د رکوع کولو پر مهال الله اکبر ويل بيا د رکوع څخه د پورته کيدو پر مهال به يې سمع الله لمن حمده او بيا د درېدو پر مهال ربنا ولك الحمد ويل .

۱۳- سجدی ته د تلو په وخت کې لومړی دواړه ګونډې بيا دواړه لاسونه او بيا تندی په ځمکه ايښودل.

په دليل د دغه حديث شريف :«رأيت رسول الله صلّى الله عليه وسلم إذا سجد، وضع ركبتيه قبل يديه، وإذا نهض رفع يديه قبل ركبتيه» .

۱۴- په دواړو سجدو کی دری ځله سبحان ربي الاعلی ويل.

حذيفة رضی الله عنه روايت کوي چې ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه آورېدل چې په سجده کې يې داسې ويل :«سبحان ربي الأعلى » (رواه ابن ماجه، وأبو داود).

۱۵- د سجدې په وخت کې مخ د لاسونو د پنځو په مينځ کې ايښودل ورنونه د ګيډې نه جلا او د ځمکې  نه لري ساتل او څنګلې له ورنو نه لرې ساتل اوهمدارنګه د دواړو پښو ولاړ ساتل سنت دي .

«أنه صلّى الله عليه وسلم كان إذا سجد وضع وجهه بين كفيه» (المسلم)

يعنې : روايت دی چې : رسول صلی الله عليه وسلم به چې کله سجده کوله خپل مخ به يې د دواړو لاسونو د پنجو په مينځ اېښولو .

«أن النبي صلّى الله عليه وسلم كان إذا سجد جافى، حتى لو شاءت بهيمة أن تمر بين يديه لمرت» (المسلم) .

يعنې : روايت دی چې : رسول صلی الله عليه وسلم به چې کله سجده کوله ( د ورونو ، ګېډې او ځمکې ) تر مينځ دومره خاليګاه وه چې د حيوان وړوکی بچی ورڅخه ترېدی شوی .

او د ښځو لپاره ورنونه د ګيډی سره پيوسته کول او پښی په ځمکه باندی غوړيدلې ساتل سنت دي .

په دليل د دغه حديث :«إذا سجدت المرأة فإنها تنضم ما استطاعت، ولا تتجافى لكي لا ترفع عجيزتها» (رواه عبدالرزاق ۵۰۸۹ ، ابن ابی شيبه ۱/۲۴۱ ) .

۱۶- په جلسه او قعده کې سړيو لره ښی پښه ودرول او چپه پښه غوړول او په هغه کيناستل او ښځو لره دواړه پښی ښی طرف ته ويستل اوپه هغه کيناستل.

عايشه رضی الله عنها وايي : «وكان يفرش رجله اليسرى، وينصب اليمنى» (رواه النسائي) .

ژباړه : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم به چپه پښه غوړوله او ښی پښه به يې دروله .
همدارنګه ابن عمر رضی الله عنه وايي: «من سنة الصلاة: أن ينصب القدم اليمنى،واستقباله بأصابعها القبلة» (رواه ابن ماجه) .

يعنې : د لمانځه د سنتو څخه دا دی چې : ښي پښه ودرول شي او د پښې ګوتې د قبلې طرف کړ شي .

۱۷- په قعده کې د لاسونو ايښول په ورنونو داسې چې ښي لاس تلی په ښي ورون او چپ لاس په چپ ورون داسې چې د لاسونو ګوتې څه پراخه وي او ګونډې به په لاسونو نه نيسی او په تشهد کې د ښي لاس د شهادت ګوته د (لا اله ) ويلو پر مهال پورته کول او د (الا الله ) ويلو پر مهال به يې ښکته کول .
قال الحنفية: يضع يمناه على فخذه اليمنى، ويسراه على اليسرى، ويبسط أصابعه، كالجلسة بين السجدتين، مفرجة قليلاً، جاعلاً أطرافها عند ركبتيه، ولا يأخذ الركبة في الأصح، والمعتمد أنه يشير بسبابة يده اليمنى عند الشهادة، يرفعها عند نفي الألوهية عما سوى الله تعالى، بقوله: (لا إله)، ويضعها عند إثبات الألوهية لله وحده، بقوله: ( إلا الله ) ليكون الرفع إشارة إلى النفي، والوضع إشارة إلى الإثبات، ولا يعقد شيئاً من أصابعه (فقه الاسلامي وادله ،الدر المختار: ۴۷۴/۱).

۱۸- د احنافو په صحيح او مشهور روايت سره د فرضو په دوو آخرو رکعتونو کې د الحمدلله ويل سنت دي قراءة الفاتحة في الركعتين الثالثة والرابعة من الصلوات المفروضة تسن على الصحيح عند الحنفية ولو ضم إليها سورة لا بأس به؛(فقه اسلامی و ادله ).

۱۹- په قعده اخيره کې د تشهد نه ورسته درود شريف ويل.

د احنافو دليل دا دی چې د درد شريف په اړه راغلی احاديث په وجوب باندې دلالت نه کوي .

«اللهم صل على محمد وعلى آل محمد، كما صليت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميد مجيد، وبارك على محمد وعلى آل محمد كما باركت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميد مجيد» (البخاري) .

۲۰- د درود نه ورسته دُعا لوستل ربنا آتنا …

په احاديثو کې لاندې دعاګانې ثابت شوې دي :

(ربنا آتنا في الدنيا حسنة وفي الآخرة حسنة، وقنا عذاب النار)

(اللهم إني أعوذ بك من عذاب جهنم، ومن عذاب القبر، ومن فتنة المحيا والممات، ومن شر فتنة المسيح الدجال ).

( اللهم اغفر لي ما قدمت وماأخرت، وما أسررت وما أعلنت، وما أسرفت،وما أنت أعلم به مني، أنت المقدم وأنت المؤخر، لا إله إلا أنت )

۲۱- لومړی ښی طرف او بيا چپ طرف ته سلام ګرځول.

سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه وايي: «كنت أرى النبي صلّى الله عليه وسلم يسلم عن يمينه وعن يساره ….» (المسلم ).

يعنې : ما رسول الله صلی الله عليه وسلم وليد چې هغه ښي او چپ لورې ته سلام وګرځاوه .

۲۲- د مسبوق انتظار تر څو امام سلام وګرځوي ، څو معلوم شي چې سجده سهوه نه وي ورباندئ واجب شوی .

انتظار المسبوق فراغ الإمام من التسليمتين، لوجوب المتابعة، حتى يعلم ألا سهو عليه. وهذه سنة عند الحنفية(فقه الاسلامي وادله) .

د لمانځه آداب :

۱- د تکبير تحريمه په وخت د لاسونو د پنځو ايستل له څادر او قميص څخه پرته له عذر څخه لکه يخنې مګر ښځه به يې نه وباسي د ستر په وجه .

۲- په قيام کې د سجدې ځای ته کتل په رکوع کې خپلو د پښو قدمونو ته کتل په سجده کې پوزې ته کتل په قعده کې سېنې ته کتل او د سلام ګرځولو پر مهال خپلو اږو ته کتل .

۳- تر وسه پورې د ارګيمې بندول که بند نشي په خوله باندې چپ لاس اېښودل .

۴- د غاړې د تازه کولو دفع کول پرته له عذره د غاړې تازه کول لمونځ فاسدوي .

۵- د امام او متقديانو پورته کېدل د حی الفلاح پر مهال يعنې دغه مهال به امام په محراب کې ولاړ وي او متقديان به صفونه برابروي .

آن لاين اسلامي لارښود


بیرنه  لوړ  ولاړ سی

د لمانځه د ادا کولو طريقه

د لمانځه شروع کولو نه مخکې لمونځ کوونکي ته پکار دي چې څنګه دی د خپل بدن او جامو پاکي اوصافي کوي دارنګه زړه هم د دنيايي کارونو او خيالاتو نه پاک کړي ځکه چه دی اوس د خپل رب جل جلاله) په حضور کې ودريږي .

نيت به وکړي په زړه کې او که په ژبه وشی نو بهتره به وي ځکه په ژبه  سره نيت کول د زړه د حضور سره مدد کوي، الله اکبر به ووايي دواړه لاسونه به دغوږونو تر نرميو پورې پورته کړي ، ښځی به خپل لاسونه تر اوږو پورې پورته کړي،ورسته به لاسونه تر نامه لاندې ونيسي پداسې شان سره چه د ښې لاس غټې ګوتې او کوچنۍ ګوتې د چپ لاس مړوند ونيسي او د ښی لاس مينځنی دری ګوتې د چپ لاس په ليچي باندی خپری کيږيدي او ښځه به د ښی لاس تلی د چپ لاس  په شا نيولی په سينه باندې ونيسي  ثنا يا سبحانک اللهم به ووايي :

  سُبْحَانَكَ الّلهُمَّ وَبِحَمْدِكَ وَتَبَارَكَ اسْمُكَ وَتَعَالى جَدُّكَ وَلَآ إِلهَ غَيْرُكَ

ژباړه : ای زما الله ستا ذات پاک دی ، ته د صفت لائق يې ،او ستا نوم ډير د برکت دی ،او ستا لويی ډيره لويه ده ،او ستا څخه بغير بل څوک د عبادت لايق نشته .

ورسته به تعوذ يا اغوذ بالله او بسم الله ووايي :

أعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْمِ

زه پنا غواړم په الله تعالی د شيطان شړل شوی څخه .

بِسْمِ اللهِ الرَّحمنِ الرَّحِيمِ

(شروع کوم ) په نامه د الله (جل جلاله) چه ډير زيات مهربان پوره رحم لرونکی دی .‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍

بيا به د فاتحې سورة الحمدلله ووايی :

الْحَـمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ۱  الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ ۲ مَـلِكِ يَوْمِ الدِّينِ۳

ژباړه: ټولې ستاينې خاص الله لره دی چه پالونکی د ټولو مخلوقاتو دی ، ډير زيات مهربان او پوره رحم لرونکی دی ، چې څښتن د ورځی د جزا (قيامت ) دی

إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ۴ اهدِنَـــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ ۵

یا الله خاص تاته عبادت کوو ، او خاص له ستا څخه مدد غواړو، يا (الله) وښيه مونږ ته لاره سمه .

صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِــمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّـــالِّينَ ۶

 لاره د هغو کسانو چې تا انغام کړی په هغوی باندی ،نه لاره دهغو بدو کسانو چه ګمراهان دي.

بيا يو سورة يا لږ تر لږه دری آيته ولولي :

قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ ۱ اللَّهُ الصَّمَدُ ۲ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ۳ وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ۴

ووايه (ای محمده ) شان دا دی چه الله يو دی الله بی پروا دی (الله ته هر شی محتاج دی ) نه ده زيږولی هيڅوک اونه دی زيږول شوی له هيچا څخه – او نشته دغه الله لره برابر (سيال ) هيڅوک .

په قيام کښې به د سجدې ځای ته ګوري او د دواړو پښو تر مينځ بايد د څلورو ګوټو په اندازه فاصله موجوده وي د دواړو پښو پنجې به د قبلې لوري ته وي ، د سورت نه ورسته به الله اکبر ووايي رکوع ته به لاړ شي .

 رکوع به داسې کوي چه د ده د شا ورستۍ حصه ، ملا او سر د تختې په شان برابر او هوار وي  سر ډير ټيټول يا دشا نه اوچت ساتل نه دي پکار د دواړو لاسونو ګوتی به پراخه په ګونډو نيسي .

بيا به ښه په قراره دری ځله [سُبْحَانَ رَبِيَّ الْعَظِيْم] (زما لوی پروردګار پاک دی ) ووايي ورسته به د رکوع څخه وروسته نيغ دريږي يعنې قومه ته به ځې وايې به [سمع الله لمن الحمد] ( خدای پاک اوريدلی دي د هغه چا څخه چه حمد يی ووايه ) او مقتديان به [رَبنَا وَلَكَ الْحَمْدُ] ( ای زمونږ ربه ټول تعريف او ستايش تا لره دی ) ووايي او تنها ګرار به دواړه ووايي ،ورسته به الله اکبر ووايي سجدې ته به لاړ شي دری ځله به [سُبْحَانَ رَبِيَّ الاَعلی] (زما پروردګار پاک دی چه تر ټولو لوی دی ) ووايي،سجده به داسې ادا کوي چې لومړی دواړه زنګنونه پر ځمکه ولګوي  بيا د دواړو لاسونو پنځی د غوږونو په برابر کېدي بيا پوزه او تندی دواړه پر ځمکه ولګوي ، د دواړو لاسو څنګلی او مړوندونه به د ځمکی نه پورته او ګيده د ورنونو نه جلا ساتل پکار دي د لمونځ کوونکی د ګيډی او ځمکی ترمينځ دومره ځای پکار دی چې حيوان وړوکی بچی د هغه لاندی تريدلی شي او د ښځو لپاره ورنونه د ګيډی سره پيوسته کول او پښی په ځمکه باندې غوړيدلی ساتل پکار دي.

بيا به الله اکبر ووايي جلسې ته به لاړشی يعنی د دواړو سجدو تر مينځ کيناستل پداسې شان چه ښه پوره کيني او دبدن مفصلونه او اندامونه ښه تقرر ونيسي او دا دُعا به ووايي [رب اغفر لي و ارحمني و اهدني و ارزقني وعافني و اجبرني(الحديت ترمذی ،ابوداود،ابن ماجه) يا تنها [رب اغفرلي] به ووايي د چرګ د ټونګې په شان سجده سره لمونځ نه صحي کيږي بيا به الله اکبر ووايي دوهمې سجدې ته به ولاړ شي دری ځله به [سبحان ربي الأعلی] ووايي ورسته به الله اکبر ووايي له سجدې څخه به داسې پورته کيږي چه لومړي به تندی او ورسته لاسونه پورته کوي د دواړو لاسونو په پراخه نيولو پنځو به ګونډې ونيسي او قيام ته به ځی اوس يو رکعت پوره شو ، په دوهم رکعت کې به لومړی [بسم الله الرحمن الرحيم] ووايي بيا به سورة فاتحه ولولې آمين به ووايي بيا به يو سورت يا دری آيته ووايي بيا به الله اکبر ووايي رکوع ،قومه ،سجده او جلسه به وکړي بيا د دواړه سجدو د ادا کولو نه پس قعده وکړي قعده کې  به داسې کيني چه ښی پښه ولاړه د پښی ګوتې د قبلې په طرف وي او ګينه پښه به څملوي د پاسه دې پرې کيني او دواړه لاسونه په په ورنو ږدي او تشهد به وايي ، ښځه به دواړه پښی ښی طرف ته ويستل اوخپل ښی ورون د ګين ورون سره جنګول په هغه کيناستل پکار دي او تشهد به وائی :

اَلتَّحَيَّاتُ للهِ وَالصَّلَواتُ وَالطَّيِّباتُ، اَلسَّــلاَمُ عَلَيْكَ أيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُه،

 ژباړه: ټول قولی عبادتونه ، او ټول بدني عبادتونه ،او ټول مالي عبادتونه خاص الله (جل جلاله) لره دی، ای نبی (صلی الله عليه وسلم ) پر تا دي د الله السلام رحمت او د الله برکتونه وي.

اَلسَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِيْنَ، أشْهَدُ أنْ لاَ إلهَ إلاَ اللهُ وَأشْهَدُ أنْ مُحَمَّدًا عَبْدُه وَرَسُوْلُه(البخاری والمسلم ).

او سلامتي دي وي پر مونږ او د الله (جل جلاله) پر نيکو او صالحانو بندګانو باندی ، زه شاهدې ادا کوم چه د الله (جل جلاله) څخه ماسوا بل څوک د عبادت لائق نشته ، او زه شاهدې ادا کوم چې محمد صلی الله عليه وسلم د الله بنده او رسول دی .

د لومړۍ قعدې لپاره همدا تشهد تر پايه لوستل کيږي که آخري قعده (ناسته) وي نو درود او دعا به هم تر پايه پورې ووايي :

 اَللّهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّدٍ وَعَلى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَيّْتَ عَلى إبْرَاهِيْمَ وَعَلى آل إبْرَاهِيمَ، إنَكَ حمَيْدُ مَجِيْدُ

ژباړه: ای الله (جل جلاله) رحمت نازل کړي پر محمد صلی الله عليه وسلم او د هغه پر آل (کورنۍ ) څنګه چه دې پر ابراهيم عليه السلام او د هغه پر آل نازل کړی دی يقينًا ته د تعريف او بزرګۍ لايق ئې.

اَللّهُمَ بَارِكْ عَلى مُحَمَّدٍ وَعَلى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلى إبرَاهِيمَ وَعَلى آلِ إبرَاهِيمَ، إنَكَ حمَيْدُ مَّجِيْدُ(البخاری ،المسلم ،ترمذی و ابوداود).

ژباړه: ای الله (جل جلاله) برکت نازل کړي پر محمد صلی الله عليه وسلماو دهغه پر آل (کورنی ) څنګه چه دی پر ابراهيم عليه سلام او دهغه پر آل برکت نازل کړی دی يقينًا ته دتعريف اوبزرګی لايق ئی

بيا به دُعا ووايی :

اَللّهُمَّ رَبَّنَا اتِنَا فِی الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّ فِی الاخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّار

 ژباړه: ای زمونږ ربه ! مونږ لره په دنيا کښې هم نيکی را کړې او په آخرت کښې هم او مونږ د اور له غذابه وساتې .

ورسته به سلام  وګرځوی .

[اَسَّلامُ عَلَيْکُمْ وَرَحْمَةُ الله] په ويلو لومړی ښې طرف او بيا چپ طرف ته به سلام وګرځوي

ورسته له لمانځه څخه به دا دری ځله استفرالله ووايي او بيا به دا دُعا ووايي :

 اَللهُمَ اَنْتَ السَّلاَمُ وَمِنْکَ السَّلاَمُ تَبَارکْتَ يَاذَالجَلاَلِ وَالاَکْرَامِ (المسلم)

آن لاين اسلامي لارښود


بیرنه  لوړ  ولاړ سی

د لمانځه وروسته اذکار

د ثوبان رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  د سلام ګرځولو وروسته دری ځله استغفار :” أستغفر الله، أستغفر الله، أستغفر الله “ ويل او ورسته يي دا دعا ويله : أللهم أنت السلام ومنك السلام تباركت يا ذا الجلال والاكرام   (المسلم 591 )

له ابی امامة رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : من قرأ آية الكرسي دبر كل صلاة مكتوبة ، لم يمنعه من دخول الجنة إلا أن يموت (رواه النسائي وصححه ابن حبان او صحيح الجامع الألباني  ۶۴۶۴ ) .

يعنې : څوک چې د فرض لمانځه څخه وروسته ايت کرسي ولولي ، کله چې وفات شي جنت ته به داخل شي .

له عبدالله بن زبير څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  به کله لمونځ ختم کړ نو ويل به يي : لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شئ قدير، لا حول ولا قوة إلا بالله، ولا نعبد إلا إياه، أهل النعمة والفضل والثناء الحسن، لا إله إلا الله مخلصين له الدين ولو كره الكافرون ( د الله جل جلا له  نه بغير بل لائق د عبادت نشته ، يوازې دی، اوشريک نه لري پاچاهي او ستاينه خاص ده لره ده ، او په هر څه قادر دی ، الله جل جلا له  لره نه مثل شته او نه هم بل قوت ، او يوازې د هغه عبادت کوم ، هغه د نعمت او فضل څښتن دی او بغير له الله جل جلا له  څخه بل څوک د بخښنې او ستاينې وړ نه دي ……….. (المسلم ۵۹۴ – ابوداود ۱۵۰۶ ) .

له ابو هريره نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : من سبح الله دبر كل صلاة ثلاثا وثلاثين، وحمد الله ثلاثا وثلاثين وكبر الله ثلاثا وثلاثين تلك تسع وتسعون ثم قال تمام المائة لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شئ قدير، غفرت له خطاياه وإن كانت مثل زيد البحر ( المسلم  597) .

(څوک چې د هر لمانځه وروسته ۳۳ ځله سبحان الله ، ۳۳ ځله الحمدلله ۳۳ ځله الله اکبر ووايي چې ټول ۹۹ ځله کيږي او د لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شئ قدير په ويلو ۱۰۰ ځله پوره کړي د هغه (کوچني ) ګناهونو به وبخښل شي که څه هم د بحر په شان وي . ( ددې تسبحات په باره نور احاديث هم نقل شوي دي چې زيات فضيلت يي ذکر شوی دی )

معاذ بن جبل رضی الله عنه  وايي: چې يو ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم  زه تر لاس ونيولم او ويي ويل : يا معاذ إني لاحبك [ای  معاذه ! يقيناً په ما باندې ګران يي .  معاذ وويل‌:  ای  پیغمبر صلی الله علیه و سلم پلار او مور مې له تا قربان شي ،  ته هم په ما باندې ګران يي “‌.  ويي فرمايل :” (أوصيك يا معاذ، لا تدعن في دبر كل صلاة أن تقول: اللهم أعني على ذكرك وشكرك وحسن عبادتك ) تا ته وصيت کوم چې دا دعا د هر لمانځه نه وروسته ترک نه کړي : ای الله جل جلا له  ! زما سره کومک وکړه تر څو زه د تا په ذکر او ياد کې ووسم او ستا شکر ادا کړم او ستا سم عبادت وکړم ] (ابوداود ۱۵۲۲ – تحقيق رياض الصالحين با اسناد صحيح ۱۸۳ ) .

آن لاين اسلامې لارښود ( دفاع عن السنه چانګه )


بیرنه  لوړ  ولاړ سی

د نارينه او ښځې په لمانځه کې فرق شته ؟

د ښځې او سړی په لمونځ کی چه فرق ده دی حدیث او قران په رنا کی جواب راکره مننه

رحمت الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په ارکانو او احکامو کې د نارينه او ښځينه لمونځ يو شان دی ، په ځنو فرعي مسائلو او په خاصه توګه د ستر په برخه کې د نارينه سره فرق لري . لکه په لاندې صورتونو کې :

۱- په لمانځه کې د ښځې ټول بدن عورت دی بغير له مخ ، لاسونو او پښو او د نارينه عورت د نامه څخه لاندې تر ګونډو پورې دی .

۲- په ښځې باندې د جماعت لمونځ واجب نه دی او د ښځې د پاره په کور کې لمونځ کول غوره دي لکن په نارينه باندې  د جماعت لمونځ واجب دی .

لحديث : (لا تمنعوا نساءكم المساجد، وبيوتهن خير لهن) (أبو داود وابن خزيمة).

۳- کله چې په لمانځه کې امام سهوه شي نارينه به په تسبيح ويلو سره فتح ورکوي مګر ښځې به په لاسونو ټکولو سره فتح ورکوي .

لحديث : (التسبيح للرجال، والتصفيق للنساء) (متفق عليه ) .

۴- د ستر په برخه کې په قيام ، سجده او قعده کې فرقونه :

الف- نر به دواړه لاسونه د غوږونو تر نرميو پورې پورته کوي ، ښځی به خپل لاسونه تر اوږو  پورې پورته کوي .

ب ) : نارينه به لاسونه تر نامه لاندې نيسي او ښځه به لاسونه په سينه باندی نيسي .

ج ) : د نارينه د پاره  د دواړو لاسو څنګلې او مړوندونه دځمکی نه پورته او ګيډه د ورنونو نه جلا ساتل پکار دي د لمونځ کوونکی د ګيډی اوځمکی ترمنځ به خالي ځای پريښودل کيږي او د ښځو لپاره ورنونه د ګيډې سره پيوسته کول او پښی په ځمکه باندی غوړيدلی ساتل په کار دي .

د ) :  د جلسې او قعدې په وخت کې به نارينه ښی پښه ولاړه د پښې ګوتې د قبلې په طرف وي اوګينه پښه به څملوي  د پاسه دې پرې کيني او دواړه لاسونه په په ورنو ږدي ، ښځه به دواړه پښی ښی طرف ته ويستل اوخپل ښی ورون دګين ورون سره جنګول په هغه کيناستل پکار دي او تشهد به وائی.

رواه أبو داود في المراسيل, قال:87 – حدثنا سليمان بن داود، حدثنا ابن وهب، أخبرنا حيوة بن شريح، عن سالم بن غيلان، عن يزيد بن أبي حبيب، أن رسول الله صلى الله عليه وسلم مر على امرأتين تصليان فقال: «إذا سجدتما فضما بعض اللحم إلى الأرض فإن المرأة ليست في ذلك كالرجل».

مرسل روايت د امام ابوحنيفه رحمه الله ، امام مالک رحمه الله ،امام احمد رحمه الله او يوه ډله نورو په نزد صحيح او قابل استدلال دی البته په دې شرط چې دغه ارسال کونکي شخص ثقه يا باوري وي .

ځکه په سند کې دا ډول انقطاع د نورو ډولو سره کاملاً توپير لري .ځکه دلته چې کوم راوي ساقط دی غالبه دا ده چې يوازې صحابي به وي او صحابه ټول عادلان دي مجهول کيدل ضرر نه لري .

ددې مطلب په اړه نور روايات په لاندې ډول دي :

قال عبد الرزاق في المصنف 3/137:
[باب تكبير المرأة بيديها، وقيام المرأة وركوعها وسجودها]
5066 – عن ابن جريج قال: قلت لعطاء: أتشير المرأة بيديها كالرجال بالتكبير قال: «لا ترفع بذلك يديها كالرجال، وأشار فخفض يديه جدا وجمعهما إليه» وقال: «إن للمرأة هيئة ليست للرجل».
5067 – عن ابن جريج، عن عطاء قال: «تجمع المرأة يديها في قيامها ما استطاعت»
5068 – عن معمر، عن الحسن، وقتادة، قالا: «إذا سجدت المرأة فإنها تنضم ما استطاعت، ولا تتجافى لكي لا ترفع عجيزتها».
5069 – عن ابن جريج، عن عطاء قال: «تجتمع المرأة إذا ركعت ترفع يديها إلى بطنها، وتجتمع ما استطاعت، فإذا سجدت فلتضم يديها إليها، وتضم بطنها وصدرها إلى فخذيها، وتجتمع ما استطاعت».
5071 – عن معمر، والثوري، عن منصور، عن إبراهيم قال: «كانت تؤمر المرأة أن تضع ذراعها وبطنها على فخذيها إذا سجدت، ولا تتجافى كما يتجافى الرجل، لكي لا ترفع عجيزتها».
5072 – عن إسرائيل، عن أبي إسحاق، عن الحارث، عن علي قال: «إذا سجدت المرأة فلتحتفز، ولتلصق فخذيها ببطنها».

وقال ابن أبي شيبة  1/241: [المرأة كيف تكون في سجودها؟]
2777 – حدثنا أبو الأحوص، عن أبي إسحاق، عن الحارث، عن علي، قال: «إذا سجدت المرأة فلتحتفر ولتضم فخذيها».
2778 – نا أبو عبد الرحمن المقري، عن سعيد بن أيوب، عن يزيد بن حبيب، عن بكير بن عبد الله بن الأشج، عن ابن عباس أنه سئل عن صلاة المرأة، فقال: «تجتمع وتحتفز».
2779 – نا أبو الأحوص، عن مغيرة، عن إبراهيم، قال: «إذا سجدت المرأة فلتضم فخذيها، ولتضع بطنها عليهما».
2780 – نا جرير، عن ليث، عن مجاهد أنه «كان يكره أن يضع الرجل بطنه على فخذيه إذا سجد كما تضع المرأة».
2781 – نا ابن مبارك، عن هشام، عن الحسن، قال: «المرأة تضطم في السجود».
2782 – نا وكيع، عن سفيان، عن منصور، عن إبراهيم، قال: «إذا سجدت المرأة فلتلزق بطنها بفخذيها، ولا ترفع عجيزتها، ولا تجافي كما يجافي الرجل».

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود


بیرنه  لوړ  ولاړ سی

د لمانځه مفسدات (ماتوونکی)

يعنی په کومو شيانو چه لمونځ ماتيږي او د لمانځه بيا کول ضروري وي .

۱- په لمانځه کې قصدًا يا په هيره سره خبرې کول.

په دليل د خبر د زيد بن ارقم «كنا نتكلم في الصلاة، يكلّم الرجل منا صاحبه، وهو إلى جنبه حتى نزلت: وقوموا لله قانتين، فأمرنا بالسكوت ونهينا عن الكلام» (رواه الجماعة إلا ابن ماجه)

ژباړه : مونږ به په لمانځه کې خبرې کولې ، زمونږ څخه يو سړي له خپل صاحب سره خبرې کولې تر دې چې دا آيت شريف نازل شو [وقوموا لله قانتين] پس مونږ ته په سکوت او نه خبرو کولو حکم وشو.

په لمانځه هر قسم خبرې کول لمونځ فاسدوي لکه :

الف ): په لمانځه کې چا ته السلام کول يا په ژبه د السلام ځواب ورکول.

ب ): د پرنجي کوونکي د الحمدالله ويلو ځواب په يرحمک الله سره ورکول.

ج ): د لمانځه نه بهر کوم څوک دعا کوي هغه ته په لمانځه کې آمين ويل .

د): د مرګ ،مرض يا کوم بل بد خبر واوري په هغه باندې انا الله وانا اليه راجعون ويل ، يا د خوشحالي د خبرې په اورېدو سره الحمدلله ويل يا بله داسې کلمه ويل او يا د تعجب په خبره باندې سبحان الله ويل .

ه ) :د خپل امام څخه پرته بل چا ته فتح ورکول .

و): د درد او تکليف په وجه آه آه ،اُف کول که څه هم دوه توري (حروف ) لمانځ فاسدوي يا کتاب او بل څه لوستل په ژبه سره همدارنګه د درد او تکليف له وجې ژړل او مګر که د دوزخ جنت او عذاب د ياد په وجه وي باک نلري. ځکه هغه خشوع ده.

د امام ابوحنيفه په نزد که ناروغ د تکليف په وجه آه آه او يا وژاړي په شرط ددې چې هغه خپل ځان نشي کابو کولای باک نلري .

امام يوسف په نزد په پورته صورت کې دې لمونځ قطع کړي مګر که درد د لرې کېدو امکان نه وي لمونځ به نه قطع کوي (برنامج الموسوعة الفقهية جزء ۲۷ ص ۱۲۱).

۲- قصداً يا په هيره سره څه خوړل او څښل :

په لمانځه کې په خوړلو او څښلو سره که لږ وي يا ډير لمونځ فاسديږي ځکه خوړل او څښل د لمانځه له اعمالو څخه نه دي مګر دا چې په غاښونو کې څه بند شوی وي که د نخود له دانې څخه کم وي لمونځ نه فاسدوي همدارنګه په ژولو سره که دری ځله يې وژويې لمونځ فاسدوي .

قال الحنفية: تبطل الصلاة بالأكل والشرب عامداً أم ناسياً، سواء أكان المأكول قليلاً أم كثيراً؛ لأنه ليس من أعمال الصلاة(فقه الاسلامي وادله )

وَاسْتَثْنَوْا مِنْ ذَلِكَ مَا كَانَ بَيْنَ أَسْنَانِهِ وَكَانَ دُونَ الْحِمَّصَةِ فَإِنَّهُ لا تَفْسُدُ بِهِ الصَّلاةُ إِذَا ابْتَلَعَهُ ، وَصَرَّحُوا بِفَسَادِ الصَّلاةِ بِالْمَضْغِ إِنْ كَثُرَ ، وَتَقْدِيرُهُ بِالثَّلاثِ الْمُتَوَالِيَاتِ (برنامج الموسوعة الفقهية جزء ۲۷ ص ۱۲۴ ) .

۳- عمل کثير:

په لمانځه کې زيات حرکت کول او ډير ښورېدل چه کتونکی فکر وکړي دا سړی لمونځ نه کوي مثلاْ د ځان ډير ګرول يا د جامو برابرول يا په بدن اوجامو ډير لاس وهل.

جاء في الموسوعة الفقهية :

اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى بُطْلانِ الصَّلاةِ بِالْعَمَلِ الْكَثِيرِ ، وَاخْتَلَفُوا فِي حَدِّهِ . فَذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ إِلَى أَنَّ الْعَمَلَ الْكَثِيرَ الَّذِي تَبْطُلُ الصَّلاةُ بِهِ هُوَ مَا لا يَشُكُّ النَّاظِرُ فِي فَاعِلِهِ أَنَّهُ لَيْسَ فِي الصَّلاةِ .

۴- د قبلې څخه ګرځېدل :

پرته له عذر څخه د قبلې څخه سينه ګرځول لمونځ فاسدوي .

۵- د عورت ښکارېدل :

د بدن د کوم اندام څلورمې حصې دومره وخت ښکارېدل په څومره وخت کې چې دری ځله تسبيحات يا يو رکوع يا سجده ادا شي .

۶- په لمانځه کې بې اودسه کېدل .

۷- په نجاست ککړېدل :

په بدن ، جامو او د لمانځه په ځای کچېرې دومره نجاست کوم چې په شريعت کې عفوه نه دی پرېوځې لمونځ فاسديږي .

۸- قهقهه خندا :

خندا په دری قسمه ده ، يو قسم تبسم دی چې په هغه لمونځ نه فاسديږي ، بل قسم خندا داسې خندا ده چې خپله يې واروي مګر د څنګ ملګری يې وانه وري په دې خندا باندې لمونځ فاسديږي او دريم قسم خندا خندا قهقهه ده چې هم يې خپله واوري او هم د څنګ ملګری واروي په دې لمونځ فاسديږي او اودس هم ماتيږي ځکه چې ددې قسم خندا په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمانځه ګرځولو او اوداسه کولو حکم کړی دی :

«فأمر رسول الله صلّى الله عليه وسلم من ضحك أن يعيد الوضوء ويعيد الصلاة» (الدارقطني ، مجمع الزوائد ).

۹- د نيت تغير :

د نيت په تغير سره لمونځ فاسديږي دا چې نيت يې د مازديګر کړی وي خو لمونځ د ماښام وي ، او يا په هر وجه سلام ګرځول ، يا په لمانځه کې نېشه او بې هوشه کېدل او لينتوب لمونځ فاسدوي .

۱۰ – په قرائت کې غلطي کول :

په قرائت کې داسې غلطي کول چې معنی تغير شي او همدارنګه په الله أکبر کې همزې ته مد ورکول لمونځ فاسديږي .

۱۱- د کوم رکن ترک کول :

د کوم رکن لکه : رکوع ، يا د دوو سجدو څخه يوه سجده ادا کول سره لمونځ فاسديږي .

۱۲- په لمانځه کې د سړي سره د ښځې يوځای دريدل:

په لمانځه کې د سړي سره د ښځې يوځای دريدل داسې چې څنګ په څنګ سره ودريږي تر مينځ يې پرده نه وي يا د فرج پرته د پنډې او ورانه نښلول ، او دا چې مشترک لمونځ وي لکه جماعت او څنګ په څنګ وي .

د امام يوسف په نزد د دريو تسبيحاتو ويلو په اندازه او د امام محمد په نزد د يو رکن په اندازه درېدلو لمونځ فاسدوي.

۱۳- د تيمم کوونکي لپاره د ابو پيداکېدل.

همدارنګه هغه معذور سړی چې د اوبو استعمال ضرر ورته رسوي د اوبو په استعمال قدرت ومومي .

په شرط ددې چې اوبه د آخرې قعدې مخکې وويني يا په اوبو باندې د آخرې قعدې مخکې قدرت ومومي لمونځ فاسديږي ځکه آخره قعده د لمونځ پوره کېدل دي .

۱۴- لوڅ کس ته د جامې پيدا کېدل :

هغه کس چې د عورت د پټولو جامه نلري کچېرې هغه ته د لمانځه کولو پر مهال جامه پیدا شي او د جامې اغوستل عمل کثير ګرځي لمونځ به ترک کوي ، جامه به اغوندې او لمونځ به له سره ادا کوي .

۱۵- بغير له ضرورت څخه په زوره توخی يا د غاړې تازه کول .

۱۶- د موزې د مسحې د مودې پوره کېدل .

د موزې د مسح د مودې پوره کېدو يا د پښې څخه د موزې په وتلو سره لمونځ فاسديږي .

۱۷- د زخم څخه د پټۍ لوېدل .

۱۸- د اشاره کوونکي قدرت پيدا کېدل په رکوع او سجده .

۱۹- د امام مخالف کول :

د امام نه مخکې پوره رکوع يا پوره سجده کول يا د هغه نه مخکې کيدل.

۲۰- په کتلو سره قرآن لوستل.

۲۱ – د لمانځه څخه بهر قرآن لوستونکي ته فتح ورکول ځکه چې تعليم او تعلم دی .

۲۲- د سهار په لمانځه کې د لمر ختل .

تبطل الصلاة…..وطلوع الشمس في الفجر (فقه الاسلامي وادله )

۲۳- څلور پنځه قدمه په لمانځه کې تلل.

ځنې حنفي مشايخ وايي که د سړي مخې ته په صف کې خالي ځای وي هغه په تللو سره لمونځ نه فاسديږي لکن که د مخې بغير بل طرف ته وي لمونځ فاسديږي .

جاء في الموسوعة الفقهية: وَقَال بَعْضُ مَشَايِخِ الْحَنَفِيَّةِ فِي رَجُلٍ رَأَى فُرْجَةً فِي الصَّفِّ الَّذِي أَمَامَهُ مُبَاشَرَةً فَمَشَى إِلَى تِلْكَ الْفُرْجَةِ فَسَدَّهَا لاَ تَفْسُدُ صَلاَتُهُ، وَلَوْ مَشَى إِلَى صَفٍّ غَيْرِ الَّذِي أَمَامَهُ مُبَاشَرَةً فَسَدَّ فُرْجَةً فِيهِ تَفْسُدُ صَلاَتُهُ. انتهى.

آن لاين اسلامي لارښود


بیرنه  لوړ  ولاړ سی

د لمانځه مکروهات

يعنی هغه څيزونه چه لمونځ بالکل نه ورباندې ماتيږي بلکې کراهيت پيدا کوي لمانځه ته زيان رسوي د لمانځه ثواب کموي .

۱- د لمانځه د سنتونو څخه د کوم سنت عمل ترک کول .

۲- بې ضرورته چادر د اغوستلو پر ځای پر دواړو اږو اچول يا لسټونی د اغوستلو پرځای خالي ځړول.

۳- په خپل بدن ، جامو او ويښتانو لږ لاس وهل که ډير وي چې عمل کثير ته ورسيږي لمونځ فاسدوي.

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د سجدې د ځای څخه د خاورې پاک کولو يوازې يو ځل اجازت کړی دی : «إن کنت فاعلا فواحدة» (متفق عليه) .

ژباړه: که غواړي دا کار وکړې ( د سجدې د ځای پاکول ) فقط يو ځل به يې کوې .

۴- په خوله کې داسی شی ايښودل چه دهغه په وجه سره د قرآن په لوستو کې تکليف وي.

۵- سرتور سر لمونځ کول خو که دعاجزی په وجه وي لمونځ نه مکروه کوي ،خو د نن زمان سرتور
سرونه عاجزی نه ده بلکی يو فيشن يا عصريتوب دی نو ښه به دا وي چه سرتور سر لمونځ ونه شي .

۶- ګوتې څټل يا د يوه لاس کوتې په بل لاس کې د ننه کول او غږ یې پورته کول.

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې کار څخه منع فرمايلي :«و شبک بين أصابعه»( او خپلې کوټې يو پر بل کې مه ننباسئ ).

۷- بی ضرورته په ملا يا تشو لاسونه ايښودل .

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې کار څخه منع فرمايلي:«نهي أن يصلي الرجل مختصرا» (متفق عليه).

يعنې : ددې څخه منع شوي چې څوک د اختصار ( چې لاسونه يې په تشو نيولي ) حالت لمونځ وکړي

۸- په لمانځه کې يو خوا بل خوا ته کتل.

عايشه رضی الله عنه وايي : د رسول الله عليه وسلم څخه مې په لمانځه کې يوې بلې خوا کتلو په اړه پوښتنه وکړه ویې فرمايل :«هو اختلاس يختلسه الشيطان من صلاة العبد» (ابوداود ،نسائي)

يعنې : دا يوه پټه غلا ده چې شيطان يې د بنده له لمانځه څخه وړي .

۹- د سترګو پټول مګر که په لمانځه کې د مشغوليت له وېرې وي مطلب يې خشوع وي باک نلري .

۱۰- د آسمان طرف ته کتل .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«لينتهين أقوام عن رفعهم أبصارهم عند الدُّعاء في الصلاة إلي السماء أو لتخطفن أبصارهم» (صحيح النسائي ) .

يعنې : هغه کسان چې په لمانځه کې د دعا پر مهال خپلې سترګې آسمان ته پورته کوي بايد ددې کار څخه لاس واخلي او که نه د سترګو ديد به يې لاړ شي .

۱۱- د داسې سړی طرف ته لمونځ کول چه هغه سړی مخامخ ده ته ناست وي .

۱۲- قصدًا اوسويلی ارګمي ايستل يا د هغه د بندولو کوښښ نه کول .

۱۳- په صف کې ځای وي خو ځانته درېدل.

۱۴- په داسې جامو کې لمونځ کول چه په هغه باندی د کوم ذوی روح حيوان يا انسان تصوير وي.

او همدارنګه د کار په جامه او لباس کې لمونځ کول مکروه تنزهي دي .

۱۵- څادر يا بل شی د ځان نه داسی تاوول چه دلاس ويستل له هغه څخه ګران وي همدارنګه په داسې جامه کې لمونځ کول چې د ستر عورت حجم يې ښکاري لکه یوازې پرتوګ اغوښتل او په نن عصر کې درېشي اغوستل .

په دليل د دغه حديث شريف :ابی سعيد الخدري روايت کوي: « نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم عَنِ اشْتِمَالِ الصَّمَّاءِ، وَأَنْ يَحْتَبِيَ الرَّجُلُ فِي ثَوْبٍ وَاحِدٍ…» (بخارى:۳۶۷)

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم د داسې جامې اغوستلو څخه منع فرمايلي چې سړی په جامه کې داسې ځان وپيچي چې لاس اېستل ورنه مشکل وي ، او احتباء چې سړی په يو جامه کې لمونځ کوي منع فرمايلې .

۱۶- د امام درېدل د محراب په داخل کې مګر که پښې يې د محراب څخه برون وي باک نلري.

۱۷- د پګړی يا لونګۍ په ول يا ويښتانو باندې سجده کول.

ځکه چې په دې باره کې په سنتو کې منع راغلې :« أُمِرْتُ أَنْ أَسْجُدَ عَلَى سَبْعَةِ أَعْظُمٍ ، وَلا أَكُفَّ ثَوْبًا وَلا شَعْرًا» ( متفق عليه ) .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ما ته امر شوی دی چې په اوو اندامونو سجده وکړم ، (همدارنګه ما ته امر شوی دی ) چې جامه او ويښتان به له هغه سره نه جمع کوم .

۱۸- دوهم رکعت د لومړي رکعت نه زيات اوږدول – يعنی چه په لومړی رکعت کې دری آيته ووايي اودوهم بيا مثلاْ شپږ آيته قرآن ووايي .

۱۹- په فرض لمانځه کې د کوم خاص سورة مقررول.

۲۰- د قرآن د ترتيب نه خلاف قرآن لوستل مثلاْ په لومړي رکعت کې قل هوالله ووايي خو په دوهم رکعت بيا الم ترکيف سورة ووايي .

۲۱- د اور طرف ته لمونځ کول مکروه دي ځکه په دې کې د کفارو سره مشابهت دی .

۲۲- د اوداسه په تنګوالی ، هغه که د باد له وجې يا د ميتيازو له وجې وي لمونځ مکروه کوي.

عايشه رضی الله عنه روايت کوي:«لاصلاة بحضرة الطعام، ولا و هو يدافعه الأخبثان»(المسلم)

يعنې :د خوراک د تيارېدو او ميتيازو را تلو په وخت کې لمونځ نشته .

۲۳- چه سړی ډير وږی وي او ډوډی تياره وي نوښه دا ده چه لومړی ډوډی وخوړل شي ورسته لمونځ وشي، دليل يې مخکې تير شو .

۲۴- د نارينه د پاره په سور او زيړ رنګ جامه کې لمونځ کول مکروه دي .

يكره تنزيهاً لبس المعصفر والمزعفر: الأحمر والأصفر للرجال، ولا بأس بسائر الألوان للنساء( الدر المختار:۲۵۲/۵).

۲۵- په لار يا په داسې ځای کې چې د خلکو د تلل را تلل وي پرته له سترې لمونځ کول مکروه دي.

۲۶- په سجده کې دواړه پښې له ځمکی پورته کول چه د ځنو فقهاؤ په نزد پدې سره لمونځ فاسديږي.

آن لاين اسلامي لارښود


بیرنه  لوړ  ولاړ سی

په کومو ځايونو کې چې لمونځ کول مکروه دي

په لاندې ځايونو کې لمونځ لمونځ کول مکروه تحريمي دي ځکه چې په داسې ځايونو کې لمونځ کول په سنتو کې منع شوي دي :

۱- په لاره کې لمونځ کول مکروه دي ځکه چې هلته د خلکو تګ راتګ وي .

۲- په قبرستان کې لمونځ کول مکروه دي .

۳- په داخل د حمام کې لمونځ کول مکروه دي .

۴- په کليسا کې لمونځ کول مکروه دي .

۵- د کعبې شريفې په بام لمونځ کول مکروه دي .

۶- د اوښانو او حيوانانو په پنډغاړي کې لمونځ کول مکروه دي .

۷- چېرې چې نجاست لنډ وي يا د نجاست وېره وي هلته لمونځ کول مکروه دي لکه د حيواناتو د ذبحې کولو ځای ، د حيوانانو د خشيو وچولو ځای او داسې نور .

۸- د جمهورو په نزد په غصب شوي ځمکه لمونځ کول مکروه دي مګر د امام احمد په نزد حرام دي همدارنګه په حرامو مال باندې جوړ شوي جومات کې لمونځ کول مکروه دي .

(فقه الاسلامي وادله -الأماكن التي تكره الصلاة فيها)

آن لاين اسلامي لارښود


بیرنه  لوړ  ولاړ سی

په کومو حالاتو کې بايد لمونځ مات کړ شي

اوس هغه صورتونه چه پخپله لمونځ کوونکی ته لمونځ ماتول ضرور دي که لمونځ مات نه کړي نو په ځېنې صورتونو کې ډيره زياته ګناه ده او په ځينې صورتونو کې کمه ګناه ده ،هغه صورتونه په لاندی ډول دي .

۱- د کوم مضر ځناور ويره وي مثلاً مار يا لړم مخې ته راغی چې لرې کول يې عمل کثير ګرځي نو لمونځ ماتول پکار دي تر څو د هغه ضرر دفع کړي يا د لمونځ کوونکي په جامو کې لړم يا بل مضر حشره ننوځي او ددې ويره وي چه که سړی وچيچي سخت نقصان او تکليف به ترې پيدا شي نو پدې صورتونو کې لمونځ ماتولی شي .

۲- د لمونځ کولو په وخت کې د ريل ،طيارې او يا کومې بلې سورلۍ د تلو ويره وي چه په هغه سورلۍ کې سامان او اهل عيال وي يا د هغه په تلو سره ده ته سخت تاوان او تکليف رسيږي او يا د قطاع الطريق وېره وي نو لمونځ ماتولی شي .

۳- په لمانځه کې د کومې مريضۍ په وجه لويې يا وړې متيازې دومره سړی تنګ کړي چه نور يې برداشت سخت وي .

۴- د کوم کس د تباهی او هلاکت د بچ کولو لپاره لمونځ ماتول فرض دي که مات نشي لمونځ کوونکی د سختی ګناه مرتکب ګرځی – مثلاْ يو ړوند سړي په کنده کې لوېدو خطر وي يو کس يا کوم کوچنی ماشوم په اوبو کې ډوبيږي يا اور کې لوېږي يا چا اور اخيستی وي يا يې غل يا دوښمن په سخته بې رحمۍ سره وهي يا مور په خپل بچي ووېرېږي چې هغه ته څه سخت خطر ونه رسيږي او يا يې ديګ په اور باندې بار کړی وي هغه سوځي نو په دې ډول صورتونو کې د لمونځ ماتول ضرور دي او د هغه کس يا شي بچ کول ضروري دي.

۵- که مور،پلار ،نيا او نيکه که د مور له طرفه وي او که د پلار د څه سخت تکليف له وجی چغې وهي نو لمونځ دې مات کړي هغوی ته د ورشي مګر که د کومک نارې نه وهي لمونځ ماتول نشته ، د نفلو په لمانځه کې به د هغه کومک او نارې وهلو سره لمونځ ماتوي مګر فرض لمونځ به د سخت ضرورت پر مهال ماتوي .

۶- د څه سامان د ورکيدو ويره وي دومره سامان چې د يو درهم (۲،۹۷۵ ګرامه ) سپينو زرو يا تر هغه زيات قيمت ولري ، حيوان ديګ او خوراک څپه کوي که منع نشي سخت ضرر رسوي .

(فقه الاسلامي وادله ، مراقي الفلاح: ص۶۰)

آن لاين اسلامي لارښود


بیرنه  لوړ  ولاړ سی

صلاة الوتر ( د وتر لمونځ )

د وتر لمانځه ته ځکه وتر وايي چې رکعتونه يې طاق دي د وترو د لمانځه حکم د امام ابوحنيفه په نزد واجب دی د امام ابوحنيفه رحمه الله دليل دا حديث دی :

«الوتر حقٌّ، فمن لم يوتر فليس منَّا »(ابوداؤد ۱۴۱۹) .

يعنې: وتر حق دي پس که څوک وتر ادا نه کړی له مونږ څخه نه دي .

او بل دا حديث چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : «إن الله تعالى أمدكم بصلاة هي خير لكم من حمر النعم الوتر جعله الله فيما بين صلاة العشاء إلى أن يطلع الفجر» (المشکاة المصابيح ۲/۵۷ ) .

د وتر د رکعتونو شمير :

 د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه يو رکعت ، دری رکعته ، پنځه رکعته ، اوه رکعته …. په صحيح رواياتو ثابت شوي دي

همدارنګه وتر دوه دوه رکعته او په آخر کې يو رکعت ، ټول په يو ځل دوه قعدو او يو سلام سره او ټول په يوه قعده او يو سلام ادا کول د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه ثابت شوی دي (فقه السنه – باب وتر )

د امام ابوحنيفه په نزد د وتر لمونځ دری رکعته دی دليل يي دا حديث دی (كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يوتر بثلاث لا يسلم إلا في آخرهن) (راوي :عايشه – عمدة القاري 7/5 ).

وفي الهداية: حكى الحسن إجماع المسلمين على الثلاث. قال ابن الهمام: وهو مروي عن فقهاء المدينة السبعة.

د وترو د ادا کولو کيفيت :

وتر د نورو لمونځونو په قسم لومړی او دوهم رکعت يې ډک ادا کيږي يعنی له فاتحې سره سورت لوستل کيږي ،بيا په دريم رکعت کې د سورة فاتحه او کوم لنډ سورت يا څو آيتونو لوستلو وروسته به تکبير ووايي دواړه لاسونه به تر غوږونو پورته کوي بيا به دواړه لاسونه تر نامه لاندې وتړې او په خفيه آواز به دعای قنوت ووايي .

دعای قنوت له لوستلو ورسته به د الله اکبر په ويلو رکوع ته لاړشي رکوع او بيا سجدې به ادا کړي لکه د نورو لمونځونو په شان به لمونځ ختم کړي .

دعا قنوت :

اَللهُمَّ اِنَّا نَسْتَعِيْنُکَ ،وَ نسْتَغْفِرُکَ وَنُؤْمِنُ بِکَ ،وَنَتَوکَّلُ عَلَيْکَ، وَنُثْنِیْ عَلَيکَ الْخَيرَ، وَنَشْکُرُکَ، وَلاَ نَکْفُرُکَ وَنَخْلَعُ، وَ نَتْرُکُ مَنْ يَفْجُرُکَ. اَللهُمَّ اِيَّاکَ نَعْبُدُ ، وَلَکَ نُصَلَّیْ ،وَنَسْجُدُ ،وَاِلَيْکَ نَسْعی، وَنَحْفِدُ، وَنَرْجُوا رَحْمَتَکَ وَنَخْشی عَذاَبَکَ اِنَّ عَذاَبَکَ بِالکُفَّارمُلْحِق .( السنن الكبرى للبيهقي 2/211 ) .

(ای الله ! مونږ له تا نه د مرستې غوښتونکي يو، او له تا نه د بخښنی غوښتونکي يو ، پر تا ايمان راوړو ،اوپر تا توکل کوو ،اوستا ښه تعريفونه کوو،اوستا شکر ادا کوو،ستا نا شکري نه کوو ،او څوک چې ستا نا شکري اونافرماني وکړي هغه پريږدو ،هيڅ اړيکې ورسره نه ساتو ،ای الله ! مونږ همدا ستا عبادت کوو ،همدا ستا لمونځ کوو او همدا ستا ته سجده کوو ،او همدا ستا به لور در ځغلو،اوستا د حکم په ځای کولو لپاره تيار اوسو،اوستا د رحمت ليوال يو ،اوستا له عذاب ځنې په ويره کې يو ،يقيناً ستا عذاب کافرانو ته ور رسيدونکی دی ).

آن لاين اسلامي لارښود


سنت لمونځونه

په شپه او ورځ کې دولس رکعته سنت لمونځونه

«عن أم حبيبة زوجة النبي صلى الله عليه وسلم؛ أنها قالت:سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: “ما من عبد مسلم يصلي لله كل يوم ثنتي عشرة ركعة تطوعا، غير فريضة، إلا بني الله له بيتا في الجنة. أو إلا بني له بيت في الجنة”. قالت أم حبيبة: فما برحت أصليهن بعد»(المسلم ۷۲۸ ).

ژباړه : ام حبيبه د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارکه بی بی وايي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې واوريدل چې فرمايل يې : چې هر مسلمان بنده په شپه او ورځ کې د فرضو څخه علاوه دولس رکعته نفل لمونځ ادا کړي ، الله سبحانه وتعالی به هغه لره په جنت کې کور بنا کړي تر څو هغه ته په جنت کې کور برابر شي ،ام حبيبه رضی الله عنها وايي : مونږ وروسته له هغه هميشه دغه دولس رکعته لمونځ ادا کوو .

تشريح : دا دولس رکعته لمونځ همغه دولس رکعته سنت لمونځونه دي چې دوه رکعته د سهار د فرضو مخکې ، څلور رکعته د ماسپخين د فرضو مخکې او دوه رکعته د ماسپخين د فرضو وروسته او دوه رکعته د ماښام د فرضو وروسته او دوه رکعته د ماسختن د فرضو وروسته ادا کيږي .

د سهار دوه رکعته سنت:

د سهار د فرض لمونځ څخه مخکې دوه رکعته سنت

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «ركعتا الفجر خير من الدنيا وما فيها» (المسلم ) .

يعنې : د سهار دوه رکعته له دنيا او څه چې په دنيا کې دي غوره دي .

عائشه رضی الله عنها وايي : وقالت عائشة: «لم يكن النبي صلّى الله عليه وسلم على شيء من النوافل أشد تعاهداً منه على ركعتي الفجر» (متفق عليه) .

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم په هيڅ يو نفلو کې دومره مواظبت او هميشوالی نه کولو لکه د سهار په دوو رکعته سنتو کې .

د ماسپخين شپږ رکعته سنت :

د ماسپخين د فرض لمانځه او همدارنګه د جمعې لمانځه مخکې څلور رکعته سنت دي .

عائشه رضی الله عنها روايت کوي : «أن النبي صلّى الله عليه وسلم كان لا يدع أربعاً قبل الظهر، وركعتين قبل الغداة» (البخاري)

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم د ماسپخين څخه مخکې څلور رکعته او سهار د لمانځه مخکې دوه رکعته لمونځ نه دی ترک کړی .

او همدارنګه دو رکعته سنت د فرضو څخه وروسته او د هغه سره دوو رکعتو پيوسته کول مستحب دي او د جمعې د فرض لمانځه څخه وروسته څلور رکعته سنت کول .

«من صلى أربع رَكَعات قبل الظهر، وأربعاً بعدها، حرَّمه الله على النار» (صحيح الترمذي).

يعنې : چا چې د ماسپخين د ( فرض لمانځه ) نه مخکې څلور رکعته او د هغه څخه وروسته څلور رکعته لمونځ وکړي الله به د دوزخ اور پرې حرام کړي .

د ماښام دوه رکعته سنت :

د ماښام د فرض لمانځه وروسته دوه رکعته سنت کول .

د ماسختن دوه رکعته سنت :

د ماسختن د فرضو څخه وروسته دوه رکعته سنت کول .

د امام ترمذې په روايت کې دا ټول ذکر شوي دي :

ورواية الترمذي: «من صلى في يوم وليلة ثنتي عشرة ركعة، بني له بيت في الجنة: أربعاً قبل الظهر، وركعتين بعدها، وركعتين بعد المغرب، وركعتين بعد العشاء، وركعتين قبل صلاة الفجر»

آن لاين اسلامي لارښود


بیرنه  لوړ  ولاړ سی

د تهجد لمونځ

د تهجد د لمانځه فضيلت :

د تهجد لمونځ د فرضي لمونځونو څخه وروسته تر ټولو افضل لمونځ دی ،رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :« وأفضل الصلاة بعد الفريضة صلاة الليل» (رواه مسلم).

يعنې : د فرضي لمانځه وروسته غوره او افضل لمونځ د تهجد لمونځ دی .

 په قرآن او سنتو کې د تهجد د فضيلت ډير نصوص راغلي دي چې ځنې يې په لاندې ډول دي :

  ۱- الله سبحانه وتعالی فرمايي : هغه کسان چې د شپې په لمانځه باندې هميشوالی کوي ، هغوی د خير او رحمت لياقت لري :

[إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ، آخِذِينَ مَا آتَاهُمْ رَبُّهُمْ إِنَّهُمْ كَانُوا قَبْلَ ذَلِكَ مُحْسِنِينَ ، كَانُوا قَلِيلاً مِّنَ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ ، وَبِالأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ] (الذاريات ۱۵-۱۸ ).

ژباړه : يقيناً چې متقيان خلک به په باغونو او چينو کې وي ، د خپل رب ورکړي نعمتونه به په خوښۍ سره اخلي ، ځکه چې دوی له دې نه مخکې ژوند کې نيکوکاران وو ، د شپې په ډيره لږه برخه کې ويده کيدل ، د شپې په آخرنۍ برخه کې يې بښنه غوښته .

۲- الله سبحانه وتعالی ،هغه کسان چې د تجهد لمونځ ادا کوي د خپلو خاصو بندګانو په ډله کې حساب کړي دي : [وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا] ( الفرقان ۶۴).

ژباړه : او هغه کسان چې د خپل رب په وړاندې په سجده او قيام شپې تېروي .

 ۴- الله سبحانه وتعالی د هغوی په رښتنې ايمان باندې شهادت ورکوي او فرمايي : [إِنَّمَا يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا الَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِهَا خَرُّوا سُجَّدًا وَسَبَّحُوا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُونَ ، تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ ] (۱۵-۱۶ السجده )

ژباړه : زمونږ په آيتونو باندې يوازې هغه خلک ايمان راوړي چې هغوی ته پرې نصيحت وشي ، نو پړمخ پرېوزی د خپل رب ثنا او ستاينه کوي او له کبر او لويې نه ځانونه ژغوري ، اړخونه يې د خوب له بسترو څخه بيليږي (تهجد کوي ) خپل رب ته د ډار او هيلو په سيورې کې خپلې غوښتنې وړاندې کوي او څه چې مونږ ورکړی ځنې يې د الله په ليار کې لګوي .

۵- الله سبحانه وتعالی هغه کسان چې د تهجد لمونځ ادا کوي له نورو کسانو سره يو شان نه ګڼې او فرمايي : [أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاء اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الأَلْبَابِ] (الزمر ۹ )

ژباړه : آيا هغه څوک چې غاړه يې ايښې ، د شپې پر اوږدو کې په سجده او ولاړه له آخرت نه په ډار او د خپل رب د مهربانيو هيله من وي ، او هغه سره برابر دي چې د هيڅ پروا نه ساتي ، (ای محمده ! ) ووايه آيا هغه چې پوهيږې له هغو سره يو شان دي چې نه پوهيږي ، خبره همدا ده چې پند يوازې د عقل څښتنان اخلي .

همدارنګه په سنتو کې د تهجد اهميت او فضيلت داسې ذکر شوی دی :

۱- عبدالله بن مسلم روايت کوي چې کله جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته داخل شو او خلک د ده چاپير را ټول شول نو ما د هغه څخه لومړی دغه خبره وارويده چې فرمايل يې :« أيها الناس أفشوا السلام، وأطعموا الطعام، وصلوا الارحام، وصلوا بالليل والناس نيام، تدخلوا الجنة بسلام ‌« (رواه أحمد والترمذي والحاكم، وصححه الترمذي ) .

ژباړه: ای خلکو ! په خپلو کې سلام خور او رواج کړئ او خلکو ته خوراک ورکوئ او خپلولي پالئ او د شپې چې خلک بيده وي لمونځ کوئ (تهجد ) ، تاسې به په سلامتيا سره داخل شئ جنت ته .

٢- سلمان فارسي روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: « عليكم بقيام الليل فإنه دأب الصالحين قبلكم، ومقربة لكن إلى ربكم، ومكفرة للسيئات، ومنهاة عن الاثم، ومطردة للداء عن الجسد»(الترمذي والإمام أحمد و صحيح الجامع ) .

ژباړه: د شپې په لمانځه باندې هميشوالی کوئ بې شکه چې د شپې لمونځ له ستاسو څخه مخکې صالحو خلکو عادت ؤ ، او تاسې خپل رب ته نږدې کوي او د ګناهونو کفاره ده او د ګناهونو مانع ګرځي او د بدن څخه درد او مرض باسي .

يعنې دا لمونځ څو صفتونه لري :

الف- د صالحو خلکو عادت دی.

ب- د ګناهونو کفاره ده

ج- د ګناهونو د کولو څخه مخنيوی کوي او د بدن د سلامتيا سبب ګرځي .

۳- جبريل عليه السلام د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم حضور ته تشريف راوړ او هغه ته يې داسې فرمايل :

«واعلم أن شرف المؤمن قيام الليل وعزه استغناؤه عنالناس»  (رواه الحاكم والبيهقي وحسنه المنذري والألباني) .

ژباړه: پوه شه ! چې د مؤمن شرف د شپې په لمانځه کې دی او عزت يې د خلکو څخه په بې نيازه کيدو کې دی .

٤- ابوالدرداء روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :« ثلاثة يحبهم الله ويضحك إليهم ويستبشر بهم: الذي إذا انكشفت فئة قاتل وراءها بنفسه لله عز وجل فإما أن يقتل وإما أن ينصره الله عزوجل ويكفيه فيقول: انظروا إلى عبدي هذا كيف صبر لي بنفسه والذي له امرأة حسنة وفراش لين حسن فيقوم من الليل فيقول: يذر شهوته ويذكرني، ولو شاء رقد والذي إذا كان في سفر وكان معه ركب فسهروا ثم هجعوا فقام من السحر في ضراء وسراء » (صحيح الترغيب والترهيب )

ژباړه: دری ډلې دي چې الله تعالی هغوی خوښوي او په ليدو يې د خوشحالۍ اظهار کوي ( په بې لاکيف شکل د هغه په ليدو سره خاندي) او هغوی ته په جنت باندې زېری ورکوي : لومړی هغه څوک چې کله د دوښمن ډله ظاهره شي هغه د الله پاک په لاره کې په خپل ځان سره د هغه پر ولاندې ودريږي او ورسره وجنګيږي ، تر هغه پورې څو ووژل شي او يا يې الله پاک کاميابي په برخه کړي ، بس الله ده لره کافي دی او فرمايي : وګورئ زما دغه بنده ته چې څنګه يې زما په لاره کې پخپل ځان سره صبر وکړ ،دوهم هغه څوک چې ښکلې بې بې نرم رختخواب او خوب پرېږدي ، په شپه کې پاڅيږي د تهجد لمونځ کوي چې الله پاک فرمايي : زما دغه بنده خپلې هېلې او ارزوګانې پرې ايښې او زما په ياد کې مشغول دی ، که يې غوښتی نو کولای شوای بيده وای ، دريم هغه څوک چې په سفر کې سورلۍ يا د يوې ډلې سره وي چې شپه ويښه سبا کوي او وروسته خوب کوي ، وروسته هغه په سحر کې پاڅيږي او د شپې لمونځ په سختۍ ، آسانۍ ، خوښۍ او نا خوښۍ کې ادا کوي .

۵- په يو بل حديث شريف کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «اذا ايقظ الرجل اهله من الليل فصليا او صلی رکعتين جميعاً کتب فی الذاکرين» (ابی داود او ابن ماجه ) .

ژباړه: کله چې يو سړی خپله ښځه د شپې د لمانځه لپاره را پورته کړي بيا دواړه دوه رکعتونه لمونځ وکړي نو سړی د ذاکرينو په جمله کې او ښځه د ذاکراتو په جمله ليکل کيږي .

د ذاکرينو او ذاکراتو په هکله قرآن کريم فرمايي : {و الذاکرين و الذاکرات اعدالله لهم مغفرة و اجراً عظيماً}( ذکر کوونکی سړي او ذکر کوونکی ښځې ، تيار کړی دی الله جل جلا له د دوی لپاره مغفرت او لوی اجر (جنت ) .

د تهجد د لمانځه آداب :

۱- د بيده کيدو په وخت کې به د تهجد نيت کوي ،که فرضاً کوم شپه دی خوب يوسي ، الله پاک به د ده د پاره اجر ليکي او خوب به يې صدقه شميرل کيږي .

له ابوالدرداء څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : من أتى فراشه وهو ينوي أن يقوم فيصلي من الليل فغلبته عينه حتى يصبح كتب له ما نوى، وكان نومه صدقة عليه من ربه  (نسايي ، ابن ماجه –سند صحيح ) .

ژباړه : څوک چې خپلې بسترې ته لاړ شي او قصد ولري چې د تهجد د پاره به پاڅيږي مګر په هغه باندې خوب غلبه وکړي او سبا وخيږي الله پاک به ده ته د دغه نيت اجر او ثواب وليکي او د ده خوب به د ده د رب له طرفه صدقه وي .

٢-کله چې له خوبه بيدار شي خوب له خپلو سترګو لرې کړي (سترګې په لاسونو و موښي ) او بيا دعا ولولئ ، ابن عباس رضی الله عنه روايت کوي چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  به کله د تهجد د لمانځه د پاره پاڅيده دغه دعا به يې لوستله :«اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ، أَنْتَ قَيِّمُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ، وَلَكَ الْحَمْدُ، لَكَ مُلْكُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ، وَلَكَ الْحَمْدُ، أَنْتَ نُورُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ، وَلَكَ الْحَمْدُ، أَنْتَ مَلِكُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ، وَلَكَ الْحَمْدُ، أَنْتَ الْحَقُّ، وَوَعْدُكَ الْحَقُّ، وَلِقَاؤُكَ حَقٌّ، وَقَوْلُكَ حَقٌّ، وَالْجَنَّةُ حَقٌّ، وَالنَّارُ حَقٌّ، وَالنَّبِيُّونَ حَقٌّ، وَمُحَمَّدٌ r حَقٌّ، وَالسَّاعَةُ حَقٌّ، اللَّهُمَّ لَكَ أَسْلَمْتُ، وَبِكَ آمَنْتُ، وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ، وَإِلَيْكَ أَنَبْتُ، وَبِكَ خَاصَمْتُ، وَإِلَيْكَ حَاكَمْتُ، فَاغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ، وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ، أَنْتَ الْمُقَدِّمُ، وَأَنْتَ الْمُؤَخِّرُ، لا إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ، أَوْ لا إِلَهَ غَيْرُكَ، وَلا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ».

۳- د شپې لمونځ (تهجد ) به په دوو رکعتونو پيل کړي نور چې څومره يې وس کيده لمونځ دې وکړي ، د دوو دوو رکعتونو نيت به کوي .

ابو هريرة رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :« إذا قام أحدكم من الليل فليفتتح صلاته بركعتين خفيفتين» (المسلم ) .

ژباړه: کله چې د تاسې څخه څوک د تهجد لمانځه د پاره پاڅيږي نو خپل لمونځ په دوو لنډو رکعتونو پيل کړي .

۴- مستحب ده چې کله څوک د تهجد لمانځه ته پاڅيږي نو خپله بې بې به هم پاڅوي :

«عن عائشة – رضي الله عنها – قالت : ” كان رسول الله صلى الله عليه وسلم ، يصلي من الليل فإذا أوتر قال قومي فأوتري يا عائشة » ( رواه مسلم ، مسلم بشرح النووي ۶/۲۳)

 عايشی رضی الله عنها وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم  به چې کله د شپې د وتر لمونځ کولو ويل به يي : پاڅيږه ای عايشی زما سره د وتر لمونځ وکړه (د تهجد کونکي د پاره سنته طريقه دا ده چې لومړی تهجد وکړي او بيا د وتر لمونځ وکړي )

«وقال صلى الله عليه وسلم : ” رحم الله رجلا قام من الليل فصلى فأيقظ امرأته فصلت ، فإن أبت نضح في وجهها الماء » ( رواه أحمد وأبو داود ، صحيح الجامع ۳۴۸۸)

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : الله جل جلا له  دې په هغه سړي رحم وکړي چې د شپې پاڅيږي لمونځ وکړي او خپل ښځه هم پاڅوي او له هغه سره لمونځ وکړي ، او د نه بيداری په صورت کې د هغې پر مه اوبه اچوي .

«اذا ايقظ الرجل اهله من الليل فصليا او صلی رکعتين جميعاً کتب فی الذاکرين» (ابی داود او ابن ماجه ) .

کله چې يو سړی خپله ښځه د شپې د لمانځه لپاره را پورته کړي بيا دواړه دوه رکعتونه لمونځ وکړي نو سړی د ذاکرينو په جمله کې او ښځه د ذاکراتو په جمله ليکل کيږي .

۵- که کومه شپه خسته او بې خوبه وي ، نو بيده دې شي تر څو خوب يې لاړ شي ، که پر هغه باندې خوب داسې غلبه وکړي چې په دې نه پوهيږي چې په لمانځه کې څه وايم نو بيده دې شي تر څو خوب يې پوره شي .

له  عایشه صديقې رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«إذا قام أحدكم من الليل فاستعجم القرآن على لسانه فلم يدر ما يقول فليضطجع » (المسلم )

ژباړه : کله چې د شپې يو د تاسې څخه تهجد ته پاڅيږي او په هغه باندې خوب غلبه وکړي او قرآن نشي تلفظ کولای او نه پوهيږي چې زه څه وايم ، هغه دې پرېوزي تر څو خوب يې لاړ شي .

همدارنګه حضرت انس رضی الله عنه وايي ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم جومات ته تشريف راوړ ، د جومات د دوو ستنو تر ميتځ يوه رسۍ تړل شوې وه ، ويې فرمايل : دا رسۍ د څه لپاه ده ؟ ويې ويل دا د زينب ده چې کله د شپې په لمانځه کې خسته شی په دې رسۍ باندې ځان ساتي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل : «حلوه، ليصل أحدكم نشاطه فإذا كسل أو فتر فليرقد» (متفق عليه ) .

ژباړه : هغه خلاصه کړئ د تاسې څخه چې څوک په حال کې وي لمونځ دې ادا کوئ او کله چې خسته شي بيده دې شي .

۶- خپل ځان به په سختۍ او مشقت کې نه اچوي بلکي د خپل توان په اندازه به د شپې قيام کوي او په هغه باندې به هميشه والی کوي :

حضرت عایشه رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «خذوا من الاعمال ما تطيقون، فو الله لا يمل الله حتى تملوا» ( بخای او مسلم )

ژباړه : د عبادت اعمال په داسې شان ادا کوئ چې توان يې ولرئ ، يقيناً چې الله پاک اجر او ثواب نه قطع کوي مګر دا چې تاسې عبادت پرېږدئ .

همدارنګه عايشه رضی الله عنه روايت کوي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه چا پوښتنه وکړه چې کوم عمل د الله پاک په نزد خوښ دی ، ويې فرمايل :هغه عمل چې په هغه باندې هميشوالی وي اګر که کم او لږ هم وي ( بخاری او مسلم ) .

الله پاک دې مونږ تاسې ته د تهجد د لمانځه د ادا کولو پوره توفيق راکړي تر څو د غوره او صالحو بنده ګانو په ډله کې وشميرل شو (آمين )

آن لاين اسلامي لارښود


صلوة الضحی (د څاښت لمونځ )

د چاښت د لمانځه وخت : کله چې لمر د يوې نېزې په اندازه راوخيږي او رڼا خپره شي د چاښت د لمانځه وخت شروع کيږي او د زوال نه مخکې پورې دوام کوي .

د رکعتونو شمير : د چاښت د لمانځه لږ دوه رکعته ، څلور رکعته او زيات يې اته رکعته ادا کيږي چې د دريو واړو ذکر په احاديث کې شوی دی (مسلم ۷۱۹،۷۲۰،۸۱/۲۲۶ ) چې دوه دوه رکعته به ادا کيږي .

د چاښت د لمانځه فضيلت :

په احاديثو کې د چاښت د لمانځه ډير فضيلت ذکر شوی دلته يوازې د مسلم شريف څخه دوه حديثونه نقلوم :

د ابی ذر رضی الله عنه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : «يصبح على كل سلامى من أحدكم صدقة، فكل تسبيحة صدقة، وكل تحميدة صدقة، وكل تهليلة صدقة، وكل تكبيرة صدقة، وأمر بالمعروف صدقة، ونهي عن المنكر صدقة، ويجزئ من ذلك ركعتان يركعهما من الضحى» (المسلم ۷۲۰ ) .

ژباړه : د انسان په هر بند باندې صدقه لازمه ده ، هر سبحان الله ويل صدقه ده ، هر الحمدالله صدقه ده ، هر لااله الا الله ويل صدقه ده ، هر الله اکبر صدقه ده ، په نيکۍ باندې امر کول صدقه ده ، د بدو او ناوړو کارونو څخه منع کول صدقه ده ، او ددې ټولو پر ځای د چاښت د دوو رکعتونو لمونځ کول کفايت کوي .

«عن ابی هريرة رضی الله عنه قال : اوصاني خليلي صلی الله عليه وسلم بثلاث : بصيام ثلاثة ايام من کل شهر ، ورکعتي الضحی ، و ان اوتر قبل ان ارقد» ( المسلم ۷۲۱ ).

ابي هريرة رضی الله عنه وايي : ملګري مې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ما ته دری وصيتونه فرمايلي دي چې تر مرګ به يې ترک نه کړم : په هره مياشت کې دری ورځې روژه نيول ، د چاښت د لمانځه ادا کول او د خوب نه مخکې د وترو لمونځ ادا کول.



آن لاين اسلامي لارښود


صلاة الأوابين ( د اوابين لمونځ )

اوابين د اواب جمع ده چې توبې او رجوع ته وايي يعنې د اوابين (توبه کوونکو ) لمونځ بلل کيږي .

د ادا کولو وخت او د رکعتونو شمير :

د اوابين د لمانځه د رکعتونو شمير د احنافو په نزد شپږ رکعته دی او د ماښام د لمانځه وروسته ادا کيږي .

( فی الموسوعة الفقهية ، فقه الاسلامي وادله )

د اوابين د لمانځه فضائل :

د اوابين د لمانځه په فضائلو کې ګڼ شمير احاديث ذکر شوي دې چې دلته مو يوازې لاندې حديث نقل کړي دی :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «من صلى بعد المغرب ست ركعات ؛ غفرت له ذنوبه ، ولو كانت مثل زبد البحر» (رواه الطبراني ، ابن ماجه وابن خزيمة والترمذي الترغيب و الترهيب ۱/۲۷۶ )

ژباړه : چا چې د ماښام څخه وروسته شپږ رکعته نفل لمونځ وکړ هغه ته به د ګناهونو بښنه وشي که څه د بحر د ځګ پشان وي .

www.dawat610.com


صلاة التسبيح (د تسبيح لمونځ )

دا لمونځ کول لوی فضيلت لري ددې لمونځ په کولو سره د انسان ورسته او مخکې ټول (کوچني) ګناهونه الله تعالی ور معاف کوي دا لمونځ حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل تره عباس رضی الله عنه ته ښودلی وو او ورته فرمايلی ئی وه چه که ئی کولای شی نو دا لمونځ هره ورځ کوه که هره ورځ نه وي هره جمعه يې کوه او که يې هره جمعه نه شی کولای نو په کال کې يې يو وار کوه که په کال کې يې يو وار هم نشې کولای نو په ټول عمر کې يې يو وارې ضرور او خامخا کوه .

دا لمانځ څلور رکعته دی د نور لمونځونو پشان دی يواځې تسبحات پکې زيات شوي چې په همدې وجه د تسبيح لمونځ بلل کيږي د کولو طريقه په لاندې ډول ده .

دغه تسبحات به په لاندی ترتيب سره ويل کيږي :

سُبْحَانَ اللهِ وَ الْحَمْدُ لله وَ لآَ اِ لهَ اِ لاَّ اللهُ وَ اللهُ اَکْبَرُ

چه نيت وتړي تر ثناء يعنی سبحنک اللهمُّ ورسته دا تسبحات پنځلس ۱۵ واره وايې بيا تر اغوذ بالله ،بسم الله ،الحمدالله او سورة وروسته لس ۱۰ واره بيا په رکوع کې تر سبحان ربی العظيم وروسته لس ۱۰ واره بيا د رکوع نه ورسته په قومه کې لس ۱۰ ځله بيا په اوله سجده کې تر سبحان ربی الاعلی ويلو وروسته لس ۱۰ واره بيا په جلسه کې (د دواړو سجدو تر منځ کيناستل ) لس ۱۰ ځله بيا په دوهمه سجده کې هم لس ۱۰ ځله وايې چه دا تسبيح به په يوه رکعت کې پنځه اويا ۷۵ ځله کيږي ددی څخه ورسته به دوهم رکعت ته پورته شي  د الحمدلله څخه مخکې به پنځلس ۱۵ ځله دا کلمی ووايې ،همدارنګه په پاتې رکعتونو کې په همدی ډول لوستل کيږي چه په څلورو رکعتونو کې دغه کلمی دری سوه ۳۰۰ واره کيږي .

دغه ترتيب د عبدالله بن مبارک څخه روايت شوی دی .

دغه لمونځ بغير له مکروهه وخت ( لمر راختل ، لمر پريوتل او  غرمه ) څخه بغير نور پر هر وخت کې کيږي.

آن لاين اسلامي لارښود


بیرنه  لوړ  ولاړ سی

تحية الوضو او تحية المسجد

د اودس کولو ورسته چې فوراً دوه رکعته نفل لمونځ کوي چې ډير ثواب لری دغه نفل لمونځ ته تحية الوضو وايې په حديث شريف کې ددی ډير فضيلت راغلی دی .

په حديث شريف کې راغلي: « ما من أحد يتوضأ، فيحسن الوضوء، ثم يقوم فيصلي ركعتين، يقبل عليهما بقلبه، إلا وجبت له الجنة» (رواه مسلم وأبو داود) .

يعنې : د تاسې څخه چې څوک په ښه شان اودس وکړي بيا پاڅې په شان او د زړه په اخلاص دوه رکعته لمونځ وکړي هغه لره جنت واجب دی .

همدارنګه جومات (مسجد) ته د داخليدو سره سم دوه رکعته نفلو کولو کې ډير ثواب دی دغه لمونځ ته تحية المسجد وايي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «إذا دخل أحدكم المسجد، فلا يجلس حتى يركع ركعتين» المسلم

يعنې : کله چې يو د تاسې جومات ته داخل شئ تر هغه پورې مه کېنئ څو پورې مو چې دوه رکعته لمونځ نه وي کړی ( د کيناستلو مخکې دوه رکعته لمونځ ادا کوئ ) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : د جوماتو حق ادا کړئ ، صحاب وايي مونږ وويل :د جومات حق څه دی ؟

ویې فرمايل : قال: أن تصلوا ركعتين قبل أن تجلسوا».

يعنې:دا چې د کيناستو څخه مخکې دوه رکعته لمونځ ادا کړئ .

صلوة توبه :

له هر انسان څخه ګناه کيږي کله چې له بنده څخه کومه ګناه وشی نو په پښيمانتيا سره د خدای (جل جلاله) په وړاندې د عاجزۍ او خپلی ګناه د بخښنی غوښتلو لپاره دوه رکعته نفل کول مستحب دي .

آن لاين اسلامي لارښود


د حاجت لمونځ

که سړی له داسې کار سره مخ شي چه د منډو ترړو او د اسباب کارولو سربېره نه پوره کيږی يا يې پوره کول سخت وي نو په ښه شان به اودس وکړي دوه رکعاته لمونځ به د قضای حاجت په نيت سره وکړی ورسته به د الله تعالی حمد او ثنا او درود شريف ووائي او دا دعا دې ووائي :

«لا إِلَهَ إِلاَّ الله الحَلِيمُ الكَريمُ، سُبحَانَ رَبِّ العَرشِ العَظيمِ الحَمْدُ للهِ رَبِّ العَالمِينِ، أَسأَلُكَ مُوجِبَاتِ رَحمَتِكَ وَعَزَائمَ مَغفِرَتِكَ وَالغَنيمَةَ مِنْ كُلِّ بِرٍّ، وَالسَّلامَةَ مِنْ كُلِّ إِثْمٍ، لا تَدَعْ لي ذَنباً إِلاَّ غَفَرْتَهْ وَلا هَمَّاً إِلاَّ فَرَّجْتَهْ، وَلا حَاجةً هِيَ لَكَ رِضاً إِلاَّ قَضَيتَهَا يَا أَرحَمَ الرَّاحمينَ»

« من كانت له إلى الله حاجة، أو إلى أحد من بني آدم، فليتوضأ وليُحسن الوضوء، وليصلّ ركعتين، ثم ليُثن على الله ، وليُصلِّ على النبي صلّى الله عليه وسلم ، ثم ليقل: لا إله إلا الله الحليم الكريم، سبحان الله رب العرش العظيم، الحمد لله رب العالمين، أسألك مُوجِبات رحمتك، وعزائمَ مغفرتك، والغنيمة من كل برّ، والسلامة من كل إثم، لا تدع لي ذنباً إلا غفرته، ولا همَّاً إلا فرَّجته ، ولا حاجة هي لك رضاً إلا قضيتها يا أرحم الراحمين» (رواه الترمذي وابن ماجه) .

www.dawat610.com


د سنت او نفلي لمونځونو عمومي فضائل او ګټې

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

[ إن أول ما يحاسب به العبد يوم القيامة من عمله صلاته فإن صلحت فقد أفلح وأنجح وإن فسدت فقد خاب وخسر فإن انتقص من فريضته شيء قال الرب عز وجل انظروا هل لعبدي من تطوع فيُكَمَّلَ بها ما انتقص من الفريضة ثم يكون سائر عمله على ذلك ]
(رواه الترمذي و النسائي وابن ماجة وأحمد في مسنده) 

ژباړه:  د قيامت په ورځ به د بنده په اعمالو کې (د ټولو نه مخکې ) دهغه د لمانځه حساب وي کچرې دهغې د لمانځه حساب صحيح ووتلو نو کامياب شو اونجات يې ومود اوکه چيرې خراب راووت نو نا مراد او تاواني شو که د فرضو څخه کم را ووتل نو الله تعالی به وفرمايي وګورئ که د ده په عمل نامه کې نفل وي نو د هغه په ذريعه دا کمي پوره کړي ددې ورسته د پاتې اعمالو حساب کتاب هم له دې انذازې کيږي .

دوهم : الله تعالی ته د فرائضو نه وروسته د نوافلو په وسيله نږدې کيدل دي ځکه د نوافلو په کولو سره سړی د محبوبيت درجې ته رسيږي .

رسول الله صلی الله عليه په قدسي حديث شريف كې د الله د طرف نه داسې فرمايي : … او زما بنده ماته د نوافلو په وسيله نږدې کيږي تر څو هغه خپل دوست ولرم او هر کله چې زه د کوم بنده دوست شم نو د هغه غوږونه شم چې په هغه باندې آروي ،د هغه سترګې شم چې په هغه باندې ويني او دهغه لاسونه شم چې هغه باندې نيول کوي او دهغه پښې شم چې په هغه باندې تګ کوي او حتی که له ما څخه څه وغواړي زه به هغه ورکوم (بخاري

د اندامو کيدو نه مطلب دا دی چې بيا دغه ټول اندامونه د الله تعالی په رضا کې کارول کيږي يا د هغه سره مرسته او مدد کول او د هغه په هر کار کې برکت اچول دي .

 و ما توفيق الا بالله عليه تولکت واليه انيب


په لمانځه کې خشوع

خشوع
دلمانځه طريقه اودلمانځه فرائض ،واجبات،سنت ،مکروهات اومفسدات بيان شول چه دغه ټول احکام دلمانځه په ظاهري شکل پورې اړه لري . چه کله دغه احکام ټول صحی آداشي نو لمونځ به په ظاهر سره درست وي .
لکن دلمانځه دظاهري صحت سره دلمانځه باطني صحت هم ضروري دی چه هغه په زړه او دوماغ پوري اړه لري ، چه ترخپله وسه د دزړه توجه بلی خواته نشي که په لمانځه کې دزړه توجه بل لوری ته شي نو دالمونځ به بې روحه لمونځ وي که کله په هيره سره توجه لږ بلی خواته شي نو خير  .
دخشوع معنی :                                                                                                                                                     په لغت کې ټيټيدل ،عاجزی او سکون ته وايي  اوپه شريعت کې زړه اودوماغ په پوره طورسره دخدای طرف ته متوجه کول اوپه هغې کې دعاجزئ اوبندګئ کيفيت پيداکولو ته خشوع وائی .
نو هرکله چه سړی لمانځه ته پورته شي اوتوجه يې د خپل رب (ج) طرف ته وي نوپر بدن باندې دهغې هم تاثير پريوځی يعنی دوجود په اندامو کې سکون راځی  بيا يواو بل طرف ته نه ګوري په جامواوبدن به لاس نه وهي اوتوجه به يې خپل لمانځه ته وي نو ورسته به ضرور ټول احکام به په ښه شان او آرامۍ سره ادا کوي .
 
وَاسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلاَّ عَلَى الْخَاشِعِينَ   الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلاَقُو رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَاجِعُونَ (البقره 45-46).
ژباړه : اومدد وغواړی (په هره سختی کې له الله ) په صبر اولمانځه سره اويقيناًدا لمونځ خامخا ډير دروند دی مګر (نه دی دروند) په عاجزی کوونکو(خوند اخيستونکو له طاعته ) هغوکسان چه يقين کوی چه بيشکه دوی مخامخ کيدونکی دی له پروردګار خپل سره اوپه تحقيق دوی هم ده ته (په اخرت کې ) بيرته ورتلونکی دی
 
يعنی لمونځ دټولوحقوقوسره په ښه شان او دزړه په حضور ډير دروند دی مګر دا دروند کار يوازی په هغه چا آسان دی  چه عاجزی کوی اوله الله تعالی نه ويريږی او د دوی خيال اوفکر په همدی لوری وي چه مونږ به خامخاورشو او دهغه په لوری ورتلونکی يو.
هغه کسان چه په لمانځه کې خشوع کوي دکاميابی زيری ورکړشوي دي .
قوله تعالی :قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ 1 الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ
اوهمدارنګه هغه کسان کامياب دي چه دخپل لمانځه حفاظت کوي  يعنی تل پنځه وخته لمونځ کوي په خپل وخت کې سره له ټولوحقوقو.
قوله تعالی: وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ 9
داسې نه چه کله په دنياوی کارونو کې  مشغول شي لمونځ ناوخته کړي .
ضروري يادونه :
دلمانځه دصحت لومړی شرط علم دي دلمانځه دکولوطريقه او دهغه دټولو احکامو زده کړه فرض ده .
څوک چه دلمانځه له احکامو ناخبره وي هغه به څنګه دلمانځه په صحت اوخرابی پوه شي؟ .
 


په لمانځه کې د خشوع اهميت او فضيلت

۱-څوک چې په لمانځه کې الله تعالی لره خپل زړه له فکرونو او وسواسو فارغ کړي الله تعالی به يې له ګناهونو څخه داسې پاک لکه د مور څخه چې نوی زږېدلی وي:

رسولالله صلی عليه وسلم فرمايي :فَإِنْ هُوَ قَامَ فَصَلَّى، فَحَمِدَ اللَّهَ وَأَثْنَى عَلَيْهِ، وَمَجَّدَهُ بِالَّذِي هُوَ لَهُ أَهْلٌ وَفَرَّغَ قَلْبَهُ لِلَّهِ إِلاَّ انْصَرَفَ مِنْ خَطِيئَتِهِ كَهَيْئَتِهِ يَوْمَ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ(رواه المسلم ) .

ژباړه : هر کله چې څوک لمونځ ادا کړي د الله تعالی حمد او ثناء ووايي او په ښه شان سره هغه ادا کړي او زړه يې د الله لپاره فارغ کړي د ګناه څخه داسې پاکيږي لکه څنګه چې په اوله ورځ خپلې مورې زږولی وي .

۲- چا چې دوه رکعته لمونځ په داسې شان ادا کړ چې په دنيوي امورو کې مشغول نشو الله تعالی به يې مخکينی ګناهونه معاف کړي:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :مَنْ تَوَضَّأَ نَحْوَ وُضُوئِي هَذَا، ثُمَّ صَلَّى رَكْعَتَيْنِ لاَ يُحَدِّثُ فِيهِمَا نَفْسَهُ، غَفَرَ اللَهُ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ(البخاری ۱۵۹ )

ژباړه : چا چې زما په شان اودس وکړ او بيا دوه رکعته لمونځ وکړ داسې چې په لمانځه کې په دينوي امورو کې مشغول نشو ، الله تعالی به يې ټولې مخکينی ګناهونه معاف کړي .

۳- چا چې فرض لمونځ په ښه خشوع سره ادا کړه ده لره به د مخکنيو ګناهونو کفاره شي :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: مَا مِنِ امْرِئٍ مُسْلِمٍ تَحْضُرُهُ صَلَاةٌ مَكْتُوبَةٌ، فَيُحْسِنُ وُضُوءَهَا، وَخُشُوعَهَا، وَرُكُوعَهَا إِلاَّ كَانَتْ كَفَّارَةً لِمَا قَبْلَهَا مِنْ الذُّنُوبِ، مَا لَمْ يأْتِ كَبِيرَةً، وَذَلِكَ الدَّهْرَ كُلَّهُ (المسلم )



ژباړه : کوم مسلمان چې د لمانځه د وخت په راتلو سره په ښه طریقه سره اودس وکړی بیا په ښه خشوع سره لمونځ وکړی چې په هغه (لمانځه) کې رکوع هم ښه ادا کړی نو ترڅو چې یی ګناه کبیره نه وی کړی دا لمونځ د ده لپاره د پخوانیو ګناهونو کفاره ګرځی او د لمانځه دا فضیلت به ده ته همیشه حاصلیږی .

۴- څوک چې دوه رکعته لمونځ د زړه په حضور وکړي هغه لره جنت واجب دی :

جناب رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي :

(مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَتَوَضَّأُ فَيُحْسِنُ وُضُوءَهُ، ثُمَّ يَقُومُ فَيُصَلِّي رَكْعَتَيْنِ، مُقْبِلٌ عَلَيْهِمَا بِقَلْبِهِ وَوَجْهِهِ إِلاَّ وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ)(المسلم )

ژباړه : هر مسلمان چې په ښه شان اودس وکړي او دوه رکعته لمونځ د زړه په حضور او سکون (خشوع او حضوع ) سره ادا کړي د هغه د پاره جنت واجب ګرځي .

۵- د خاشعينو د پاره په دنيا او آخرت کاميابي او نيکمرغي ده ، لقوله سبحانه وتعالی :

]قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ *الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ[ (المؤمنون ) .

۶- د خاشعينو د پاره مغفرت او لوی اجر دی لقوله سبحانه وتعالی :

]إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيراً وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً[ (سوره احزاب ۳۵ ) .

ژباړه :يقيناً مسلمانان نارينه او مسلمانانې ښځې ،مؤمنان نارينه او مؤمنانې ښځې ، اطاعت کوونکي نارينه او اطاعت کونکی ښځې ،رښتني نارينه او رښتنې ښځې ، صبر کوونکي نارينه او صبر کوونکې ښځې ، تواضع کونکي نارينه او تواضع کونکې ښځې ، خيرات ورکونکي نارينه او خيرات ورکونکې ښځې ، روژه نيونکي نارينه او روژه نيونکې ښځې ،پاک لمنه نارينه او پاک لمنې ښځې ، او هغه نارينه چه د الله تعالی ذکر زيات کوي او هغه ښځې چې د الله تعالی ذکر زيات کوي  تيار کړی دی الله تعالی دوی (ټولو ته ) معفرت او لوی اجر (جنت ) .

۷- غوره د خلکو خشوع کوونکي دي :

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي : ((أجهل الناس من ترك ما يعلم، وأعلم الناس من عمل بما يعلم، وأفضل الناس أخشعهم لله))

(الدارمي ۳۳۷ ) .

ژباړه : جاهل ترين د خلکو هغه څوک دی چې حاصل کړی علم ترک کړي (پخپل علم عمل نه کوي ) ، عالم ترين د خلکو هغه دی چې په علم خپل باندې عمل کوي او غوره د خلکو هغه دی چې الله تعالی لره خشوع کوونکی وي .



آن لاين اسلامي لارښود

بیرنه  لوړ  ولاړ سی

په لمانځه کې د خشوع مرتبې

ابن قيم رحمه الله پخپل کتاب (الوابل الصيب من الكلم الطيب) کې خلک په لمانځه کې په لاندې پينځو مرتبو ويشلې دي :

اول : هغه چې پر خپل ځان ظلم کوي په اوداسه ، د لمانځه په وختونو ، ارکانو او حدودو کې کمی راولي .

دوهم : هغه چې د لمانځه د وختونو ، حدودو او ارکانو ساتنه کوي مګر لمونځ بې خشوع او توجه د وسوسو او فکرونه سره ادا کوي .

دريم : هغه چې د لمانځه د وختونو ، حدودو او ارکانو ساتنه کوي او د وسواسو د دفع کولو لپاره کوښښ او مجاهده کوي چې دوښمن يې غواړي د لمانځه څخه غلا کړي مکر دی د هغه مخه نيسي پس دا کس لمونځ او جهاد کوي.

څلورم :هغه چې په صحي شان د لمانځه د ټولو حقوقو او ارکانو ساتنه کوي څنګه چې ښايي .

پنځم : هغه چې د لمانځه د ټولو حقوقو ساتنه کوي او زړه يې داسې الله تعالی ته متوجه او د هغه (جل جلاله ) په محبت او عظيمت کې مشغول وي لکه مشاهده يې چې کوي .

پس اول قسم ته عقاب ، دوهم قسم سره حساب ، دريم : د ګناهونو عفوه ، څورم قسم : اجر او ثواب ، پنځم : اعلی درجې او په لمانځه باندې د سترګو يخوالی.

آن لاين اسلامي لارښود


په لمانځه کې د خشوع شل سببونه

۱- د لمانځه د پاره اماده کېدل :

د آذان ځواب ورکول ( د مؤذن سره د آذان تکرارول ) ، د آذان دعا لوستل ، په ښه شان سره اودس کول د اوداسه مخکې او وروسته اذکار ويل ، د مسواک وهل ، د پاکو جامو اغوستل ، جومات ته په آرام او وقار سره تلل ، جومات ته څه وختي تلل او د تحية المسجد نفل کول ، د صفونو برابرول دا ټول د لمانځه شروع بلل کيږي چې په لمانځه خشوع راولي .

۲- په لمانځه کې طمانينه ( هر رکن په پوره آرامۍ او سکون سره ادا کول ) .

( كان النبي صلى الله عليه وسلم يطمئن حتى يرجع كل عظم إلى موضعه ) سلسلة صحيحة

ژباړه : جناب رسول صلی الله عليه وسلم به لمونځ داسې په سکون سره ادا کولو چې هر هډوکی به خپل ځای ته رسيدلو .

رسول الله صَلَّى اللَّهِ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ يو سړی وليد چې په نا سم ډول او بدون له طمأنينه لمونځ کوي (په لمانځه کې حرکت کول او په بيړه د ارکانو ادا کول ) امر يې ورته وکړ چې لمونځ دې له سره ادا کړه «إرْجِعْ فَصَلِّ فَإنّكَ لَمْ تُصَلِّ» يعنی لمونځ له سره وګرځوه ځکه چې تا لمونځ ونه کړ هغې کس دری ځله لمونځ له سره وګرځولو او وروسته يې وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم قسم په هغه ذات چې ته يې په حق را استولی يې تر دې غوره نشم ادا کولی نو ماته لمونځ راوښې رسول الله صلی الله عليه وسلم  هغه ته وفرمايل «إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلاةِ فَأسْبِغ الْوُضُوءَ، ثُمّ اسْتَقْبِلِ الْقِبْلَةَ فَكَبِّرْ، ثُمَّ اقْرَأْ مَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنَ الْقُرْآنِ، ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْدِلَ قَائِمًا، ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا، ثُمَّ افْعَلْ ذَلِكَ فِي صَلاتِكَ كُلِّهَا».[1]

(کله چې د لمانځه د پاره اراده کوئ کامل اودس وکړه ، وروسته دې مخ پر قبله کړه او تکبير ووايه ،وروسه د قرآن څخه هغه ووايه چې درته آسانه وي ،وروسته رکوع ته لاړ شه تر هغه چې بدن دې آرام او بې حرکته شي ، بيا له رکوع پورته شه په سم او آرام ډول دريدلو سره ، بيا سجده ادا کړه داسې چې بدن دې آرام او بې خځښته شي بيا دې سر له سجدې پورته کړه تر څو د کيناستلو په حال کې آرام او بې حرکته شي وروسته همدا عمل په ټول لمانځه کې کوه ).

د رسول الله صَلَّى اللَّهِ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ د دغه ارشاد مبارک نه د ارکانو په آرامې او اطمنان سره ادا کول مراد دي ځنې خلک د لمانځه ارکان قيام ، رکوع ،قومه ،سجده ،جلسه او نور په ډير تيزی سره کوي چې په داسې ډول ډير څه پاتيږي

۳- په لمانځه کې د مرګ يادول ،ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی چې په لمانځه کې مرګ يادوه ځکه څوک چې په لمانځه کې مرګ ياد کړي هغه په ښه شان سره لمونځ ادا کوي ،او يو سړی داسې لمونځ کوي چې کله لمونځ وکړي نو دا ګمان نه کوي چې ما لمونځ وکړ، لکه چې فرمايي : اذكر الموت في صلاتك ، فإن الرجل إذا ذكر الموت في صلاته لحريّ أن يحسن صلاته ، وصلّ صلاة رجل لا يظن أنه يصلي غيرها ) السلسلة الصحيحة
۴- په قرائت او نورو اذکار کې فکر او تدبر کول .او د هغه په معنی او مقاصدو کې فکر کول ، ځکه د قرآن مقصد تدبر دی ، لقوله سبحانه وتعالی : أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ (النساء 82 )  (ايا په قرآن کې تدبر او فکر نه کوئ).

۵- د قرآئت آیت آيت لوستل .
(كان الرسول الله صلى الله عليه وسلم يقطع قراءته آية آية ) رواه أبو داود وسلسلة صحيحة)

ژباړه : جناب رسول صلی الله عليه وسلم به قرائت قطع ، آيت آيت لوستلو .
۶- قرائت په ترتيل او ښه صوت سره لوستل .

لقوله سبحانه وتعالی : ( ورتل القرآن ترتيلاً ).

د ترتيل په باره کې شاعبدالغزيز(رحمه الله) په خپل تفسير کې ليکی دي چه ترتيل په لغت کې صفا او واضح لوستلو ته وايې او په شريعت کې د څو څيزونو لحاظ ساتلو سره تلاوت کولو ته وايې چه هغه څيزونه په لاندې ډول دي :

الف – د حروفو صحيح ادا کول يعنی د خپل مخرج څخه چه د ضا پر ځای دال يا ظا تلفظ نشي .

ب – د وقف پر ځای په ښه شان سره دريدل چه وصل او قطع يعنی يو ځای کول او جلا کول د کلام بې ځايه نشي .

ت – حرکتونه سره کډوډ نشي زور،زير او پيښ په ښه شان ښکاره ادا شي .

ث  – آواز لږ اوچتول چې د قرآن الفاظ له ژبې اوزي او عوږونه يې واوري .

ج – قرآن په ښه آواز دردونکې غږ تلاوت کول چې په زړه اثر وکړي دردناک آواز په زړه ژر اثر کوي .

ح – شد او مد ښه ښکاره کول چې ددی په ښکاره کولو سره د قرآن لوی شان ښکاره کيږي او له اثر سره مدد کوي .

خ – د رحمت او عذاب د آيتونو حق ادا کول .
۷- په دې باندې پوهېدل چې الله تعالی په لمانځه کې مونږ ته ځواب راکوي :

لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی په قدسي حديث کې فرمايي : لمونځ مې زما او بنده تر مينځ تقسيم کړی دی او زما د بنده د پاره دي څه چې وغواړي ، هر کله چې ووايي : الحمدلله رب العالمين ، الله تعالی وايي : بنده مې زه وستايلم او هر کله چې ووايي : الرحمن الرحيم ، الله تعالی فرمايي : بنده مې زما ثنا ولوسته ، او هر کله چې ووايي : مالک يوم الدين ، الله تعالی وايي : بنده مې تمجيد بيان کړ او هر کله چې ووايي : ایاک نعبد و ایاک نستعین الله پاک وايي : دا زما او زما د بنده تر مينځ دي او زما د بنده د پاره هغه څه دي چې و يې غواړي او هر کله چې ووايي : اهدنا الصراط المستقیم ، صراط الذین انعمت علیهم غیر المغضوب علیهم و الضالین ، الله تعالی وايي : دا زما د بنده د پاره دي د څه يې چې طلب وکړ .

۸- لمونځ سترې ته کول :

کچيرې داسې ځای وي چې هلته د لمانځه د مخې څخه د خلکو د تېرېدو وېره وي نو لمونځ کونکی بايد مخې ته يو لرګي او نور څه چې اوږوالی يې يو ګز يا تر هغه زيات وي کيږدي .

جناب رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي :اذا صلی احدکم فليصل الی سترة (ابوداود) .

يعنی کله چې له تاسې څوک لمونځ کوي نو د ستره مخې ته یې دې کوي .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه سلم فرمايي : کله چې يو د تاسې سترې ته مخامخ لمونځ کوئ سترې ته نږدې شئ تر څو شيطان مو لمونځ قطع نه کړي . ( ابوداؤد ) .

۹- د سجدې ځای ته کتل .

عن عائشة رضي الله عنها قالت : (دخل رسول الله صلى الله عليه وسلم الكعبة ما خلف بصره موضع سجوده حتى خرج منها)  يعنې :کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم کعبې ته داخل شو نظر يې يوازې د سجدې ځای ته ؤ تر هغه چې له لمونځ څخه خارج شو  (رواه ابن حبان- 4 / 332 ) و (الحاكم – 1 / 652)
۱۰- ښی لاس پر چپ لاس باندې ايښودل :

ښی لاس پر چپ لاس باندې ايښودل او تر نامه لاندې نيول چې په دې کې خشوع ده (فتح الباری )

۱۱- په قعده کې د شهادت د ګوتې پورته کول :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( لهي أشد على الشيطان من الحديد ) رواه أحمد.

يعنې : د شهادت د ګوتې پورته کول شيطان ته په اوسپنه ( باندې ګزار څخه ) هم سخت دي .
۱۲- د شيطان څخه پنا غوښتل :
أن عثمان بن أبي العاص أتى النبي صلى الله عليه وسلم فقال: يا رسول الله. إن الشيطان قد حال بيني وبين صلاتي وقراءتي. يلبسها علي. فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم “ذاك شيطان يقال له خنزب. فإذا أحسسته فتعوذ بالله منه. واتفل على يسارك ثلاثا” فقال: ففعلت ذلك فأذهبه الله عني

ژباړه : عثمان بن ابی العاص عرض وکړ :ای رسول الله ! شيطان زما او زما د لمانځه او قرائت تر مينځ فاصله اچوي او هواس مې ګډوډوي ، ويې فرمايل : دا شيطان دی چې هغه ته خُنْزُب وايي ، پس کله مو چې د هغه احساس وکړ الله ته پناه يوسه ( ووايه : اعوذ بالله من الشیطان الرجیم) او چپ طرف ته دری ځله توف کړه ( مګر بغير له لاړو څخه ) ، (عثمان بن ابی العاص) وايي : داسې مې وکړل مشکل مې حل شو .

۱۳- په لمانځه کې د خشوع اهميت او فضيلت پېږندل :

عن عثمان رضی الله عنه قال سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یَقُولُ مَامِنِ امْرَئٍ مُسْلِمٍ تَحْضُرُهُ صَلَوةٌ مَکْتُوبةٌ فَیُحْسِنُ وُضُوءَ هَا وَخُشُوعَهَا ورُکُوعَهَا اِلاَ کَانَتْ کَفَّارَةً لِمَاقَبْلِهَا مِنَ الذُّنُوبِ مَالَمْ یُؤْتِ کَبِیرَةً وَذلِکَ الدَّهْرُ کُلَّهُ » — ( رواه مسلم ) .

ژباړه :  له عثمان رضی الله عنه نه روايت چې له رسول صلی الله عليه وسلم مې واورېدل چې فرمايل يې : کوم مسلمان چې د لمانځه د وخت په راتلو سره په ښه طریقه سره اودس وکړی بیا په ښه خشوع سره لمونځ وکړی چې په هغه (لمانځه) کې رکوع هم ښه ادا کړی نو ترڅو چې یی ګناه کبیره نه وی کړی دا لمونځ د ده لپاره د پخوانیو ګناهونو کفاره ګرځی او د لمانځه دا فضیلت به ده ته همیشه حاصلیږی .

۱۴- زمونږ د امت د پخوانيو نيکو خلکو (السلف الصالح ) د ژوند حال :

مثلاً علی بن ابی طالب رضی الله عنه کله به چې د لمانځه وخت راغی بدن به يې په لړزه شو او رنګ مبارک به يې تغير شو ، هغه ته به چې وويل شول پر تا څه وشول ؟ ويل به يې : په الله قسم دی د لمانځه وخت را ورسيد ، د امانت د ادا کولو وخت دی هغه امانت چې الله تعالی غرونو ته وړاندې کړ خو هغوی تحمل نه کړ .

ابن زبير رضی الله عنه به چې کله په لمانځه ودريد د خشوع له امله به داسې ؤ لکه عود .

او ځنې سلف صالح به داسې ؤ چې په لمانځه ودرېدل په دې به نه پوهېدل چې د هغه ښي او چپ طرف ته څه دي .

۱۵- د لمانځه په خاصو ځايونو کې دعا کول خصوصاً په سجده کې .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( أقرب ما يكون العبد من ربه وهو ساجد فأكثروا الدعاء ) رواه مسلم

يعنې : الله تعالی د ټولو نږدې ځای سجده ده پس په هغه کې ډيره دعا کوئ
۱۶- د هغه څه لرې کول کوم چې د انسان هواس کډوډوي او خشوع خرابوي :

لکه : ډوډی ، ميتيازې او نور .
لأن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( لا صلاة بحضرة طعام ولا هو يدافعه الأخبثان ) رواه مسلم

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : د ډوډۍ د حاضرېدو او ميتيازو راتلو پر مهال لمونځ نشته .

يعنې که ډوډۍ تياره وه لومړی ډوډۍ وخورئ بيا لمونځ وکړئ او همدارنګه که لويې او کوچنی ميتيازو نيولي وئ نو لومړی ميتيازې وکړئ تر څو په لمانځه کې مو خشوع خرابه نه کړي .

او د لمانځه له مخې نه د هغه څه لرې کول چې د انسان هواس مشغولوي لکه : نقش ، ليکنې او نور .

انس رضی الله عنه روايت نقل کړی دی چې : ام المومنين عايشې رضی الله عنه يوه ټوټه يا خت لرلو چې په هغه باندې نقشونه ؤ چې د ګوټې څه حصه ورباندې پوښلې ؤ ، رسول الله صلی الله عليه وسلم هغې ته وفرمايل : ( هغه ټوټه لرې کړه د کومې چې نقشونه په لمانځه کې تر سترګو کيږي ( امام بخاري ) .
(17) په لمانځه کې د توجه اړولو څخه ډډه کول :

د ابوذر رضی الله عنه په حديث جناب رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي : (لا يزال الله عز وجل مقبلا على العبد وهو في صلاته مالم يلتفت ، فإذا التفت انصرف عنه ) رواه أبو داود

الله تعالی له خپل بنده څخه توجه نه ګرځوي او د بنده مقابل ته وي څو پورې چې بنده خپله توجه و نه ګرځوي ، پس چې خپله توجه وګرځوي او مخ واړوي الله تعالی هم د هغه څخه خپله توجه اړوي .

التفات يا توجه ګرخول دوه ډوله دي : د زړه توجه ګرځول د غير الله طرف ته او دوهم : د سترګو ګرځول يوې او بلې خواته .

۱۸- په لمانځه کې به د آسمان طرف ته نه ګورئ :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( إذا كان أحدكم في الصلاة فلا يرفع بصره إلى السماء) رواه أحمد وهو في صحيح الجامع

کله چې يو د تاسې په لمانځه کې واست د آسمان طرف مه ګورئ .

۱۹- تر خپله وسه د ارزمي ( خوله وازه ) کولو مخه نيول :

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم :( إذا تثاءب أحدكم في الصلاة فليكظم ما استطاع فإن الشيطان يدخل ) رواه مسلم

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : کله چې د تاسې څخه چا ته په لمانځه کې ارزمۍ ورشي تر خپله وسه یې دې مخه ونسي ځکه چې شيطان داخليږي .

۲۰- د الله تعالی څخه په لمانځه کې د خشوع غوښتل ، دعا کول .

ليکنه : د رياض د البر جومات خطيب شيخ ابراهيم الحداد

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود



بیرنه  لوړ  ولاړ سی
Qur'an Explorer
MultiLanguage Quran
Qur'an and Science
Yassernal Qur'an
Rights in Islam
Asma Ul Husna
Asma An Nabi S.A.W.
Hadith Explorer
40 Ahadith Qudsi
Salat Explorer
Dua' Explorer
Stories of Qur'an
Stories of Prophets
Stories of Sahaba
Great Imams
Darul Ifta
Sister's Section
Kid's Section
New Muslim Section

نور مطالب اديان او مذاهب

Flag Counter
Flag Counter
www.pashtodars.com
 پښتودرس  پاڼه  په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته ده شرعي اوامرو رسول دې، د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده 
دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً ده شخصي انفاق حلال څخه دي
Copyright ©2006 /2015 Pashtodars.com. All rights reserved.