اهل حق اهل سنت والجماعت
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمإِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَمَن يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ
تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران )ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).
تګ لياره يې د الله جل جلا له ددې حکم پر بنا ده چې فرمايي :الحمدلله نحمده ونستعينه ،ونستغفره ،من يهده الله فلامضل له ،ومن يضل فلاهادی له ، واشهد الااله الله الا الله وحده لاشريک له ، واشهدان محمد ا عبده ورسوله صلی الله عليه وسلم .
|
|
اهل سنت والجماعت
مخكي دو اويا فرقي بيان سوي، درو اويايمه فرقه د اهل سنت والجماعت فرقه ده، كومه چي ناجيه فرقه ورته ويل سوي ده، او دا هغه فرقه ده چي حضور د هغي بيان داسي كوي ما آنا عليه واصحابي، دافرقه پرهغه لار او طريقه ده كومه چي زما او زما د اصحابو لار ده.
ځكه نوروفرقو او ډلوته چي موږګورو اود دوئ عقائد او نظريات مطالعه كوو، نو له اهل سنت بغير يوه فرقه هم داسي نه ليدل كېږي چي هغه دي د حضور او د هغه د صحابه وو پرطريقه اولاره وي.
ځكه قدريه چي دى اكثره په صحابه كرامو كي طعن او بدوايي او د دوئ عدالت يي ساقط كړى دى، ځكه چي د صحابه وو روايات د دوئ د عقيدي مخالف دي، لكه د قدر په باب كي روايات يا د معجزاتو په باره كي روايات، او دوئ له قدر او معجزاتو څخه منكر دي، او واصل بن عطا له اصحاب الجمل څخه يوطرف فاسقين بولي، او عمرو بن عبيد دواړه طرفونه فاسقين بولي، نو چي د دوئ داحالت وي نو د صحابه وو پرطريقه به څنګه وبلل سي.
او خوارج چي دي هغه حضرت علي، حسن، حسين، ابن عباس، عثمان او ټولو اصحاب الجمل والا وو ته كافران وايي، او هرهغه چاته چي له علي او معاويه څخه له تحكيم وروسته نه وي جلاسوي، كافر وايي، نو چي دوئ صحابه وو ته كافران وايي نو د صحابه وو پيروان به څنګه وبلل سي.
اوشيعه چي دي په دوئ كي جاروديه ابوبكر، عمر، عثمان، او اكثره صحابه كافران بولي، او سلمانيه او بتريه چي دي حضرت عثمان كافر بولي يا توقف پكښي كوي او ناصرين يي فاسقان بولي، او اكثره اصحاب الجمل كافران بولي، او اماميه بيا وايي چي د حضور له رحلت څخه وروسته له ديارلسو كسانو بغير نور ټول صحابه مرتد سول. العياذ بالله.
او كامليه بيا وايي چي علي مرتدسو له دي وجهي چي ده له دوئ سره جنګ نه وكى.
نو دوئ به څنګه د صحابه وو پيروان سي په داسي حال كي چي دوئ ورته كافران وايي.
او جهميه ، بكريه ، كراميه، نجاريه، ضراريه، هم د صحابه وو پيروان نسي كيدى ځكه چي دوئ د صحابه وو روايات د شريعت په احكامو كي مقبول نه بولي ځكه چي دوئ اصحاب الحديث كوم چي د حديثو ناقلين دي ټول كافران بولي.
الفرق بين الفرق ص۲۷۹.
د اهل سنت د عقائدو اجمالي بيان
جمهور اهل سنت د دين له اركانو څخه پريوڅو اصولو متفق دي، چي پرهر عاقل بالغ ددي اصولو پيژندل واجب دي، هرركن او اصل شعبي لري او په هره شعبه كي بيا ډېر مسائل دي.
هغه اركان او اصول دادي: حقائق د اشياوو ثابت او موجود دي، عالم هرهغه څه ده چي ماسوى له الله څخه وي، د الله او د هغه له صفات ازليه ووبغير نور ټول شيان حادث، مخلوق او مصنوع دي، او د دوئ خالق او صانع نه مخلوق ده او نه مصنوع، او هرحادث لره صانع قديم سته، او صانع د ټول عالم او حوادثو يودى او داسي صانع او خالق دى چي نه مكان احاطه پركوي او نه زمانه پرتيريږي، او د خداى علم، قدرت، حيات، اراده، سمع، بصر، كلام داټول صفات ازليه او نعوت ابديه دي، او د خداى مقدورات نه فاني كېږي، او خداى چي ده مؤمنان يي په آخرت كي ليدلى سي، او خداى د ټولو اجسامو او اعراضو كه خير دى كه شر پيداكونكى دى، او خداى د بندګانو د كسبونو پيداكونكى ده ، او له خداى بغير بل خالق نسته.
او معجزات چي دي دعادت خلاف امور دي چي د نبي پرلاس ښكاره كېږي، د نبوت تصديق كونكي دي، او دولي پرلاس كرامت ښكاره كيدلاى سي.
او اركان د اسلام پنځه دي، د لاالْه الله محمد رسول الله شهادت، پنځه وخته لمونځ قائمول، درمضان دمياشتي روزه نيول, د زكوٰة اداكول، د بيت الله د حج اداكول، څوك چي په دغو پنځو اركانو كي د يوركن له فرضيت څخه منكر سي كافر دى.
او د اسلام له دښمنانو سره جهاد كول فرض دى ترڅوچي اسلام قبول كړى يا جزيه ومني.
او ايمان معرفت او د زړه تصديق دى، په اقرار او د ظاهري اعضاوو په طاعاتو كي اختلاف دى، چي ايمان بلل كېږي يانه ,سره له اتفاقه پروجوب د طاعاتو مفروضه وو.
او د مؤمن ايمان په ګناه سره چي تركفر كښته وي نه زا ئليږي، څوك چي ګناه وكړي هغه مومن دى كه څه هم په ګناه سره فاسق سي،. الفرق بين الفرق ص۲۸۳.
هرڅوك چي پردغو عقائدو او نظرياتو قائم وي هغه ته موږ اهل سنت ويلاى سو خواه كه هغه په هرنامه وي، او په هرځاى كي وي بعضي خلګ د اهل سنت كړى ډيره تنګوي او يوازي په ځان كي يي حصر كوي خو د دوئ داخيال غلط دى، ځكه كوم عقائد چي موږ بيان كړل داپه يوكوچني ډله کی نسي حصر كيداى .
په اوس زمانه كي د اهل سنتو زياته حصه مقلدين جوړوي چي د څلورو مذهبونو پيروان دي، حنفي، شافعي، مالكي او حنبلي مذهب.
مقلدين / تقليد
مقلدين د مسلمانانو هغي فرقي او ټولۍ ته ويل كېږي چي له څلورو امامانو وروسته د اجتهاد دروازه بنده بولي او پرهر چا باندې په فروعي فقهي مسائلو كي يوله دغو څلورو امامانو امام ابوحنيفه يا امام مالك يا امام شافعي او يا امام احمد بن حنبل تقليد او پيروي واجب بولي او دوى په مقابل كي بله فرقه د غير مقلدينو ده چي هغه بيا دغه څلور امامان نه مني او نه د دوئ تفقه او اجتهاد مني، بلكي تقليد يي ناروا او شرك بولي او دوى براه راست له قرآن كريم او حديثو څخه د مسائلو د استنباط او را ايستلو دعوه كوي.
له دي خبري هيڅ مسلمان انكار نسي كولاى چي د دين اصلي دعوت دادى چي د خداى اطاعت او فرمان برداري وسي ترڅو چي د نبي اطاعت هم له دي كبله واجب سوى دى، چي دى په خپل قول او فعل سره د خداى د احكامو ترجماني كوي، كوم شى حلال دى؟ كوم شى حرام دى؟ كوم جائز دى، كوم ناجائز دى؟ په دي ټولو معاملاتو كي خاص د خداى او د هغه د حضور اطاعت دى او څوك چي د خداى او د هغه د حضور څخه ماسوى د بل چا اطاعت او پيروي مني او هغه يومستقل بالذات اطاعت كرده شده بولي نو دايقينا له داترى د اسلام له دائري څخه خارج ده.
نو ځكه د هرمسلمان لپاره ضروري ده چي د قران او د حديثو د احكامو اطاعت او پيروي وكړي، مګر په قرآن او حديثو كي بعضي داسي احكام سته چي په هغه هرمعمولي ليكونكى او ويونكى پوهيدلى سي، په دوى كي څه اجمال ابهام يا تعارض نه وي بلكي هرسړى چي هغه ووايي هغه مطلب ځني فهمولى سي مثلاً په قرآن كريم كي ارشاد دى: ((لايغتب بعضكم بعضًا)) الحجرات.
ژباړه: غيبت دي نه كوي بعضي ستاسي د بعضو نورو.
نو كوم شخص چي په عربي ژبه پوهيږي هغه له دې آيت څخه مطلب اخستى سي ځكه چي په دي كي نه ابهام سته او نه ظاهراً له بل كوم شرعي دليله سره ټكر لري نو ځكه يي په فهمولو كي څه تكليف مخ ته نه راځي، يا مثلا د نبي ارشاد دى، لافضل لعربى على عجمي.
كوم عربي پركوم عجمي څه فضيلت نه لري.
دا ارشاد بالكل واضح دى، په دي كي څه پيچيدګي او اشتباه نسته، هرعربي دان بي له تكليفه د دې مطلب معلومولى سي.
او د دې پر عكس بياپه قرآن او حديثو كي بعضي داسي احكام سته چي په هغوكي څه ابهام يا اجمال وي او بعضي داسي هم سته چي د قرآن له بل آيات يا د رسول الله له حديث سره په ظاهره ټكر ښكاريږي مثلا لكه په قرآن كريم كي ارشاد دى،(( والمطلَّقْتُ يتربصن بانفسهن ثلاثة قروءٍ)).
ژباړه: او كومي ښځي چي طلاقي سوي وي هغوئ دي تر دري قرء پوری انتظار كوي.
اوس په دي آيت كي د طلاقي سوي ښځي عده بيان سوي ده، او د دې لپاره د دري قرء لفظ استعمال سوي ده، مګرخو قرء لفظ په عربي ژبه كي د حيض مياشتانه مرض لپاره هم استعمالېږي او د طهر پاكي لپاره هم مستعمليږي.
اوس كه اوله معنى واخلي نو د آيت مطلب به داسي چي طلاقه سوي ښځه دي د عدي تيرولو لپاره دري حيضونه تيروي او كه دوهمه معنْى واخلي نو په دري طهره پوره كولو سره عده پوري كېږي، اوس دلته دا سوال پيدا كېږي چي دلته په كوم يوه سره عمل كوي.
په يوحديث کی د حضور ارشاد دى: من لم يترك المخابرة فيلؤذن بحرب من الله ورسوله. ابوداود.
ژباړه: څوك چي د بزګرى كاروبار پري نږدي نو هغه دي دالله او د هغه د رسول له طرفه د جنګ اعلان واوري.
اوس په دي حديث كي له برزګرى څخه منعه راغلي ده مګر خو د بزګري ډېر صورتونه دي مګر خو داحديث په دي باره كي خاموش دى چي دلته د بزګرى كم صورت مراد ده؟ آيا بزګرى په هرصورت كي نارواده؟
او كه څه صورتونه روا دي او څه ناروا؟
په حديث كي يوقسم اجمال راغلي ده چي له دې كبله داسوال مخ ته راځي چي بزګري مطلقًا نارواده؟ او كه څه تفصيل ياتقسيم په كي سته؟ په يوحديث كي ارشاد دى، من كان له امام فقراءة الامام له قراءة.
ژباړه: كم څوك چي ده لره امام وي نو د امام قرائت ده لره قرائت دى. له دې حديث څخه معلومېږي چي امام كله په لمانځه كي قرائت وايي نو مقتدى دي خاموش دريزى او بل طرفته بيا ارشاد دى، لاصلوْة لمن لم يقراء بفاتحة الكتاب .( بخاري.)
ژباړه: كم څوك چي سورة فاتحه نه ووايي د هغه لمونځ نه كېږي، له دې حديث څخه معلوميږي چي د هرسړي لپاره فاتحه الحمدلله ويل ضروري ده.
دي دواړو حديثوته چي وګورو نو دا سوال پيدا كېږي چي دلته په كوم يوه سره عمل كوي كه د امام شاته فاتحه وايي خو په اول حديث سره عمل نه وسو او كه يي نه وايي نو په دوهم حديث سره عمل نه وسو.
نو داخبره معلومه سوه چي له قرآن او حديثو څخه د احكامو په استنباط او را ايستلو كي داسي ډير مشكلات مخ ته راځي، نو اوس دلته دوه صورته دي يوداچي موږ پر خپل فهم او فكر اعتماد وكړو او په دارنګه معاملاتو كي په خپله يوه فيصله وكړو او په هغه عمل وكړو، او دوهم صورت دادى چي په دارنګه معاملاتوكي موږ په خپله د څه فيصلي كولو پرځاى دي ته وګورو چي د قرآن كريم او حديثو له دي ارشاداتو زموږ جليل القدر اسلافو څه پيژندلي او فهمولي دي؟ او څنګه چي موږ د قرون اولْى بزرګان په قرآن او حديثو كي زيات ماهربولو هم داسي د دوئ پر بصيرت او پوهي اعتماد وكړو او دوئ چي په دې باره كي څه ويلي وي په هغه سره عمل وكړو.
نوكه له انصاف او حقيقت پسندي څخه كار واخستل سي نو زماپه فكر دلته دوى رايي نسي راتلاى .
ځکه چي په دي دوو صورتو نو کی اول صورت ډېر خطرناك دى او دوهم صورت ډېر محتاط دى داصرف تواضع او خاكساري نه ده.
دابالكل يوښكاره حقيقت دى چي د علم او فهم، ذكاوت او حافظي، دين او ديانت، تقوى او پرهيزګاري په لحاظ موږ د قرون اولى د علماوو په نسبت خالي لاس يو، او په كم مبارك ماحول كي چي قرآن نازليدى د قرون اولى علماء هغه ماحول ته هم نزدي دى نو پردي بناء دوئ ته د قرآن او حديثو د مطلب پوهيدل ډير اسانه دى.
د دې برعكس موږ چي له عهد رسالت څخه څونه اندازه ليري پيداسوى يو چي زموږ لپاره د قرآن او حديثو مكمل پس منظر، دهغه د نزول د ماحول او د هغي زماني د معاشرت او زندګي د طرز او د خبرو كولوطرز تصور ډير لوى مشكل ده او سره له دي چي د يوچا د خبرو د فهمولو لپاره د دې ټولو شيانو د پوره واقفيت انتهائي ضرورت دى.
نو د دي ټولو خبرو په لحاظ سره كه موږ چېري پرخپل فهم د اعتماد كولو پرځاى د قران او حديثو په مشكل او پيچيده احكاموكي هغه مطلب اختياراو غوره کړو كم چي زموږ په اسلافو كي كم عالم فهمولى او غوره كړى وي نو دا ويل كېږي چي موږ د فلاني عالم تقليد وكى او بس هم دا د تقليد حقيقت دى.
او دلته داهم معلومه سوه چي د مجتهد د تقليد صرف په هغه ځاى كي ضرورت سته چي له قرآن او سنت څخه په حكم فهولو كي څه مشكل او سختي وي ياپردي بنا چي د عبارت معناوي زياتي وي يا پردي بنا چي په عبارت كي څه اجمال يا ابهام وي او يا د دلائلو په منځ کی څه تعارض ښکاري.
او د قران او حديثو هغه احكام كم چي قطعي دي يا په هغوئ كي څه اجمال او ابهام نه وي او نه دلائل متعارض ښكاري، نو دلته ديوه مجتهد د تقليد هيڅ ضرورت نسته لكه يو مشهور حنفي عالم علامه عبد الغني نابلسي ويلي دي.
د فالامر المتفق عليه المعلوم من الدين بالضرورة لايحتاج الى التقليد فيه لاحد الاربعة كفرضية الصلاة والصوم والزكوْة والحج ونحوها وحرمة الزنا واللواطة وشرب الخمر والقتل والسرقة والغصب وما اشبه ذالك والامر المختلف فيه هو الذي يحتاج الى التقليد فيه ( )
پس د هغو اتفاقي احكامو كم چي له دين څخه بداهةً معلوم دى په دي كي د يوله څلورو امامانو د تقليد ضرورت نسته مثلا لكه د روزي لمانځه، زكوٰة او حج او داسي نورو فرضيت او د زنا، لواطت، شراب چښلو او قتل غلا اوغصب او داسي نورو شيانو حرمت او كوم شى چي اختلافي وي نو په هغه كي تقليد ته ضرورت سته علامه خطيب بغدادي ويلي دي.
وأما الأحكام الشرعية ، فضربان : أحدهما : يعلم ضرورة من دين الرسول صلى الله عليه وسلم كالصلوات الخمس ، والزكوات ، وصوم شهر رمضان ، والحج ، وتحريم الزنا وشرب الخمر ، وما أشبه ذلك ، فهذا لا يجوز التقليد فيه ، لأن الناس كلهم يشتركون في إدراكه ، والعلم به ، فلا معنى للتقليد فيه وضرب آخر : لا يعلم إلا بالنظر والاستدلال : كفروع العبادات ، والمعاملات ، والفروج ، والمناكحات ، وغير ذلك من الأحكام ، فهذا يسوغ فيه التقليد ، بدليل قول الله تعالى : ((فاسألوا أهل الذكر إن كنتم لا تعلمون )) ولأنا لو منعنا التقليد في هذه المسائل التي هي من فروع الدين لاحتاج كل أحد أن يتعلم ذلك ، وفي إيجاب ذلك قطع عن المعايش ، وهلاك الحرث والماشية ، فوجب أن يسقط.
الفقيه والمتفقيه ج۲ ص۶۷، ۶۸ ( ) .
ژباړه: اوشرعي احكام پردوه قسمه دي، يوقسم هغه دى چي له دين د رسول الله څخه بداهةً ثابت وي لكه پنځه لمونځونه روژه د رمضان حج او د زنا او شراب نوشي حراموالى او داسي نور نو په دي قسم مسائلو كي تقليد جواز نه لري ځكه د دې احكامو علم هرچاته سته نو تقليد هيڅ معنى نه لري او بل قسم هغه مسائل او احكام دي چي هغوئ بي له نظرا فكر او استدلال څخه نسي معلوميدلاى لكه د عباداتو او معاملاتو او د واده او نكاح فروعي مسائل او په دي قسم كي تقليد رواده ځكه د خداى ارشاد دى :
تاسي له خاوندانو د علم څخه پوښتنه كوي كه چېري نه پوهيدلاست. او بل كه چېري موږ په دې رنګه مسائلو كي تقليد روانه وبولو نو پرهرسړي به بيا داجب وى چي داټول مسائل زده كړي او ددي په وجوب كي بربادي د زندګۍ او تباهي د فصلونو او حيوانا نوراځي نو ضروري ده چي د دې وجوب ساقط سي.
له دې مذكور بيان څخه داخبره هم معلومه سوه چي د كوم امام يا مجتهد د تقليد كولو دا مطلب هيڅ كله نه دى چي هغه بذات خود واجب الاطاعت وبولي او اتباع يي كوي يا هغه ته د شارع او قانون ساز درجه وركړي او هره خبره ئي واجب الاتباع و بولي.
بلكي د تقليد مطلب صرف دادى، چي پيروي خو د قران او حديثو مقصود وي، مګر خو د قران او حديث د مطلب او مراد معلومولو او فهمولو لپاره د شارح قانون په حيثيت د امام پرسوى تشريح او بيان اعتماد وكړي، نو دا وجه ده چي د قرآن او سنت په قطعي احكامو كي د كوم امام يا مجتهد د تقليد كولو ضرورت نسته ځكه چي دلته د خداى او د هغه د رسول د اطاعت او فرمانبرداري اصل مقصد له تقليد څخه بغير په آساني سره حاصليږي.
داخبره چي د كوم امام تقليد كول صرف هغه شارح بلل دي نه بذات خود واجب الاتباع بلل دا د تقليد په اصطلاحي مفهوم کی خپله داخله ده لكه ابن همام او ابن نجيم د تقليد تعريف داسي كوي:
التقليد العمل بقول من ليس قوله احدى الحجج , بلاحجة منها. تقليددي ته وايي چي د داسي چا په قول چي د هغه قول ماخذ دشريعت نه وي بي له مطالبي د دليله عمل په وكړي. له دي تعريف څخه دا معلومه سوه چي مقلد د خپل امام قول ماخذ د شريعت نه بولي ځكه ماخذ د شريعت صرف قرآن او حديث او د دوى په څنګ كي اجماع او قياس دى، البته مقلد دا فكر كوى چي ده ته د قرآن او حديثو په علومو كي ډير بصيرت حاصل دى نو ده چي له قران او حديث څخه كوم مطلب فهمولى دى دا زما لپاره زيات قابل د اعتماد دى، اوس تاسو په انصاف سره غور او فكر وكى چي په دې عمل كي كومه داسي خبره سته چي هغه دي ګناه ياشرك وبلل سي؟
البته كه څوك امام شارع قانون جوړونكى يا بذات خود واجب الاطاعت وبولي نو داعمل بي له شكه چي شرك دى مګر يوڅوك شارح (قانون بيانونكى) بلل او د ځان په مقابل كي د هغه پربصيرت او فهم اعتماد كول له دي څخه په اوس د علم د افلاس په زمانه كي هيڅ چاره نسته.
د تقليد دوه صورته دي، يوصورت دادى چي د تقليد لپاره څه خاص امام يا مجتهد معلوم نسي بلكي په يوه مسئله كي د يوه امام او عالم خبره غوره كړي او په بله مسئله كي بيا د بل امام خبره غوره سي نو دي ته تقليد مطلق يا تقليد عام يا تقليد غير شخصى ويل كېږي، او دوهم صورت دادى چي د تقليد لپاره د يوخاص مجتهد عالم تعين وسي او په هره مسئله كي د هغه قول خوښ سي دي ته بيا تقليد شخصى ويل كېږي.
د تقليد جواز بلكي وجوب له قران او حديثو څخه په ډيرو دلائلو سره ثابت ده ,لكه خداى فرمايي: ((يا آيها الذين آمنوا اطيعوا الله واطيعوا الرسول واولى الامر منكم،))نساء آية ۵۹.
اى مؤمنانو د الله اطاعت وكړى او د هغه د رسول اطاعت وكړى او د خپلو اميرانو اطاعت وكړى.
داولى الامر په تفسير كي بعضي حضرات دا وايي چي دلته د مسلمانانو د حكومت امران ځني مراد دى او بعضي حضرات علماء بيا دا وايي چي له اولى الامر څخه فقهاء علماء مراد دي او دا دوهم تفسير له جابر بن عبد الله عبد الله بن عباس، حضرت مجاهد حضرت عطاء بن ابي رباح، حضرت عطاء بن سائب، حضرت حسن بصري، حضرت ابو العاليه او له نورو ډيرو مفسرينو څخه را منقول دى او امام رازي صاحب ودي تفسير ته په ډيرو دلائلو سره ترجيح وركړي ده.
او ابوبكر جصاص بيا ويلي دي چي د دې دواړو تفسيرونو په منځ كی څه ټكر نسته بلكي دواړه مراد دي، په سياسي اموروكي د حكومت د اميرانو اطاعت واجب دى او په شرعي اموروكي د علماوو, فقهاوو اطاعت واجب دى.
بهرحال د دې تفسير پرمطابق په آيت كي مسلمانانو ته دا ويل سوي دي چي د الله او د الله د رسول اطاعت وكړي او د هغو علماوو او فقهاوو اطاعت وكړي كوم چي د الله او د هغه د رسول د كلام شارحين او بيانونكى دى، او د دې اطاعت اصطلاحي او عرفي نوم بس تقليد دى ( )عن حذيفة رضي الله عنه قال : كنا جلوسا عند النبي صلى الله عليه و سلم فقال إني لا أدري ما بقائي فيكم فاقتدوا باللذين من بعدي وأشار إلى أبي بكر و عمر .
(رواه الترمذي ج 5 ص 610 دار احياء بيروت)
له حضرت حذيفه څخه روايت دى، دي وايي چی موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سه ناست وو، نو حضور وفرمايل :چي زه خبر نه يم چي زه به څونه وخت له تاسوسره ژوندى يم نو تاسي له ما وروسته د هغه كسانو پیروی کوی چی له ما څخه وروسته دی .او ابوبکر او عمر ته یی اشاره کوله .
په دي حديث كي حضور د دې امر كړى دى چى تاسو له ما وروسته په ابوبكر او عمر پسي اقتداء كوى او اقتداء په ديني امورو كي اطاعت او تابعداري ته ويل كېږي بس هم دي ته تقليدوايي.
په قرآن او حديثو او اقوال د صحابه وو كي ډېر داسي دلائل سته چي له هغوي څخه د تقليد ثبوت كيداى سي او علماوو د تقليد د ثبوت لپاره رانقل كړى دى او په دي كي يي مستقل كتابونه او رسالي تصنيف كړى دى دغه ماچي كوم څه دلته ذكر كړل دا دهغوي صرف يوه نمونه او مثال وو.
ليكن خو اوس دلته داسوال پيدا كېږي چي له دې مذكور بيان څخه خو صرف د تقليد مطلق ثبوت كيداى سي نه د تقليد شخصي او سره له دي چي اصل نزاع او اختلاف په تقليد شخصي كي ده.
نو موږ په جواب كي دا ويلى سو چي لكه څنګه چي ښكاره خبره ده چي وخت په وخت زمانه او حالات بدليږي او په خلګو كي هم زيات توبير او بدلون راځي او علماء د انبياوو وارثان دي نو بايد له وخت او حالاتو سره سم فتوا وى او احكام جاري كړي.
نو له دي كبله علماوو او فقهاوو د يوزبردست انتظامى مصلحت لپاره دا مناسبه بلكي ضرور وبلله چي دافتوْى وركړي چي د خلګو لپاره اوس صرف په تقليد شخصي عمل كول پكار او ضروري ده او د دې پرځاى چي كله د يو امام او كله د بل امام تقليد وكړي يوخاص امام متعين كړي او د هغه پيروي وكړي.
هغه انتظامي مصلحت كم ده؟ د دې سوال په جواب كي اول بايد داخبر په ذهن كي ونيول سي چي خواهش پرستي يولويه ګمراهي ده داسي ګمراهي چي ډيروخت انسان د كفر حد ته رسوي او هم دا وجه ده چي په قرآن كي له خواهش پرستي او نفس پرستي څخه د ځان ساتلو تلقين وركول سوى دى، او د خواهش پرستۍ يوصورت خو دادى چي يوسړى د ګناه كار كوي خو ګناه يي بولي مګر د نفس خواهشاتو مجبوره كړى وي او په دې ګناه كي اخته وي دا كه څه هم لوى جرم او ګناه خوده خو بياهم دومره دروند او سنګين نه ده ځكه د دې اميدا سته چي داسړى پښيمانه سي او توبګار دي سي او دا ګناه دي پريږدي.
او د دې برعكس د خواهش پرستى بل صورت دادى چي سړى د خپلو نفسي خواهشاتو په بندګى كي داسي اندازي ته رسيدلى وي چي حلال ته حرام او حرام ته حلال وايي او څه چي يي نفس او خواهش نه منل هغه حرام بولي نو ښكاره خبره ده چي دخواهش پرستي دغه دوهم صورت تراول صورت ډېر سنګين خطرناك او تباه كونكى دى، او كم عمل چي انسان د داسي خواهش پرستي پرلاره برابر وي له دي څخه ځان ساتل ضروري ده.
فقهاء كرامو داخبره محسوسه كړه چي په خلګو كي د ديانت معيار ورځ تربلي كميدونكي ده احتياط او تقوْى مخ پرشا تلونكى ده په دې صورت كي كه چېري د تقليد مطلق دروازه هم داسي خلاصه پريښوول سي نو ډېر خلګ به په لاشعوري ډول په خواهش پرستي كي اخته سي مثلا د يوسړي د يخ په موسم كي پوزه يا بل ځاى ويني سي نو د امام ابوحنيفه په نزديي اودس مات دى او د امام شافعي په نزد يي اودس نه دى مات نو داسړى د خپلي اسانۍ لپاره په دې وخت كي د امام شافعي تقليد كوي او اودس مات نه بولي او بل وار بيا د ښځي بدن ته لاس وروړي نو د امام شافعي په نزد يي اودس مات او د امام اعظم په نزد يي اودس نه دى مات او دى د اساني لپاره په دې وخت كي بيا د امام اعظم ابوحنيفه تقليد كوي او اودس مات نه بولي غرض داچي د كوم امام په قول كي ده ته ار ام اوفائده حاصليده هغه به غوره كوي او د كوم امام په قول كي چي ده ته تكليف او ضرر رسيدى هغه به پريږدي او دى به په يوغيرشعوري ډول په خواهش پرستۍ سره اخته وي.
ښكاره خبره ده چي د دې خبرو نتيجه دا را ووزي چي احكام شرعيه به د نفساني خواهشاتو يوه لوبه جوړه سي او دا هغه څه دى چي قطعي حرام دى او د دې په حرمت كي د مسلمانانو تراوسه څه اختلاف نسته لكه علامه ابن تيميه چي غير مقلدين په خپله د ده جلالت او قدر مني داسي وايي: و نص الامام احمد وغيره على انه ليس لاحد ان يعتقد الشى واجبا او حرامًا ثم يعتقده غير واجب او محرم بمجرد هواه الخ.(الفتاوي الكبری ج ۵ ص ۹۵)
امام احمد او نورو تصريح كړي ده چي يوچاته دانه ده روا چي صرف د نفس د خواهشاتو پربناء يوشي ته يووار واجب يا حرام وايي او بيا ورته غير واجب او غير حرام وايي.
په بل ځاى كي داسي وايي: يكونون فى وقت يقلدون من يفسده وفي وقت يقلدون من يصححه بحسب الغرض والهوى ومثل هذا لايجوز باتفاق الامة. (الفتاوي الكبري ج 3 ص 204 )
دارنګه خلګ په يووخت كي د هغه چا تقليد كوي چي نكاح فاسده بولي او په بل وخت كي بيا د هغه چا تقليد كوي چي نكاح صحيح بولي دا د نفس او خواهش په وجه,او دارنګه عمل د ټولو امت په اتفاق ناروا دى.
حاصل داچي خپل خواهشات دنفس تابع ګرزول يوشي ته كله حرام ويل او كله حلال ويل او د هغه مذهب چي په هغه كي نفساني فائده په نظر راځي غوره كول دونه لويه ګناه او جرم دى چي د يوچا په نزدهم جائز نه ده په دې باره كي د علماوو ډېر تصريحات او عبارات موجود دي چي د ذكر كولو ضرورت يي نسته.
د صحابه او تابعينو په زمانه كي چونكي خوف خدا او فكر آخرت په خلګو كي غالب وو نو ځكه له تقليد مطلق څخه دا انديښنه نه پيدا كېده چي خلګ به د نفس خواهشاتو تابع داري وكړي كله به د يوه مجتهد قول غوره كوي او كله به د بل نو ځكه په دې وخت كي په تقليد مطلق سره عمل كيدى او په دي كي څه قباحت نه معلوميدى.
ليكن وروسته چي كله فقها وو دا وليدل چي په خلګو كي د ديانت معيار ورځ تربلي پركمېدو ده او نفسانيت پرغالب كېدو دى، نو په دې وخت كي دوئ د دې مذكوره بالا انتظامي مصلحت لپاره دا فتوْى وركړه چي خلګو ته صرف په تقليد شخصي سره عمل كول پكار دى او د تقليد مطلق طريقه پريښوول پكار دى او دا يو انتظامي فتوْى وه، د صحيح مسلم شارح علامه نووي د تقليد شخصي د وجوب وجه داسي بيانوي: ووجهه انه لوجاز اتباع اى مذهب شاء لافضى الى ان يلتقط رخص المذاهب متبعًا هواه يتخير بين التحليل والتحريم والوجوب والجواز وذالك يؤدي الي انحلال ربقة التقليد بخلاف العصر الاول فانه لم تكن المذاهب الوافية باحكام الحوادث مهذبة ومعروفة فعلي هذا يلزمه ان يجتهد فى اختيار مذهب يقلده على التعين.( المجموع ج 1 ص 55 )
د تقليد شخصي د لزوم وجه داده كه چېري د دې جواز وركول سي چي خلګ چي غواړي د هغه مذهب پيروي كولاى سي نو د دې نتيجه به داسي چي خلګ به د هرمذهب اسانتيا وي راټولوى د خپلو نفسي خواهشاتو په مطابق به عمل په كوي د تحريم اوتحليل , وجوب او جواز احكام به ټول د خلګو په خپل اختيار سي او شرعي تكليف او پابندي به بالكل ختمه سي البته په اوله زمانه كي تقليد شخصي ځكه ممكن نه وو چي په هغه وخت كي فقهي مذاهب په مكمل طور سره مدون او مشهورنه وو, مګر اوس چي كله فقهي مذاهب تدوين او مشهور سوى نو ځكه پرهرچا لازمه ده چي كوشش وكړي او يوخاص مذهب غوره كړي او بيا په معين طور سره د دې مذهب تقليد وكړى .
غير مقلدين دا دعوه كوي چي مقلدينو په امت كي اختلاف رامنځته كړي ، ځكه يوځان ته حنفي وايي بل شافعي او بل مالكي او بل بيا ځانته حنبلي وايي نو دوئ په امت كي تفرقه او اختلاف را وستى او په قران او حديثو كي له اختلافو څخه منع راغلي ده مګر موږ غير مقلدينو امت سره يوځاى كړي ده او ټولوته يومحمدي امت ويل كېږي ، حنفي مالكي شافعي يا حنبلي اختلاف نسته.
نو غير مقلدين كه څه هم د اتفاق دعوه كوي او پرمقلدينو د تفرق او اختلاف تهمت لګوي ليكن خوكه حقيقت ته نظر وسي نو حقيقت داسي نه ده بلكي حقيقت دا سرګندوي چي اصل اختلاف غير مقلدينو را منځته كړي ده ځكه اصل اختلاف كم چي مذموم اختلاف دى او كوم چي په قرآن او حديثو كي منع ورځني راغلى هغه اعتقادي او نظرياتي اختلاف ده، نه فروعي اختلاف ځكه فروعي اختلاف د امت لپاره رحمت بلل سوي او له دې څخه هيڅ چاره نسته دا د صحابه وو په زمانه كي هم راغلي ده.
اوس د مقلدينو په مينځ كي چي كوم اختلاف ده دا ښكاره خبره ده چی دانظرياتي نه بلكي فروعي اختلاف ده ځكه د اعتقادي او نظرياتي اختلاف نتيجه دا راووزي چي يوپربل د كفر حكم وكړى او د مقلدينو په منځ كي سره له دونه اوږده تاريخه دارنګه اختلاف اول خو سته نه او بيا كه چيرته وي هغه به دومره كم وي چي بالكل د نيشت برابر به وي او غير مقلدين سره له ډېر لنډ تاريخه په دوئ كي ډير نظرياتي او اعتقادي اختلافات را منځته سوى چي د دې اختلافاتو ښكاره دليل دادى چي اوس په هند او پاكستان كي د غير مقلدينو نه ډلي دي چي يوپربل سخت انتقادونه او اعتراضونه كوي داخو د دوئ د خپل منځ اختلاف ده او داچي اهل سنت والجماعة ټول په يونعره او عقيده وو او دوى يولوى اختلاف پكښي را وستى دا خو ځانته خبره ده.
مقلدين چي په نړۍ كي د مسلمانانو اكثره حصه جوړ وي په ټوله نړۍ كي تقريبا اته پنځوس كروړه اټكل سوى دى او داټول د دې څلورو مشهورو مذهبونو تابع او پيروان دي :حنفي مذهب، مالكي، مذهب، شافعي مذهب، حنبلي مذهب، او د دې مذهبو نو ترمينځ څه د پام وړ اصولي او عقيدوي اختلاف نسته البته په فروعي او فقهي مسائلو كي د دوئ ترمينځ اختلاف سته او مقلدين هرڅوك په فقهي مسائلوكي د خپل معلوم مذهب اطاعت او پيروي كوي، البته بعضي داسي مسائل هم سته چي د مذهب علماء د څه مصلحت یا ضرورت پر بناء د خپل مذهب پرخلاف د بل مذهب پرمطابق د عمل فتوْى او حكم ور كوي.
په دې مذهبونو كي ترټولو اولني مذهب حنفي مذهب ده او دوهم يي مالكي دريم شافعي او ترټول آخرني حنبلي مذهب ده، د پيروانوتابعينو په اعتبار سره هم حنفي مذهب ترټولو مخكي ده چي تقريبا په ټوله نړى كي اوس څلور دېرش كروړه وګړي پيروان لري او په دوهمه درجه كي شافعي او حنبلي مذهبونه دي چي هريولس لس كروړه پيروان لري او په دريمه درجه كي مالكي مذهب دى چي تقريبا څلور نيم كروړه پيروان لري.
او دا مذهبونه هريوخپل موسس (بنسټ ايښوونكى) لري د حنفي مذهب موسس امام اعظم ابوحنيفه ده او د مالكي مذهب موسس امام مالك بن انس ده او د شافعي مذهب موسس امام محمد بن ادريس شافعي دى او د حنبلي مذهب موسس امام احمد بن حبل دى، د دې امامانو په تاريخ او مناقبوكي مستقل كتابونه ليكل شوي مګر خوزه به دلته د دوئ د ژوند حالت په څو لنډو ټكوكي بيان كړم.
امام اعظم ابوحنيفه
اصلي نوم يي نعمان وو د ثابت زوى هغه بيا د زوطى زوى دى، د ده نيكه زوطى څوك يي د كابل او چا بيا ويلي دي چي د بابل يا د انبارو او څوك يي بيا د ترمذبولي.
او په بعضي تاريخي رواياتو كي بيا د ده د نسب سلسله داسي راغلي ده، نعمان د ثابت زوى د نعمان زوى هغه بيا د ميرزبان زوى دى او ميرزبان بيا د فارس له قبيلي څخه ده، په مفتاح السعادة كي ذكر سوى چي د امام پلار ثابت چي كله وفات سو نو د امام مور امام جعفر صادق په نكاح کړه او امام ابوحنيفه د امام جعفر صادق په غيږ كي تربيه سو او دا د ده لپاره غټ منقبت دى، او امام صاحب په كال( ۸۰ ه )كي د عبد الملك بن مروان د خلافت په دوران كي دكوفي په ښار کی زیږیدلی ده .
په دي كي هيڅ شك او اختلاف نسته چي امام صاحب د صحابه وو زمانه نيولي ده مګر داچي د ده له صحابه وو سره ملاقات سوى يا نه او كه ملاقات سوى وي نو حديث يي ځني اوريدلي او كه نه په دې کی د تاريخ دانانو او علماوو مختلف اقوال راغلي دي خوارجح قول يي داده چي امام صاحب له صحابه وو سره ليدلي دي او روايات يي هم ځني كړي دي.
محمد بن خوارزمي د امام صاحب په مسند كي داسي ويلي دي :علماء پردي اتفاق دي چي امام صاحب له اصحابو د رسول الله څخه شپږ يا اووه يا اته روايات كړي دي يناء پراختلاف. او على قارى صاحب بيا له سخاوي څخه نقل كوي چي معتمد دادى چي امام صاحب له يوصحابي څخه هم روايت نه دى كړى ځكه په هغه زمان كي دى كوچنى وو.
ابن خلكان ويلي دي چي امام صاحب د څلورو صحابه وو زمانه نيولي ده مګر خو له يوه سره يې هم ملاقات نه دى سوى.
او ابن حجر ويلي دي چي امام صاحب له ابن ابي اوفى څخه يوحديث روايت كړى دى او خطيب په تاريخ بغداد كي ويلي دي چي امام صاحب انس بن مالك ليدلى دى او ابن حجر ويلي دي چي داصحيح ده لكه ذهبي چی ويلي دي چي ده د ماشوم والي په حالت كي ليدلي ده.
او په يوبل روايت كي راغلي دي چي امام صاحب ويلي دي چي ما انس بن مالك ډير واره ليدلى دى چى سري نكريزي يي استعمالولي او دا روايت هم راغلي دي چي امام صاحب له انس بن مالك څخه دري حديث روايت كړي دي.
او عيني هم دا ثابته كړي ده چي امام صاحب له صحابه وو څخه سماع كړي ده.
امام صاحب يوزاهد او تقوْى دار او خداى ته ډيري زارى عاجزي كوونكى انسان وو او ډيری خبري به يي نه كولي او د ډيرو كراماتو خاوند وو، او د ښواخلاقو او ښه قدقامت او حسن خاوند وو، او ښي خبري به يي كولي او خداى ښه پوهه او ذكاوت وركړى وو.
او امام صاحب په ابتداء كي يوتجار وو په ډېرصداقت او امامت سره يې د تجارت عمل ترسره كاوو نو ځكه ده ته د خلګو دعاداتو او معاملاتو او بيع شراء په باره كي ډيرښه معلومات حاصل وو.
او وروسته يي په تعلم پيل وكى او په لږ وخت كي يي ډير علوم حاصل كړه او ځان يي په علم كي يوي غټي مرتبي ته ورسوى، په فقه كي د ده شيخ او استاذ حماد بن ابى سليمان وو چي د هغه په ملازمت كي ده ۱۸ اتلس كاله تير كړي دي او ډير علم يي ورځني حاصل كړى دى.
په مفتاح السعادة كي ذكر سوي دي چي د امام صاحب د استاذانو شمير څلور زروته رسيږي او د خطيب په تاريخ كي ذكر سوي دي چي امام صاحب په خوب كي وليدل چي د حضور قبر مبارك يي لڅ كړى وي او هډوكي يي سره رايوځاى كوي، نو امام صاحب ومحمد بن سيرين ته چي د خوبونو يومشهور تعبير كوونكى وو، يوڅوك وروليږى چي د دې خوب تعبير ورځني وغواړى نو محمد بن سيرين ورته وويل چي د دې خوب خاوند به داسي علم حاصل كړي چي تردي مخكي به چا وړانديوالى نه وي ورته كړى .
او عبيده له امام شافعي صاحب څخه روايت كړى دى چي ده ويل كه څوك غواړي چي فقه زده كړي نو د ابوحنيفه او د ده د اصحابو ملازمت دي وكړي.
په رواياتو كي راځي چي امام صاحب پنځه پنځوس واره حج اداكړى دى، او ده څلويښت كاله د سهار لمونځ د ماخستن په اوداسه اداكړى دى، دى به د ماپښين او مازيګر په منځ كي لږ وخت بيديدى .
تاريخ دانانو ذكر كړي چي امام صاحب ډيركتابونه تصنيف كړي دي د هغوي له جملي څخه (كتاب العلم والتعلم دى) او بل (الرد على القدريه) دى، بل (الفقه الاكبر) دى، دا په نسبت د دې چي امام صاحب يوازي د ۲۱۵ حديثو تخريج كړى دى، دا ماسوى له هغو چي نور امامان له ده سره شريك دي، او د ده يومسندده چي د ۱۱۸ حديثو روايت ده كړى دى، او داټول په باب د لمانځه كي دي، ټول هغه احاديث چي امام صاحب يي اخراج كړى دى هغه محمد بن محمود خوارزمي په يومسند كي چي اته سوه غټي صفحي لري راجمع كړي دي او دا مسند په مضر كي چاپ سوى دى.
خليفه ابو جعفر منصور امام صاحب ته قسم واخستى چي ته به قضاء قبلوي او امام صاحب هم قسم واخستى چي زه قضاء نه قبلوم او دى د منصور له طرفه د قضاء نه قبلولو په وجه بندي سو ترڅو د رجب يا شعبان په مياشت كي په كال ۱۵۰هـ كي په بندي خانه كي وفات سو، او حسن بن عماره د ده د جنازي لمونځ اداكى او د ده جنازي ته تقريبًا پنځوس زره كسان حاضر سوي وه.
په بغداد كي خاوروته وسپارل سو، قبر يي اوس هم معلوم دى خلګ يي زيارت كوي ( ).
يو مشهوره مقوله ده چي د حنفي مذهب ارزښت او امتياز ځني معلوميږي :
(ابن مسعود د علم كښت كړى دى علقمه دي كښت ته اوبه وركړي دى او ابراهيم يي لو كړي دي، او حماد يي غوبل كړي ده او ابوحنيفه ژرنده كړي ده، او ابويوسف وړه ځني لانده كړي دي، او محمد بن حسن ډوډۍ ځني پخ كړي ده او ټول خلګ د دغو وړو ډوډۍ خوري .)
د حنفي مذهب امتياز د يوڅو مجتهدينو شاګردانو په وجود سره دى كوم چي له امام صاحب سره د حنفي مذهب په تاسيس كي شريكان دي له دغو شاګردانو څخه يي مهم كسان دادي،
(۱) يعقوب بن ابراهيم چي په ابويوسف سره مشهور وو، ديو مشهورصحابي سعد بن حبته انصاري د نسب له سلسلي څخه دى په كال ۱۱۳هـ كي په كوفه كي زيږيدلى دى.
دى د امام صاحب له ملګرو او لويو شاګردانو څخه دى، ده ته خداى ښه پوهه او حفظ وركړى وو په تاريخي رواياتو كي راځي چي د ده څلويښت زره يوازي موضوعي حديث ياد وه، نو صحيح به يي څونه ياد وو؟ دي د يوفقير سړي زوى وو چي پلار به يې دى د مزدورۍ لپاره ليږى مګر خو ده به ډير وخت د امام صاحب په مجلس كي تيراوواخير داوو چي پلار يې په بعضي رواياتو كي راځي چي موريې ورته وويل چي دابوحنيفه مجلس پريږده ته يوغريب سړى يي خپله مزدوري كوه او د خپل كور لپاره نفقه برابروه، اخر داوو چي ده دا راز له امام صاحب سره شريك كى نو امام صاحب به بيا له ده سره مالي كومك كاوو د دې لپاره چي دى له ديني زدكړي څخه مصروف نسي نو امام ابويوسف صاحب به د امام صاحب په مجلس كي په دائمي ډول سره حاضريدى ترڅو چي ده ته الله په علم كي يولوړ مقام ورنصيب كى، او ده ته د مهدي او د هغه د زوى هادى او هارون رشيد د خلافت په زمانه كي د قضا منصب وركول سو , او دى اول هغه څوك وو چي د قاضي القضات په نوم سره وبلل سو.
امام ابويوسف په كال ۱۸۲هـ كي وفات سو.
(2) محمد بن الحسن بن فرقد الشيبانى په كال ۱۳۵هـ كي زيږيدلى، په اصل كي دى د دمشق وو بيايې پلار عراق ته راغى او دى په عراق كي وزيږيدى، دى هم د امام صاحب له لويو شاګردانو څخه دى په پيل كي يي له امام صاحب څخه زدكړه كوله او كله چي هغه وفات سو او د ده علم لا مكمل نه وو نو بيا يې له امام ابويوسف صاحب څخه د فقه زدكړه كامله كړه، او د حديثو زدكړه يي له امام مالك صاحب څخه هم كړي ده، او دى د خپل عمر يوفقيه او مجتهد وو او امام شافعي صاحب هم له ده څخه د فقه تحصيل كړى دى، او د دوئ ترمينځ ډېر مجالس سوي دي او په تاريخي رواياتو كي راځي چي ده د امام شافعي صاحب مور په نكاح كړي وه او ده ډير كتابونه ليكلي داسي ويل كېږي چي ده په ديني علوموكي نه سوه نه نيوي، ۹۹۹ كتابونه تصنيف كړي دي, امام محمد په كال ۱۸۹هـ كي په عراق كي وفات سو.
(۳) حسن د زياد زوى د كوفي قاضي د امام صاحب له ملګرو څخه وو، او ده به ويل چي ماله خپلو استاذانو څخه دوولس زره حديث ليكلي دي او دى د وخت يولوى فقيه او عالم وو په كال ۲۰۴ كي وفات سوى دى.
(4)زفر د هذيل زوى د معد بن عدنان د نسب له سلسلي څخه دى په كال ۱۱۰هـ كي زيږيدلى او دى هم د امام صاحب له لويو شاګرانو څخه وو او دى يو فقيه عالم او عابد سړى وو او دى په قياس کی ډير ماهر وو حتى امام صاحب به ويل زفرنا قياسنا زفر زموږ قياس دى په بعضى رواياتو کی راغلي دي چي دى د بصري قاضي وو، په كال ۱۵۸هـ كي وفات سوى دى.
حنفي مذهب په مجموعي او اجمالي ډول پر درو مرحلاتو او دورو ويشل سوي ده.
(۱) اوله مرحله يې مرحله د پيدايښت او جوړښت ده.
(۲) دوهمه مرحله يي د پراخي او خپريدلو ده.
(۳) دريمه مرحله يي د استقرار او ثبوت دى.
اوله مرحله او دوره يي چي د امام صاحب او د ده د شاګردانو پر زماني مشتمله ده د حسن بن زيادتر وفاته چي په كال ۲۰۴هـ كي وو, رسېږي.
په دې دوره كي د امام صاحب شاګردانو د تصنيف او د هغو نظرياتو او رايو چي امام صاحب به د درس په دوران كي ويل د رايوځاى كولو اهتمام كړى دى په دوى كي بيا خاصةً امام محمد بن حسن صاحب د تصنيف ډېر اهتمام او كوشش كړى دى نو ده په دې دوران كي ډېر كتابونه ليكلي دي چي د هغوئ له جملي څخه هغه شپږ كتابونه هم دي چي په ظاهر الرواية سره مشهور دى هغه دادى , 1, المبسوط, الاصل ۲، الجامع الصغير ، ۳ الجامع الكبير، ۴ السير الصغير، ۵السير الكبير، ۶ الزيادات.
ده نور كتابونه هم تصنيف كړي دي لكه جرجانيات كيسانيات، هارونيات، رقيات او الحجة على اهل المدينه, او امام ابويوسف صاحب بيا الامالى او الاثار او النوادر تصنيف كړى دى، حسن بن زياد بيا المجرد ليكلى دى.
په دغو كتابو كي چي كومي مسئلي ذكر سوي دي دا پر دروطبقو ويشل سوي دي.
(۱) اوله طبقه مسائل د ظاهر الرواية دي، دا هغه مسئلي دي چي د امام محمد صاحب په اولو شپږو كتابونو كي ذكر سوى دى، او دا په اوله درجه د اعتبار او اعتماد كي دى.
(۲) دوهمه طبقه نوادر دي، داهغه مسئلي دي چي د مذهب له علما وو څخه رانقل سوى وى مګر خو له مذكور شپږكتابو ماسوْى, د امام محمد په نورو كتابونو كي ذكر سوى وي يا دابي يوسف صاحب او حسن صاحب په كتابونو كي ذكر سوى دى.
(۳) دريمه طبقه فتاوْى او واقعات دي، دا هغه مسائل دي چي د مذهب د دې مذكورو علماوو څه رايه نه وي پكښي پيداسوي او وروستني علماوو د دوى استنباط او استخراج كړى وى.
دوهمه دوره دوره د پراخي او د خپريدلو د مذهب وه:
په مذهب كي به د هغه مسئلي بالكل اتباع كيدله چي پرهغه به امام صاحب او ملګري په ظاهر الروايت كى اتفاق وو مګر كله چي به اختلاف رالى نو بيابه معتمد او راجح قول د امام صاحب وو مګر خو د متاخيرونو په وخت کی داقانون بدل سو نو كه به له امام صاحب سره كوم ملګري اتفاق وو نو د ده قول معتمد وو ليكن كه صاحبين يوطرف او امام صاحب بل طرف وو بيابه د صاحبينو قول راجح وو يابه قوت د دليل ته اعتبار وو.
نو د دې راجح او مرجوح قول معلومولو لپاره د دې عصر علماوو د تصنيف او تاليف ډیر كوشش اواهتمام وكى، نو په دې دوران كي چي دوئ كوم كتابونه ليكلي دي داپردري قسمه وبشل سوي دي:
اول قسم مختصرات دي:
ددې مختصراتو له جملي څخه يي څو مهم كتابونه دادي:
(۱) مختصر الطحاوي، (۲) الكافى للحاكم الشهيد، (۳) تحفة الفقهاء للسمرقندى، (۴) مختصر القدورى، (۵) بداية المبتدي لمرغيناني، (۶) المختار لابى الفضل عبد الله بن محمود،(۷) كنز الدقائق، (۸) وقاية الدراية لصدر الشريعة.
دوهم قسم شروح دي:
د شروحو له جملي څو مهم كتابونه دادي:
(۱) المبسوط للامام السرخسي شرح د مختصر الطحاوي، (۲) بدائع الصنائع لعلاء الدين الكاسانى، شرح تحفة الفقهاء، (۳) الهدايه للمرغينانى، (۴) الاختيار لتعليل المختار الموصلى شرح د مختار.
دريم قسم فتاواوي دي:
د فتاواوو له جملي څخه څو مهم كتابونه دادي:
(۱) فتاوْى شمس الائمه الحلوانى، (۲) فتاوْى كبرْى للصدر الشهيد، (۳) فتاوْى قاضيخان.
دريمه مرحله او دوره د مذهب , دوره د استقرار او ثبوت ده، د مذهب د قرار او ثبوت دوره په اتمه هجري پيړۍ كي كوم وخت چي د مذهب د مجتهدينو د خاتمي دوران وو شروع سوه او تردې اوسه روا نه ده.
په دې دوران كي هم د وخت علماوو د سابقه كتابونو په ګرداورد او له هغوى څخه د معتمد اقوالو معلومولو لپاره ډېر تصنيفونه كړي دي چي د هغوئ له جملي څخه ترټولو مهم به شايد حاشيه د ابن عابدين شامى صاحب وى چي په ردالمحتار على درالمختار سره نومول سوى.
او په دې دوران كي كوم نوي واقعات او حوادث چي پيښيږي او حكم يي په مخكنيو كتابو كي صراحة ذكر نه وي نو د وخت علماء د مذهب له اصولو او قوانينو سره سم او د سابقه كتابونو د مسائلو په مقائسه سره د دې حوادثو د احكامو استنباط او استخراج كوي او په دي كي ډير تصنيفونه سوي دي او كېږي.
حنفي مذهب په ټوله نړۍ كي په مجموعي ډول څه زيات ياكم دري سوه څلويښت ميلونه پيروان لري چي زياتره يې يي په عراق، شام تركيه، افغانستان، ايران، تركستان، چيچنيا اندونيزيا، سويت، چين، پاكستان، او هندوستان برما اوسيلون كي اوسيږي او باقي پاته د نړۍ په نورو مختلفو اسلامي او غير اسلامي ملكونوكي اوسيږي.
امام مالك
مالك د انس زوى هغه بيا د مالك زوى هغه بيا د عامر زوى په كال ۹۳هـ كي په مدينه منوره كي زيږيدلى دى، امام مالك صاحب له ماشوم والي څخه په ښو اخلاقو، ښه ياد او تيز فكري سره متصف وو امام مالك صاحب يو له څلورو مشهورو امامانو څخه دى، او امام مالك صاحب خپله ټوله زندګي په مدينه منوره كي تيره كړي ده، له مديني منوري څخه يوخواته هم ده سفر نه دى كړى صرف له مكي معظمي ماسوْى چي د حج لپاره تللى دى، داله دي وجي چي د ده له مديني منوري سره زيات محبت وو ځكه چي دا د حضور او د صحابوو كور وو.
او ده خپل ټول علوم د مديني منوري له علماوو څخه حاصل كړى دى، ده تراوولس كلني پوري تعليم وكى او له هغه وروسته چي كله ده ته شيخانو اواستادانو د حديثو او فقهه شهادت وركى نو ده له دي وروسته په تدريس پيل وكى، امام صاحب ويلي دي چي زه ترهغو پوري د فتوْى لپاره نه يم كښينستلى ترڅو چي اويا كسانو شيخانو ماته د دې شهادت راكى چي ته د دې اهل يي.
امام مالك صاحب يومتقي او پرهيزګاره عالم وو چي د ده په ديانت داري او امانت داري سره ټول علماء اقرار دى.
او دى د ده په وخت کی د ټول حجاز امام او مفتي وو علماء او طلباء به له ډېرو ځايونو څخه ده ته راتلل چي علم ورځني زده كړي او دا ددي دليل دى چي د ده مذهب په ډېرو اطرافو كي خپور سوى دى.
امام مالك صاحب تصنيفات هم لري د هغو له جملي څخه يومشهوره كتاب( المؤطا) دى، چي دا ده په طول د څلويښتو كلونوكي ليكلى ده، او په دي كي يي لس زره احاديث راجمع كړي دي، او بل كتاب( المدونه) دى چي امام مالك صاحب ټول هغه افكار او نظريات چي د ده پر اصولو بناء دي راجمع كړي دي، او دا ترټولو مهم كتاب دى كوم چي د ده مذهب يي محفوظ كړى دى، مالكي مذهب په نړى كي څه كم يا زيات پنځه څلويښت ميلونه نفوس پيروان لري چي زياتره يي په حجاز ، مصر، شام، لبنان او اندلس كي اوسيږي او څه يي په نورو ملكونو اوسيږي.
امام شافعي
محمد د ادريس زوى هغه د عباس زوى هغه د عثمان زوى هغه د شافع زوى هغه د سائب زوى هغه عبيد زوى هغه د هشام زوى هغه د عبد المطلب زوى هغه د عبدمناف او هغه د قصي زوى په كال ۱۵۰ كي په فلسطين كي د غزي په ښار كي زيږيدلي ده، د ده پلار ادريس له مكي مكرمي څخه له خپلي بي بي سره وفلسطين ته د يوحاجت لپاره ولاړى او هلته وفات سو او امام شافعي صاحب په دې وخت كي د مور په خيټه كي وو نو چي پلار يي كله په فلسطين كي وفات سو نو امام شافعي صاحب په دي وخت كي هلته وزيږيدى او له دې وروسته يي مور هلته دوه كاله معطله سوه او له دوو كلو وروسته يي دى او مور دواړه مكي معظمي ته راستون سول.
امام شافعي صاحب يوبزرګ او قوي حافظي والا انسان وو، چي په اوه كلني كي يي قرآن يادكى او په شل كلني كي يي موطاء مالك ياده كړه.
امام شافعي صاحب له هزيل قبيلي سره چي په عربو كي دا ترټولو فصيح خلگ دي وخت تير كى نو ځكه ده هم په فصاحت كي ډير شهرت درلودى امام شافعي صاحب په مدينه منوره كي مالكي فقه په خپله له امام مالك صاحب څخه زده كړه او په مكه مكرمه كي يي له مفتي مسلم بن خالد الزنجي او مفتي سفيان بن عينيه الهلالي او له نورو علماوو څخه فقه زده كړه.
او له دې وروسته يمن ته ولاړى او بياپه كال ۱۸۴ هـ كي عراق ته ولاړى او هلته يي له امام محمد بن حسن الشيباني چي د امام ابوحنيفه شاګرد دى او په حنفي مذهب كي دريمه مرتبه لري وپيژندل او فقه حنفي يي ورڅخه زده كړه اود دوئ ترمينځ په بعضي مسائلوكي مناظري هم وسوي.
له دې وروسته مصرته ولاړى او هلته له علماوو سره يوځاى سو او علم يي ورځني زده كى په كال ۱۹۵هـ كي بيرته بغداد ته راغى او په دې وخت كي دى امام ګرزيدلى وو او يومستقل مذهب يي وو.
دوه كاله وروسته حجاز ته ولاړى او په كال ۱۹۸هـ كي بيرته عراق ته راغى څو مياشتي وروسته په كال ۱۹۹هـ كي مصرته ولاړى.
د امام شافعي صاحب څو ويناوي:
چاچي قرآن كريم ياد كى مرتبه به يي لوړه سي، چاچي فقه زده كړه قيمت به يي لوړسي، چاچي حديث زده كړل دليل به يي قوي سي، چاچي عربي او شعر زده كړل طبيعت به يې نرم سي، چاچي خپل نفس نه وساتى علم به فائده نه ورته ورسوي.
د امام شافعي صاحب څو اشعار
نعيب زماننا والعيب فينا٭ ومالزماننا عيب سوانا٭
موږ زمږ پرزمانه عيب وايو او حال داچي عيب په موږ كي دى، نسته زماني لره بل عيب ماسوى له موږ څخه.
ونهجوذالزمان بغير ذنب٭ولونطق الزمان لنا هجانا٭
موږ پرخاوندانو د زماني بي ګناه بد وايو، كه زمانه له موږ سره خبري وكړي نو زموږ بدبه ووايي.
وليس الذئب ياكل لحم ذئب٭ وياكل بعضنا بعضا عيانا٭
يوليوه د بل ليوه غوښي نه خوري، او موږ يو له بله په ښكاره سره خورو.
امام شافعي صاحب خپل وروستنى ژوند په مصركي تير كى او خلګوته يي فتوْى وي وركولي ترڅو چي په كال ۲۰۴ هـ د رجب د مياشتي په آخيركي د جمعي په ورځ په حق ورسيدى او د دې ورځي د مازيګر له لمانځه وروسته په قرافه صغرى هديره كي خاوروته وسپارل سو.
شافعي مذهب په نړى كي په مجموعي ډول څه كم يا زيات سل ميلونه وګړي پيروان لري چي زيات يي په مصر سوډان، ليبيا، شمالي افريقا، ملايا، بمبئى او مدراس كي اوسيږي او باقي پاته يي په نورو ملكونو كي اوسيږي.\
امام احمد بن حنبل
امام احمد د محمد زوى هغه د حنبل زوى هغه د هلال بن اسد شيبانى زوى په كال ۱۶۴هـ كي په بغدادكي زيږيدلى دى، او په دې ښار كي لوى سوى دى او دى لاماشوم وو چي پلار يي وفات سو نو د ده پالنه او تربيه د ده موركړي ده.
او د ديني علومو حاصلولو ته يي متوجه كړى وو، ده ترپنځلس كلنۍ پوري د قرآن حفظ او د علم اللغة تحصيل وكى او له هغه وروسته يي د حديثو په درس او حفظ پيل وكى، او په شل كلني عمر كي يي د علم د طلب په سفرونو پيل وكى، نو اول وار كوفي او بيا مكي، مديني، شام او يمن ته ولاړى او له دې وروسته بيرته بغداد ته راستون سو.
امام احمد په بغداد كي د امام شافعي له لويو شاګردانو څخه وو، امام احمد د عراق د ډېرو علماوو پرلاس تعليم حاصل كړى دى، لكه ابراهيم بن سعيد او سفيان بن عينيه او ابوداود طيالسي.
له دې وروسته امام احمد يومجتهد او د مستقل مذهب خاوند وګرزيدى او د حديثو او د حديثو د طريقو په يادولو كي پرخپلو ټولو همزولو بالاسو ترڅو چي د زماني د محدثينو امام جوړسو د ده كتاب المسند كوم چي پرڅلويښت زره احاديثو مشتمل دى دا د دې شاهدي وركوي ، خداى ده ته يو د تعجب وړ دحفظ قوت وركړى وو.
امام شافعي صاحب ويلي دي، زه له بغداده ووتلم خو ما په بغدادكي تر احمد بن حنبل بل څوك ښه فقيه او پرهيزګار عالم، حافظ شاته نه دى پري ايښى.
دي يوټينګ عزيمته، صبر كونكى، ټينګ رايه، قوي دليله او د وخت له حكمرانانو سره په خبرو كي يودلاوره سړى وو، چي د ده دغه صفات ده ته د يوغټ تكليف سبب سول.
قصه داسي وه چي په كال ۲۱۲هـ كي چي دا د مامون عباسي د خلافت او اميريت زمانه وه مسئله د خلق القرآن ډيره ګرمه وه په دې مسئله كي د خليفه او د ده د تابعينو رايه دا وه چي قرآن مخلوق يعني حديث دى قديم نه دى.
نوله علماوو او فقهاوو چي به چاپه دې مسئله سره يعني په مخلوقيت د قرآن اقرار نه كوى نو د هغه خو به اوله سزا داوه چي له حكومتي وظائفو څخه به بي برخي كيدى، او پردي سربيره به د وهلو او بند سزاهم وركول كيدله.
نو امام احمد صاحب د دوئ سخت خلاف وو اوهيڅ يي په دې سره اقرار نه كاوو نو د دي نتيجه داسوه چي په كال ۲۸۱هـ كي د اسحاق بن ابراهيم خزاعى په لاس چي د مامون عباسي نائب وو ده ته سخته سزا وركول سوه، اوله تدريس څخه منع سو بندي سو.
وروسته په زولنو سره تړل سوى ومامون ته وليږل سو، مګر خو خليفه مامون د امام احمد صاحب تر ور رسيدلو مخكي وفات سو، او د خلافت چاري د ده ورور معتصم پرغاړه واخيستي، معتصم هم په دي مسئله كي د خپل ورور مامون لاره غوړه كړه ، او امام احمد صاحب يي بندي كى او د ده په وهلو سره يي امر صادركى وهل به ترداسي اندازي سخت وو چي په هروار كه به پرده مبارك باندې بيهوښي راتله تر اتلسو مياشتو پوري دى په دي سخت تعذيب او وهلوكي مبتلاوو مګر چونكي چي د ده په عقيده كي هيڅ ډول تغير نه راغى او نه له خپل مذهب او رايي څخه واووښتى نو خليفه هم دى له بنده خلاص كى او ده بيرته خپل تدريس پيل كى.
وروسته په كال ۲۲۷هـ كي چی معتصم بالله كله وفات سو او د ده ځاى واثق بالله ونيوى نو امام احمد صاحب ته بيرته هغه پخوانى تكليف را وګرزيدى او دى يي له خلګو سره له مجلس كولو او تدريس څخه ترپنځو كلونو پوري منع كى ترڅو چي په كال ۲۳۲ هـ كي واثق بالله وفات سو، او د خلافت چاري متوكل په لاس كي واخستي نو د خلق القران بدعت يي باطل او ختم كى نو پرامام احمد صاحب يي شفقت وكى او د كومك لاس يي وركى او امام احمد د هميشه لپاره پرخپله طريقه او رايه پاته سو.
امام احمد په فقه كي د خپل مذهب تدوين او تصنيف نه دى كړى لكه څنګه چي نورو امامانو كړى دى مګر له ده څخه وروسته د ده شاګردانو په فقه او فتوْى كي ډيري مسئلي راجمع كړي دي او تصنيف كړي دي، او دوئ دغه مسائل له يوبل څخه په غټو مجاميعو كي رانقل كړي دي لكه "المغنى" او" الشرح الكبير" چي د امام بن حنبل د مذهب له مشهور كتابونو څخه شميرل كېږي.
امام احمد صاحب په كال ۲۴۱هـ كي په بغداد كي د اووه اويا كلو په عمر وفات سو.
حنبلي مذهب په نړۍ كي په مجموعي ډول څه كم يا زيات سل ميليونه پيروان لري، چي زياتره يي په نجد، حضرموت، يمن، حجاز او فلسطين كي اوسيږي او باقي پاته يي په نورو ملكونو كي اوسيږي.
نور مطالب اديان او مذاهب
|
|