pashto dars
  • HOME پښتوسبق مخ پا ڼه
  • pashto Page
  • PASHTO AUDIO
    • Audio
    • Pashto Audio >
      • Enayatullah Ilmi >
        • QARI SAEED AHMED KANDAHARI
    • Farsi Audio
    • Arabic Audio
    • Urdu Audio >
      • Tafseer Al Quran by Mufti Zar Wali Khan
    • English Audio
  • Books
    • KITABTOON
    • Pashto Books
    • Farsi Books
    • Arabic Books
    • Urdu Books >
      • Urdu Fiqh
      • Urdu Tafsir
      • Urdu Tareekh
      • Urdu Hadiths
      • Seerat Mustafa (Urdu)
      • Urdu Miscellaneous
    • English Books
    • Multi Language Books
  • Video
    • Pashto Videos
    • Farsi Videos >
      • Mujibur Rahman Fadhilatul Shaykh
      • farsi video 1
      • 1-Farsi Sirat Al Nabi.S.A.W.
      • 2-Farsi Sirat Al Nabi.S.A.W
    • Arabic Videos
    • Urdu Videos >
      • Mufti Zarwli Khan
    • English Videos
  • Pashto Forums
  • Online Fatwas دارالافتا
    • DARUL FATAWA
  • Islamic Gallery
  • Ummat and Fiqh
  • 100 F.A.Q.in pashto
  • Contact Us
  • About
  • Live Dars Hammadia Madrasa Kandahar
    • Live Video Dars
  • FAQ
    • Great Imams >
      • Abu Hanifa
      • Imam Malik
      • Imam Shafi
      • Imam Ahmed Bin Hanbal
      • Imam Bukhari
  • 3d Screen Saver
  • Science
  • Reverts
  • Islamic Calendar
  • Asma Un Nabi
  • Stories of Prophets
  • Rights In Islam
  • New Muslim
  • 40ahadithqudsiintro
  • pashto different subject
  • Tell a friend
  • gallery
  • HADITH OF DAY
  • Testimonials
  • Qur'an Pashto Translattion
  • Qura'n in pashto video
  • HAJJ AND UMRAH PACKAGES
  • IJTIHAD AND TAQLID
  • MUSIC PROHIBITED IN ISLAM
  • 2 ABDUL HADI HAMMAD
  • DIFFERENCE PASHTOON ULAMA
  • ENAYATULLAH KANDAHARI MUFASIR
  • Quran recitations
  • religions and they were
  • Splitting of the moon
  • religions and they were
  • ZAZAM WATER IN ISLAM AND SCIENCE
  • DARUL IFTA WA QADA URDU
  • THE TRUE LOVER OF MOHAMMED
  • 100 SUNNA OF MOHAMMED
  • 100 AHADITH OF MOHAMMED / PASHTO
  • Masah over Regular Socks​
  • TAQLID IN LIGHT OF QURAN
  • BEGINNING THE SALAM
  • INDEX OF QURAN"S ETIQUETTE
  • ( 1 ) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • PICTURE PROHIBITION
  • LIFE OF IMAM ABU HANIFA
  • ADVISE OF VILLAGER WOMEN
  • FATIHA BEHIND IMAM
  • EID AL FITR
  • BEARD IN ISLAM
  • (2) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • ( 3) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • ( 4 ) FOURTY AHADITH FOR KIDS
  • QISAS AL ANBIYA
  • innocent of anbiya
  • Adam
  • NOAH
  • religions and they were
  • religions and they were
  • religions and they were
  • HAYAT AS SUHABA PASHTO
  • New Page
  • MANASIK HAJJ AND UMRAH PASHTO
  • TAQLID

د يو مذهب نه بل مذهب ته تلل


Home
Ummat Fi Al-Fiqh
5 Pillars of Islam
Hajj and Umrah
Watch Haramain Live
3d Screen Saver
Blog
Live Chat
Testimonials
Islamic Websites
Islamic Gallery
Islamic Calendar
Downloads
Articles
Zakat Calculator
Global Salat Times
F.A.Q. Section
Pashto Ulama
About Us
Contact Us
Picture

د يو مذهب نه بل مذهب ته تلل څه حکم لري ؟

هيڅکله بايد په زړه کې د يوې ديني مسئلې په هکله شک پرې نه ږدئ ، ستاسې د پوښتنې په جواب کې بايد ووايم چې د اسلام د دين ډېر کارونه خو داسې دي چې په هغه کې نه د چا اختلاف شته او نه د اختلاف ګنجايش شته ، مګر ځينې بيا داسې کارونه هم شته چې د هغو حکم په ښکاره ټکو سره په قرآن اوحديث کې نه دی ذکر شوی، نو د دا ډول کارونو په هکله د شرعي حکم د معلومو لو لپاره  ژور علم ، پراخه فکر ، او دلوړې درجې ديانت او پرهېزګارۍ ته ضرورت  شته ، نو بايد ووايم چې دغه څلور  سره امامان رحمهم الله تعالی په دغو صفتونو باندې د ټول امت په نزد باندې معروف او مسلّم دي او د ټول امت د ودی پر علم ، پراخه فکر ، او پرهېز ګاری باندې اعتماد راغلی دی ، نو ځکه د دوی فصلې په حيثيت د قانون دشارح  منل شوي دي  لکه څه ډول چې د سترې  محکمې د تشريح قانون مستند وي .

نو دا ډول فکر کول صحيح نه دی چې ګنې خلک دې  د الله او د هغه د رسول د اطاعت پر ځای د دغه بزرګانو اطاعت کوي ، بلکې صحيح تعبېر دا دی چې د الله (ج) او رسول الله (ص) د حکمونو کومه  تشريح  چې دغو بزرګانو يعني حضرت امام ابو حنيفه (رح)  حضرت امام  شافعي (رح) ، حضرت امام مالک (رح) او حضرت امام احمد بن حنبل (رح) کړې ده ، دا تشريح مستند ګڼل کېږی ، او د قانون تشريح يو پوه او هوښيار سړی د قانون څخه انحراف او سر غړونه نه بولي ، چې دغه څلور فقهې د قرآن او حديث څخه اخستل شوې دي او د دوی تابع  داري د قرآن او حديث تابع داري ده ، ځکه چې دغو امامانو خو په هغو مسئلو کې اجتهاد نه دی کړی چې په قرآن او حديث کې په ښکاره ټکو سره حکم شوی دی او نه په هغو کې اختلاف شته او نه دوی داسې دي چې د قرآن او حديث په  خلاف اجتهاد کوي ، ځکه چې حضرت امام اعظم ابو حنيفه په خپله فرمايلي دي :

اذاصح الحديث فهو مذهبی . ( ردالمحتار جلد اول صفحه ۴۶ )        

يعني کله چې تاسې ته صحيح حديث ثابت شو ، نو په هغه عمل کوئ ځکه چې دغه زما مذهب دی ، همدغه قول  رسم المفتی او فتاوی دار العلوم ديوبند هم پخپل لمړي جلد کې را اخستی دی.

او همدارنګه رد المحتار په نوموړې صفحه کې ليکي :

قال ابن شحنة اذا صحّ  الحديث وکان علی خلاف المذهب عُمِلَ  بالحدث ويکون ذالک مذهبه . ( ردالمحتار جلد اول صفحه ۴۶ )    

يعني کله چې حديث صحيح ثابت شي او د حنفي مذهب خلاف وي نو په حديث به عمل کېږي او دغه حديث به د امام ابوحنيفه (رح) مذهب وي ، ځکه چې امام ابو حنيفه (رح) پخپله دغه وصيت کړی دی ، نو څوک چې د امام ابو حنيفه(رح) په وصيت عمل وکړی ، هغه د امام صاحب تابعدار دی.

( عقد الجيد لشاولی الله صفحه  ۵۲ او فتاوی  دار العلوم ديو بند جلد اول صفحه ۵۲ )

همدارنګه امام ابوحنيفه (رح) فرمالي دي که چيري زما يو قول دکتاب الله يا حديث رسول الله ، يا ديو صحابي دقول څخه مخالف راشي نو زما قول پرېږدیء .

همدارنګه امام مالک فرمايلي دي :

   ( ليس احد بعد النبی صلی الله عليه وسلم  الا ويؤ خذمن قوله ويترک الا النبی صلی الله عليه وسلم ) يعني بې له نبی صلی الله عليه وسلم څخه داسې څوک نه شته چې ټوله خبرې دې واخستل شي ، بلکې  ځينې به يې اخستل کيږي او ځينې به يې پرېښودل کيږی ، مګر دنبي  صلی الله عليه وسلم ټولې خبرې اخستل کيږي.

او امام شافعي (رح) بيا په دې اړوند فرمايي :  ( اجمع المسلمون علی ان من استبان  له سنة عن رسول الله صلی الله عليه وسلم لم يحل له ان د عها لقول احد ) . اعلام الموقعين جلد ۲ صفحه  ۳۶۱  )

ترجمه : د مسلمامانو پر دې خبره اتفاق دی چې که يو چا ته دنبي  صلی الله عليه وسلم سنت ور معلوم شي نو هغه لره حلال نه دی چې د يو سړي دقول له وجې دجناب  رسول الله  صلی الله عليه وسلم دغه سنت پريږدي .

همدارنګه امام احمد بن حنبل(رح) فرمايلي دي :

لا تقلد نی ولاتقلد مالکًا ولا الشافعی ولا الاوزاعی ولا الثوری وخُذ من حيث اخذوا .( اعلام الموقعين جلد۲ صفحه ۳۲)

ترجمه : مه زما تقليد کویء اومه د مالک(رح) اومه د اوزاعی (رح) او مه د ثوری(رح) او اخلیء  دهغه ځايه څخه چې دوی اخيستل کړي دي .

که يو سړی ووايي چی صحيح  ده دا خبره درسره منم چې دغه څلور سره تشريحات مستند دي ، خو حال دا چې  يو سړی چې په حنفي مذهب دی مګر  غواړي چې  په مالکي فقه خپله مسّئله حل کړي ، ولې د دغه کاره څخه منعه کيږي بايد ووايم چې ددې دوه علته دي :

لومړی علت : دا دي چې دنورو فقهو دپوره تفصيل معلومات زمونږ سره نشته او نه د دوی  ټول کتابونه زمونږ سره موجود دي چې مونږ د هغو څخه صحيح او راجح مسئله را وباسو ، ددې لپاره  دنورو د فقهو ماهرينو ته د رجوع مشوره خو ورکول کېدای شي مکر په خپله ( دخپل علم سره ) داسې کار کول د احتياط څخه خلاف خبره ده .

دوهم علت : دادی چې دلته ددغې سيمې ډير خلک د حنفي فقهې سره بلد دي ، نو که يو سړی د خپلې حنفي فقهې څخه بلې فقهې ته رجوع کوي ، ددې خبرې اندېښنه ده چې هغه به دخپلې شخصي ګټې په وجه بلې فقهې ته رجوع کوي ، نه د خدای (ج) د رسول  د اطاعت لپاره . ( فتاوی يوسفيه جلد اول صفحه ۴۰ سره د احقر ديو څه زياتونې)

پوښتنه : آيا يوسړی دا کولای شي چې په يوه يا څو مسئلو کې خپل مذهب پرېږدي او په بل مذهب عمل وکړي مثلاً يو سړی حنفي مذهبه دی خو په يوه يا څو مسئلو کې د بل امام  يعني د امام شافعي (رح) په مذهب عمل وکړي او يا يو سړی شافعي مذهبه دی ، غواړي چې په يو څو مسئلو کې په حنفي مذهب عمل وکړي؟

جواب : دخپل امام مسلک پرېښودل او دبل امام په مسلک عمل کول په دوه شرطونو سره صحيح دی :

لمړی شرط : دادی چې دده اراده به د نفس غوښتنه نه وي بلکې ددغه مسلک دليل به ده ته زيات قوي او زيات احتياط والا ورمعلوميږي .

      دوهم شرط : دا دی چې دوه مسلکونه ګډ وډ نه کړي چې دغه ته د فقهاوو په اصطلاح کې تلفيق ويل کيږی ، بلکې په کوم مذهب چې عمل غواړی ، نو دهغه مذهب د ټولو شرطونو  به خيال ساتي .

Qur'an Explorer
MultiLanguage Quran
Qur'an and Science
Yassernal Qur'an
Rights in Islam
Asma Ul Husna
Asma An Nabi S.A.W.
Hadith Explorer
40 Ahadith Qudsi
Salat Explorer
Dua' Explorer
Stories of Qur'an
Stories of Prophets
Stories of Sahaba
Great Imams
Darul Ifta
Sister's Section
Kid's Section
New Muslim Section
www.pashtodars.com
 پښتودرس  پاڼه  په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته ده شرعي اوامرو رسول دې، د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده 
دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً ده شخصي انفاق حلال څخه دي
Copyright ©2006 /2015 Pashtodars.com. All rights reserved.