بريلويان څوک دي؟
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمإِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَمَن يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ
تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران )ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).
تګ لياره يې د الله جل جلا له ددې حکم پر بنا ده چې فرمايي :الحمدلله نحمده ونستعينه ،ونستغفره ،من يهده الله فلامضل له ،ومن يضل فلاهادی له ، واشهد الااله الله الا الله وحده لاشريک له ، واشهدان محمد ا عبده ورسوله صلی الله عليه وسلم .
پیژندنه:
|
|
بريلـــــــــــويت / بريلــــــــــــــــويان
د احمد رضا خان پيروانو او تابعينو ته بريلويان ويل كېږي، او د ده طريقي او مذهب ته بريلويت ويل كېږي، احمد رضاخان بريلوي د تقي علي خان زوى په كال ۱۲۷۲ هـق په مطابق د ۱۸۵۶م په هندوستان كي د بريلي په ښار كي زیږیدلی دى ، نو ځكه ده ته بريلوى ويل كېږي.
احمد رضا خان بريلوى په خټه پښتون بړيڅ دى د بريلي اوسيدونكى دى، او ځان د حنفي مذهب مقلد بولي.
احمدرضا خان يوذهين او تيز فكره انسان وو خويومفرط او متعصب انسان وو او پرخپل هرمخالف يي د ارتداد او كفرفتوْى كوله ده د ديني علومو لكه حديث، فقه، اصول، تفسير زياته زده كړه له مفتي احمد زينى د حلان شافعي څخه په مكه مكرمه كي كړى ده، مفتي احمد د وهابيانو په خلاف ډير متشدد وو او د ده شاګرد احمد رضاخان په تشدد كي ترده يو څو قدمه نورهم ورمخته سو حتْى چي د يوبنديان يي هم د وهابيانو په ليست كي داخل كړل او سخت مخالفت يي وكى، ترڅو چي د هغوئ او د هغوئ د هم نظروپه كفر او ارتداد يي فتوا وي وكړي.
احمد رضاخان ډير تصنيفات كړي دي، لكه حسام الحرمين، فتاوْى رضويه، الامن والعلى، او داسي نور د ده اكثره كتابونه د ديوبنديانو په رد كي ليكل سوي دي.
د بريلويت مؤسس( بنسټ ايښوونكى) احمد رضا خان بريلوى په كال ۱۳۲۳هـ كي د حج د اداكولو لپاره حجاز ته سفر وكى د حج د اداكولو وروسته يي هلته يوكتاب مرتب كى او په دې كتاب كي يي د ديوبندي علماوو عبارات ترډير تغير او تحريف وروسته پكښي درج كړل.
او پردوئ يي دا تهمت ولګوى چي دوئ په خپلو كتابو كي معاذ الله خداى ته درواغجن ويلي دي او رسول الله ته يي ښكنځل كړي دي.
كتاب يي پرداسي طريقه ترتيب كى چي په پيل كي يي د قادياني فرقي ترعنوان لاندې د غلام احمد قادياني كفري عقائد او نظريات وليكل، او له هغه وروسته يي د ديوبند علماء د فرقه وهابيه كذابيه او فرقه وهابيه شيطانيه ترسر ليكلونو لاندې پر متعددو فرقو وويشل ترڅوچي ناخبره خلګ دا ګمان وكړي چي د يوبنديان هم د قادياني فرقي په څير يوه نوي مستقله فرقه ده.
په دې كتاب كي يي د ديوبند د غټو علماوو لكه حضرت مولانا محمد قاسم نانو توي صاحب، مولنا رشيد احمد ګنګوهى صاحب، مولانا خليل احمد سهارنپوري صاحب، حكيم الامت مولانا اشرف علي تهانوي صاحب، حاجي امداد الله مهاجر مكي صاحب او نورو علماوو عبارات له تغير او تبديل وروسته ذكر كړى دى، او پردوئ يي د قطعي كفر فتوْى لګولي ده او داسي يي ليكلي دي چي كه څوك دوئ ته كافر نه وايي هغه هم كافر دى.
د حرمينو علماوو ته چونكي دديوبند د علماوو د تصانيفو پوره معلومات نه وو نو رضاخان د مختلفو وسائلو څخه كار واخستى او دغه فتوْى يي په دوئ باندې تصديق كړه.
احمدرضاخان هندوستان ته له راتګ وروسته دغه كتاب په هندوستان كي د حسام الحرمين په نامه سره په كال ۱۳۲۵هـ كي چاپ او شائع كى.
په دې دوران كي مولانا حسين احمد مدني صاحب په مدينه منوره كي وو مګر خو د حسام الحرمين سازش له ده څخه په راز دارى سره ترسره سوى وو، او ده ته د دې سازش پوره معلومات نه وو حاصل سوى نو كله چي وروسته له دې تكفيري سازش څخه خبرسو نو د حرمينوعلماء يي په حقيقت خبر كړل نو بيا دغو علماوو شپوږويشت سوالونه وليكل او د ديوبند علماوو ته يي د جواب لپاره راوليږل.
نو محدث سهارنپور مولانا خليل احمد سهارنپوري صاحب د دې سوالونو جوابونه په عربي ژبه ترتيب كړل او د ديوبند ټولو علماوو شيخانو لكه محمود حسن صاحب، حكيم الامت اشرف على تهانوي صاحب، مولانا كفايت الله دهلوي صاحب او نورو علماوو تصديق كړل.
وروسته يي دغه مرتب جوابونه حجاز، مصر، شام او نورو اسلامي ممالكوته وليږل او دي ټولو علماوو تائيداو تصديق كړل او دايي سراسر د اهل سنت والجماعت عقائدو ګڼل.
دغه ترتيب سوي جوابونه په كال ۱۳۲۵هـ كي د يوكتاب په شكل كي د" المهند على المفند" په نام چاپ سول، وروسته په اردو او پښتو ژبه هم ترجمه سوي دي، او په بازارونو كي په عامو كتابخانو كي ترلاسه كيداى سي او دايوداسي كتاب ده چي د ديوبندد علماوو د عقائدو او نظرياتو وضاحت او ترجماني كوي.
بريلويان چي موسس یی احمد رضاخان بريلوي ده د وې ځانونه اهل السنت والجماعت احناف بولي او په فروعي مسائلو كي د دې مذهب تقليد كوي مګر خو دوئ ډېر داسي عقائد ساتي چي هغه د اهل سنت والجماعت بالكل خلاف او له شرك سره مرادف دي دوئ د حضور په حق كي ډير افراط او زيادت كوي او له خداى سره يي په ټولو صفاتو كي مساوي بولي عالم الغيب يي بولي هرڅه چي سوي دي او كېږي له ازله تر ابده او د هرځاى اوهر څه ليدونكى او اوريدونكى يي بولي، نوريي بولي بشر او انسان يي نه بولي په ټولو تشريعي او تكويني امورو كي يي متصرف او مختار كل بولي، دغه صفات دوئ يوازي رسول ته نه بلكي هرولي او هرپير او مرشدته ثابتوي او په دي عقائدو كي خپل هرمخالف قطعا كافر او مرتد بولي دوئ په دې باره كي ډيري رسالي او كتابونه ليكلي دي او پرخپله مدعي يي ډير دلائل ذكر كړي دي، مګر خو د دوئ اكثره دلائل صرف پرتعسف او تعصب وربنا دي.
عـــــــــــــلــــــم غــــــــــــــيــــــب
د كوم ذات عالم الغيب كېدل معنْى داده چي د كائناتو هره ذره ذره د ده له علم او نظر څخه هيڅ وخت پټه نه وي او د دې لپاره دوه شرطونه لازمي دي يوداچي داعلم به ذاتي وي د بل چاله طرفه به نه وي وركول سوى، بل داچي پرټولو كائناتو ماضي، حال او استقبال به داعلم محيط او چاپير وي.
داصفت خاص او خاص د خداى ترذات پوري محدود دى نور په ټولو مخلوقاتوكي كه هغه هرڅونه اعلْى شخص وي نبي وي كه ولي وي د خداى د نورو صفاتو په څير نسي شريكېدلاى.
د قدرت كامله په څير علم كامل هم د خداى يوخاص صفت دى نو ځكه له خداى بغير, نه چاته علم غيب سته او نه علم كلي.
((الا انه بكل شئ محيط))، فصلت ۵۴.
ژباړه: خبردار بېشكه د الله علم په هرشي چاپيره دى.
له دې خبري څوك انكار نسي كولى چي خداى خپل محبوب نبي محمد مصطفْى ته هغه علوم وركړي دي، چي نه كوم مقدس نبي او نه كومي مقربي فرشتي ته وركول سوي دي، د خداى د ذات او صفاتو، د تيرسوي او راتلونكو واقعاتو، د قبر او برزخ د حالاتو، د ميدان محشر د نقشي د جهنم او جنت د كيفياتو، علوم شرعيه، اسرار او حكمتونه، د اسمان او د مځكي د عجائباتو، د نيكانو او بدبختانو د احوالو، غرض داچي ټول هغه علوم چي د حضور د ذات اقدس له شان سره مناسب دي ده ته د معجزي په طور وكول سوي دي.
مګر خو ده ته بیا هم عالم الغیب نه سی ویل کیدای.
علم غيب د قرآن له نظره
په قرآن كريم كي ډير په وضاحت او صراحت سره دا ويل سوي دي چي علم غيب د خداى بغير د بل چا لپاره نسته.
((قل لايعلم من فى السمْوات والارض الغيب الا الله،)) سورة نمل ۶۵.
ژباړه: ووايه اى محمد څوك چي په آسمانونو او مځكه كي دى په غيب نه پوهېږي، بغير د الله يوازي خداى ته د غيب علم سته.
((فقل انما الغيب لله،)) يونس ۲۰.
ژباړه: ووايه چي غيب يوازي خداى لره دى.
((وعنده مفاتيح الغيب لايعلمها الا هو ويعلم مافى البر والبحر وماتسقط من ورقةٍ الا يعلمها ولاحبةٍ فى ظلمات الارض ولارطب ولايابسٍ الا فى كتاب مبين.)) انعام ۲۰.
ژباړه: د ټول غيب كلياني د خداى سره دي له ده بغير چاته نه معلومېږي او پوهېږي په هغه څه چي په وچه او اوبو كي دي او نه رالويږي يوه پاڼه د درختي مګر ده ته معلوميږي او نسته يوه دانه په تيارو د مځكي كي او نه لوند سته او نه وچ مګر په سرګند كتاب لوح محفوظ كي دي.
((ان الله عنده علم الساعة وينزل الغيث ويعلم مافى الارحام وماتدرى نفس ماذا تكسب غدًا وماتدرى نفس باى ارض تموت ان الله عليم خبير)). لقمان ۳۴.
ژباړه: بي شكه له الله سره علم د قيامت دى او باران ووروي" د دې د ځاى او وقت علم ورته سته" او پوهيږي په هغه چي د ميندو په خيټو كي دي،" نردى كه ښځه پوره ده كه ناقص،" او څوك نه پوهېږي چي صبابه څه كسب كوي او څوك نه پوهېږي چي پركومه مځكه به مري بيشكه الله ښه پوهيدونكى ښه خبردار دى.
((قل لا املك لنفسى نفعًا ولاضرًا الا ما شاء الله ولوكنت اعلم الغيب لاستكثرت من الخير ومامسنى السوء،)) اعراف ۱۸۸.
ژباړه: ووايه اى محمد زه د ځان لپاره د فائدي رسولو او ضرر دفع كولو اختيار نه لرم مګر كوم چي د الله خوښه وي, كه چېري زه په غيب پوهيدلاى نو مابه ډير خير حاصل كړى واى او ماته به تكليف نه رسيدلاى،" او سره له دي چي ماته تكليف رسيږي، داځكه چي په غيب نه پوهيږم .
دا او د دي په شان نور ډير آياتونه په قرآن كريم كي سته ، چي هغه په ډير واضح او سرګنده توګه سره چي هيڅ تاويل او تفسير ته ضرورت نه لري د دي خبري اظهار كوي چي په غيب يوازي خداى پوهېږي او علم غيب يوازي خداى لره دى بل چالره نسته، خواه كه هغه نبي يا ولي وي او څوك چي پردي سربيره بل چاته علم غيب ثابتوي او كله چي د دوئ مخ ته دا آياتونه راسي نو بي بيناده او بي اساسه تاويلونه كوي نو دا به له قرآن څخه ښكاره انكار او د آياتونو ښكاره تحريف وي.
علم غيب د حديثو له نظره
عائشه فرمايي: ومن حدثك انه يعلم الغيب فقدكذب وهو يقول لايعلم الغيب الا الله، بخاري حديث رقم ۳۲ ۶۸.
ژباړه: كه چادرته وويل چي حضور په غيب پوهيږي نو درواغ وايي ځكه چي خداى فرمايي چي په غيب څوك نه پوهېږي بغير له الله.
له عبد الله ابن عمر څخه روايت دى، چي حضور وفرمايل پنځه شيان د غيب خزاني دي چي په هغوئ باندي بغير له الله هيڅوك نه پوهيږي: چي صبابه څه كېږي په دي له الله بغير هيڅوك نه پوهېږي، چي باران به څه وخت كېږي په چی له خداى بغير هيڅوك نه پوهېږي ,چي قيامت څه وخت دى, د ميندو په خيټه كي څه دي داله الله بغير هيچاته نه معلوميږي، او هيڅوك نه پوهيږي چي پركومه مځكه به مري. تفسير طبري جزء۲۰ ص۱۶۱، موسة الرسالة.
ابن مسعود نقل كوي چي حضور ته هرڅه وركول سوي وه بغير له پنځو خزانو دغيب . (تفسير قرطبي جزء ۳۰ص ۱۶۳)
د حضور په ژوند كي ډېر داسي واقعات پيښ سوي دي چي له هغوئ څخه په سرګند ډول معلوميږي، چي حضور په غيب نه پوهېدى ترڅو چي به خداى ده ته اطلاع ورنه كړه.
د افك مشهوره واقعه ده چي منافقانو په ام المؤمنين عائشه پوري د بدكارۍ تهمت ولګاوى او پر حضور داخبره ډيره درنه سوه، او ډيري ورځي په سخته پريشانۍ كي واقع وو، پوښتني او معلومات يي كاوو مګر خو حقيقت ورته معلوم نسو، اخير داوو چي حضور عائشي ته رالى او داپه دې وخت كي د پلار كره وه، او دى ورغى ورته كښي نستى د دې پلار ابوبكر صديق او موريي هم ناسته وه، نو حضور ورته وويل ياعائشي ته ماته ريښتيا حال ووايه كه دا خطا درڅخه سوي وي نو زه به ستا لپاره مغفرت وغواړم، نو په دې وخت كي خداى وحي نازله كړه او د عائشي برائت او پاكي يي بيان كړه او د منافقانو درواغ يي ښكاره كړل، نو له دي واقعي څخه په ښكاره معلومېږي چي حضور علم غيب نه درلودى، ځكه كه ده ته علم غيب واى نو دى به ولي په دومره پريشاني كي واقع كيدى او ده به ولي د عايشي په باره كي له خلګو پوښتني كولي او له عايشي به يي د حقيقت حال پوښتنه كوله ځكه نو ده ته به هرڅه له مخكي لامعلوم واى حقيقت به ورته څر ګندواي چي منافقان د درواغ وايي عايشه له دې بهتان څخه پاكه ده.
د مسلم او نورو كتابو مشهور روايت دى چي حذيفه نقل كوي چي د خندق په غزاكي په اخيري شپه حضور دري واره داږغ وكى چي څوك به د دښمن حال راوړي خو چا ږغ نه وكى اخر داچي حضور ماته اواز وكى چي يا حذيفه ته ورسه د دښمن حال راوړه دى وايي چي زه پټ پټ ورغلم د دښمن ميدان ته هغه داوو چي دښمن په دې وخت د ماتي اعلان وكى او ميدان يي پريښووى نو زه راغلم حضور ته مي د دښمن د ماتي او تښتيدلو خبر وركى نو كه چېري حضور ته د غيب علم واى نو د دې څه ضروت وو چي دونه د تكليف او سختى په حالت كي صحابي د دښمن ميدان د معلومات لپاره ورليږي، ځكه ده ته به له مخكي علم واى چي دښمن ميدان پريږدي او ماتي خوري.
د بخاري او مسلم مشهور حديث دى چي ابوهريره او عمر بن خطاب روايت كوي، چي حضور ته جبرئيل رالى او د ايمان اسلام او احسان په باره يي پوښتني وكړي حضور جوابونه وركړل او بله پوښتنه يي داوه متى الساعة قيامت به كله وي؟ نو حضور په جواب كي ورته وويل، ما المسئول عنها باعلم من السائل مسئول ترسائل د قيامت د وخت په باره زيات معلومات نه لري، يعني حضور ورته وويل، چي لكه څنګه چي تاته معلومات نسته چي قيامت به كله وي نودارنګه ماته هم معلومات نسته چي قيامت به كله وي، نو كه حضور په غيب خبرواى نو د قيامت د ورځي وخت به يي ورښوولى واى.
د حديث تفسيرونو او سيرت په كتابونو كي بي شميره داسي معتمد او موثق روايات او واقعات ذكر دي چي له هغوئ څخه په سرگند ډول معلوميږې چي حضور ته علم غيب نه وو.
د بريلوي حضراتو دلائل
((وماكان الله ليطلعكم على الغيب ولكن الله يجتبى من رسله من يشاء،)) آل عمران آيت ۱۷۹.
ژباړه: خداى تاسوته د غيب اطلاع نه دركوي، مګر خداى له رسولانو څخه هغه غوره كوي چي غواړي يي.
((عالم الغيب فلايظهر على غيبه احدًا، الا من ارتضى من رسول))، جن آيت ۲۷، ۲۸.
ژباړه: غيب پوهيدونكي پرخپل غيب صرف خپل پسنديده رسول ته علم وركوي هرچاته يي نه وركوي.
((وماهو على الغيب بضنين))، تكوير آيت ۲۹.
ژباړه: او دى حضور پرغيب باندې بخيل نه دى.
((ذالك من انباء الغيب نوحيه اليك))، هود آية ۴۹.
ژباړه: داهغه د غيب خبري دي چي موږ يي تاته بيانوو.
له دې ټولو قرآني دلائلو څخه معلومه سوه چي سركار اعظم د خداى په وركړه سره پرغيب باندې علم لري. (صراط الابرار، شهزاد قادري بريلوي ص۲۴)
علم غيب او علم بالغيب
د علم غيب او علم بالغيب په مينځ كي ډير توپير سته هغه داچي د ټولو كائناتو پرهره ذره ذره په هروخت كي بي واسطي علم درلودل دي ته علم غيب وايي، لكه د خداى علم پركائناتو او دې ته علم غيب بالذات هم ويل كېږي، او بل علم بالغيب يا اطلاع بالغيب ده هغه دې ته ويل كېږي چي يوڅوك پرغيب باندې بالواسطه علم راوړي هغه كه په واسطه دحواسو سره وي لكه حضور چي د معراج په واقعه كي ډير مغيبات لكه اسمانونه جنتونه، دوږخونه، صدرة المنتهْى او داسي نور په خپله په سترګو وليدل، او يا په واسطه د اطلاع سره وي لكه خداى حضور ته د ډېرو مغيباتو لكه د تيرسوي امتونو د حالاتو د قيامت او برزخ د حالاتو او داسي نورو مغيباتو اطلاع وركړي ده، او دې ته اطلاع بالغيب او علم بالغيب بالواسطه هم ويل كېږي.
علم غيب چي مطلق ذكرسي نو اول قسم كوم چي بالذات دى هغه ځني مرادېږي، ځكه په قرآن كريم او په حديثو په هرځاى كي مطلق علم غيب په الله پوري خاص سوى او له مخلوق څخه نفى سوى دى او داهم د خداى يوصفت خاصه دى.
بريلوي حضراتو چي د خپلي مدعا د ثبوت لپاره كوم آيتونه پيش كړي دي په دې سره د دوئ د مدعا ثبوت نسي كېدى ځكه د دوئ مدعا علم غيب كلي بالذات دى چي دا دوئ د حضور لپاره ثابتوي.
مناظر بريلويه مولوى محمد فيض احمد او يسي بريلوي وايي: قاله ان الله زوى لى الارض فرايت مشارقها ومغاربها.
ژباړه: حضور فرمايي، چي خداى ماته مځكه راټوله كړه نو ما مشارق دمځكي او مغارب ټول وليدل.
وروسته وايي اس حديث سي صاف ظاهر هو گيا كه حضور كي سامني هرچيز ظاهر هى بلكه ذرات كائنات بهى حضور سي پوشيده نه هي،. تحقيق مسئله حاضر وناظر ص۸ فيض احمد اويسي.
ژباړه: له دې حديث څخه په ښكاره معلومه سوه چي د حضور په مخكي هرڅه ظاهر دي بلكي د كائنا يوه يوه ذره هم له حضور څخه پټه نه ده.
په بل ځاى كي وايي: كيونكه حضور ان علوم خمس سى بهي نوازى گئ.
خزانه خداكي چابيان صفحه ۲۹، فيض احمد بريلوى.
ژباړه: ځكه حضور ته علوم خمسه هم وركول سوى دى.
له علوم خمه وو څخه مراد هغه پنځه غيب شيان دي كوم چي خداى وايي چي له ما څخه بغير هيچاته د دې علم نسته،(( ان الله عنده علم الساعة...)) الاية، لقمان ۳۴.
دبريلويانو مدعي چونكي د دې آيت خلاف دى او له دوئ سره د دې څه جواب هم نسته، نو ځكه د دې آيت پرخلاف حكم كوي چي حضور ته د دې پنځو شيانو علم هم سته بغير له دې چي څه دليل ذكر كړي.
له دې بيان څخه معلومه سوه چي د دوئ مدعْى علم كلي دى او دارنګه د حاضر او ناظر له عقيدي څخه معلوميږي چي د دوئ مدعي علم غيب كلي بالذات دى د بريلويانو په نيزد حضور حاضر او ناظر دى د حاضر او ناظر مفهوم او مطلب داچي په هرآن كي په ذره ذره كائناتو كي موجود او په هرآن كي د هرذري د كائناتو ليدونكى او علم درلودونكى نو له دې سره علم كلي بالذات لازم دى، نو معلومه سوه چې د دوئ مدعي علم غيب كلي بالذات دى، كلي دا معنْى چي په ټول ماكان ومايكون، او بالذات دا مطلب چي په واسطه د اطلاع او حواسو ظاهره وو سره نه وي.
ليكن دلته دا اشكال ذهن ته راځي چي بريلوي حضرات خو حضور ناظر په دې معنْى بولي چي دى په سترګو د ذره ذره كائناتو ليدنه كوي نو داخو بالذات نه بلكي بالواسطه سو، خو موږ د دې په جواب كي وايو چي په ظاهري سترګو سره دانسي كېدى چي څوك دي د كائناتو ټول اجزاء په يوآن كي مشاهده كړي ځكه سترګي چي يوانساني عضوده د ديوال شاته هم څه نسي ليدلاى.
نو لكه خداى چي په هرآن كي د هري ذري د كائناتو دوامي ليدنه او څارنه كوي بغير له دې چي موږ د دې كيفيت بيان كړو نو بريلويان چي حضور ته عين داصفت ثابتوي نو مجبوره دي چي پرهغه طريقه يي ثابت كړي كوم چي موږ يي الله پاك ته ثابته وو.
نو له دې مخكي آيتونو څخه د دوئ مدعْى ځكه نسي ثابتېدلاى چي په دي اْياتونو كي په يوه كي هم دانه دى ويل سوي چي حضور ته علم غيب كلي بالذات وركول سوى او نه د دوئ له مفهوم او مضمون څخه دا معلومېږي.
په دې اْياتونو كي دا ذكر سوى دى چي خداى بعضي رسولانو ته پر غيب اطلاع وركوي، او حضور ته چي كوم علم بالغيب وركول سوى دى پرهغه بخل نه كوي بيانوي يي, يا الله حضور ته وايي چي موږ تاته د غيب خبرونه او قصي بيانوو، نو له دې اياتونو چي كوم څه ثابتېږي هغه علم بالغيب يا اطلاع بالغيب ده او په دې كي څه نزاع او اختلاف نسته بلكي د اهل السنت والجماعت داعقيده ده چي خداى حضور ته پرډيرو مغيباتو علم وركړى دى، او كوم چي علم غيب دى چي متنازع فيه دى دا نه ثابتېږي.
بريلويانو چي د خپلي مدعي د ثبوت لپاره كوم حديث پيش كوي داهم د دوئ لپاره فائده نه كوي، هغه حديث دادى ان الله زوى لي الارض فرايت مشارقها ومغاربها، خداى ماته مځكه راټوله كړه نو ما د مځكي مشارق او مغارب ولېدل.
ځكه د دوئ مدعْى داده چي حضور ته د ټولو كائناتو علم سته او په حديث كي ارض لفظ ذكر دى چي د مځكي كري ته ويل كېږي او مځكه د ټولو كائنانو په نسبت داسي ده لكه يوكوچنى څاڅكى د يولوى سمندر په نسبت بلكي تردې لاهم كمه ده، نو صرف د مځكي په علم سره د ټولو كائناتو علم نسي ثابتېدلاى. والله اعلم وعلمه اتم.
حاضــــــر او نــــــــاظر
د حاضر معنى موجود او د ناظر معنْى كتونكى، دا دواړه لفظونه چي سره يوځاى سي، نو پريوداسي ذات يي اطلاق كيداى سي چي د هغه وجود په كوم خاص مكان كي نه وي، بلكي د هغه وجود په هروخت كي پرټولو كائناتو محيط او چاپيروي او د ټولو كائناتو د ذري ذري ټول حالات له اوله ترآخره د ده په نظر كي وي، نو زموږ په عقيده دا مفهوم يوازي د خداى پرذات صادقيږي پربل چا نسي صادقيدلاى او داصرف د الله شان دى چي په هرآن كي ټول كائنات ذره ذره د ده په علم او نظر كي دي.
حاضر او ناظر د قرآن له نظره څوك دى:
(( اولم يكف بربك انه على كل شئ شهيد))، سجده آيت ۵۳.
ژباړه: ايا كافي نه ده رب ستا بيشكه چي هغه په هرشي شاهد او حاضر دى.
((وهو معكم اين ماكنتم ، والله بماتعملون بصير)). حديد آيت ۴.
ژباړه: هرچيري چي تاسو ياست الله ستاسو سره دى او تاسو چي هرعمل كوى خداى دهغه ليدونكى دى.
((وان ربك ليعلم ماتكن صدورهم وما يعلنون))، نمل آيت ۷۴.
ژباړه: بېشكه ستارب پوهېږي په هغه څه چي د دوئ سيني يي پټوي او هغه څه چي ښكاره كوي يي.
له دې آياتونو څخه په سرګنده معلومېږي چي خداى پرټولو كائناتو حاضر او ناظر دى.
د بريلويانو دلائل
بريلويان دعوه كوي چي حضور په هروخت او هرځاى كي حاضر او ناظر دى، او دوئ دغه لاندې دلائل مخكي كوي.
قرآن،(( النبى اولى بالمؤمنين من انفسهم،)) احزاب آيت۶.
ژباړه: نبي مومنانو ته ترخپلو ځانونو ډېر نژدي دى.
مسلمان چي د مځكي په كوم ځاى كي وي ده ته سركار اعظم ترخپل ځان نژدي دى، او دا حكم ترقيامته پوري د راتلونكو مسلمانانو لپاره دى.
قرآن،((ويكون الرسول عليكم شهيداً،)) بقره آيت ۴۳.
ژباړه: او رسول پرتاسو نگهبان او شاهد دى.
داحكم هم ترقيامته پوري د راتلونكو مسلمانانو لپاره دى چي زما محبوب پرتاسو باندې شاهد او نګهبان دى، لهذا شاهد او نګهبان هغه څوك كيدى سي چي مؤمنانو ته قريب وي.
قرآن)) فاعلموا ان فيكم رسول الله،)) حجرات آيت۷.
ژباړه: او پوه سي په دی چی په تاسو كي د الله رسول دى.
*صراط الابرار ص۳۳، محمد شهزاد بريلوى، تحقيق مسئله حاضر وناظر ص۵، فيض احمد او يسي بريلوى.*
زما په فكر دوى چي د خپلي مدعي د ثبوت لپاره كوم آيتونه پيش كړي دي، په دې سره د دوئ مدعا نه ثابتېږي.
ځكه كوم اول آيت چي دوى پيش كى د هغه معنْى او مطلب دادى، چي خداى وايي چي نبي مؤمنانو ته د محبت عظمت او اطاعت په باره كي ترخپلو ځانونو هم نژدي دى يعني مومنان بايد له حضور سره ترخپلو نفسونو او قريبانو هم زيات محبت وساتي، او هم يي تعظيم وكړي، او هم يي تصرف پرځان ترهرچا لوړ وبولي، حافظ ابن كثير د دې آيت په تفسير كي داحديث نقل كوي، وفى الصحيح (والذي نفسي بيده لايؤمن احدكم حتى اكون احب اليه من نفسه وماله وولده والناس اجمعين،) ابن كثير جزء۷ ص۳۸۰ دارطيبه.
ژباړه: زما په هغه ذات قسم دي چي زما نفس د ده په لاس دى په تاسوكي تر هغو پوری يوهم مومن نسي كيدى ترڅو چي زه ترخپل ځان، مال، اولاد او ټولو خلګو ورته محبوب نه سم.
ابن مسعود بغوي د دې آيت تفسير داسي كوي، قوله عزوجل، النبى اولْى بالمؤمنين من انفسهم، يعني من بعضهم ببعض فى نفوذ حكمه عليه ووجوب طاعته عليهم.، تفسير بغوي جزء۶ ص۳۱۸ دارطيبه.
ژباړه: يعني حضور مؤمنانو ته د بعضي تربعضو نورو نژدي دى، په حكم چليدلو كي د ده پردوئ باندې, او په وجوب د طاعت كي پردوئ باندې.
او دارنګه نورو عمده مفسرينو لكه طبري، قرطبي او الوسى هم د دې آيت دارنګه يا دي ته نژدي تفسير كړى دى، او د دې تفسير له حاضر او ناظر سره هيڅ ربط او تعلق نسته، ځكه دلته په آيت كي له اولويت او قرب څخه او لويت او قرب د محبت او عظمت مراد دى نه قرب مكاني، او بريلويانو د خپلي مدعا د ثبوت لپاره دلته له قرب څخه قرب مكاني مراد كړى دى، سره له دې چي دانه يومفسر ويلي دي او نه له دې مقام سره سمون خوري.
دغه رنګه بريلوي حضراتو چي كوم دوهم آيت د خپلي مدعا په استدلال كي ذكركړى دى، په دې سره هم د دوئ مدعا نسي ثابتيدلاى، په دې آيت كي ويكون الرسول عليكم شهيداً، او دارنګه نورو آيتونو كي چي حضور ته شهيد ياشاهد ويل سوى دى بريلويان د شاهد له لفظ څخه استدلال كوي او وايي چي حضور ته شاهد ويل سوى دى او شاهد هغه چاته ويل كېږي چي هغه پرمشهود عليه بالمعاينه حاضر وي، نو دلته چي حضور پرامت شاهد بلل سوى دى نو دا ضروري ده چي دى به حاضر او ناظر وي، كه نه نو شاهدي نه صحيح كېږي، د دې استدلال په جواب كي موږ داوايو چي په شهادت كي دا ضروري نه ده چي خامخا به شاهد پرواقعه حاضر وي بلكي د شهادت لپاره علم يقيني ضروري ده خواه كه هغه په حضور او مشاهده سره وي او كه په متواتر اخبار سره يا بله طريقه سره وي.
ويجوز للشاهد ان يشهد بالاشتهار، وذالك بالتواتر او باخبار من يثق به.
الهدايه ج۳ ص۱۲۰ مكتبه اسلاميه.
ژباړه: د شاهد لپاره روا ده چي په شهرت سره شاهدي ووايي دا يا په تواتر سره كېږي يا په با وري اخبار سره.
او بل دا وايو چي كه شاهد په معنى د حاضر او ناظر سي او شاهدي له حضور څخه بغير نه صحيح كېږي نو بايد چي ټول امت ته حاضر او ناظر وويل سي، ځكه په كوم آيت سره چي تاسو استدلال كوى هغه پوره آيت دادى،(( وكذالك جعلنا كم امةً وسطًا لتكونو شهداء على الناس ويكون الرسول عليكم شهيدا))، البقره اْيت ۱۴۳.
ژباړه: او دارنګه موږ تاسو يودرميانه معتدل امت ګرزولى ياست، د دې لپاره چي تاسو پرخلګو شاهدان سئ او رسول به پرتاسو شاهد وي.
د دې آيت مطلب مفسرينو د ابي سعيد په روايت سره دا ذكر كړى دى چي د قيامت په ورځ به خداى له نورو انبياوو پوښتنه وكړي چي تاسو خپل قوم ته تبليغ كړى دى؟ هغه به ووايي چي هو، نو د دوئ له امتونو چي پوښتنه وسي هغه به انكار وكړي، نو بيابه د شاهدانو ضرورت پيداسي، نو د حضور امت به شاهدي اداكړي، چي دى انبياوو خپلو قومونو ته تبليغ كړى دى، موږ ته په قرآن كي دا بيان سوى بيابه حضور د دوئ شاهدي تائيد كړي، او د دوئ تزكيه به وكړي. (تفسير ابن كثير ج۱ص۴۰۰ دارطيبه) (تفسير روح المعانى ج۲ ص۳۸)
نو اوس موږ بريلوي حضراتوته وايو چي شاهدي به يابه اخبار موثق سره صحي بولي يانه؟ كه يي صحي بولي نو بيا خو ستاسو استدلال نه وسو او كه د شاهدۍ لپاره حضور ضروري بولي نو بايد چي ټول امت ته حاضر او ناظر وواياست ځكه دلته د حضور امت پرنورو امتونو شاهد بلل سوى دى، او د دوى بل استدلال وفيكم له لفظ څخه كوم چي په آيت راغلى دى، فيكم رسوله.
د دوئ دا استدلال هم صحي نه دى ځكه آيت د دوئ پرمدعا دلالت نه كوي، ځكه دلته په دي آيت كي صحابه كرامو ته كوم چي په هغه زمانه كي هلته موجود وو هغوئ ته خطاب دى، نو داصحي خبره چي حضور په صحابه كرامو كي درحلت تروخته پوري موجود وو.
ابن جرير طبري د دې آيت په تفسير كي داسي وايي، يقول تعالى لاصحاب النبي واعلموا ايها المؤمنون بالله ورسوله، ان فيكم رسول الله فاتقو الله ان تقولوا الباطل، وتفتروا الكذب فان الله يخبره اخباركم، ويعرفه انباءكم الخ. تفسير طبري ج۲۲ ص۲۹۰، موسس الرسالة.
ژباړه: خداى د حضور صحابه وو ته وايي پوه سي اى پر الله او د هغه پر رسول باندې ايمان درلودونكو چي په تاسو كي د الله رسول دى نو له الله څخه وبيريږئ په دي چي تاسو باطل قول يا درواغ وواياست ځكه خداى ستاسي په حالاتو رسول خبروي.
له دې تفسير څخه دوي خبري معلومي سوي يوه داچي داخطاب خاص صحابه كرامو ته دى او بله داچي حضور د صحابه وو په حال علم نه لري بلكي خداى خبر وركوي.
نو چي دى د صحابه كرامو په حال علم نه لري نو حاضر او ناظر به بيا څه معنْى ولري.
مخكي موږ د دې بيان وكى چي له حاظر او ناظر سره علم غيب لازم دى ځكه تر هغه وخته چاته حاضر او ناظر نسي ويل كيدلاى ترڅو چي دى عالم الغيب نه وي، نو د علم غيب په مسئله كي چي موږ كوم دلائل ذكر كړي دي هغه دلائل دحاضر او ناظر په مسئله كي هم جاري كېږي ، نو هغه دلائل هم زموږ لپاره كفايت كوي او هلته دي وكتل سي تكرار ته حاجت نسته.
نور او بشر
بريلوي حضرات وايي چي حضور د ذات او ماهيت په اعتبار سره نور دى، بشريت او انسانيت يي صرف يوظاهري صفت دى، او دانور د خداى له ذاتي نور څخه پيدا بولي. "اهل سنت كا اس مسئله مي عقيده يه هي كه خداى ني حضور كي خلقت اپنى ذاتى نورسي فرمايي". (نورانيت مصطفى ص۴ فيض احمد بريلوى)
ژباړه: د اهل سنت" بريلويانو" په دې مسئله كي داعقيده ده، چي خداى د حضور خلقت له خپل ذاتي نور څخه كړى دى.
:سركار اعظم كانورهونا ان كى حقيقت هى اور بشريت آپ كي صفت هي." ( صراط الابرار ص۱۹ محمد شهزاد بريلوى.)
ژباړه: د سركار اعظم نوركيدل د ده حقيقت دى او بشريت د حضور صفت دى.
بلكي بعضي بريلوي حضرات ونبي ته انسان او بشر ويل د شيطان او مشرك عمل بولي.
"ان تمام آيات سي معلوم هوا كه انبياء كرام عليهم السلام كو اپنى جيسا بشركهنا شيطان او اس كى پير وكاركفار ومشركين كاعمل هى، مومنون كاطريقه نهي هي."( صراط الابرار ص۲۳ محمد شهزادبريلوى.)
ژباړه: له دې ټولو آياتونو څخه معلومه سوه چي انبياء كرامو ته د ځان په څيرانسان او بشر ويل د شيطان او د هغه د پيروانو كفارو او مشركينو عمل دى د مؤمنانو تګلاره نه ده.
د بريلوي حضراتو عقيده خو تاسو د دوى له كلام څخه وپيژندله چي نبي ته بشر او انسان ويل د شيطان او كافر عمل بولي، اوس تاسو د قرآن نظر وګورى چي نبي او رسول څه بولي؟ انسان او كه بلڅه؟
د انبياوو بشريت د قرآن له نظره
الله تعالی فرمايي: ((وماقدروا الله حق قدره اذقالوا ما انزل الله على بشر من شئ))، الانعام ايت ۹۱.
ژباړه: دوئ د خداى تعظيم نه دى كړى په حق تعظيم سره ، كله چي دوى ويل الله پرانسان هيڅ شى نه دى نازل كړى.
ابن كثير د دې آيت په تفسير كي وايي چي ظاهره داده چي دا آيت د قريشو په باره كي نازل سوى دى، ځكه يو خو دا آيت مكي دى، او بل داچي يهود د انسان له رسالت څخه نه وه منكر بلكي هغه عرب او قريش وه چي د انسان رسالت يي ناشونى ګني، تفسير ابن كثير ج۳ ص۳۰۰ دارطيبه.
نو خداى دلته پرعربو او قريشو رد کړی چي دوى د الله حق تعظيم او معرفت نه دى كړى چي د انسان رسالت ورته ليري ښكاري.
((قالت لهم رسلهم ان نحن الا بشرمثلكم ولكن الله يمن على من يشاء من عباده))، ابراهيم ۱۱.
ژباړه: ويل به دوى ته د دوئ رسولانو چي موږ نه يو مګر ستاسو په څير انسانان يو, مګر خو الله چي له خپلو بندګانو كوم چاته وغواړي پرهغه احسان كوي.
يعني رسولانو به دي منكرينوته ويل چي سمه ده موږ هم لكه تاسو چي واياست انسانان يومګر خو زموږ او ستاسو فرق په دې كي دي چي الله پرموږ احسان كړى دى چي د رسالت نبوت مرتبه يي راكړي ده.
((قل انما ان بشرمثلكم يوحْى الى))، الكهف ۱۱۰، فصلت اية ۶.
ووايه اى محمده زه نه يم مګر ستاسو په څير انسان يم وحي راته كېږي.
يعني دي مشركينو ته دا ووايه چي زه هم ستاسو په څير انسان يم خو فرق دادى چي زه نبي يم وحي راته كېږي.
((اذ قال ربك للملائكة انى خالق بشرا من طين،)) ص آيت۷۱.
ژباړه: كله چي ستارب ملائكه وو ته وويل بيشكه زه له خټي څخه د يوانسان پيداكونكى يم.
دلته له انسان څخه ترټولو اولنى انسان اولنى نبي آدم مراد دى.
((قل سبحان ربى هل كنت الا بشرا رسولا،)) الاسراء آيت ۹۳.
ژباړه: ووايه پاكي ده زما رب لره زه نه يم مګر يو انسان او رسول يم. كومي غوښتي چي تاسو كوى اى مشركانو هغه زما په وس او اختيار كي نسته هغه د خداى كار دى.
((ومامنع الناس ان يؤمنوا اذجاءهم الهْدى الا ان قالوا ابعث الله بشرًا رسولاً قل لوكان فى الارض ملائكة يمشون مطمئنين لنزلنا عليهم من السماء ملكا رسولا)). (اسراء ايت۹۴)
ژباړه: نه دى منع كړى خلګ له ايمان څخه كله چي دوئ ته هدايت راغى مګر دى خبري منعه كړى دى چي دوى وايي تعجب كوي، چي آيا خداى انسان رسول راليږلى دى، ورته ووايه "چي ستاسو تعجب بي ځايه دى" كه چېري په مځكه كي ملائكه په اطمينان سره ګرزيدلاى لكه تاسو چي ګرزى نو موږ به دوئ ته له اسمان څخه ملكه رسول راليږلى واى، يعني رسول به د دوئ له جنسه واى ليكن چي تاسو انسانان ياست نو ځكه مو تاسو ته رسول ستاسو له جنسه انسان را وليږى، د مهرباني او رحمت له وجهي. (ابن كثيرج۵ص۱۲۱)
او دارنګه په سورة اعراف آيت، ۶۳، ۶۹، ۳۵، سورة بقره آيت ۱۲۹، ۱۵۱، سورة يونس ۲، سورة مؤمنون ۳۷، سورة ص آيت۴، سورة ق آية۲، سورة جمعه آيت ۲.
په دې ټولو آياتونو كي په ډېر صراحت او وضاحت سره ددي خبري بيان سوى دى چي كوم انبياء او رسولان چي مځكي ته د انسانانو د تبليغ لپاره راغلي دي دا انسانان دي او پرهغو مشركينو او معاندينو ردسوي دي، چي دوئ د بشريت او رسالت ترمينځ منافات او ضديت ثابتوي، څوك چي پردي سربيره هم د حضور بشريت نه مني، نو دا له قرآن څخه د انكار بغير بله معنْى نه لري، لكه څنګه چي د رسالت معاندين او مشركان د رسالت، نبوت او بشريت ترمينځ منافات او ضديت ثابتوي، دارنګه بريلوي حضرات هم د رسالت او بشريت ترمينځ منافات ثابتوي، خو فرق دادى چي مشركانو د انبياوو نبوت نه مني، ويل يي چي تاسو خو انسانان ياست، بريلويان بشريت نه مني او وايي چي دوى خو نبيان او رسولان دي، بريلويان نبي ته انسان ويل توهين بولي او حال داچي خداى وايي ((لقد خلقنا الانسان فى احسن تقويم))، التين ايت ۴.
ژباړه: موږ انسان په ښه صورت كي پيدا كړى دى. علامه قرطبي وايي قال ابن عربي: ليس لله تعالى خلق احسن من الانسان. ( تفسير قرطبي ج۲۰ ص۱۱۴ قاهره.)
ژباړه: ابن عربي ويلي دي، چي الله ترانسان بل ښه مخلوق نه دى پيداكړى.
نو چي انسان ترټولو مخلوقاتو احسن مخلوق سو او بريلوى حضرات نبي او رسول ته انسان ويل هم اهانت بولي، نو به يي څه بولي؟ مجبوره دى چي خداى يي وبولي؟
د بريلوي حضراتو دلائل
القرآن (( قدجاء كم من الله نور وكتاب مبين،)) المائده ايت۱۵.
ژباړه: تاسوته د خداى له طرفه يونور او سرګند كتاب راغلى دى.
تمام معتبرتفا سير مي مفسرين نى اس آيت مين نورسي سركار اعظم كومراد لياهى. (صراط الابرار ص۲۰ شهزاد بريلوى)
ژباړه: په ټولو معتبرو تفسيرونو كي مفسرينو په دې آيت كي له نور څخه سركار اعظم مراد كړى دى.
القران: ((وانزلنا اليكم نورا مبينًا))، النساء ايت۱۷۴.
ژباړه: او موږ تاسو ته يوروښانه نور نازل كړى دى.
اس آيت مبارك مي روشن نورسى مراد سركار اعظم كي ذات هى.
( صراط الابرار مخ۲۰ محمد شهزا بريلوي.)
ژباړه: په دې آيت مبارك كي له روشن نور څخه سركار اعظم مراد دى.
جواب: بريلوي حضراتو چي له كومو دوو اْيتونو څخه استدلال كړى دى، د دوئ دا استدلال بالكل غلط دى په دې سره دوئ خپله مدعي نه سي ثابتولاى، ځكه د دوئ مدعْى داده چي حضور حقيقتًا نور دى، د ده نوعيت او ماهيت له نور څخه جوړ سوى دى، نو كوم اولنى آيت چي دوئ ذكر كړى دى، موږ دامنو چي په دې آيت كي له نور څخه حضور مراد دى، او ټولو عمده مفسرينو هم دا ويلي دي، مګر خو خبره په دې كي ده چي دلته د نور اطلاق پر حضور حقيقتا سوى دى كه مجازًا، ټولو عمده مفسرينودا ويلي دي چي دلته د نور اطلاق پر حضور مجازًا سوى دى نه حقيقتًا.
كه اطلاق حقيقي وي نو بيا مطلب داسو چي حضور حقيقتًا او ذاتا نور دى، او كه اطلاق مجازي وي نو بيا مطلب داراځي چي حضور ذاتا او حقيقتًا نور نه دى مګر ده ته چي نور ويل سوى دى دا د يوتشبيه او مناسبت په وجه.
علامه علاء الدين خازن د دې آيت په تفسير كي وايي ، قدجاءكم من الله نور، يعني حضور انما سماه نورا لانه يهتدي به كما يهتدى بالنور فى الظلام.( تفسير خازن ج۲ ص۲۸ بيروت.)
ژباړه: تاسوته راغلى دى د الله له طرفه نور، يعني حضور ته نور ويل سوى له دي وجهي چي په ده سره هدايت اوښوونه كېږي، لكه په تيارهكي چي په نور سره هدايت او لارښوونه كېږي.
له دې عبارت څخه په ښكاره معلومېږي چي دلته د نور اطلاق مجازي دى، څوك چي ادنى د كلام په سوق او ذوق پوهيږي هغه ته دا معلوميږي ځكه علامه خازن دلته د تسميي او تشبيه وجهي ذكر كړي دي، په حقيقي اطلاق كي دي ته ضرورت نسته.
او بل كه چېري دلته د نور اطلاق حقيقي سي نو مطلب به داسي چي حضور د نوع او ماهيت په لحاظ سره نور دى، ځكه نوع د شي تمام ماهيت او حقيقت د شي دى، او دا بديهي خبره ده چي انسان او نور هريوځانته نوع او ماهيت دى، او داهم بديهي ده چي يوشى يوماهيت له دوو مختلفو نوعو څخه نسي كېداى، ځكه د نوعو په مينځ كى تباين وي نو نتيجه دارا ووته چي حضور كه چېري حقيقتًا نورسي نو بيا انسان نسي كيدى، او سره له دې چي په قرآن كريم كي ترشلو زيات اْيتونه په وضاحت سره سرګندوي چي انبياء كرام انسانان دي، يعني بيابه دا آيت مبارك له ټول قرآن كريم سره په تعارض او ټكركي واقع سي، او قرآن د الله كتاب دى له تعارض څخه بالكل صفا او پاك دى، نو معلومه سوه چي د نور اطلاق په دې آيت کی پر حضور مجازا سوى دى، او زموږ په دي كي هيڅ اختلاف نسته، ځكه حضور هغه څوك دى چي د ده دهدايت په نور سره ټوله دنيا روښانه سوي ده، عليه افضل الصلوات والتسليمات.
او كوم دوهم آيت: وانزلنا اليكم نورا مبينًا.
چي دوئ رانقل كړى دى، په دې سره هم د دوئ استدلال نسي كيداي ځكه ټولو معتمدو مفسرينو د دې آيت په تفسير كي دا ذكر كړى دى چي دلته له نور مبين څخه قرآن مراد دى.
ابن كثير وايي: وانزلنا اليكم نورامبينًا، قال ابن جريج وغيره وهو القرآن .
(تفسير ابن كثيرج۲ ص۴۸۱ دار طيبه.)
ژباړه: ابن جريج او نورو ويلي دي چي نور قرآن دى.
وهو القرآن كما قال قتاده ومجاهد والسدى.
( روح المعانى ج۴ص۳۵۱.)
نور قرآن دى قتاده، مجاهد او سدى هم دا ويلي دي.
والنور المنزل وهو القرآن،( تفسير قرطبي ج۶ ص۲۷قاهره.)
نور منزل چي دى هغه قران دى، نورا مبينًا يعني القرآن،( تفسير بغوي ج۲ ص۳۱۵ دارطيبه.)
نور مبين څخه مقصد قرآن دى.
وذالك النور المبين وهو القران،(تفسير طبري ج۹ص۴۲۸ موسسة الرساله.)
دغه نور مبين چي دى هغه قرآن دى.
نوكله چي د ټولو مفسرينو د قول په تائيد سره مراد له نور څخه قرآن سو، نو بيا دا آيت ددوئ لپاره استدلال نسي كېدى.........
نوربیا...........
(۵) برخه
بريلويت كه څه هم اوس ځانته د يومستقل مذهب شكل اختيار كړى دى او دا هغه څوك دى كوم چي عقائد يي مخكي ذكر سول او دوى خپله هم ځانونه بريلويان بولي او اهل سنت والجماعت بلكي اسلام په دغه د بريلويت په فرقه كي حصر بولي له بريلويت څخه ماسوی نور ټول ګمراه او كافران بولي,او دوى خپل يوخاص علامات او شعائر لري چي په هغوئ سره پيژندل كيدلى سي هغه داچي يوخو زرغوني لنګوټي تړي بل رنګ نه تړي او بيرغ يي هم زرغون وي، يارسول الله كلمه يي باندې ليكلي وي، د مساجدو او مدرسو ګمبدي او مناري يي هم په زرغونه رنګ رنګولي وي، او الصلوْة والسلام عليك يارسول الله كلمه يي پري ليكلي وي، حتى يوځاى خومى لا وليدل چي د سامان خرڅولو ريړۍ يي هم په زرغون رنګ وهلي وه او دغه كلمه يي پري ليكلي وه او دارنګه نور رسمونه هم لري لكه د ربيع الاول په دولسمه پريوخاص طريقه ميلاد لمانځل چي دي ته دوى جشن ميلاد وايي هغه داسي وي چي د دغه ورځي په سركي په يوخاص ځاى كي سره راټول سي او بيا د بازار عامو سړكانو ته د مظاهري په شكل را ووزي او د روضه اطهر على صاحبها الف صلوْة په شكل يي يوه ګمبده جوړه كړي وي او په ښار كي پلي روان وي او دا ګمبده هم ورسره وي او بيا په ښار كي په يو منتخب ځاى كي جلسه جوړه كړي بيانونه او تقريرونه كوي د ورځي په اخير كي بيرته خپل ځاى ته ځان رسوي او هلته بيا د شپي لپاره يوخاص محفل جوړوي او نژدي معتقدين ټول په دي كي شركت كوي, او دا محفل ټوله شپه په تقريرو بيانو او ترانو لمانځل كيږي او دا محفلونه ډيري شپي او ورځي دوام لري.
او بل د جماعت د لمانځه اداكولو په وخت كي په اول صف كي د امام پر برابري د يوه نفر ځاى خالي پريږدي داپه دي نيت او عقيده چي دلته حضور دريږي ځكه هغه دوى حاضر او ناظر بولي.
بريلويان خو ډير بختور دي چي حضور په دوى پسي اقتداكوي؟
او بل دوى د قبرونو او زيارتونو ډير اهتمام او پالنه كوي حتى د يوپير او ولي زيارت دوى ته د كعبي حيثيت لري او هررنګه حاجات ورڅخه غواړي، د بيعت او طريقت ډيره پابندي كوي او په دې سلسله كي ډير افراط كوي د پير او مرشد ترحد زيات تعظيم كوي، او له امر څخه يي هيڅ مخالفت نه كوي، كه څه هم هغه د شرعي خلاف وي، او د خپلي زندګۍ سرنويشت د پير تررضا پوری تړلى بولي.
داخو هغه څوك دى چي خلګ يي په بريلويانو سره پيژني، او دوى هم ځانونه بريلويان بولي خپل مستقل مساجد اومدرسي او مكتبي لري د هند او پاكستان په ټولو ښارونوكي وجود لري خو په پنجاب او سيند كي زيات دي، مګر خو په بعض نورو علاقو کی بیا بعض داسی خلګ سته چی په بريلويت سره خو نه پيژندل كېږي او نه دوى ځانونه بريلويان بولي حتى بعضي خو بريلويت بيخي پيژني هم نه، مګر خو بياهم د دوى بعضي عقائد او رسمونه بريلويت ته ډير نزدي وي .
او دارنګه دعلم غيب په ارتباط په بعضي علاقو كي يوبل ناروا او حرام عمل هم په خلګو كي رواج لري هغه داچي د يوقاتل يا غله يابل راز معلومولو لپاره خلګ وعراف اوپلزن ته رجوع كوي عراف هغه چاته ويل كېږي چي ځان په پټو حالاتو عالم بولي او خلګ ده ته د معلوماتو حاصلولو لپاره رجوع كوي او له دې لاري څخه ډيري روپى ترلاسه كوي، او پلزن دوه قسمه دى يوقسم خو هغه دى چي كله يوجنايت وسي او په دې كي وخت نه وي وتلي اوسمدستي پلزن راسي، او د جنايت له ځاى څخه پل روان كړي او د چا كور يا مسكن ته يي ورسوي، نو په دې كي خو شرعا څه ممانعت نسته، ځكه په دي كي دى څه د علم غيب يابل څه دعوه نه كوي بلكي د خپل زيراكت او نظر تيزي په وجه سره پل يوځاى ته رسوي، مګر خو بياهم قاضي د دغه پلزن پرقول فيصله نسي كولى ځكه دپلزن قول خو اول ظني دليل ده يقيني نه ده او بيا كه چېري يقين سي هم نو د شاهد حيثيت لري او د يوه شاهد پرقول فيصله نسي كيدى، او بل قسم هغه پلزن ده چي هغه د انسان د پښي له پله څخه جنايت كار معلوموي د هغه طريقه داسي وي چي په كومه علاقه كي چي جنايت سوى وي د هغي منطقي خلګ ټول سره رايوځاى كړي او بيايي په يوخاص طريقه سره پلونه ګوري او بيا پريوچا لاس ږدي او جنايت كاريي بولي او دا دعوه كوي چي زه د دغه جنايت كار پل پيژنم چي ده جنايت كړى دى، دغه قسم پلزن درواغجن او ګنهګار دى د خپل اټكل پربناء بي ګناه خلګ په جنايت متهموي او د خلګو ترمينځ فساد جوړوي نه د ده پرقول څوك فيصله كولاى سي او نه د ده عمل شرعا جواز لري.
البته عرافي او دغه قسم پلزني دا يو قسم شيطاني سحري او كهانت غوندي اعمال دي نو كيدلى سي چي په بعض وختونو كي د شيطاني وسوسي يابل سبب په واسطه سره د دوى د قول نتيجه سمه را ووزي مګر خو بياهم شريعت دي ته جواز نه وركوي، ځكه د كاهن كه څه هم په سلو كي خو به يي يوه پيشګويي رښتيا راځي مګر خو شريعت بيا هم ده ته كافر وايي.
عن ابى هريره قال قال رسول الله من اتى عرافا او كاهنا فصدقه بما يقول فقد كفر بما انزل على محمد. سنن بيهقي ص۱۳۵ج۸ دار الباز.
ژباړه: ابي هريره وايي چي حضور وويل، كه څوك عراف يا كاهن ته ورغلى نو ده چي څه ويل هغه يي رښتيا وبلل نو ده كفر وكى په هغه څه سره چي پرمحمد نازل سوى دى.
و سبب ادعاء علم الغيب فى الناس الخ. اتحاف السائل ص۴باب ص۴۹.
ژباړه: كاهنان ، عرافان، نجومګران، او داسي نور چي په خلګو كي د علم غيب دعوه كوي هغه په دي سبب چي شيطانان له دوئ سره په معلومات وركولو كي كومك كوي.
ابن عابدين شامي دكاهن عراف نجوم ګر او داسي نورو دبيان په پاى كي داسي وايي: والكل مذموم شرعًا، محكوم عليهم وعلى مصدقهم بالكفر، وفى البزازيه يكفر بادعاء علم الغيب وباتيان الكاهن، وتصديقه وفى التتار خانيه، يكفر بقوله انا اعلم المسروقات او انا اخبر عن اخبار الجن اياى.( ردالمحتار كتاب الجهاد مطلب توبة الياس.)
ژباړه: داټول د شريعت له نظره بد اعمال دي، دوى او د دوى تصديق كوونكى په كفر سره محكوم دى، او په بزازيه كي وايي چي د علم غيب په دعوه سره او كاهن ته په ورتګ سره او د هغه په تصديق سره سړى كافر كېږي، او په تتار خانيه كي وايي، چي په داسي ويلو سره چي غلاسوي شيان ماته معلوميږي يا ماته د پيريانو له خوا خبر راكول كېږي په دې سره سړى كافر كېږي.
خداى د انسانانو د هدايت او لارښووني لپاره هروخت انبياء اورسولان راليږلي دي، نو چاچي د دوئ تابعداري وكړه نو هغه كامياب سول او چا چی د دوى مخالفت وكى او د خپلو نفسي خواهشاتو تابعداري يي وكړه او د خپلو پلرونو اونيكونو پرجاهلانه رسمونو او رواجونو ولاړل نو هغه هلاك او تباه سول، او كله چي د الله دين كامل سو او دنبوت او رسالت پرسلسله د حضور په بعثت سره نور د ختم نبوت مهر ولګيدى مګر خو انسانان بياهم هدايت ته ضرورت لري نو خداى بيا په دې وخت كي د دوى لپاره رباني علماء تيار كړي او دايي د انبياوو نائبان او وارثان مقرر كړي دي، ابو الدرداء روايت كوي چي حضور وويل، العلماء ورثة الانبياء الحديث ، ابوداود ابن ماجه ترمذي.
ژباړه: علماءد نبيانو وارثان دي.
نو د خلګو لپاره لازمه ده چي په هروخت او هررنګه مسائلو كي د منطقي جيد او حقاني علماوو ته رجوع وكړي,ځکه الله پاک الحمد لله موږ ته یو داسی دین او شریعت راکړی ده چی په هغه کی هر څه پوره بیان سویدی ، نه ددی ضرورت سته چی موږ دمشکلاتو دحل لپاره عراف یا کاهن ته رجوع وکړو، او خپل سپیڅلی شریعت او قانون شاته پریږدو،او نه شریعت موږ ته ددی جواز راکوی, نو بايدپه هر رنګه مشکل کی علماوو ته رجوع وسی او له هغوئ څخه مشوري واخستل سي او د هغوئ خبرو او هداياتو ته غوږ كښي ښودل سي او عمل پري وكړاي سي پرخپلو رسمونو او رواجونو ټينګ پاته نسي,او خپل مشکلات داسلامی شریعت په رڼا کی حل او فصل کړی.
او د علماوو لپاره هم دا ضروري ده چي د خپل نيابت او وراثت اهميت او حساسيت ته فهم او فكر وكړي او خپلي وظيفي ته متوجه سي او د خپل اصل او موروث لاره تعقيب کړی .
tolafghan.com اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
نور مطالب اديان او مذاهب
|
|